لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
هر څه له خپله لاسه
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 05.11.2007   خپرونکئ:    

د شعبې امر زموږ يو ملګري پوليس ته، د هغه د منفكۍ مكتوب په لاس كې وركړ، له هغه سره يې تر خداى پامانۍ وروسته په لوړ غږ وويل:" زه په دې ډېر خپه يم، چې نن مې پخپلو لاسو خپل يو ښه ملګري پوليس ته د منفكۍ مكتوب وركړ، خو چاره نه وه، اصول همدا ايجاب كوي"

امر يوه شېبه چوپتيا غوره كړه او تر هغه وروسته يې چې ما او نورو پنځو تنو ملګرو ته په ځير ځير وكتل، ويې ويل:" هر څه له خپله لاسه كېږي، هغه مې له ډېر فكر او غور نه وروسته منفك كړ. اخر د هغه دا لومړى ځل نه و، چې په سهوه او خطا يې زموږ پروژې شاته غورځېدې. پر هغه نه زه او نه اداره يوه هم ملامت نه يو، هغه هر څه له خپله لاسه په ځان وكړل، هو هر څه..."

امر په خبرو لګيا و، چې زموږ د شعبې ملازمه رويا، چې دروازې ته نږدې په څوكۍ ناسته وه، د ژړا غږ اوچت شو. موږ ټولو هغې ته وكتل. امر له خپلې څوكۍ پاڅېد او د هغې خوا ته لاړ او ترې وپوښتل:" څه خبره ده، ولې ژاړې ؟"

رويا چې ځواب ورنه كړ، ده خپله وويل:" منم چې هغه بد سړى نه، خو..."

رويا له خپله ځايه پاڅېدله او له شعبې نه په وتلو په تګ تګ كې په غريو نيولي انداز وويل:" هو خو هر څه له خپله لاسه"

رويا ډېره شېبه وروسته، شعبې ته راننوته. سترګې يې سرې راوتلې وې او ډېره خواشينې ښكارېده. تر دې وروسته رويا به هره ورځ خواشينې دفتر ته راغله او بېرته به خواشينې كور ته تله. د هغې دې حالت ټول ملګري اندېښمن كړي وو. همدا چې به مو وپوښتله:" ولې؟" هغې به لنډ ځواب راكړ:" هر څه له خپله لاسه كېږي" او بيا به له شعبې ووتله. د هغې په وتلو سره به ملګرو يو او بل ته وويل:" رويا خو دا دومره موده، موږ داسې نه وه ليدلې، هغه خو ډېره خندانه او ټوكماره وه، دا ولې يو دم، داسې شوه؟"

له پنځو مياشتو راهيسې، چې هغه زموږ د شعبې ملازمه مقرره شوې وه، موږ داسې يوه ورځ په ياد نه لاره، چې هغه مو و نه خندوي. هره ورځ چې هغه شعبې ته راننوتله يو كتاب به يې په لاس كې و او د اوزګارتيا په وخت كې به يې لوسته. ډېر ځله يې د ټوكو كتابونه راوړل او چې كومه ټوكه به خوند وركړه، نو موږ ته به يې هم وايه.  هغې به تر نورو زه ډېر ځورولم، ټوكې به يې راپورې كولې او ويل به يې چې يو ډېر نږدې خپلوان ته يې پاتې كېږم. كله كله به چې په شعبه كې يوازې وم، د ژوند او روزګار پوښتنه مې ځينې كوله. په خندا به شوه، يوه ټوكه به يې راواخيسته او نه يې غوښتل، چې د ځان په اړه څه ووايي. يوه ورځ مې چې په پوښتنو پوښتنو په تنګه كړه، فقط همدومره يې وويل:" زما په زړه ګرم لګېږې، خو څه وكړم زه پنځه دېرش كلنه يم او ستا خوله لا د شېدو بوى كوي"

دا خبره چا اورېدلې وه او ملګرو به هره ورځ راپورې مسخرې كولې:" له موږ سره هسې په كتار كې راغلې، ستا خوله خو لا د شېدو بوى كوي"

ملګرو همدا خبره زما او د هغې تر منځ د همرازۍ بهانه كړه او ويې هڅولم، چې رويا وچېړم څه خبره ده؟ ما هم مټې راونغښتې، خو هر ځل چې به مې وپوښتله وبه يې ويل:" هر څه له خپله لاسه كېږي" بيا به په ژړا شوه او تر ډېره شېبه به يې غلې غلې ژړلې.

