لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د څوارلسمې اونېزې غونډې راپور
لیکوال: پاکیزه ارز   نېټه: 13.01.2014   خپرونکئ:   سمسور  

د ۱۳۹۲ کال د وږي په ۱۳ نېټه د مېرمن  کلتوري ـ ټولنیز بهیرغونډه د پامیر سینما د ودانۍ په کتاب ښار کې جوړه شوه. د غونډې مېلمه شاعر او لیکوال محمد صادق سپین غر و. د سټیج چارې مینا نظري پرمخ یوړې.

د غونډې په لومړۍ برخه کې د کاینات سعادت په غزل کره کتنه وشوه.
د  ارادې او د ایمان خبرې 
څومره خوږې وي د جانان خبرې
   د کاینات د غزل د مطلع په هکله شکریې جلالزۍ وویل چې د ارادې اد ایمان خبرې یعنې څه ؟ مینا نظري وویل د ارادې او ایمان خبرې د جانان د خولې خبرې دي او کاینات وموضوع په شعر کې ښه راخیستې ده.
ته وا چې خولې کې ملکه ناسته
دا چې کوي نن د سبحان خبرې
  مینې ابراهیم خیل د کاینات د غه بیت خوښ کړ ویې ویل چې چې د خولې پاکي له ملکې سره تشبهې ښکلې ده او بیا د سبحان ذکر هم ښه ورسره راغلی دی.
هغه ګدا به څومره بد ښکاره شي
که یې له خولې ووځي د خان خبرې
    د دغه بیت په باره کې پاکیزې ارزو وویل چې د خیال او لفظ تر منځ تناسب نشته او څه چې یې باید ویلي وای هغه مطلب په پوره توګه نه ورڅخه اخیستل کېږي. د شاعرې هدف دی چې انسان ته نه ښایي چې لوی لوی خبرې وکړي.خو دلته د ګدا او خان کلمه سمه نه بریښي په دې  مانا راغلې چې ګدا دې د خان غوندې خبرې و نه کړي چې دا مفهوم درست نه دی ، ټول انسانان د انسانیت د مرتبې له لحاظه یو برابر دي او کیدای شي چې یو ګدا تر خان ښې خبرې وکړي او د خبرو ښه والی په خان او خانې پورې اړه نه لري. او که چېرته هدف دا وي چې ګدا دې د خان غوړمالي ونه کړي د هغه په ژبه ونه غږېږي بیا درست دی خو بیا هم د ګدا کلمه سمه نه بریښي.
چې په زړه کې نیت د میني تړي 
 څه اثري دي ستا اذان خبرې
زما له  سترګو نه ټپوس مه کوه 
درته کوي بیا د باران خبرې
   د دغو بیتونو په هکله حیا پوپلزۍ وویل چې دلته ښکلې نوې خبرې شوي دي د میني نیت د پاک الله ج د مینې سره تړلې ده او مینا نظري وویل چې له سترګو سره د باران کلمه په نوې توګه راوړل شوې وه.
چاته یې وکړمه چې زړه مې سپک شي 
د زولنو او د زندان خبرې
پاکیزې ارزو په دغه بیت کې د زولنو او زندان کلمې د پښتنو راوجونو ته ښه استعاره ووبلله.
    د غونډې په دویمه برخه کې ازاده مشاعره وشوه . زمزمې نیازۍ ، کاینات سعادت، مینې ابراهیم خيل،بلقیس محبوبي، شکرې جلالزۍ ، پاکیزې ارزو، حیا پوپلزۍ، شکرې خروټې او مینا نظري شعرونه ولوستل. د غونډې په پای کې ښاغلي سپین غر خپله نوې شعري ټولګه ( د ړنګ کلی شاعر) په بهیر والو وویشله. همدارنګه پریکړه وشوه چې  په راتلونکې غونډه کې به د مینا نظري په شعر کره کتنه وشي.غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.
 
بېرته شاته