لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
بې خوده خودي قتل
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 15.07.2007   خپرونکئ:    

هوسۍ په ډېر ې خوارۍ او كړاو ځان د مېړه له منګولو خلاص كړ، په يوه منډه اشپز خانې ته ننوته او ور يې په ځان پسې كلپ كړ.

مېړه يې هم ورپسې منډه كړه، خو د اشپز خانې ور يې بېرته نه كړى شو. بېرته كوټې ته راننوت، خپل لاسونه يې سره ومروړل، وارخطا شو، ژر يې خپلو لاسونو ته وكتل، په وينو لړلي وو. ښه ورته ځير شو، د ښي لاس منځۍ ګوته يې لږه ژوبله او  وينه شوې وه. غاښونه يې سره كيكاږل، له ډېرې غوسې ستمى ستمى شو:" نه، نه! روغه... دې ... نه پرېږدم، والله كه رانه ... خلاصه شې، دا ... خو ...مې دې ... پزه وينه كړه، چې څو ځايه دې... سر... مات... نه كړم پرېږدم دې كله، زما ګوته، زما ګوته ولې ژوبله شي؟"

له دې خبرې سره په بېړه له كوټې ووت، په دالېز كې يې ښكته پورته وكتل، داسې څه په نظر ورنغى، چې ور پرې پرانېزي. په ډېر زور د اشپز خانې وره ته اړم شو، خو څومره وس يې چې وكړ، ور خلاص نه شو، چيغه يې كړه:" ور پرانيزه! سپۍ"

هوسۍ په ژړغوني انداز د وره له شا وويل:" كه مې پرانسته... وهې مې،نه... نه يې پرانيزم"

-             په سمه در ته وايم، ور پرانيزه، كه نه...

-             كه نه څه؟

-             كه نه، ما ته هم جبار وايي، ور ماتوم، كه ور مې مات كړ، بيا به داسې وهل دركړم، چې په ټول ژوند كې يې ياد ساتې.

تر لږ ځنډ وروسته جبار، په منډه حوېلۍ ته ووت، خو لا د دالېز له وره نه و  وتلى، چې هوسۍ ور پرانيست او خپله هم دالېز ته راووته. جبار پرې خېز وكړ، هغه يې پر مځكه وغورځوله او بيا يې تر سوكانو او لغتو لاندې ونيوله.په دم شېبه كې د هوسۍ مخ په وينو سور شو او تر څو وړو وړو سلګو وروسته بې هوښه شوه. په بې هوښۍ كې هم جبار څو سوكان او لغتې وركړې، بيا اشپز خانې ته ننوت او خپل په وينو لړلي لاسونه يې پرېمينځل. له اشپز خانې چې راووت، هوسۍ ته يې بد بد  وكتل او په ډېر قهر يې په ملا په لغته ووهله، خو هوسۍ نه وخوځېده او نه يې له خولې څه غږ وخوت. جبار كوټې ته ننوت، د المارۍ تر څنګه كېناست، د مات شوي بوتل ټوټې يې راپورته كړې او له ځانه سره يې وويل:"نه! نه دې پرېږدم، همداسې به دې لاسونه او پښې بند په بند جدا كوم، ما په څومره شوق دا اخيستى و، خارجي و، ډېر قيمت مې اخيستى و، تا په مفته كې ماته كړه."

هغه د بوتل ټوټو ته په كتو كتو په څه سوچ كې لاړ، سر يې وخوځاوه، راپاڅېد، المارۍ يې پرانيسته، يو بوتل او يوګيلاس يې راواخيستل او تر نيمايي يې ګېلاس كې شراب واچول. يو دوه غړپه يې چې ترې وكړل، له ګېلاس سره دالېز ته ووت او د هوسۍ تر څنګه نږدې كېناست. ګېلاس يې د هغې د سر او مخ پر ټپونو واړاوه. دم  شېبه كې هوسۍ سخت ټكان وخوړ او بيا په اوچته كړيكه نيم خيزه شوه، خو ژر بېرته ورپرېوته، اړخ په اړخ واوښته را واوښته او نالښت يې پيل كړ.