يوه ورځ مې چې بيا بيا ترې وپوښتل:" ووايه! اخر په تا دا څه شوي. دې حالت دې زه او زما ټول ملګري ټول اندېښمن كړي يو"

هغې په ژړغوني انداز راغبرګه كړه:" ډېره مې مه چېړه، ورځ چې يې راشي، په هر څه پخپله پوهېږې. يوه شېبه هر څه را نه هېر شي، ته يې پخپلو پوښتنو بيا رايادوې"

د هغې دې خبرې لا نور هم اندېښمن كړم، خوله مې جوړه كړه، چې ترې وپوښتم: په څه به پوه شم؟ خو د هغې دا خبره چې زما پوښتنې، هغه لا نوره پسې ځوروي، د پوښتنې جرائت راڅخه واخيست.

په سبا چې كله هغه شعبې ته راننوتله، دا ځل پر كتاب سربېره يوه كتابچه هم ورسره وه او د كتاب پر ځاى يې د هغه پاڼې اړولې او په ځير ځير يې څه پكې لوستل. موږ ډېره هڅه وكړه، چې هغه كتابچه ورځنې واخلو او وګورو، چې څه پكې ليكل شوې دي. خو هغې كتابچه د كتاب په څېر د خپلې چوكۍ په سر نه پرېښوده او چې كوم كار پسې به پاڅېده كتابچه به يې هم له ځانه سره واخيسته.

يوه اوونۍ وروسته، همدا چې نور ملګري مې د يوې پېښې د څېړلو پخاطر له شعبې ووتل. هغه زما د مېز تر څنګه ودرېدله، له قلم دانۍ څخه يې يو قلم واخيست او بېرته خپل ځاى ته لاړه. يو ځل  ځير شوم، چې هغې كتابچه پرانستله، يو سوړ اسوېلى يې وكېښ او څه يې پكې وليكل. ومې پوښتله:" څه ليكې؟"

- هيڅ، وروسته به پوه شې.

- په څه شي؟

- مه مې ځوروه، دا ستا پوښتنو ته خو مې سر په دردېږي، خپل كار دې كوه.

د هغې دې خبرې غوسه راوسته او بد بد مې ورته وكتل. هغه په منډه له شعبې ووته او په لوړ غږ يې وويل:" وبښه! فكر مې نه و "

دوه درې ورځې وروسته، رويا يوه اوونۍ دفتر ته رانغله. موږ يوه بله ملازمه، چې كور يې ورته معلوم ورپسې ولېږله. هغه چې بېرته راغله ويې ويل:" رويا له واكه وتې، يوه يې له شرقه او يوه يې له غربه ويل. زه يې حتى د ګراچ دننه هم پرېنښودمه"

په دويمه ورځ ماسپښين مهال د هغه كور خاوند، چې رويا يوازې د هغه په ګراچ كې اوسېدله، زموږ شعبې ته راغى او و يې وويل:" رويا زهر خوړلي"

موږ ټول د شعبې د امر په ملتيا په بېړه له سړي سره د هغه كور ته لاړو. ګراچ ته چې ننوتلو رويا پړ مخې په مځكه پرته او تكه شنه اوښتې وه او هغه كتابچه يې تر څنګه پرته وه. كله چې امبولانس راورسېد او نرسانو د هغې مړى پورته كړ، ما زړه نا زړه كتابچه راواخيسته. موټر ته چې وختلو، يوه ملګري د كتابچې په ليدلو وويل:" اوه، دا خو هماغه كتابچه ده، چې رويا له موږه پټوله، هله ته يې پرانيزه، چې څه يې په كې ليكلي دي؟"

ما كتابچه پرانستله او په لوستلو يې لګيا شوم:

" هر څه له خپله لاسه.

