لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
جلالکوټ ادبي خوځښت خپله ۲یمه کلیزه ونمانځله
لیکوال: نورآغانوراني   نېټه: 13.10.2012   خپرونکئ:   سمسور  

 مورمې ویل ځو سبا جمعه ده د بابا مزار ته

ماویل ته ځه زه ځم خوځښت ته ،هدیرې ته نه ځم
(جانان زمری)
جلالکوټ ادبي خوځښت د ۱۳۹۱ لمریز کال د تلې په ۲۱مه د جمعې په ورځ خپله دویمه کلیزه د یوې لویې غونډې په کولو سره ونمانځله.
دا غونډه د ننګرهار د ا‌‌طلاعاتو او کولتور ریاست د غونډو په تالار کې د جمعې ورځې ترغرمې وروسته(د خوځښت د اونیزې غونډې پروخت)ج
وړه شوې وه.
په غونډه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ریس اورنګ صمیم،د کابل پوهنتون استاد پوهندوی لال پاچا ازمون،د علومو اکاډمۍ غړی استاد قیوم مشواڼي،په کوټه کې د پښتو ادبي غورځنګ مشر صادق ژړک،له صوابۍ څخه راغلي کره کتونکي فیصل فاران،د ننګرهار د عالي دارلمعلین استاد عبدالصبور وطنوال،د ولسي خیرښیګڼې ټولنې مشر اسدالله ښالیز او د خوځښت لسګونه غړو او خواخوږو برخه لرله.
په پیل کی عنایت الرحمان فیضان د قرآنکریم څو مبارک ایتونه ولوستل.
وروسته جلال الدین جمال د لومړۍ کلیزې د نمانځنې رپوټ ولوست.
ورپسې د جلالکوټ ادبی خوځښت مشر ارشادرغاند پرانیستې وینا او د دوه کلن فعالیت معلومات ورکولو ته وبلل شو.
رغاند د ننګرهار د تیرڅو کلن فرهنګي وضعیت او وروستي سکوت په یادولو سره وویل،چې خوځښت په یوډیرخاموش او حساس وخت کې د نویو ځوانانو په نوښت دغه چوپتیا ماته کړه.
په دوو کلونو کې ۹۸ مسلسلې اونیزې او ۲۰ ځانګړې غونډې او د ښه شاعر طاير ځلاند د دويمې شعري ټولګې خپرول د خوځښت د فعالیت لاسته راوړنه وګڼل شوه.
رغاند پرخپلو مالي او معنوی امکاناتو زیاته اتکا،ځوانانو ته ډیر وخت ورکول،پرملي فکر او عمل سمبالښت،له ناندریو او طرف ګیریو ځان ساتل هغه ښیګڼې وګڼلې،چی خوځښت ورته پوره پاملرنه کړې.
د خوځښت مشر د ژوند ادبي بهیر د نیږدې همکارۍ په یادولو سره وویل،چې خوځښتوال یوازې ستایل شوي نه دي،په سیمه کې فعالې فرهنګي مافیا د خوځښت فعالیتونه د ځان خنډ ګڼلي،پرضد یې د تخریباتو،کمزورو او زر ماتیدونکو موازي حرکتونو د جوړولو هڅې پیل کړي.
ارشاد رغاند د فرهنګیانو په جامه کې د شکست خوړلو او کم ظرفیتو اشخاصو پروړاندې د خوځښتوالو وروستى قوي مثبت مقاومت او لا نور فعالیدل وستایل او ویې ویل،ښه ده،چې د تیر په شان له دې پاک فرهنګي بنسټ څخه د فرهنګي او ټولنیزو اخلاقو سرغړونکي فرهنګیان لرې وساتل شي.
((که مو دومره کاراو خواري بې ضرورته وه،راته ووایئ،چې نور یې پریږدو،که داسې نه وي،نو تاسې مسول یاست چې نورې اختلاف پارونکې او بی ضرورته تقلیدي هڅې رد او په یوه قوت خوځښت قوي کړﺉ!))
د خوځښت مشر په غونډه کې د برخوالو فرهنګي مشرانو او مخورو په مخاطب کولو سره دا خبره وکړه.
رغاند د شخصي ستونزو او مسولیتونو ته د لازمې نارسیدګۍ له وجې د خوځښت له مشرۍ څخه خپله استعفا هم اعلان کړه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور ریس اورنګ صمیم وویل،خوځښت د ځوانانو په نوښت رامنځته شوی بریالۍ،فعاله او د حساب وړ ټولنه ده،په دې دوو کلونو کی منظمو او په مثبت فکر سمبالو ګڼو فعالیتونو د ننګرهار فرهنګ ته ساه ورکړې او زه یې ستاینه او ملاتړکوم.
کولتور ریس دا هم وویل،چې هر فرهنګي یا بل حرکت باید د تخریب پرځای د مثبت رقابت په هڅه کې وي،زه د هغو هڅو په اړه استاد ازمون او نورو مشرانو سره په مشوره خپل دریځ ټاکم،چې د خوځښت پرضد تصور کیږي.
ښاغلي صمیم وویل،نوي حرکتونه باید نوې لارې اوعملي كيدونكې موخې ولري،که د خوځښت تقلید کوي،بیایې د رامنځته کیدو او دوام اړتیا نشته.
