لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
خو تاسو ویل چې ډولونه راوله
لیکوال: ګل آغا احمدي وردګ   نېټه: 27.09.2007   خپرونکئ:    

د شنه چای تاوده ګیلاسونه بیا راته ډک شول او له دې سره سم یې کړنګهار پورته شو د مجلس وضع  داسې بدله شوه چې نور نو هیچا هم د چای ګیلاس شونډو ته ور نه وړو خدای مې دې غاړه نه بندوي چې کوم یوه به غوړپ ځینې کړی وي او که نه چې درګا شوه او په ډیره وارخطایۍ سره هر چا خپلې کلوشې او څپلۍ پیدا کولې.
ډیر ژر مې را په زړه شوه چې یاره هغو خو ماته ویلي وو چې په کور کې یې څوک نشته او دا لږ مخکې یې له ما سره مخه ښه وکړه، سل چورتونه یې ذهن ته را واچول چې یاره  دا مدیر کیمیاګل په دې کتار کې څه کوي؟ که بل څوک دی؟ دې خدای وهلي خو ویل چې زما نه دی زده نو اوس خو داسې اوړي لکه تانده لښته؟ اوږده سپینه ږیره، اوږده کالي، تور واسکټ یې په ځان او سپیره پټو یې په اوږو داسې اچولی وو چې نیم یې د اوږې یوې او نیم نور یې بلې خواته ځړیده. کله به یې د خپل پټو یوه او کله بله څنډه په خپل لاس کې ټینګه و نیوله او د خپلو حرکاتو سره یې یو ځای یوې او بلې خواته اړوله.
له معلم نیکو څخه مې ورو و پوښتل: ته خو داسې ښه ورته وګوره د مدیر صیب کیمیاګل خو ښه زده دی خدای دې ژوندی لري، هغه مسک شو او راته ویې ویل که مدیر کیمیاګل نه دی نو کلیوال خو یې دی، ولې ته یې نه پيژنې دا خو خټک ماما دی، سپین ږیري توب ته یې مه ګوره داسې ځواني یې تیره کړې ده چې د کوم ځای نندارې یې کیږي او ډیر سات تیری دی په دې سپین ږیري توب کې داسې اوړي لکه نوتاکه لښته.
بیا یې غلي غږ داسې سندره زمزمه کړه:
چې واوړه واوړه د نندارو د پاره
چې مات دې نه شي د نرۍ ملې بندونه
سحرګل ماما په ظاهره ځان داسې ښود چې ګواکي د خوښۍ نه په جامو کې نه ځاییږي کله به یې د اتڼ په کتار کې د اتڼ چیانو خولۍ ځینې راټولولې او پټوګانو به یې د هغوی د اوږو نه را واخیستل، کله به یې د هو هو هوهوهو.... مه شې مرور یوه لوړه چیغه وکړه. بیا به یې د مستۍ په ډول یوې خواته منډې کړې، پورته به یې ترپ کړه او د ډولونو له غږ سره برابر به یې د خولې داسې غږ له خولې وایست تڼ، تڼ، تڼ، ګګنه، ګګنه، ګګنه، پرې ورمست شی ځوانانو مه یې پریږدی چې نن یې وار دی. ا و کله به یې بیا نو د اتڼ په لومړۍ لیکه کې داسې سندره پيل کړه:
د پاڼ خواته مې سترګې د پاڼ خواته مې سترګې تورولې، چې پاڼ را باندې راغی منګولې مې په یار وی یار و نښلولې.  بیا به یې د مجلس په یوه او بله خوا کې د خلکو د رضایت لپاره له ځینو خاصو ملګرو  سره جوړ په خیر شروع کړل. ډیرو سیل بینو خو دا هم ویل چې یاره سحرګله فقط د خبرو ګوډی یې، پرې مو ږده، دا اتڼ او ډولونه دې را باندې زر کاتل کړل، جوړ په خیر هم خپل وخت لري. هغه به داسې غوړې کلیمې له حاضرینو څخه نثار کولې چې څومره یې په وس پوره وه کله کله به یې دا خبره هم ورسره راغبرګه کړه چې اتڼ خو د نیمې شپې خوند کا ، ته ګوره چې یو وار په خیر سره داسې ښه سور و نیسي نو داسې نندارې به وي  چې نو راشه که یې ګورې.