جبار راولاړ شو، هغه يې له لاسه ونيوه او په ځان پسې يې كش كړه، كوټې ته يې ننويسته، د مات شوي بوتل د ټوټو تر څنګ  يې كېنوله او ورته يې وويل:" دا ګورې، همداسې چې بند په بند دې ماته نه كړم، پرېږدم دې نه، ډېر دې پرې ودردولم. زه وځم چې څه سودا راوړم، څو راځم تا به دا ټوټې موټې ټولې كړې وي، پام كوه چې ديګ خراب رانه شي، و مې نه شرموې"

جبار، چې بېرته راستون شو، د بوتل ټوټې هماغسې د كوټې په غولي كې  پرتې وې او هوسۍ بې حاله پر كړكۍ سر ايښى او سلګۍ يې وهلې. ده راوړې سودا د كوټې منځته خطا كړه، هوسۍ يې له وېښتانو ونيوله، په ځان پسې يې كش كړه او اشپز خانې ته يې بوتله. هلته يې يو سطل اوبه پرې تويې كړې . اوبه يخې وې د هغې ساړه وشول، ځان يې را ونغښت، ورو ورو يې پورته د خپل مېړه سترګو ته وكتل. وېره واخيسته، يو دم يې پښو ته پرېوته:" ما وبښه! ته چې څه وايې هغسې كوم، ما پرېږده، چې كوټې ته لاړه شم، زما ... زما يخ كېږي"

جبار په غوسې له اشپز خانې ووت، هوسۍ ورپسې په خاپوړو روانه شوه او كوټې ته ورننوته. جبار د تركارۍ پلاستيك  د هغې پر مخ وويشت:" وخت كم دى، مېلمانه را روان دي، ژر ډوډۍ تياره كړه"

هوسۍ هو وكړه او په خاپوړو خاپوړو له المارۍ سره يې نږدې بكس ته ځان ورساوه او په ډېرې خوارۍ او لړزنده لاسونو يې خپلې جامې راواخيستې. جبار المارۍ ته ودرېد، بوتل يې راواخيست، هغه يې خپلې خولې ته ورنږدې كړ، د وره ټكا شوه. بوتل يې بېرته پر خپل ځاى كېښود او په منډه له كوټې ووت.

څو هغه له مېلمنو سره بلې كوټې ته ننوتو، هوسۍ خپلې جامې بدلې او په نيم خېزه حالت يې د تركاريو پلاستيك ورپورته كړ، چې اشپز خانې ته ولاړه شي، خو و نه توانېده. په ودرېدو كې سر  پرې  وګرځېد، ستونې ستغ د كوټې په غولي پرېوته، خو دا ځل ژر په هوښ شوه او د جبار غږ يې تر غوږ شو:" هر څه تيار دي، تر څو تاسې يو پنجه قطې وكړئ دسترخوان به مو تر مخه غوړېدلى وي"

د خپل مېړه له دې خبرې سره، هوسۍپه خاپوړو خاپوړو د وره پر خوا وخوځېده، خو لا وره ته نه وه نږدې شوې، چې جبار كوټې ته راننوت او په ډېرې غوسې يې ورته وويل:"  مكارې! مكاره ګي نه پرېږدې، مه مې مجبوروه، چې چيغې دې په مېلمنو واورم"

هوسۍ په ژړا شوه:" په خداى كه درواغ وايم، د ورېدو نه يمه، ګورې چې په خاپوړو يمه، خير دى نور هر څه مې تيار كړي، فقط دا يوه تركاري پاتې، لږې اوبه پرې تېرې كړه، كه ما ته يې پرېږدې، هسې نه ناوخته شي"

د هوسۍ ده خبره پر جبار ښه و نه لګېده، په ډېر غضب يې د تركارۍ پلاستيك له هغې واخيسته،پر مځكه يې وويشت او بيايې هوسۍ تر لغتو لاندې ونيوه. د هوسۍ له چيغو سره، د يو مېلمه غږ اوچت شو:" څه كيسه ده، په موږ خو به په تنګ نه ياست؟"

جبار له شرمه هوسۍ پرېښوده او پخپله يې د ډوډۍ بند وبست وكړ.

جبار دوى ډوډۍ خوړله او پيكونه يې سره جنګول، چې د هوسۍ د نالښت غږ ورو ورو اوچت شو. جبار راپاڅېد او په يوه منډه  څنګ كوټې ته، چې هوسۍ  په كې  تاو راتاوېدله ننوت:" كه دا ځل دې غږ اوچت شو، ژوندۍ دې نه پرېږدم"

خو هوسۍ د خپل اختيار نه وه، نالښت يې نور هم زيات شو. جبار ته غوسه ورغله او دا ځل يې دومره بد بد ووهله، چې خپل لاسونه يې هم په درد شول. بيا د يو مېلمه غږ اوچت شو:" جبار خانه! راځه هغه پرېږده، خپل جواب ووايه، موږ ته لا جواب يې، هغه څه كوې"

