لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
زما په کليزه کې زما مور په چاړه حلاله شوه
لیکوال: زرلښت حفيظ ليکنه   نېټه: 27.09.2007   خپرونکئ:    

 ګرانو لوستونکودا غمجنه کيسه ولولې او هغه خلکو سره مرسته وکړی چې په ورځني ژوند کې مشکلات لري
داسی نه چې کوچنۍ اشتبا نه يوه لويه غميزه جوړه شي څه فکر کوئ چې افغانان په بهرني ملکونو کې ډير
خوشحال دي ؟ او يا بهرني ملکونو کې مرګ او بد بختي نشته؟ زوريدلي افغانان چې هر چيرته لاړ شي
قسمتو نه ور سره ملګري دي دا يوه رښتينۍ جناعی کيسه ده چې د يو افغان ما شوم د خولې نه تاسی ته ليکل کيږي دا غمجنه کيسه د هغه ماشوم کيسه ده چې شبيرنو ميږي شبير دژوند دناخوالو سره لاس په ګريوان دی دهغه مور دهغه پلار د غوښې په چاړه په نه خبره حلال کړې دی دا هم دشبير دکليزی ورځ وو شين سهار وو لمر
لا څړيکه نه ووکړی چې مستوره له خوبه پاسيده مونځ يې وکړ او خپل ماشوم ځوی ته به هم د اوږد عمر
دوعاوی کړی وي دا ځکه چې نن د هغه د ځوې کليزه وه ما مستوره پيژنده په يوه غريبه کورنۍ کې
زيږيدلې و ه ډيره با ايمانه ، دين داره ښځه وه او د اوچت تعليم خاونده وه په يوه رسمي روغتون کې د نرسې
په توګه دنده تر سره کوله د حيا لوپټه يې تل په سر او پينځه وخته مونځ يې نه قضا کاوه غريبانو سره به يې
تل د خپل وس په توان کمک کاوه يوه مهربانه مور وه خپل بچو ته اوخپل ميړه او بچو ته ډير ښه ژوند يې
جوړ ه کړيوه شخصي کور يې درلود د بهرنی ملکونو په يوه ښکلې ښار کې ژوند کاوه چې زه د مجبوريت
له مخی نه شم کولاې اصلي ځاې او اصلي نومونه تاسی ته ز کر کړمه کله چې په وطن کې نا اعلان شوې
جنګ د خلکو نه د ژوند سرمايه او ارزښت وا خيست نو خلک هم د نړۍ هر ګوټ ته د جنګ نه د پناا خستو
لپاره د وطن نه ووتل واړه او زاړه در په در شول بيا خوڅوک په سر او څوک په پخو لاړل وطن نه او ډير
خو اوس هم لا مسافر او در په در ګرځي په وطن کې د فقر او بد بختی لمنه خوره وه دخلکو په ناموس باندې
تيری او سل نور بد بختيانی د خلکو لمن ګير شوې وه خلک مجبورشول خپل لور ګانی خپل د عزت ساتلو
لپاره ميړونو ته ور کړي هغه دخپل پلار په خوښه کله چې افغانستان کې دجنګونو اورنه بل وو په هيواد کې د امنيت دنشتوالې په وجه دپلار په خوښه يو غريب سړۍ ته ور کړ شوه چې هغه د مستورې د پلار ملګرۍ هم وو چې مستوره ورته واده شوه دا يوه جبري واده وه د ژوند شپی ورځي په جنګونو او داوو باندې تيريده دهغه په وينا دهغه ميړه چرسي ا و عصبي وو او هر کله به يې خپل ښځه باندې بی ځايه وهل او ټکول کاوه خو دا چې پښتنو کې دا شرم ګنل ګيږي چې د ميړه نه د جنګونو لپاره ښځه محکمې ته ووځي مستوره هم سياله وه دخپل دکور شخړۍ او غمجن ژوند نه پوليس ته راپور نه ورکاوه او په دې شرميده هم خو د ژوند ډيرې سختی شيبی په يوه داسې ملک کې چې د ښځو مقام ته د اوليت احترام قايل دی د ميړه هر رقم وهل او ټکول يې تر بندو دروازو د ګاونډيانو نه پټ په چوپه خوله تيروله خو د هغه وروڼه هم پرې خبر وو او يو ليور چې همدې سپا نسر کړيوه په همدې کور کې ور سره اوسيده له دی جنجالونو نه خبر وو هغه نه غوښته چې د دوې په مشکل پوليس او حکومت خبر شي او بچيان يې بی پلاره لوې شي خو هغه په دی هم نه پوهيده چې بچيان به يې هم بی موره او هم بی پلاره دنورو لاس لاندې د محنت ژوند تير کړي قسمت خپل کړنه يې وکړ چې مور د ګور بنديوانه او پلار د جيلخانی د اوسپنيزميلونو تر شاه تيروي مستوره چې کله افغانستان کې وه نو ديو بهرنۍ شفاخانه سره يې دنرسې په توګه دنده ترسره کاوه او د همدې
مسلک د لرلو په وجه يوه بهرنیم ملک هغه يې د کورنۍ ټول غړو سره ومنل
او کله چې بهر ته لاړه پس د تحصيل د بشپړيدو نه بيرته خپل مسلک يې تر لاسه کړه ښه عايد يې درلود
شخصي کور او تقريبا مناسب ژوند يې جوړه کړې وه هغه ډيره مونځ ګذاره ، پرهيزګاره او زحمت کشه هم وه
دبچيانو لپاره ښه مور وه دورڼو لپاره مهربانه خور او دمور او پلار دپاره لکه يو ځوی اوږه ورکړې وه يو
