لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د دوه ویشتمې غونډې رپوټ
لیکوال: نعیمه غني   نېټه: 11.10.2012   خپرونکئ:   سمسور  

 میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر پرون شنبه د تلې د میاشتې په پینځلسمه نیټه غونډه وکړه د غونډې مشره ګل مینه یوسفزۍ او ویانده یې زمزمه نیازۍ وه. همدارنګه میرمن شاه ګل ګلزاده او له خوست ولایت څخه د پښتو کاروان د ژباړو د مرکز استازی ښاغلی عبدالروف ننګیال د میلمنو په توګه په غونډه کې حضور درلود.

د غونډې په سر کې د میرمن بهیر د دارلانشأ له خوا د ښوونکې د ورځې په مناسبت ټولو ښوونکو ته مبارکي وویل شوه او یادونه وشوه چې په د دې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د میرمن بهیر په استازیتوب آغلې سایره شریف د کابل ښار شپږو ښځينه ښوونځیو ته تللې وه او هلته یې د میرمن بهیر له خوا د مبارکې پیغام وړاندې کړ همدارنګه یې د ښوونې او روزنې په برخه کې  د میرمنو په ونډې ټينګار او د ټولنې د وګړو په تیره بیا د  ښځینه و هغو د زده کړې له بهیر سره یې د میرمن کلتوري- ټولنیزبهیر د هر راز ملاتړ ژمنه وکړه.
له دې وروسته د کره کتنې په برخه کې د شفیقې خپلواک د دوه ګلونه تر سر لیک لاندې په شعر کره کتنه وشوه چې په لاندې ډول وو.
دوه ګلونه:
لالیه زه د باغ په منځ کې ناسته 
دا ستا یادونه په هر لور ښکاریږي
د ابراهیم(ع) دعا اثر نه کوي
ماته دا سره ګلونه اور ښکاریږي
دلته هر رنګ، دلته هر رنګه بوټي
په مینه مست جوړ دي له رنګه بوټي
هغوی په ما باندې اوس هم مین دي
رنګ اخلي  زما د خال له رنګه بوټي
په یوه بوټي کې جوړه ګلونه
څومره ښه ښکاري دغه دوه ګلونه
دوی به هم چیرې وي بیلتون لیدلی؟
زما او ستا په شان هم شته ګلونه؟
   ګرانه! دوی یو پسرلی عمر لري
خو په ټول عمر کې جوړه،جوړه وي
د جدائۍ غږ یې تر غوږ نه راځي
ځکه یې هر پاڼه تکه سره وي
د طبیعت څه عجیبه قانون دی
د دوو میینو تر منځ یو تړون دی
دا دوه ګلان ځکه تازه، تازه وي
د خپل جانان تر څنګ یې تل ژوندون دی
لالیه! ته په دې پوهیږې که نه؟
زړه مې په ځان کې خوشالي تیروي
چې کاشکي زه او ته دا دوه ګله وی
غاړه غړۍ به زنده ګي تیروي
هغه ګلان دي په یوه ورځ پیدا
د یو د بل وجود نه ساه اخلي
دوی د یو بل مینه کې ورک ګلونه
څومره خوندونه له دنیا اخلي
ژوندي یې یوه خوله ده ګلابه یاره!
د دغو ددو ښکلو مینو ګلو 
د خزانو غیږ ته په منډه درومي
مینه د دغو نازولو ګلو
خو بیا هم ډیر ښه دی له ما او تا نه
د یو او بل په غیږ کې ژوند تیروي
که یې ځواني د څو شیبو ځواني ده
خو بختور دی څومره خوند تیروي
لالیه! ته په دې پوهیږې کنه؟
زړه مې په ځان کې خوشالي تیروي
چې کاشکې زه او ته دا دوه ګله وی
غاړه غړۍ به زنده ګې تیروي
شعر د میرمنو ډير خوښ شو او د هغه په هکله ټولو مثبت نظرونه درلودل
پاکیزې ارزو وویل: دا به لومړی ځل وي چې په یوه شعر کې د ګلونو کلمه دومره تکرار راغلې خو د  شعر په روانیت او تسلسل یې کومه اغیزه نه ده کړې.
شکریې ورزیاته کړه چې د شعرخوند  همدې  ګلونو ورزیات کړی.
جمیلې وویل: د شفیقې له ښکلې دکلمې سره مې دا شعر نور هم خوښ شو.
سایره شریف هم په هو ویلو سره د جمیلې خبره تائید کړه او شعر یې ډیر روان او خوږ وبللو.او د ځینو ګرامري اصلاحاتو سپارښتنه یې ورته وګړه چې د شاعرې له خوا سم لاسي اصلاح شول.
د غونډې په پای کې مشاعره وشوه چې په سر کې له وردګو ولایت څخه موسکا ساحل د تلیفون په لیکه د وږي یوولسمه( هغه خونړۍ چاودنه چې په لسګونو بې ګناه وګړي یې د سیدآباد د ولسوالۍ په بازار کې مړه او ټپیان کړل )تر سر لیک لاندې نظم ولوست، له هغې وروسته میرمنو هرې یوې اوږۍ امیل، شاه ګل ګلزاده، مدهونا حیدري، حوریې سپیڅلې، پاکیزې آرزو، ګل مینې یوسفزۍ، زمزمې نیازۍ، لیمې نیازۍ، سایره شریف،جمیلې صافۍ، فریبااصغرزاده، ګلالۍ شریفي، خاطرې بارکزۍ، بلقیس محبوبي حقیق، تورپيکۍ مومند،نجیبې ستانکزۍ،ریحانه بهیر، ښاغلي محمد آصف مهربان او نعیمې شعرونه ولوستل.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.
