لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
زه به سودایي یم او که نه ! ؟
لیکوال: پوهنيار ظفر خان اهتمام   نېټه: 24.11.2008   خپرونکئ:    

تاسو به اورېدلي وي چې د تېر کا ل په وروستیو دې وختو کې دولتي مامورینو او کارمندانوته،شپږ مېاشتې تنخواه نه وه ورکړه شوې زه چې هم په دې ډله کې وم نږدې دی چې سودایي شم ما اورېدل ي چې په نړیوال مّدني او حقوقي قانون کې مجرم او بندي ته درې وخته خواړه او د جرم تر ثبوته معاش ورکول کېږي مجرمان که ۲۸ ساعته غذايي اعتصاب وکړي غوښتنې یې قبلېږي .خو زه نه پوهېږ  5; چې د روشنفکرۍ په جرم په موږ او زموږ په اولادونو ولې ۸۴۲۰ ساعته غذايي اعتصاب تپل شوی دی؛ که څه هم دا خبره د وزارت له پوړ نه پورته ده خو زه خپل او پردي غم په تشویش کې اچولی یم وای ;ي پورونه تشويش او خوار ځواکي د دې سبب کېدای شي چې فکر ښه کار،ونه کړي که نه یې منئ د ثبوت له پاره به زه یوازې په دې نن سهار کې د خپل ځان کیسه وکړم :
زما د سهار ډوډۍ معمولا ً د چای سره وي په یو پتنوس کې راته یوه چاینکه چای،آب کشۍ،پیاله،کاچوغه او قنداني سره له ډوډۍ،موډۍ راغلل،لومړی مې درې کاچوغې بوره د ګېلاس پر ځای په آ 76; کشي کې واچوله،بیا مې په پیاله کې د کنګال له پاره د چای اچولو فکر سرته راغی،پیاله مې ښه په خوند اوکش کړه،کنګال شوی چای مې په قنداني کې راخوشې کړ،چې ډکه شوې پیاله مې غوړپ کړ 07; په بورې مې خوله خوږه نه شوه،له ځان سره مې وویل :هلکه خوله دې پیکه ده ځکه په خوند مند نه پوهېږې !؟ چې د نورې بورې د اچولو تکل مې و کړ،دقنداني بوره د کیمیاوي تعامل په سبب غلیظه ر 75;ښکاره شوه،و پوهېدم چې څه مې کړي .په موجوده لوښو کې په چاڼولو بوخت شوم ... په ډېرې خوارۍ مې فکر لږ شان راټول کړ چې ګورم کالي مې سریښ کړي او د وظیفې د تګ وخت دی دا چې پخوانۍ دریشي د ا& 1608;لادونو مور د کفر د لباس په تور په جاروګانو ورکړې او د نوې د رانيولو پیسې مې نه لرلې دندې ته په جامو کې تلم نو ژر مې نورې جامې راوغوښتې،لومړی مې کمیس بدل کړ،نیا مې دی خدای « ج » و& 1576;خښي د هغې په اصطلاح چې پای جامه مې بدلوله ، نو پایڅې یې دومره تنګې شوې وې چې پښه نه پکې ننوتله آخر مې له ډېرې زړه تنګۍ او غوسې څخه یو ناڅاپه زور کړ،له هغه سره مې دمخکې ویستل ش 08;ي کمیس لستوڼی څیرې کړی ؤد پرتوګ په ځای مې په هغه زورکړی ؤپرتوګ لا هما غسې قات ايښی ؤبيامې هغه په چالاکۍ سره واغوست او روان شوم له تاسو دې څه پټه وي له ځان سره تشویش لرم چې زه  6;ه سودايي يم او که نه !؟ .
داطنزدکليدمجلې دديارلسمې ګڼـې په ديرسم مخ کې خپور شوی دی.

 
بېرته شاته