لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د پاکستان د توغندیزو بریدونو پرضد د افغان لیکوالو لومړنۍ غونډه!
لیکوال: نورآغا نوراني   نېټه: 26.08.2012   خپرونکئ:   سمسور  

 په ننګرهارکې لسګونه لیکوالو او فرهنګیالو د جلالکوټ ادبي خوځښت په بلنه پر هېواد د پاکستان توغندیز بریدونه وغندل.

دا غندنه د وږي(سنبلې)پر درېیمه په هغه غونډه کې وشوه، چې خوځښت د ننګرهار میدیوتیک په انګړ کې بللې وه.
د غونډې د مشرانو ځای ته د ننګرهار پوهنتون استاد او په ختیځ کې د بي،بي،سي راډیو خبریال ببرک میاخېل،د اریانا پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی شېرعلم امله وال او د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رېس اورنګ صمیم وبلل شول.
انورالحق یرغل او جانان زمري د غونډې ویاندي کوله.
د میوند ارمان لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو په لوستو پسې د جلالکوټ ادبي خوځښت مشر ارشادرغاند هرکلیزه او پرانیستونکې ویناوکړه.
رغاند وویل:موږ د مسولو قلموالو په توګه د پاکستان بریدونه غندو او هڅه کوو.
د ده په وینا، افغان لیکوال تراوسه د خپلو ادب ستورو د پل په څارلو سره،چې د ډیورنډ تحمیلي کرښه او په اوسنۍ سیاسي جغرافیه کې د پاکستان پر موجودیت نیوکې لري.
د خوځښت مشر دا هم وویل، چې نور فرهنګیان هم باید د داسې مهمو ملي مسایلو پر وړاندې له سیاسته د لرې والي له پلمې پرته لازم دریځ غوره او خپل ملي-ټولنیز مکلفیت ترسره کړي.
وروسته د اریانا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد او سیاسي شنونکي شېرعلم امله وال وینا ته وبلل شو.
استاد امله وال پاکستان په سیمه کې له تاریخي پلوه تراوسه د امریکا او برتانیې لخوا د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره رامنځته شوی.
ده وویل:پاکستان د ملت جوړیدنې په څو معیارونو کې یوازې د ګډ اکثریت مذهب معیار لري اود  ملي ژبې، منل شوې جغرافیې او نور معیارونو د نه لرلو له امله یو واحد ملت نه دی.
 امله وال د افغان حکومت خاموشي د پاکستان د بریدونو په مقابل کې خواشینونکې او د ملي واکمنۍ د کمزوري والي نښه وګڼله او ویې ویل، لومړی خو د پوځي اصولو له مخې نه ده په کار،چې وسله وال ځواک د برید په تمبولو کې قومانده وغواړي، خو دا چې دوی په هر ناقانع کوونکي دلیل داسې کوي، له دولته غواړو چې وسله وال ځواک ته د خپلې دفاع او له نړیوالو هم په دې برخه کې عاجله مرسته وغواړي.
د حقوقو پوهنځي دې استاد همدا شان د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پر مېشتو پښتنو غږ وکړ، چې باید پر افغان خاورې د پاکستان بریدونه وغندي او افغانانو سره خپل ملاتړ په عمل کې زبات کړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رېس اورنګ صمیم د غونډې د بللو لپاره جلالکوټ ادبي خوځښت وستایه او ویې ویل،ښه به وه ،چې دې غونډې ته د قومونو او قبایلو سیمه ییز چارواکي،سرحدي مسولین او نور مراجع ځواب ویلو او سپیناوي ته بلل شوي وای.
ښاغلي صمیم د لیکوالو مسولیت وګاڼه،چې باید په مهمو ملي مسایلو کې روښانه ملي دریځ او لوری ولري.
د ننګرهار پوهنتون استاد ببرک میاخېل پخپله لنډه وینا کې له نورو ویناوالو سره خپله همغږي وښوده او زیاته یې کړه، چې دتاریخ په اوږدو کې زموږ لیکوالو او ادیبانو په ملي ستونزو کې خپلې رغونکې هڅې کړي.
استاد میاخېل له دولت او نړیوالو وغوښتل،چې باید د ټول ولس او فرهنګیانو اندېښنې او خپل مسولیت په دې برخه کې په مسولانه ډول درک او ترسره کړي.
وروسته مشاعره د فرید الله اکاخېل په دې شعر پیل شوه، چې:
په وړه خبر،اکثر وینه توییږي
د طالب او د عسکر وینه توییږي
بس د دغه توربخن اشنا له لاسه
د کونړ له هر نښتر وینه توییږي
په مشاعره کې لسګونو نورو شاعرانو هم شعرونه ولوستل.
غونډه او مشاعره له همېشه بهار سیمه ییزې راډیو څخه په ژوندۍ بڼه خپریده او ځینو نورو سیمه ییزو راډیو ګانو هم تر خبري پوښښ لاندې راوسته.
جلالکوټ ادبي خوځښت مخکې هم د ځینو داسې مهمو مسایلو په اړه ځانګړې غونډې کړې وې، چې د نړۍ د بدلون غوښتنې مشاعره،د جګړې پرضد مشاعره یې تر ټولو مهمې هغه وې.
د دې خوځښت له جوړیدو نېږدې دوه کاله او د اونیزو غونډو شمېر یې څه باندې نوي او د ځانګړو ناستو شمېر یې پینځلسو ته رسیږي.
 
بېرته شاته