لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
دنازی د ژوند رښتينۍ داستان
لیکوال: اغلـې زرلـښت حفیظ   نېټه: 01.09.2007   خپرونکئ:    

ګرانو لوستونکو  دا کيسه د يوه واده شوې ميرمن  د خولې نه ليکل شويده چې  تاسې ته کټمټ وړاندې کومه
نازی خپل د مينی شکست دا سې بيا نوي ډير کلونه پخوا کله چه زه د مکتب  د څلورم صنف متعلمه ومه يوه ځوان چه هغه لا د طب د پوهنځی د اول کال محصل وو پر ما زړه و بايلل خو زه لا هم ماشوم ومه او څپل نانځکو سره او  د کوڅۍ ماشومانو سره لوبيدمه دا دماشوم توب يو خوږه دنيا وه چې زه هم  په کې سر تر پايه پوری غرقه ومه زما د ماشوم توب دنيا زما د ژوند دخوږو شيبو څخه وه دا ځکه چه په هيڅ نه پوهيدم خو هغه څه چه د خلکو پام راته جلب کړې وه هاغه دا وه چه په  وړکوالي  کې يوخوږ ژبی جراره ماشومه ومه چه واړه او غټان ښه په مينه پا للمه زه يوه شوخه دهمزولو په مابين کی توقماره او د بعضی لوبو جوړونکې او تمسيلونکی هم ومه کله ناکله خو د نانځکو په ودنو کښی ما به دافغاني دودونو هغه ناوړه رواجونه تمسيلوه کوم چه دولور او په واړه عمر کی دافغانی جنکيانو د وادونو   کيسو پورې ارتباط درلود  او کله نا کله خپل دغه د ما شوم توب ملګری به می په دوو ډلو تقسما وه دا دی لپاره چه کله به د کو رنيوپه شان مونږ د ګو ډيانو د وادونو او کوژدو لپاره به د يو او بل کورنو ته چه د ويالۍ له شګونه واړه کوټی د نانځکو لپاره مو جوړاوه٠ او بيا به د يو او بل کورنو ته د دنانځکو دمرکو لپاره تلو او بيا کله ناکله به مو د واړه ديګونو په پخولوکې وادونه جوړاوه اوبيا په دغه محفل کی هم مونږ د خپل ما شوم توب سندری ويلې کله نا کله خو دکلي د تنکي ځوانانو له خوانه دغه پروګرامونه به ګډوډيدي داچه ولې په دې خو تر اوسه پورې نه پوهيږم٠ خو دا راته ياديږي چه د کلی ديو پوره ځلمی لخوانه زما دا د ماشوم توب لوبۍ د نا وختو ما ښامونو پوری تر څارنې لاندې وه٠ خو دهاغه ټولې خبرې او تبڅری به زما په کارنو او لوبو باندې وه چه کله نا کله زه يې دکلک دوښمنيو ته هم هڅولمه دا لړۍ زما دلوبو پوره ٢ کاله دوام وکړ پس ددوه کالو نه زه نور د لوبو څخه په کوڅه کې د عمر او دنوې ځوانې او پيغلتوب په دام کې مې خپي ونختي  او بيرون ته د تګ نه بنده شومه نور نو د کورنۍ لخوا نه د کلکې پابندي  چې هغه ستر وو مخامخ شولمه خو دا راته ډيره سخته تماميده خو ما کولې شول چه خپل همځولۍ د خپل کور په غولي کي وګورمه يو د ورځو نه ما د هاغه ځوان څخه يو د  اوږدې مودی مينې   ليک تر لاسه کړ کوم چه پوره د دو کالو څخه زما د ما شوم توب دونيا د هاغی تر څارونو لاند وه د ليک په سر کې داحمد ظاهر د خاندن د يو بيت تر عنوان ليکل شوي وه
عاشق شديي ايدل غم هايت مبارک باد- ځنجير جنون  عشق در پايت مبارک باد
دلمړ ځل لپاره دمينې اظهار