د ختیزې سیمې د ازادو لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر او د کابل پوهنتون استاد پوهندوی لال پاچا ازمون هم خوځښتوال په مثبت فکر او ارمان سمبال وګڼل او ویې ویل،ما یې له پیله ملاتړ د دې لپاره کړى،چې پروژه یي او لنډ هدفه نه و.
استاد ازمون وویل،ډیرې ټولنې په ننګرهار کې رامنځته او ژر له منځه لاړې،ځکه پروژه یي او د شخصي ګټو لپاره وي،خو پرخوځښت باوري یم،چې مخته به ځي او ډیرې اړتیاوې به ورسره پوره شي.
لیکوال او ژونالیست استاد امرالله امید پخپله ویناکې خوځښت یو فکري مکتب او د افکارو د منسجمولو مرکز وګاڼه.
ده له خوځښتوالو د لا منسجموالي غوښتنه وکړه او خوځښتوالو ته یې د کلیزې مبارکي وویله.
له کابله راغلي شاعر او لیکوال طایرځلاند وویل،دوه کلن مزل او هغه هم په بریالي ډول لویه خبره ده.
ځلاند زیاته کړه:په خوځښت کې پوه،علمي،ژمن او مسلکي خلک راټول دي،ځوانان چې دلته کومې خبرې کوي،اکثرو مشرانو نه دي کړي،همدا د خوځښت د کامیابۍ یو راز دی.
د مازیګر د لمانځه په وقفې پسې د ژوند ادبي بهیر په استازیتوب لیکوال او شاعر داد محمد ناوک خبرې وکړې.
ناوک وویل،دې څو کلونو کې د ادبي تندې ماتولو لپاره ایله،بیله جلالکوټ ادبی خوځښت په ګوتو راغلی،خوځښت په سختو حالاتو کې رامنځته او دوه کلن شو.
ښاغلي ناوک خوځښت ویاړمن یاد کړ،چې په وینا یې د بدمرغۍ په دې لسیزه کې یې خپل نسل خپل او افغان وساته.
ژوند ادبی بهیر خوځښت ته د ښو فعالیتونو لپاره ستاینلیک هم برابر کړی و،چی مشر یې زاهد کریمزي خوځښتوالو ته وړاندې کړ.
غونډې ته د مشر فرهنګي شخصيت استاد محمد آصف صميم، دانش خپرندویې ټولنې،له غزني څخه د کلیوال ادبی ملګرو ټولنې،ژوند ادبي بهیر،پکتیکا ادبي بهیر،د خوست لښکر ادبي بهیر،پیښور افغان ادبي بهیر،ننګ ادبي ټولنې،حمزه بابا ادبي بنسټ،جرار ادبي او کولتوري ټولنې،ننګ ادبي بهیر،رود ادبي بهیر،ضمیرکرنیز ګروپ،زړه مجلې،نارنج مجلې،بیټ نیکه ادبي ټولنې،د خیبرپښتونخوا په کواټ کې د میشتو افغان لیکوالو ټولنې، رشاد دپرمختیایی خدمتونو او ظرفیت لوړونی موسسی مشر عطامحمد هيله من.
او دغه راز له هلمنده د خلیل الرحمان امید،له هراته د عتیق الله مطمین او له کابله د منصوراحمد نیکمل (ځوانو فرهنګیانو) د مبارکۍ پیغامونه را رسیدلی وو، چې وياندويانو په وار او لنډيز سره ولوستل.
تر ویناوو او پیغامونو وروسته د نیږدې شپیتو شاعرانو په برخې اخیستو سره ازاده مشاعره ترسره شوه.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د خوځښت له مشرۍ څخه د رغاند د استعفا موضوع بحث ته وړاندې شوه،چې خوځښتوالو د (نه یی تاییدوو)په ویلو سره رد کړه.
عنایت الرحمان فیضان،فرید اکاخیل،جلال جمال،ډاکټرظاهر عادل،میرویس انتظار،خوشال درانی او څو تنو نورو د لنډو خبرو وخت وغوښت او د استعفا پر ردولو یې ټینګار وکړ.
داد محمد ناوک رغاند مخاطب او ورته وویل:اوسنی وضعیت او ځینې بدې هڅې چې تا یادې کړې،پکې ستا استعفا کول لازمه او ښه پایله لرونکې نه ده.
ناوك زياته كړه،كه رغاند نوره پوره رسيدګي نه شي كولى،ښه ده، چې د مسوليتونو اخيستو لپاره په تدريجي شكل نور خلك وروزل شي،خو ترهغې بايد دى مشري پرې نه ږدي.
د خوځښت سرپرست او مرستیال انورالحق یرغل وویل،دې استعفا سره د ملګرو د مخالفت له وجې باید د دوی غوښتنه ومنل شي.
خوشال دراني د خوځښتوالو په استازيتوب رغاند سره د زړه له تله د ټولو لخوا د پوره همكارۍ ژمنه وكړه او ويې ويل،تراوسه د ده په مشرۍ خوځښت منظم،ثابت او ډېر فعال پاتې شوى.
رغاند د ملګرو له بياباور او مينې نه په مننې سره وويل،چې پوره هڅه به كوي،چې د خوځښت كارونه لا نور هم پسې ښه شي.
ماخوستن نیږدی غونډه د دعایی په کولو سره پای ته ورسیده.
د غونډی ویاندویی خوشال درانی او جانان زمری کوله.
 
بېرته شاته