دا هم هغه شعر چې د نیمروز د ولایت د میرمن بهیر مسوولې شاه ګل ګلزاده په وینا د  هغه په ویلو سره د هیواد له ولسمشره د خپل حق غوښتنه کړې او خپل غږ یې د شعر په ژبه د هغوی تر غوږونو وررسولی و ولسمشر هم د هغې ستونزې ته لازمه پاملرنه کړې:
د هیواد مشرتابه ته
سلام، او سل سلامه ولس مشره
ستا حضور ته یم راغلې ولس کشره
سوال مې واخله ننواتې یم راغلې
یم ستومانه لالهانده ژوبل شوې
ژړولې یمه ستا ګنهکارانو
زورولې یم ناترسه بنده ګانو
زه ټول ژوند وم د دې خاورې خدمت ګاره
بې له ګټې، بې معاشه وفاداره
نه مې هیله دموقف نه هم تقدیر شوم
 نه هم دې ټکي ته کله داسې ځیر شوم
خو افسوس چې دلته غټې دي ګناوې
دې وړو ګناوو لویې دي سزاوې
د تبعیض او د نفاق اور دلته خور دی
د قومي خود پرستۍ جوړ کړی شور دی
یوه بیلګه یې زما د ژوند کیسه ده
زما د کور د ورانیدو، زما د میړه ده
نه خلاف نه خیانت د ده ګناه وه
نه یې کله د رشوت کړې خطا وه
د قومونو په ټولي کې وو نامداره
د تبعیض او د نفاق وو بیزاه
زما کور کې به کیدلې مشورې
روغې جوړې سولیزې فیصلې
دوه بچیان مې وو روزلي شنه زمریان
په میړانه کې نامداره ننګیالیان
د بشر په صفتونو کې نامداره
دې دولت او دې مقام ته وفاداره
مګر غټه او درنه د دوی سزا شوه
د خپل ژبې د تبعیض په اور تباه شوه
نا خبره مې پر مینې حمله ور شول
لکه ژوي زما په کور باندې زړه ور شول
ځالګۍ ته مې راغلي په یرغل وو
د هستۍ اود روزۍ په یرغمل وو
پوه نه وم ظالمانو کړمه چور
ژړول یې بې ګناه مې زوی اولور
 زما(سپين ږیری) د ماسپښين وو په طاعت
مصلې باندې ولاړ په عبادت
بې ګناه یې په تهمت کړ ګرفتار
ربه ته هغه ابلیس کړې شرمسار
شنه زمریان یې کړل بندي په زولنو کې
چا ستایلی یې غیرت وو په نکلو کې
په چپاو او بربادۍ او په حملو کې
د بچو روزي یې یوړله په خولو کې
ګلدانۍ یې کړلې ماتې د کورو
لټولې به یې ګوډې د روپو
ښځینه تلیفونونه یې اعلان کړل
موټرانی یې زما د کور ټوله لیلام کړل
زما د لڼوو د کمرو کیدو بیان
قوماندان په یونوفورم کوو اعلان
لاس تړلي یې پينځه کسه دستګیر کړل
لکه ژوی په چمبو کې یې راګیر کړل
د یوه په ګناه ټوله ګرفتار شول
رسانو ته معرفي ټول ګنهکار شول
آیا دغه عدالت دی د اسلام
تاسې داسې فیصلې منۍ مدام
چه په خپله په خلاف وي آلوده
دبل چا کوي قضأ او فیصله
مافیا هسې ژوندۍ ده په نیمروز کې
هر خلاف یې ګړندی ده په نیمروز کې
فقط یو که ګنهکار شل بې ګناه دي
د نفاق او د تبعیض په اور تباه دي
پر تړلي زمري هر یو پهلوان دی
نا خبره په حملو کې هر یو ځوان دی
نر هغه دی چې غیرت یې وي ساتلی
فیصلې او عدالت یې وي پیاوړی
که جګړه وي د دښمن او یا غزأ وي
هلته دغه کسان پټ د کور تر شا وي
نه اسلام نه شریعت داسې ویلي
نه په شان د بشریت داسې راغلي
چه په خپله آلوده وي په ګناه
فیصلې او عدالت کوي د چا
نه ویریږي د دنیا او د عقبا
نه ویریږي د قهار د نامه بیا
نه د بل په سترګه ګوري آئینه کې
نه یو څه غیرت لري په خپل سینه کې
د څو ورځو په مقام کوي مستي
ټولوي د خپل قدرت په زور هستي
د مستۍ غرور یې دومره شي ورزیات
نفساني حرص او عشرت ته شي ورمات
فقط دلته هر یو کور او یو پاچا دی
په بدۍ او په افسون کې مبتلأ دی
څلور کوره ماشومان مې شو په غاړه
د نیمروز پلچرخي مې مخ ته لاره
نه مې توان شته د بندیانو د پوښتنې
نه قدرت شته د بچیانو د روزنې
صرف یوه هیله زما کړه راپوره 
زما سپین ږیری بندیوان کړه راایله
ته د پلار په صفت زما پټی په سر کړه
را پټۍ مې دا زخمي زخمي جګر کړه  
زه به ستا خدمت ګزاره د دعا یم 
هم به خلاصه پاتې ژوند کې له ستړیا یم
(ګلزاده) یم ستا حضور ته نن ولاړه
سوال مې واخله اې مسووله زمامداره.
 
بېرته شاته