او دبيت لاندې د يوي دوه کلنۍ مينې اظها ر شوی وه او يو څه خو د ځوان د حالت بيان په څرګنده بيان شوې وه خو زه چه لا د ماشوم توب د غفلت په دونياکې غرقه ومه  په مينه نه پو هيدمه  هاغه کاغذ مې په بی پروايې څيري کړ او زمونږ دکور دننه په هاغه روانه ويا له کې ختا کړکوم چه د پسرلي په محال کې داوبه نه ډکه وه دا لړۍ پوره شپږ کاله روانه وه خو پدی شپږو کالو کې ځما د مينې يو ليک هم ونه ځنديده چه اوس د هاغه ليکونو نه او هاغه پاڼو څخه می کتابونه جوړ کړيده خو پده کښی شک نشته کله چه زه دولسم صنف ته ورسيدم نو رنو زه دمينی او دبيلتون د دنيا سره پوره اشنا شوی ومه او ډير د هغی د مينې ليواله ومه خو هيره د نه وی چه د هغی د ډ اکتري تحصيل پاي ته رسيدلې وواو يو پوره ډاکتر ورڅخه جوړ شوې وه
خو په دغه ټول وختونو کی دهغی کورنۍ بی شماره مرکی راباندې وکړی خو دا چه مشر خور مې دولسم پاس ته واده شوې وو نو سم دستي  سختی دښمني ته ملا وتاړه او داسې څرګندونې وکړی که چيرت زه يو ډاکتر ته واده شم نو هغه به خپل نکاح شوې ميړه خوشی کړي دا ځکه چه دهغه ميړه دولسم پاس وو٠خو زه چه تر کوم ځاي پوری پوهيږم دا هغه پلمه وه چه په ګده دا پلان زما د غولوونی لپاره جوړ شوی وه٠ زه چه ديوي مغرور او تقريبن پيسه داره کورنۍ لور ومه نو زما لپاره د خبری کولو اجازه هم نه وه او زه د خپل حيا په لمبو کی وريته کيدم دا ټول شيان می په خلاصوسترګو ليدل او په خلاصو غوږو اوريدل خو دشرم او حيا نه می هيڅ هم نه شو ويلې زما مور هم زه يي ډير تشقولمه  چې ګواکې زه ډيره با حيا يمه نو ميلمنو په مخکې  هم  زما صفتونه کاوه او دا دوعا ګانی کولې چې خداې دزما دونيا او اخرت ښه کړي راته خو هغه خوارکۍ څه پو هيده چه زه د هغی مينې کلونه وزورولمه او د دونيا په سر مې د دوزخ لمبیۍ ليدل خو له ډار او شرم نه به مې اظهار نه کاوه   خو ما يوه بله ملګرې هم درلود  چې هغه هم د چا د مينې ښکار وه خو دا چې د مور يوه لور وه کورنۍ به يې مرکه چيانو ته وئيل چې دا زموږ يکه يوه لور ده مونږ يې ساتو چې زمونږ خدمت وکړي ميړه ته يې نه ورکوو کم بخت په سلګو سلګو ماته ژړل خو مونږ د حيا نه چاته نه ويئل نه پو هيږم دا خلک خپل تير ژوند ته ولې فکر نه کوي  او خپل ځواني او پيغلتوب ولې په ياد نه راولي    کله چې زما د کورنۍڅخه رد ځوابونه ورکړ شوه  دا خبره هر خواته خوره شوه دکلۍ ملا نه نيولې تر ملک او د کلي سپين ږري او سپين سري هم پکی را وښکل شول ٠ خو زه لا چو په خوله د کورنۍ  احترام لپاره پاتی ومه ٠ باور وکړی چه زه ښايسته هم نه ومه دا چې هغی ځوان څنګه را باندی زړه بايللی و و  دا خو يواځی خدای پوهيږي او بس٠ د وخت په تير يدو باندې او د مرکه چيانو د ګرم بازار چا به د خانه دان په نوم او چا به هم زما د چوپی  خولې د بی ژبی جنې  په نوم مرکی ليګلی  اوزماد مورکۍ دوعاګانی خو پخوا زما د شخصيت او لياقت له مخې زه يې په خپل قام کې د پينځه ګوتې پينځه څراغو نو په نوم مشهور کړی ومه ٠ دا هغه وخت وو چه زما دمکتب تعليم  تکميل شوې   وه زما مورکۍ له مانه مشوره وغوختو او وويل چه اوس زما کورنۍ غواړ ي  چې ما کوم شريف هلک ته واده کړي نه پوهيدمه چې څنګه هغه پوه کړمه چې زه دا څوک نه غواړمه  په دي وخت کی لکه يو تعليم يافته بنيادم په څير له مورکۍ څخه می هيله وکړه چې زه بايد نور تعليم وکړمه چه ډاکتره شم خو مورکۍ راته مخ واړولو اوويل ګرانۍ زه اوس ژوندي يمه غواړمه چه تا پخپل ژوند دبخت خونی ته واستومه دا هغه وخت و چه زما ژړا ته هم چا غوږ ونه نيوو ٠ کله چه هغه خبر شو نو اول خو يي د پيسو او ولور او