لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
پېښور په سندرو کې
لیکوال: باز محمد عابد   نېټه: 29.01.2013   خپرونکئ:   سمسور  

پېښور د ټولو لپاره اشنا نوم دی، خو د ډيرو لپاره بيا خوږ نوم دی، چې هم يې ژوند ورپورې تړلی او هم يې علم و ادب، تاريخ او کولتوري ميراثونه.
 پېښور که يو لورته  د پېښوريانو کور دی، بل لور ته څو لسيزې کيږي چې د ويرژلو افغانانو د کوربه توب وياړ هم لري. همدغه تګ راتګ پېښور او کابل په يوه وريښمين ادبي مزي وتړل.
 په دې وروستيو کلونو کې چې پېښور د خپل لفظي جوړښت په مفهوم د پيښو ور شو. نو نا امنيو هم ورمخه کړه، پښتنو شاعرانو د نا امنۍ دا نه زغميدونکي پيښې د خپلو هنري شعرونو په کالب کې ځای کړې او بيا دا شعرونه پښتو موسيقۍ ته هم ورننوتل. نو په دې توګه پېښور هم د هنرپالو، هم د شاعرانو او هم دغلته د لر او بر پښتنو د ژبې سر شو. په دغه راپور کې چې اوس يې در اورو,، د پېښور ښکلا او وروستيو ويرژلو پېښو ته په کې کتنه شوې ده.
راپور:
پېښورچې له پخوا نه ورته د ګلونو او ښايستونو ښار ويل شوى، تر اوسه يې دا فطري ښکلا له يوه نسل نه بل ته په خپله غېږه کې راوړې. ځکه خو وخت په وخت په سندرو نمانځل شوى دى.

کله چې کومه کليواله مينه له خپل مېن نه د سينګار لپاره غوښتنه کوي، که خپله چوپه هم وي، نو د کشور سلطان په خوله ګويانه شي:
که په همزولو کې مې ګورې
فرهت په تبۍ تور د باجوړ ګلونه
وئ ميده ميده لکه د زرکې تګ کومه
کميس تور ما ته راوړه
تازه تازه ګلونه درې څلور ماته راوړه
لاړ شه پېښور ته کميس تور ما ته راوړه
تازه تازه ګلونه درې څلور ما ته راوړه

خو څه درې لسيزې وړاندې چې په کابل د اور لمبې پورې شوې او تاو يې تر پېښوره راورسېده، نو په دې وخت کې د رحمت شاه سايل د زړه تڼاکه د ګلزار عالم په مرۍ کې وچاوديده:
چا که د لندن د ښار د حسن کيسه کړې ده
ستا تصوير مې غلى شان په زړه کې خندېدلى دى
چا که د پېرس مازيګري سندرې کړي دي
ستا صدر زما په زړه بلا راورېدلى دى
چا هم که ماڼۍ د واشنګټن په خوند ستايلي دي
زه ستا دلربا کيسه خانۍ غېږ کې اخيستى يم
چا که د ډيلي د ماښامونو ذکر کړى دى
زه ستا ماښامونو په کوڅه کوڅه کې لوستى يم
ما ته خو دې ګرد هم د سپرلي له رنګه ښکلى دى
کله مې پيرزو شې په بمونو پېښوره
ما درته هر وختې د ګلونو ښار ويلى دى
کله مې پيرزو شې په بمونو پېښوره

خو کله چې پېښور د خپلې ښکلا په زور د بدرنګۍ سيورى له سره ايسته وغورځاوه، نو عرفان خان د فضل سبحان عابد د سندرې ښکلا  لر او بر په داسې جانانه انداز  وشيندله چې هر چا وويل چې په رښتيا هم پېښور خو پېښور دى کنه:

څنګه چې ښار هسې يې نوم ښکلى دى
په سړي لګي د جانان په شانې
دلته بوډا ښکلى ماشوم ښکلى دى
پيغلې يې ننګ لري د ځوان په شانې
د ملکنډ په شانې دنګې غړۍ
د هر زلمي زړه يې خيبر دى کنه
د هر ځاى خپل خوندونه خپلې مزې
خو پېښور ،خو پېښور دی کنه
خو پېښور خو پېښور دی کنه

او کله چې بيا د پېښور دا ښکلا  بدرنګو ونه شوه زغملى، نو يو ځل بيا فضل سبحان عابد راپورته شو او د لر بر پښتنو د زړه ناره يې د حمشت سحر له خولې وايسته:
 په پېښور کې پرهر مه جوړویء
لا د کابل پرهر ورغلى نه دى
دلته لا بل د وينو جام ډکوې
هغه ډک جام دې
لا ګوټلى نه دى
په پېښور کې پرهر مه جوړویء
وه په پېښور کې پرهر مه جوړیء

پاتې دې نه وي چې د پښتو له کلاسيک شعر نه نيولې تر معا صر شعره پورې پېښور په څه نه څه حواله د پښتو شعر ته په ښکلي بڼه راننوتى. ځکه خو زيات شمير شاعران وايي چې پېښور الهامي سيمه ده، شاعرانه طبعه په کې غوړېږي او د ادبي غونډو کلتور له پېښوره لر او بر غځېدلى دى.

 
بېرته شاته