د سحر ګل ماما ږیره له دوړو داسې  ډکه وه چې تور او سپین یې په ډیره سختۍ سره تشخیص کیدل او د سپینو کالیو لمن یې داسې غوړبیجنه ښکاریده ته به وایې چې ښه ډیره د پسه د لم ښورا دې ور شنلې ده. د لنګۍ، څپلیو او پټو وضع یې بیا بیخي بیل ډول وه چې ډیر په سختۍ سره یې د رنګونو توپیر کیدی شو. هغه د خپل زوی په واده کې خدای شته ځان ښه ډیر  ستړی کړی وو او په هر نیم ساعت کې به یې څو څو ځلې د نارینه پر مجلس سره سره د ښځو د مجلس ته هم سر ور هیسته کاوه او ویل به یې: ګوری میلمنو چې خفه نه شی، خدای وس، هر څه چې تیار دي تاسو یې په ډیرو حساب کړی. له هغې خوا به غږ پرې را وشو: نه وروره هر څه سم دی خیریوسې. بیا به د ښځو له منځه داسې آواز اوچت شو:
لاچي لونګ د لویو وی لاچي لونګ د لویو غرو سردار دی سردار دی
د سحرګل کره چې ځمه وی ټغر یې لاجبري کور یي بزار د بزار دی
خو ځینو ټوکمارو ښځو به بیا داسې آواز پورته کړ او سحرګل ماما به خپل غوږ پرې کوڼ کړ:
د چا ییره بومبوسه د سحرګل ییره بومبوسه
ما چژګی ورته نیولی کلیمه وایه دووسه
سربیره پر دې سحرګل ماما به د راتلونکې ورځې د ښوروا تر دیګونو داسې ګرد تاویده چې  د هر دیګ مالګه به یې بیله بیله کتله او کله کله خو به یې د دیګ پخوونکي د رایې خلاف کار هم کاوه او د لرګیو یوه لویه ګرګه به یې په اور باندې کیښوده ورکیښوده او د لوګي خړسکې به ترې پورته شوې.
وضع داسې وه چې د سړي سترګو ته یې د سنک ماما خبره نیغ په  نیغه دروله چې یاره دا داسې خلک دي چې ټکله ورکړه نو بیا که نر وې غورو ته یې ټینګ شه خو چې د دوی کور ته ورشې نو ټکه پرې لویږي داسې به درته ناست وي ته به وایې چې همدا اوس یې زوی په تخته پروت دی. 
په لومړي سر کې خو اتڼ د څو الیکینو د رڼا په مرسته ترسره کیده چې د هر یوه په ښیښه باندې نور نو د دوړو ځای نه وو او سیل کوونکو به په ډیره سختۍ سره د اتڼ چیانو د حرکاتو ننداره کوله، بیا وروسته ملاګل خدای مهربانه کړ او د خپل تونس د چراغونو رڼا یې په میدان ورسمه کړه. سحرګل ماما ډیر کوشش وکا چې د اتڼ وضع مثبته او نورماله وساتي خو کله چې پوه شو چې یاره  الیکین د وضعې په ښه والي کې مثبت رول نه شي تر سره کولی  نو په ډیر مشکل سره  یې د هغه جنراتور د بریښنا یو مزی راکش او یو  وړوکی ګروپ یې په یوه ولډر کې نصب کړ. رایې وړو او د اتڼ چیانو تر منځ یې د یوې نرۍ لکڼې په سر کې په داسې متزلزله توګه  ځوړند کړ چې څو وارې خو سحرګل ماما د خپل چادر د شملو د اړولو پر مهال له  ځمکې سره سریښ کړ خو داسې ګروپ او بخت ته حیراني ده چې نه خو مات او نه هم ګل شو او سپیره میره به یې له خاورو را پورته او د لکڼې په سر کې به یې ځوړند کړ.