پرله پسی جرګو ته مخه کړه خو چا هم ورته غوږ ونه نيوو٠ بله ورځ مې کتل چه خوارکې مور او سپين ګيری پلار يي هم زمونږ کورته راغلل او دواړه په سرو سترګو وژړل هغه ورځ مې لکه پرون   ياديږي چه د هغی دپلار اوښکی دهغه په سپين ګيره لګه ملغری لارې جوړولې او يو وار بيا يي زما کورنۍ ته يادونه وکړ ل خو دا ځل می خپل مورته وويل مورې زه راځی يمه که ددوی دا غوښتنه ومنل شي زه کوم مخالفت نلرمه ٠ ددې خبری په اوريدو سره زه د خپل مشر ورور او د کورنۍ د ټولو غړو د سخت تهديدونو سره د وهلو او ټکولو تر سر حده پوری مخامخ شومه    زه يي د هويلۍ د توت ونۍ پوری وتړلمه  تر هغه اندازی پوری ووهلمه چې ګاونډايان هم خبر شول او زما هغه د افتخاراتو ګټل شوی نوم هم د خاورو سره برابره شوه خو کاشکی خدای مرګ راکړاې واې زه په کور کې د يو بندي په توګه نظر بند شومه ٠ زما او  دهغی دکلونو دليکونو نوټونه يو تعداد   زما د مشر خور ګوتو ته ورسيد او زه يي د يو بد نام او شر ميدلی بنيادم په توګه د کور دخلکو د زرګونو پيغورنو تر امبارونو لاندی پټ کړم په شپو شپو ما ډوډۍ نه خوړله چا دا پروا هم په ما نه ساته چا به دا پوښتنه هم له مانه نه کاو ه چه زه ولې څه نه خورم کله نا کله  به خپله  مرور ومه او خپله به پخلا کيدم مور خو راته ميره شوه او د کور نور ټول غړي تر بوران چا به له ما سره خبری نه کولی او که څوک له بيرون نه هم راتله ما اجازه د خبری نه درلود ٠ زما يوه زړه ترور وه چه هغه ته ډيره ګرانه ومه هغه به هر کله زمونږ کورته راتله او ما ته به يې نصيتونه کاوه او دا ب يې ويئل چه له ټولو څخه مافع وغواړمه
دمافع غوختلو ژبه می نور نه چليده  ددنيا له هرڅه نه نور خاموشه ومه په خپل ژوند خپيمانه ومه کاشکی چه د
 سره خدای پيداکړای نه واې نو ر خو زما پر مخ د خوښيو در وازی بندی وی ددنيا د ټولو بندګانو نه می زړه
 تور شو باور وکړی چه ما ٤ځله په مختلفو داروګانو خوړلو ته لاس پوری کړ دخود کوشی له پاره خو نه پو
هيږم چه زما د وجود دفاعي سيستم څومره قوي وو چه زه يې په کراتو له مرګ څخه بچ کړلمه
٠ګرانو لوستونکو
تاسی پوهيږي چې د ژوند دغه نا خوالې کومۍ خواته بوتلمه دا هم يوه شينکي سهار وو چه دلمرزريني
طبيت ښکلا ته نوره ښکلا زياته کړی وه 
کله چه دخپلی کوټی نه بهر ووتلمه دطبعيت د ښکلا ننداره مې وکړ په ونو کې دمرغې جالې ته می وکتل چه په
څوډولو خزلو باندی خايسته شوی وه دمرغۍ د واړه بچي اوازونه اوريدل کيده نو د لمړی ځل لپاره مې دا
تصميم ونيو چه خپل ژوند کی بدلون راوړوم ځان ته مې ټکان ور کړ له ځايه وخوځيدم خو دا لمړۍ ورځ وو چه
د نور په ليدو سره د هر يو له خوانه دګرم اسقبال سره په مخه شوم هر يو راته مهربان شوي وو پاتی د نه وي
چې تيره شپه هم په دروند خوب ويده شوی ومه خو زمونږ ميلمستون د ميلمنو څخه ډکه وه دا ځل مې په خپله
خوښه د سهار چاې وڅکل ښايسته شيني جامې مې وا غستل د تور رنګ څادر مې هم واخيست چه په سر يي
کړمه دا کار می هم وکړ يوځل مې شيشه کې ځا نته وکتل رښتيا چه ډيره ښايسته ښکاريده زما سترګی چه
ښايستي  هم  وی له پخوانه ډيره ښايسته ښکاريده په يو تريخ مسکا مې ورځ پيل کړه تاسی پو هيږی چه هر يو