اندازه پيسې خپل پس انداز کې هم درلود ډير زړه سوزونکې په غريبانو زړه سویې درلود کله ناکله خپل
غريب هيواد والو سره به يې هم کمک کاوه خو د هغه خلاص لاس د هغه او د ميړه په مينځ او هغه تعصب
چې ميړه يې د مستورې د پلار کورنۍ سره درلود دوې په مينځ کې دبيلتون ديوالونه جوړ کړي وو خو م
مستوره د خپل غريب کورنې مشره اولاده وه نو مور او پلار سره هم مالي مرسته کاوه ډير يې ارمان در
لود چې خپل مور او پلار حج ته وليږي چې دا ارمان يې پوره نه شوه او خپل ځان سره ګور ته يوړل شبير
دمستورې ځوې د خپل مورکۍ د مرګ شيبې نه داسې پرده پورته کوي زما دکليزی ورځ وو مور مې له
خوبه ويښه شوه مونځ يې وکړ اواشپز خانۍ ته لاړه چې موږ ته زما د کليزی لپاره تيارې ونيسي خو لږ ځنډ
نه پس زما د مور او پلار د جنګ اوازونه پورته شول موږ لا د خپل خوب په کوټوو کې وو لمر لا څړيکه نه
وو وهلې کله چې پلار مې په قار شو نو په نه خبره به يی زما مورکۍ وهله که څوک خلاصون ته لاس ور
وړ نو بيا هغه کس يي هم په مرګ وهل موږ ور څخه ويريدو او موږ ته مور په کراتو دا ويلې وه چې کله زما
دپلار هغه وهله يا جنګ کاوه نو موږ به ځان په کې نه ګډه وو او دروازۍ او کړکۍ به بندی ساتو چې ګاونډيان
او پوليس خبر نشي که پوليس خبر شي نو پلار به له مونږ نه بيل کړي په دی سهار هم د جنګ او تا ويلي
ما ويلې خبره پورته کيدل مونږ دا اوريدل چې پلار مې په مور ګذارونه کوي موږ له ډاره د خپلو کوټو د
دروازو تر شاه خانونه پټ کړل زما د مور او پلار جنګ په دې وو چې مور مې د پخلن ځاې د يخچال نه
دری چرګان ايستلې وه چې ټوټه ټوټه يې کړي او کباب ورنه جوړ کړي دا ځکه چې زما همزولې د ماما لورګان
او زامن چې سره نژدي اوسيدواو هم ماما ګان مې ماته د کليزۍ د پاره راتلل او ماته يی سوغاتونه اخيستي وو
او مور مې هغوې هم بللي وو خو زما پلار مخالفت کاوه او ويل چې هغوي دنه راځي زما مور د چرګانو
پريکولو لپاره تيره چاړه يې اخيسې وه موږ دا خبره اوريده چې پلار مېې ويل مړه کومه دې په همدې چاړه
سر درنه پريکوم زما د مور د ژړا او مه کوه مه کوه د خداې دپاره
داسې اوازونه اوريدل کيدل خو ډير زر دا اواز ورک شول مونږ خوشحال شولو چې جنګ سړه شوه او بيرته
سره پخلا شول خو دا ځل هغه څه ر ښتيا شوي وو چې کلونه کلونه زما پلار يی هيله در لود زما مور يی
په تيره چاړه هلال کړۍ وو او خپله د کور نه په تښته و تلی وو زما مشره خور ورور پخلن ځاې ته يې ځان
ورساوه چې مورکۍ سره په کارنو کې مرسته وکړي خو ډير نا وخت وو چې کله پخلن ځاې ته داخل شوه د
زما دمور سر پريکړې تنه يې په وينو کې لت پت پخلن ځاې کې وليده او بيا هم د ډاره اواز پورته نکړل پاس
راغې زما تره يې پری خبر کړ زما تره چې دا خبره واوريده نو هغی هم فرار وکړ مونږ واړه ما شومان د خپل
مور جسد سره پاتی شو تر څو چې پوليس او نور خلک خبر شول چې اوس مې پلار په ځندان کې او مور مې
په ا بدي خوب له دي غمجنۍ دونيا نه يې سترګې پټۍ کړی او نا خبره په وينو لت پت جنازه يې د افغانسان
خواته لاړه شبير چې د مور په غم کې سرسام شوې وو په يوه ترافيکي حادثه کې ددواړه و خپو حرکت يې د
لاسه ورکړ اوس په يوه ګرځنده چوکۍ کې د دوه معلمينو سره چې دحکومت له خوا ورته مقرر شويدي ګرځي او حکومت ورته شخصي کور هم ور کړی او سرمايه هم د هغه په سرمايه يوه ګيس ستيشن هم چليږي د هغه کليزه دا څووم کال دی چې په شاندارو مراسمو کې نمانځل کيږي دا ځکه چې د ا د هغه د مور غوښتنه وه خو ما شوم شبير همدا وايی چې زما په کليزه کې مور مې په چاړه هلاله شوه دا مانه په ژوند کې نه هيريږي او په سلګو سلګو ژاړي او وايي که خلک راته ټول دونيا هم راکړي خو داسی څوک بهه پيدا نه شي چې ځما مور ماته پيدا کړي چې زه هغه اوښکې پاکی کړمه کوم چې کلونه کلونه يې زما د پلار د ظلمونو د لاسه توياوه زما
ارمان زما د مور ديدن دی چې هيڅوک يې هم پوره کولاې نه شي او ماته خوشحالي بخلې نه شي پاې

 
بېرته شاته