جبار په منډه د مېلمنو كوټې ته ولاړ. يو ميلمه تش بوتل هغه ته ونيو :" ډېر نا خرابات يې، ته دا ځواني ګڼې چې يو بوتل ته دې كېنولي يو، كه پوهېدو خپله به مو يو څه راوړي وو"

جبار خپل لاسونه ومروړل:" زه او ناخراباتي، مېلمه مې يې او بل دا چې ستړى يم، كه نه بيا  دې ليدل، چې څه مې درسره كول"

بل مېلمه ورته وويل:"كېنه ناځوانه! په ګواښونو ځواني نه كېږي، ښه خو به دا وه، چې په بوتلو دې ويشتلو"

جبار هغه ته مخ واړاوه:" سرداره! خوله دې په ځاى خوځوه! نه ناخرابات يم نه ناځوان، ما چې څه لوظ كړى و، هغسې مې كړي وو، خو..."

يو مېلمه يې په خبرو كې ورولوېد:" خو څه؟"

-       مازيګر زما او د ښځې په همدې بوتلونوشخړه سره راغله، هغې يو بوتل مات كړ، كه باور مو نه راځي ورشئ ويې ګورئ، ټوټې يې ا وس هم په هغه بله كوټه كې پرتې دي"

-             نه نه ! ستا په خبره څنګه باور نه كوو، د هغه اثبات خو ستا د ښځې چيغې هم كېداى شي.

له دې خبرې سره بل مېلمه له خپل بغل جېب نه يو بوتل راوويست او په ډېر غرور يې وويل:" زه لكه چې پوه وم، چې دا مې له ځان سره راواخيست."

سردار پر هغه غږ  وكړ :" ژوندى خو اوسې باداره! كه نه نيم سوزه به پاتې وو"

دوى بوتل نيمايي كړى و، چې بيا د هوسۍ غږ اوچت شو:" اخ خدايه مړه شوم، اخ په ما رحم وكړئ، اخ مرم"

د هغې له غږ سره جبار مېلمنو ته وويل:" دا لكه چې ځان راباندې حراموي څه؟ هسې هم په زړه كې مې ورته اور بل دى"

يو مېلمه ترې وپوښتل:" باداره! څه وايې، څه چل دى، ولې؟"

جبار وويل:" ډېره مكاره او ضدۍ ده، ستاسې تر راتګ دمخه مې هم هډوكي ورته ګرم كړي دي، ځان يې په بدو واړاوو. دا هر څه ما پخپله تيار كړي، حتى تركاري مې هم پخپله ووينځل"

د جبار له دې خبرې سره ټول مېلمانه په خندا شول او په كړس كړس يې وخندل:" تا خو د ځوانۍ دعوا كوله، پخير زنچو هم وختې، هيڅ باور مو نه درباندې كېده"

دې پېغور جبار ته غوسه ور وسته، له ځايه پاڅېد:" ځم ورپسې، دا تاسې نه، هغې راباندې وخندل"

جبار زنګېدلى زنګېدلى له كوټې په وتو و، چې يو مېلمه پرې غږ وكړ:" باداره! په سد راته نه ښكارې، خالي لاس مه ورځه، نه چې درباندې زوروره شي، هه دا زما چاقو درسره واخله، كه ستا په ځاى واى ژوندۍ مې نه پرېښوده، پوه شوې كه نه؟داسې ښځې ته خو مرګ روا دى، چې له مېړه نه زنچو ساز كړي"

جبار بېرته راوګرځېد، په بېړه يې د مېلمه له لاسه چاقو واخيسته او زنګېدلى زنګېدلى د هوسۍ كوټې ته ننوت، كوټې ته په ننوتو سره يې پر هوسۍ د چړې ګوزارونه شروع كړل. هوسۍ په وينو كې ليت پيت شوه. د ډېرو وينو په ليدو د جبار طبعه خټه شوه، نېشه يې له سره واوښته، حويلۍ ته يې منډه كړه او چيغې يې كړې:"هلئ چې ښځه مې لېونۍ شوې، هلئ چې ځان وژني، هلئ راورسئ"

په څو شېبو كې د چم ګاونډ خلك او د ګزمې پوليس د جبار كورته راننوتل. پوليسو چې هوسۍ په تذكره كې اچوله، هغې سترګې پرانيستې او پرې كړې پرې كړې يې وويل:" زه... خپل...خپل خا...خا...خاوند ووهلم....."

پوليسو چې جبار ته هتكړۍ واچولې، د هوسۍ سترګې هم پټې شوې.

 
بېرته شاته