به زه ليدلم زما په ليدو وغوړيد دا خو لمړی ورځ وو چه ما په غاښو دنداسه ومګل او ستر ګو ته می د رنجو
صلای ورکړه زما د کور خلک داسې فکر کاوه چه زه ګوندي ددوی په نوی پريکړه خبر شوی يمه خو دا چه
زما دژوند لمنه اور اخستی وه زه خو په دی لا نه پو هيدم کتل مې چې مور او مشر خور مې دواړه غبرګي
راغلې زما مور زه یې ښکل کړم او راته يي په ژړغونی اواز وويل تخت ما درکړل بخت د خداې درکړي زما
ښکلې زړګی نن خو ډيره ښايسته شوي يې باور وکړی چه په اوريدو يي لکه ګل وغوړيدم او په کړس خندا مې
د مور خبری بدرګه کړلې خو نا څاپي د مشر خور پام زما تور څادر ته شوه او راته يي وويل خورې نن دا تور
څادر مه په سروه چه تور بخته نه شی ما بيا وخندل ومی ويل دا دومره وخت چه همدا زما تور څادر وه چا خو
هيڅ هم نه ويل د خور مسکا ته او دهغې سترګو ته چه ځير شومه نو د يو پټ راز بيان په کې ليدل کيده په بی
صبری مې انتظار د جواب کاوه چې خور مې د يو ناکام ژوند زيری چې هغه زما د نامزادې زيری وو راکړه
په اوريدلو يي په چغه شومه په وجود مې لمبه ګډه شوه کميس مې سر تر پايه پوری وشلاوه او مورته مې مخ
واړاوه ورته می وويل تا خو له مانه پښتنه هم ونکړ تاخو ويل چه په اسلام کی دا نجنو لپاره د ميړه د انتخاب
 حق شته خو مورکۍ سره مې هم جواب پاتی نه وه زما ژوند د دريمګړی بنيادم تر کنترول لاندې چليده  دا ځکه
چې پلار مې مړوو  او زمونږ د کور مشر هم  زما اوښی وه ٠په سرو سترګو مې ژړل کتل می چه زما د
نامزادی په خوشحالی د همسا يه ګانو د راتګ او مبارکې د راتګ لړی پيل شو ی ديو ماشوم په لاس د دهغی
ورستۍ ليک مې تر لاسه کړ چه ما سره د ليدو غوختنه یي کړی وو ما هم نور د چا پروا ونه ساتل مخ مې
ومينځل او د هغی د ليدو په تکل له کوره ووتلمه لکه يوه بازاري ، يوه ډمه  يوه داسی بی حيا بنده چې له سره
يې د چا تربيه نه وي ليدلې   د ډير قهر نه مخ مې د اور  سکر وټه  په شان سره شوې وه   په ځان نه پو هيدمه  
ما غزه مې د کنټرول  نه خارج شوی وه د وتو په وخت کې مې  خور او مور ته مخ واړاو ومې ويل چې زه
بيرته کورته نه راځمه او د هغه چا سره تښتمه کوم چې  مې زړه غواړي مور مې هيڅ  هم ونه ويل د کوره
وتلمه  کله چې  هغی ته په مخه ورغلم رښتيا هم چه سترګي می سری وي او د ا وښکوسيلابونه مې په مخ لارې
 جوړولۍ  هغه سره مې وليدل د ورستی ځل لپاره دا پوښتنه وکړل چه هغه له ما سره مينه لري او هيرول مې
 ورته ګرانه ده دغه ناکامې مينې ته يي زما دوړکوالی نه تر ځوانی پوری لاره سارلی او پوره ٧کاله يي اانتظار
کړيده هغه دا هم وويل چې  زمونږ مذ هب داسلام دين  مونږ ته د ژوند د ملګرۍ د انتخاب اجازه  را کړاې دی   که کورنې مو نه مني نو مذهب خو مو مني  هغه مانه دا وغوښتو که زه د هغه مينې ته وفاداره يمه نو محاکمي ته ورسره لاړه شمه خو دا کار ما کله کولاې شول هغه او
د هغی ړنده مينه زه يي د رسوائ کندی ته ګذار کړلمه ٠ اوس چا را باندی د يو انسان نظر هم نه کاوه٠دبې
خبری په دونيا کی په د اسی حال کی چه زه د بلا بد بختيو سره لاس او ګريوان ومه خپل ژوند د سپيره کاڼي له
هری خوا زما په سر لګيده دا هم ماته يي زما د سپيرګی يعنی د نامزادي خبر يي راکړ تاسی فکر وکړی چه په
