لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د رنجو کلتوري ارزښت
لیکوال: باز محمد عابد   نېټه: 03.02.2013   خپرونکئ:   سمسور  

رانجه دپښتني ښځمنو يو نه بېلېدونکی دود دی، چې هم دګاڼې په توګه دسترګو دښايست او هم ددرملو په توګه پښتنې کورنۍ کاروي. ښايي په ځينونوروقامونوکې به هم رانجه دود ولري، خو په پښتنوکې بيا بيخي ډېر دی.واړه ماشومان او سپين سرې ښځې خو يې خامخا کاروي.ځينې وخت دپيغلو له خوا دخوښيو په خاصوځايونوکې بيادښاېست لپاره په سترګو پورې کيږي  دغه راپور په دغه سندره پيليږي

راپور:
زه چې په تورو سترګو تور رانجه کړم پورې مورې
ځواني مې ګورې مورې
جدا له ياره.
ميرمن قمرګلې کلونه پخوا دا سندره ويلې وه، خو اوس يې هم د موسيقى د هنر باذوقه ميينان په شوق اوري. د تورو سترګو دا جادويي حسن، شاه وخوا درې سوه کلونه پخوا حميد ماشوخيل هم ستايلى و. 
چې په تورو سترګو تور رانجه کا پورې
له يوې تورې بلا پاڅي سل نورې
حميد ماشوخيل په رنجو تورې سترګې تورې بلاوې ګڼلي ، خو دا بدرنګې نه بلکې ښکلې بلاوې دي.
روان شناسان سترګو ته د روح دروازې وايي، خو کله چې دا دروازې د رنجو رنګونه واغوندې، نو راښکون يې څو چنده شي. رانجه  د سترګو د ښايست تر څنګ د تندي او زنې خالونو ته هم کارول کيږي.
رانجه نه يوازې د سترګو د سوزش او سورالي د له منځه وړولو لپاره په سترګو پورې کيږي، بلکې ميندې خپلو ښاېستوکو ماشومانو ته په مخ، زنه او تندي د رنجو خالونه په دې خاطر ږدي چې له نظره نه شي.
اوس په بازارونو کې تيار رانجه پلورل کيږي، چې د خلکو په وينا معيار يې د پخوا په څېر ښه نه دى. دا چې پخوا ولې د رنجو معيار ښه و، يوه سپين سرې مور يې راته وايي:

(( د رنجو غونډارى به مو په بازار کې واخيست، بيا به مو په مندسته کې اوړه کړل، د غوا کوچ به مو په کې ګډ کړل او تر هغې به مو لړل چې سپور به شول او چې کله به مو په سترګو پورې کړل او و به مو ليدل چې سترکو مو اوبه ونه کړې، نو بيا به پوه شو چې اوس ترينه رانجه جوړ شوي دي. بيا به مو وړو ماشومانو ته هره ورځ په سترګو پورې کول او چې کله به لږ غټ شول نو يو ورځ پس به مو ورته رانجه پورې کول.))

په جلال اباد کې د بي بي هوا ليسې د اتم ټولګي يوه زده کوونکي ستاره وايي چې اوس هم ورته مور د سترګو د خوږ په خاطر رانجه پورې کوي.

د کامران په نوم يو تن ځوان چې تازه له اروپا راستون شوى او په سترګو يې رانجه پورې کړي، وايي چې د هوا په بدلېدو يې سترګو اوبه کولې، نو ځکه يې ورته مور رانجه پورې کړي دي. 

(( زه په دې وروستيو کې له اروپا څخه راستون شوي يم. کله چې د کابل په هوايي ډګررا کيوتم او د جلال اباد په لور راروان شوم نو د ګردونو او هوا د بدلېدو له وجې مې سترګۍ سرې شوې وې، اوبه يې هم کولى، مور مې راته وويل چې په سترګو کې به درته رانجه وکړم، ټک او پترۍ به شي. اوس چې يې راته په سترګو رانجه پورې کړي، هغه سوزش هم ختم شوى او د سترګو سوروالى مې هم اوس په ښه کيدو دى.))

پخوا به يې ناويانو ته په رنجو يوازې سترګې نه تورولې، بلکې په زنه او تندي به يې ورته د رنجو خالونه وهل. يو ځل بيا سپن سرې ادې ته غوږ کيږو.
(( هغه وخت چې د سينګار له پاره ډير شيان نه وو نو له همدې رنجو به يې ناويانو ته په مخ، زنه او بارخوګانو خالونه هم وهل او نرۍ نرۍ وريځې به يې هم ورته له  همدې رنجو څخه جوړولې. د ناوې ښايست همدا و.))

د رنجو په اړه يوه فلکلوريکه کيسه هم شته چې د يوې اسطورې په توګه يې خلک کاروي. وايي چې پخوا يوه پاچا د خپل مشر وزير سره تنګ شوى و. د خپلو نورو وزيرانو سره يې د ښکلا له پاره په ګډه يو معيار وټاکه او بيا يې خپل باتدبيره وزير ته په يوه هفته  کې دننه دا سوال د سر د پريکولو په شرط کيښودو چې دوى به د ښکلا له پاره څه معيار ټاکلي وي؟ باتدبيره وزير چې د پاچا دا شرط واوريدو، نو ډير زيات يې چرت خراب شو او د خپګان په حالت کې خپل کور ته روان شو.  کله چې يې هوښيارې لور ترېنه د خپګان پوښتنه وکړه، اول يې ځان غلى کړ او چې د لور بې صبري يې زياته شوه نو ورته ويې ويل چې پاچا راته داسې شرط ايښى چې خامخا به په کې پاتې راځم او سر به رانه غوڅوي. د وزير لور تازه په سترګو رانجه پورې کړي وو، د دې خبرې  له اوريدو سره يې د پلرنۍ مينې له امله له خولې نه يوه کړيکه ووته او چې باتدبيره وزير وروکتل د هغې په بارخو د رنجو لړلې اوښکه پنډ شوې وه، وزير له خوشحالى نه يوه چيغه وکړه او لور ته يې وويل چې د سوال ځواب مې پيدا کړو. په همغه شيبه پاچا ته ورغى او ورته يې وويل:
کيداى شي چې ستا د سوال ځواب دا نه وي، خو ما ته په رنجو لړلې اوښکه تر  بل هر څه ښکلې ښکاري. او د دې ځواب سره وزير خپل سر ژغورلي و. 
 
بېرته شاته