هو ! رښتيا هم په سړي هر څه له خپله لاسه كېږي، پر ما هم دا هر څه له خپله لاسه شوي. پخپله ملامته يم. ما دوه مېړونه كړي. سره له دې چې اولاد مې نه راوړه، اول مېړه مې ډېر راسره ښه و. كله چې به ما ور ته وويل بله ښځه وكړي، خپه به شو او دوه درې ورځې به يې راسره خبرې نه كولې. خو څه ووايم، هر څه را باندې له خپله لاسه وشول. يو وخت په يوه ترافيكي پېښه كې د هغه يوه پښه او ښى لاس پرى شو او دې سره زموږ ژوند له پخواني جوش نه راولوېد، كال دوه كې غريبي رامخه كړه. دا چې زه په ښه او لوكس ژوند اموخته شوې وم، كرار كرار مې له دې ژونده زړه بدېده. پخوا چې ژوند مو ښه و، موږ به ګاونډيانو كره او هغوى موږ كره مېلمانه كېدل. يوه ورځ يوه ګاونډي كره، چې پخوا به ډېره ورتلمه، ورغلم. ګاونډى زما د خراب حالت په ليدلو خواشيني ښكاره كړه او چې كله يې له كوره وتلم، تر دروازې پورې راسره راغى، څو زره افغانۍ يې را ته راكړې او ويې ويل، چې د پام غلطولو لپاره هره ورځ دې وركره راشم. دې تګ راتګ كې يو په بل سره شوو او ورځ په ورځ له خپل مېړه څخه مې بد راتلل. زما او د ګاونډي روابط ژور شول. يوه ورځ چې هغه زموږ له كوره وتو، خاوند مې ليدلى و او په دې يې زه ډېره سپكه كړم. ما ګاونډي ته وويل، هغه وهڅولم چې طلاق ترې واخلم او له ده سره واده وكړم. څو ورځې وروسته چې زما او د مېړه تر منځ حال نور هم پسې خراب شو، نو د طلاق خبره مې ورته وكړه. هغه وويل:" زه دې بښمه نور دا كارونه مه كوه، توبه وباسه"

ما ورسره لانجه وكړه، سپكې سپورې مې ورته وويلې، هغه يوه كلكه څپېړه راكړه. زه له كوره ووتلمه او ګاونډي كره ورغلمه، ټوله كيسه مې ورته وكړه. هغه راسره زموږ كور ته راغى، د هغه او زما د مېړه تر منځ شخړه راپورته شوه او هغه زما خاوند ډېر بد بد وواهه. د دې حالت په ليدلو سره د هغې ورځې په سبا د يوه ملا په مخ كې لومړى خاوند مې زه طلاقه كړم. مازيګر و، چې ګاونډي راسره نكاح وتړله. دې كار سره ټولو خپلو خپلوانو او پلار او مور راسره اړيكې پرې كړې. كال دوه، دويم مېړه مې راسره ښه و، خو كرار كرار راسره بد شو، سره له دې چې دومره له كوره نه وتلم بد ګماني يې راباندې كوله او حق نا حق به يې وهلم. د هغه دې كار ډېر وځورولم او عقده مې ورسره واخيستله او په بازار كې له يوه هلك سره چې ويل يې خوښېږمه يې د تګ راتګ رابطه جوړه كړه او كله كله به چې په كور كې يوازې وم، د هغه هلك دوكان ته تلمه. يوه ورځ هغه وليدلم، چې له هغه دوكانه وځم، كور ته چې راغلم ډېر وهل يې راكړل او په هماغه ورځ مازيګر يې زه له خپله كوره وايستلم. له هغه كوره چې وكښله شوم، شپه مې په سرك تېره كړه او په سبا يې له هغه ځايه لرې دغه ګراچ كې مې واړول. د كور له خاوند سره دې خداى ښه وكړي، ما ته يې د پوليسو په اداره كې كار پيدا كړ. له وظيفې سره كرار كرار پخواني هر څه رانه هېر شول. تقريبا هر څه مې هېر كړي وو، چې يوه ورځ د شعبې امر د هر څه د خپله لاسه كېږي خبره وكړه. دې خبرې سخته وځورولم او د تېر ژوند شېبه شېبه مې تر سترګو تېره شوه او په ژړا شومه. په هغه ورځ د اول مېړه تر كوره ورغلم هغه بله ښځه كړې وه او ژوند يې هم ښه شوى و او زما هيله په اوبو لاهو شوه، ما غوښتل ورشم او بښنه ترې وغواړم. رښتيا دا هر څه ما پخپله په ځان وكړل. پخپله مې ځان په رنځ اخته كړ. نور نو د دې رنځ د ګاللو نه يمه. نور نو رنځ نه شمه ګاللى. خداى پامان"

 
بېرته شاته