لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د مالمو په ښار کې د دوو وتلو علمي څېرو په وياړ علمي اوادبي غونډه جوړيږي
لیکوال: غمخور   نېټه: 12.07.2012   خپرونکئ:   سمسور  

 دښاغلي پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپواوپښتو ژبې ،تکړه ليکوال اوڅېړونکی ښاغلي محمد معصوم هوتک په وياړ علمي غونډه جوړېږي

 

په سويډن کې دافغانانوعلمي او فرهنگي مرکز، ددوستۍ فرهنگي ټولنه ، دآريانا کلتوري ټولنه او د اروزگان ملي مهالنۍ خپرونه دنړۍ په گوټ گوټ کې خپلو هيوادوالو ، پوهانو، ليکوالو ، دطبعی علومواوپښتوژبې څېړونکواديبانو او شاعرانو ته خبرورکوی :
موږ سږکال هم دتېرپشان دخپل هيواددعلمي اوادبي څېروددرناوي اوهڅونې په موخه دروان کال دسپتمبر په لومړۍ نېټه دافغانستان د دوعلمی اوادبي شخصيتونو، پوهاند دوکتورخيرمحمد ماموندکيمياپو ه اوپدې  برخه کښي وتلی څېړونکي، همدا ډول  پښتو ژبې اوادب دبې اسرې چوپړلاروی ، تکړه ليکوال  ،څېړونکی اوشاعر ښاغلي محمد معصوم هوتک د ادبي خدمتونو په وياړ درنه اونه هېرتېدونکې غونډه جوړه کړو.
پدې درنه  غونډه کښي دگډون لپاره تاسو وياړلوهيوادوالو ،گرانو زلمو ،پوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانودشعر اوادب مينوالوته دزړه له کومې دگډون بلنه ورکوو.
ددې غونډي نه زموږ هدف دادی چي زموږ ځوان نسل دخپل هيواد دعلمي اوادبی شخصيتونوپه علمی هڅو خبراوله دوي سره له نږدي وگوري .ترڅوپدې وسيله وکولاي سوهغوي دعلوموپه مختليفو برخو کښي  زموږ دهيواددپوهانو اواديبانوله هڅواوزيارنه په خبرېدوسره دغې علمی اوانساني لاري ملي چوپړ ته وهڅوو.
اودبلې خواغواړودغه عنعنه ورکه کړوچي په ژوندوني خپل عالمان  اووياړلې  شخصيتونه  په کاڼو ولی اوپر مرگ ئي بيا دويراوښکی تويوي اوساندي وهی .
زموږله نظره ديوچادرناوی ،عزت اوعلمی چوپړته هڅونه بايد د هغه په ژوند کښي ترسره شې، ترڅودغه شخصيت داخپله احساس کړي چي ملت ئې دعلمی هڅواوزيارپه قدرپوهيږي اودرناوی ئې کوي  . 
موږ به ډير زيات خوښ شوکه تاسو زموږ سره پدې درنه علمی اوادبی غونډه کي چې زموږ دهيواد ددې وتلو پوهانوپه وياړ جوړېږي د گډون بلنه ومنئ .
که چيري راتگ مودکومو ورځنيو کاري بوختياوو له مخې ناشونۍ وي  هيله مند يو چي ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه  ليکنې  زموږ په برېښنا پته  راولېږی .
ستاسو راتگ اوفعال گډون ته سترگې په لاريو .
داړېکو لپاره دتليفون شمېره :0046(0)736511569
برېښنا پته : ghamkhor@hotmail.com
 
بېرته شاته