 اسلام کی د جنۍ د پوښتنی پرته دا کار بايد تر سره نه شي خو زه چه د وطن د ناوړو دودنو ښکار شوی ومه
 ماته خو چا د انسان په توګه هم ونه کتل  او نه د يو مسلمانې په توګه او زه د تناره سرو لمبو ته ورګوزارشوم ٠نو ر نو زه د بل چا په نوم
شولم زه لکه قيدي مرغۍ له قيد څخه ازاد شولمه خو ما دخپل ځوانۍ پاتې عمر په ويرونو او ژړاکانو  پيل کړه
يوه ورځ د اخر ځل لپاره هغه ما سره د ليدنی هيله څرګند کړ دا هم پسرلۍ وه په داسی حال کی چه د ليونۍ
مجنون څخه کم نه ښکاريده شونډي وچي او چا وديدلي وو ګيره يي هم  نه وه خيرلی   زه يي په تريخ مسکا په
خپل ورستۍ ديدن ونمانلځم او دا يې راته وويل ځما د ورستی ځل وينا واوره  او ما مه نا اميدوه ما ستا کورنۍ
ته د خلکو نه نيولې ان د قران شريف مخ ونيوو او ستا کورنۍ ونه منله  بله لاره پاتی نه ده زه لتا سره د زړه نه
مينه لرم ښځې ډيری دي خو ما په تا زړه بايئللی دی پوره اوه کاله می ستا د مينی په سيند کی ځان لاهو کړ
دونيا را باندې وخوزيد ټول خلک خبر شول  نوم او عزت مې بايلوو غير له تانه ماته بل څه نه دی پاتې   د
خداې هيله وکړه را سره محاکمې ته لاړه شه او نکاح وکړه   زه هاغه بد نصيبه لامبوزن  يم  چې ما ونه شواې
کړاې د ژوند د توفانو څخه ځان بچ کړم لکه يو اوبه وړۍ لار وی د سيند څپو نيولۍ بنيادم اوس خو د سيند په
ځګونو لاس اچوم او له تا څخه هيله کوم ماته د يو رښتنی مينی په توګه لاس راکړه له ما سره لاړه شه چه د
خداې او رسول لاره ونيسو په محاکمه کی نکا ح وکړو او ما له دغه توفان څخه بچ کړه خو زه چه د ډيرو
پيغورنو تر امبارونو لاندی پټه وه ما ورته انکار وکړه دی راته وويل  که زه انکار وکړم نو هغه به ځان مړ
 کړي ما نور څه  نه شول  کولاې  ځکه چې اوس د بل چا امانت ومه خو د اوښکی په تيولو باندې مي له ژړا نه
 سترګي سری شوي او ورڅخه روانه شومه ٠کله چه شپه صبا شو چا لا چاي څکلی وه چا نه چه په کوڅه کی
يو محشر جوړ شو خلکو وويل چې عنا يت چا ووژلو ٠په بيړه مې د خپل مور او مشر خور سره  ځان د هغو
کورته ورساوه کتل مې چه په وينو کی لت پت ځوانيمرګ ځوان دتل لپاره يي سترګی له دونيا څخه پټی کړی وی
کوم چه ډيرو ته د هغه مينه ټوکه ښکاريده ٠ او د ټولنی د نا وړو روا جونو ښکار شو ٠ خو اوس چه کلونه کلونه
 پدی خبره تير شوی زه د بچيانو مور يمه اوس هم په خپل نا کامه مينه اوښکی تويومه او د هغه په سير د يو بل
ده بنيادم د مينی دونيا لټوم هغه هم لا تر اوسه په ځان خبره نه ده چه دا به د چا لپاره وی٠زما خاوندډير ښه سړې
ماته خاوند می د ژوند هره سخته اسان کړې د ه او ديو مو فشن ژوند خاونده يمه خو کاشکی زه د پوزکی د ژوند
خاونده وای خو چه په مينه کی ناکام شواې نه واې
ګرانو لوستونکو دا هغه واقعيتونه دي چې اوريدل يي زموږ د رواجنو په ا حترام  لږ څه ترخه خو د مذهب له مخي منل يي ضروري دي زه ښځي او نجوني دی ته نه هڅوم چې  د خپل کورنيو له فرمان څخه سر غړونه وکړي خو يو څه چې ډير مهم ده د خپل مذهب څخه پيروي وکړي او کورنې دی په دی پوه شي چې هره ځوان او هره پيغله ته خداې د اخلاق په چوکاټ کې د ژوند دملګری د انتخاب حق ورکړاې دی او دد ژوند د ملګری د انتخاب په هکله پوښتنه له دواړو څخه ضروري ده٠  پاې

 
بېرته شاته