که هر څومر اتڼ څو ځلې دریو او څلورو اړخونو ته بدل را بدل شو او ډولچیانو د خپلو ډولونو د آوازونو په اوچتولو کې نهایي کوشش کاوه او ښې ډیرې لښتې یې پرې میده میده کړې خود جنراتور د بریښنا وړوکی ګروپ هم  په دې و نه توانیده چې د اتڼ چیانو کتار ته د اتڼ د تیزولو مناسب ځواک او د نندارچیانو رضایت په برخه کړي نو له صحنې څخه ورو ورو د هغو محدودو سیل کوونکو تلل پیل شول چې شمیر به یې د دیرشو په شاوخوا کې وو.
سحرګل ماما خو څو څو ځلې له ځان سره وویل چې د دې کپر د ښار خلک ولې نه راځي، څومره په درانه خوب ویده دي، د خدای د پاره غبرګ ډولونه، بیخ یې و نه کاږې مفت اتڼ او سیل؟ هغه زما خواري او غورې؟ بیا به یې وویل نه نه دا د ښارونو ښویکیان ټول د هندوانو په ساز مین دي، ټوله شپه په سی ډي ګانو کې هندي فلمونه ویني، اوسني تلویزونونه هم په دې رقم  رقصونه ښيي او وړکي میده ساز ته ګرد څرخي. که به کوم سړی په موټر او یا موټر سکیل د اتڼ ډګر ته نږدې راغی نو تر یوې دقیقې زیات به نه تم کیده، د ځان سره به و پسید او بیرته به یې د سیل له منطقې څخه پښې داسې سپکې کړې چې وروسته به سپیرې دوړې ور پسې پروتې وې.
د اتڼ د صحنې ځای د سحرګل ماما د کاله تر څنګ په داسې یوه وچکالۍ ځپلی پټې کې ترتیب شوی وو چې د سپیرو دوړو او پوړندو خاورو امبارونه پکې پراته وو، د اتڼ چیانو د کتار یوازې هغه برخه د لیدلو وړ وه چې د سپيرو دوړو په منځ کې به د ملاګل د تونس د چراغونو رڼا ورته مخامخ شوه او په بله برخه کې به چې اتڼ چیانو د ډولونو اواز ته هر څومره پورته پورته ترپ کول نو په سپین کوران که دې په دوربین هم  لیدلي وای. سره لدې چې کله کله به ملاګل د موټر چراغونه د اتڼ د ډګر په منځنۍ خوا هم ور برابر کړل خو نور نو د اتڼ هغه خوند او اشتها نه وه پاتې چې لیدونکي یې په تمه راغلي وو.
معلم نیکو خو په دې وخت کې  یوه کیسه هم وکړه او ویې ویل: چې یاره پخوا وختونو کې به څه اتڼونه وو، څه سیلونه به وو او څه مستانه خلک به وو یو وارې د بر کلي پنډک ده ده اتڼ کاوه نو لالا به یې یوې سترې مخۍ  ته اور ور واچاوه او د هغه سره نږدې به یې نیولې وه او ویل به یې چې: مات، شه مات شه زویه  واوړه، واوړه، خدای دې د بدو سترګو راته وساته.
