لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د جلالکوټ ادبي خوځښت د شپږاتيايمې غونډې ريپوټ
لیکوال: انورالحق يرغل   نېټه: 12.07.2012   خپرونکئ:   سمسور  

د جلالکوټ ادبي خوځښت دا غونډه چې د ويندويۍ چارې يې د حضرت يوسف يوسفزي پر غاړه وې د ١٣٩١هجري شمسي کال د چنګاښ پر ٩ مه نېټه د جلال الدين جمال له خوا د قرانکريم د څو سپېڅلو اياتونو پر لوستو د ننګرهار په علمي او فرهنګي مرکز مېديوتيک کې پيل شوه.د تېرې ناستې ريپوټ د خوځښت د ګزارشګر نورولي سعيد د نشتون له امله له لوستو پاتې خو د ادبي ازميښت برخ...ې پوښتنې د تېر په څېر له ملګرو د محمود خزان له خوا وپوښتل شوې چې يوه پوښتنه يې فريدالله اکاخېل او نورې يې خپله خزان ځواب کړې .

بيا له ژمنې سره سم صيام الدين پسرلي محمود خزان او ضيا الدين همتمل د ادبي درس برخې لپاره له ځانو سره د شعر او نظم تر منځ د توپير او د شعر د ډولونو په اړه راوړي معلومات له ملګرو سره شريک کړل .
صيام الدين پسرلي وويل چې د شکسپير پر وينا چې شعر د احساساتو او عواطفو د کورنۍ بڼه لري او همدا ډول الفت صيب وايي چې شعر له زړه الهام اخلي او له زړه سره سر او کار لري پسرلي د نظم د تعريف په اړه وويل چې په تار کې د ملغلرو پېيلو ته وايي هغه پخپلو خبرو کې دا هم وويل چې نظمونه په عمومي ډول په درې ډوله دي چې ملي ، ګډ يا مشترک او ازاد نظمونه نوميږي .پسرلي د شعر او نظم د توپير په اړه وويل چې د ارسطو پر وينا شعر کې وزن قافيه او رديف نه مراعتيږي خو په نظم کې مراعتيږي .
ورپسې محمود خزان دريځ ته پورته شو هغه خپلې خبرې له دې پيل کړې چې د ارسطو په نظر شعر هغه وينا ده چې په زړه کې هياجان پيداکوي او همدا رنګه ارسطو وايي چې شعر د طبيعت تقليد دى.خزان د ښه شعر په اړه د عپدالمعني بېدل دا نظر هم ياد کړ چې ښه شعر معنا نه لري .
له ده وروسته ضيا الدين همتمل له ځان سره راوړي معلومات د پسرلي او خزان له معلوماتو سره ورته وبلل خو دا يې وويل چې نظم بايد قافيه او وزن ولري .
ورپسې ارشاد رغاند دريځ ته پورته او د موضوع په اړه يې وويل چې نظم ډېر کله په شعوري ډول او شعر په غيرې شعوري يا ناګهانه ډول ليکل کېږي ده وويل چې د خوځښت د ملګرو ترمنځ يې دا بحث خوښ او له دې وروسته به مياشت کې يو ځل د نن په څېر پر همدا ډول موضوعاتو بحث کوو
. بيا د کره کتنې برخه پيل او له ژمنې سره سم فريدالله اکاخېل خپل يو غزل کره کتنې ته وړاندې کړچې مطلع يې وه.
شبګير سره اشنا کړمه هغې تر نيمو شپو
کومه يې تصوير لره کيسې تر نيمو شپو
له څه چوپتيا وروسته خزان وويل زما په نظر که د بيت دوهمه مصره داسې شي ښه به شي
کومه يې تصوير سره کيسې تر نيمو شپو
د خزان نظر نورو ملګرو هم تاييد کړخو رغاند وويل زما په فکر اکاخېل لومړى لانديني بيتونه بيا يې مطلع ورته په زوره ليکلې.
د وياند له خوا د غزل لومړى بيت ولوستل شو .
رضا به شي ته هسې لېونى يې لېونى
زړګى دوکه کومه بس په دې تر نيمو شپو
محمود خزان يې په اړه خپل نظر داسې ووې: .ددې بيت تر څنګ د غزل په نورو بيتونو کې هم ليکنۍ تېروتنې شته هيله ده راتلونکي کې ورته ملګري پام وکړي. ارشاد رغاند وويل: په بيت کې رديف يو څه خوندور خو نور الفاظ يې زاړه دي . صداقت غورځنګ بيت کې يو سېلاب کم وباله.
د غزل دوهم بيت داسې و
ښکاريږي د الفت په لومه نښتى کوم کوچى
د پورې غره کېږدۍ کې وي ټپې تر نيمو شپو
رغاند تر پورتنيو بيتو ښه وګاڼه ويې ويل دا بيت ښه خيال او عيني تصوير لري خو ژبه يې درنه ده سړى يې په لوستو کې ټګنى کېږي .
بيا د غزل دريم بيت ولوستل شو.
خاونده درنه غواړو مونږه هغه شانته وخت
له ژڼو به چې ډکې وې حجرې تر نيمو شپو
خزان د بيت لومړۍ مصره داسې ورغوله
خاونده درنه غواړو مونږه بيا هغسې وخت
يوسفزي هم د خزان نظر خوښ کړ او رغاند يې په اړه وويل چې په نظر مې که په لومړۍ مصره کې مونږه مونږ شي ښه به شي .
څلورم بيت دا ډول و
چې وبه مې ويل ښار ته ځم سبا ګهيځ وختي
منې! چې ښکلولم به ادې تر نيمو شپو
خالد ټکان وويل خبره ترې سرچپه شوې خلک چې له ښاره کور ته ځي مور يې ښکلوي دا چې راځي.
خو همت مل وويل چې په بيت کې يې د ښار حالات انځور کړي يعنې موريې ځکه ښکلوي چې له ښاره به ژوندى راشي که نه.
ارشاد رغاند وويل په ټول غزل کې دا بيت ښه او بيت الغزل بيت دى او که په لومړۍ مصره کې ګهيځ سهار شي نور به هم خوندور شي.
فرهادالله اسيب وويل : زما په نظر په لومړۍ مصره کې بايد ويل ( ويلې ) شي يعنې
چې وبه مې ويلې ښار ته ځم سبا وختي
د غزل پينځم بيت دا و
د ددوو برخليک چې به پخوا ټاکل کېدو
کېدې به پرې کورونو کې جرګې تر نيمو شپو
جمال جمال بيت خوښ او زياته يې کړه: چې اوس خبره د پيسو ده ډېرى خلک پيسې اخلي او لور خور ورکوي چې پخوا داسې نه و.
جلال جمال خپل نظر داسې وړاندې کړ: بايد لومړۍ مصره کې کېدو کېده شي .خالد ټکان وويل :پخوا هم جرګې وې او اوس هم
خو نوراغا نوراني نوې ټېکنالوجي د جرګو خنډ وبلله ويې ويل پخوا به تر نيمو شپو جرګې وې خو اوس ډېرې خبرې په موبايل کېږي : همت مل وويل پخوا به د جينۍ کورنۍ هلک او د هلک کورنۍ به جينۍ کتل خو اوس جينۍ خپلې مور ته خبره وکړي کيسه خلاصه وي.
يرغل وويل: پخوا د هلک کتل نه و څه چې به د مور او پلار خوښ و هغه کېدل دا کار اوس رامنځته شوى.
صداقت غورځنګ وويل چې پخوا به جرګې وې د هلک چې به جينۍ خوښه شوه شپين ږيري به يې ور ولېږل او د سپين ږيرو خبرې به منل کېدې خو دا کار ښه نه و چې له جينۍ به پوښنه نه کېده او هغې به له شرمه څه نه ويل .
بيا د غزل مقطع ولوستل شوه چې داسې وه
سپوږمۍ ستوري غمونه څه سلګۍ وې اکاخېله
دا ټول مې ملګري کوي منې! تر نيمو شپو
غورځنګ دوهمه مصره داسې ورغوله
دا ټول مې ملګرتيا کوي منې تر نيمو شپو
خزان د غورځنګ نظر خوښ او لومړۍ مصره يې داسې ورغوله
سپوږمۍ ستوري غمونه او سلګۍ وي اکاخېله
جلال جمال وويل بيت کې زړې خبرې شوي نوي په کې څه نشته
جمال جمال وويل چې په لومړۍ مصره کې تېر او دوهمه کې روان حال راخيستل شوى.
له کره کتنې وروسته د غزل شاعر فريدالله اکاخېل دريځ وبلل شو هغه وويل چې زه د شعرونو کتابونه ځکه نه لولم چې زما لپاره هغه شعرونه کافي دي چې د خوځښت په غونډو کې يې اورم ده زياته کړه چې دده په شعر د خوځښت هر ځل کره کتنې دده شعر ښه کړى او په خبره يې چې دا زده کړه يې هم ترلاسه کړې چې اوس پخپلو شعرونو خپله کره کتنه وکړي د اکاخېل له خبرو وروسته ازاده مشاعره پيل شوه چې جانان زمري محمود خزان ضيا الدين همتمل فرهاد الله اسيب جاوېد دلدار جلال جمال خالد ټکان فريدالله اکاخېل نوراغا نوراني صداقت غورځنګ ارشاد رغاند نادر دانش سمندر ساحل عبدالحکيم رحيمي ميرويس انتظار انورالحق يرغل او فرهاد اختر په کې شعرونه او ترنمونه واورول .په پاى کې پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به د کره کتنې لپاره انورالحق يرغل خپله يوه نثري ليکنه او جانان زمرى به ادبي درس راوړي غونډه ماښام نږدې ددعايې په کولو پاى ته ورسېده.
 
بېرته شاته