د اتڼ د وضعې د خرابوالي سره سم د سیل کوونکو په منځکې  وروو ورو پس پسی شروع شو: سحرګله غرق شې د لارې دې ویستو، چې نه دې شوی کولی څه درباندې ضرور؟ نه خرما او نه ثواب،  له یوې خوا د خواږه خوبه ووتو او له بلې خوا ته دا دوړې ګوره، دا تیاره ګوره، دا لوڅه مځکه ګوره، دا وچ حلقونه چې یوه پیاله چای مای هم په دوربین کې نه لیدل کیږي، خلک د زوی په واده کې څه پتاسې بادوي، څومره خرابات کوي، څه دم په دم تاوه چایونه وي او میوې ویشل کیږي؟ سحرګلیه دومره دې هم نه دي کړي چې یو سرغونډ مرغونډ د اتڼ چیانو په منځکې اور ور واچوې او د تیرو وختونو یادونه را تازه کړې، ورک دې شي دا عصریت او د جنراتور ګروپ چې پخپله دې څو وارې په مځکه وویشت، خدای دې نور دغه ګروپ ټوټې ټوټې کړي.
د اتڼ وضع هغه وخت د زیاتې خرابۍ په خوا ولاړه کله یې چې ملاګل د خپل موټر هغه لګیدلي چراغونه مړه کړه چې په اتڼ چیانو یې ورسم کړي وو، ویې ویل: وروره زما یې څه؟ واده پردی کې ورزي لیونی، د موټر د بټرۍ چارج مې خلاصیږي، دومره کمک بس دی، سحرګله واده ستا د زوی دی او چراغونه به زما د تونس لګیدلي وي. نه په شینکي اسمان که یې نو نور یوه لحظه هم را باندې ولګوی که هوس دی هم نور بس دی.
د بیګاه نهه نیمې بجې شوې خو د وضعې په نورمال کولو کې د سحرګل ماما هیڅ یوې تګلارې مثبته پایله له ځان سره نه درلوده، له بلې خوا د میدان په شاوخوا کې چې څوک ناست وو غلي غلي یې د تیښتې لاره خپله کړه او د سحرګل ماما خپل ډولچیان ور په زړه شول  چې هر یو یې د همدې شپې لپاره د ۴۰۰۰ افغانیو په بدل کې راوستلي او لږ تر لږه د شپې تر ۲ بجو پورې یې د ډول وهلو ورسره کړي وو. له بلې خوا هغه یوه ډله اتڼ چیان یې چې له خپل کلي څخه راوستلي وو د مناسبې رڼا، ځای، نندارچیانو، تشویق او چای د نشتوالي له کبله تقریبا ټولو ستړیا احساس کړه له بلې خوا د سږنده باد تیزیدل هم هغوی مجبور کړل چې له اتڼ څخه لاس ورو ورو واخلي، نور نو هسې په ناغیړۍ اوښتل او مازې یې نندارچیانو ته بازي ورکوله. د سحرګل ماما هر ډول تشویق او غوړې خبرې په دې لاره کې داسې له کاره ولویدې چې چا یې غږ هم نه اوریده ته به وایې چې په غوږونو دې درنې درنې بړستنې وراچولې. له بلې خوا سحر ګل ماما نه یوازې د خپل کور ښځینه او نارینه وو بلکي د دې سیمې هر پیژندګړي ته د خپل زوی د واده د بې ساري سیل غورې کړې وي نو حاضرو کسانو ته یې  په زاریو پيل وکړ: ګوری د خدای لپاره دا څه کوی؟ دا څه ریشخند وهی؟ سیل همداسی وي؟ ګوری سیالان خو داسې نه کوي، دې ته مې راغوښتی وی چې چوپه خوله کینی او بیرته وتښتی؟ ګوره پوزه مې مه را غوڅوی، خو چې په دې خبرو هم نه شوه نو په داسې حال کې چې له مجلس څخه د نندارچیانو آخري ډلې خپل څادر و ټک وهل او په تیښته شوه، ببر سرو اتڼ چیانو په سپیرو خاورو کې د خپلو خولو په وچولو او واسکټونو په آغوستلو پیل وکړ او ډولچیانو د وروستیو لښتو تر اچولو  وروسته خپل ډولونه له غاړو څخه را ښکته کول، نو سحرګل ماما یوازې دومره وویل: (خو تاسو ویل چې ډولونه راوله)

 
بېرته شاته