لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
24.11.2019 د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه 24.11.2019 د ښاغلي نصرت وفا شعرونه 05.10.2019 د ښاغلي نسیم شاه عادل شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه
 
ولور
لیکوال: بختیارځدران   نېټه: 01.07.2007   خپرونکئ:    

سهار به چې کله هم ښونځۍ ته وختي ورسیدم دښونځۍ دزنګ تر وهلوبه دشاه خان سره دهغه په دوکان کې کیښناستم ورور ورو دې ناستې له یو چا سره اشنا کړم .له دې نه مې مخکې سترګې سرک ته نه اوښتې خو اوس خدای زده چې ولې مې سترګو سرک څاره یوه تلوسه به راسره وه.له کوره به هم سهار په شنه خړه وتم . یوه موسیدلي نظر داسې چارې را کړې وي چې له خپله ځانه یې پردی کړی وم .دا مې د ژوند داسي ورځې شپې وې چې دشپوله لیدلیو خوبونو به مو په ویښه خوند اخیست .
په عمر کې هم لکه دغبرګوسترګود اوښکو غوندي سره همزولي وو.
ابتدایه مو په کلي کې یو ځای لوستي وه دا محال په بیلو بیلوښونځیو کې دلسم ټولګي محصلین ووخوماله همدې ویرې چندانې ځان پرې نه پوهووچې هسې نه چې دسیخ اوکباب غوندي مې په اور وریت کړي .دابه منئ چې ښکلي داخوی لرې .یوه ورځ له کلي نه په یوه موټر کې راسپاره شوو تمځای ته له رارسیدو ورسته ترې ګړندی او چابک چابک دښونځۍ په لورراوان شوم او دشاخان دوکان ته مې ځان ورسوه لږ ساعت ورسته هغه هم ددوکان له مخې ټيټ سر تیره شوه خدای زده دهغې په زړه کې به څه ورګرځیدلي وي .مګرله دې پیښې وروسته مونږ دوړو داسې احساس کاو چې زمونږ روحونه یو له بله خپل دي اوبیاموله کلونو راهیسې په سترګو سترګو کې یو بل ته خپل حالونه ویل .ځکه چې مونږ ته دمینې جرم او خپل ماحول معلوم وو دمینې انګار مو داسي پټ ساتلی وولکه چې له خوږلنیز اورڅخه ورسته انګار ایرو پوښلی وي له لوړو زده کړو وروسته مو هوډ وکړچې دژوند ملګري شو.
دانسان خوښه یوه مګر دخدای بله وي .کورنۍ یې د پنځولکو روپیو ولور غوښتنه وکړه .له بده مرغه دومره توان مو نه درلوده.له مجبوری نه مې دسفر دتلو ارده وکړه له څومیاشتو نه ورسته پدې وتونیدم چې سعودي ته ولاړ شم سباته مې داسلام اباد له هوایې ډاګر څخه دورځې په یولس بجو پرواز وو. نن مې دورځې په څه بهانه دیوچاپه لاس یولیک ورولیږه. دڅورلسم سپوږمی وو دسپو غپاهم دنورو شپوپه پرتله ډیره کمه تر غوږو راتله .نیمه شپه وه خلک په خواږه خوب ویده ووچې ناڅاپه یې د پیزار ښکالو ترغوږ راغله تر څنګ مې داسې کیښناسته تا به وې چې هډو له سره یې لیدلی نه یم، له لږ ځنډنه یې ورسته داسې د زلفو شړک راکړ.چې خدای زده د کومې ګناه سزا یې راته په زړه کې وه .په سترګوکې مې د زلفو تارونه ولګیدل ،دسترګو له مښلو نه ورسته مې د بیا واهلو له ویرې څنګ ولګاو.خپلې اوښلنې سترګې مې ورواړولې. له بورو غټو، غټو سترګونه یې له ځملوسره بڼو ګانواوښکې پورته کړې نو ردڅه ویلو جرات مې ونکړ هو خبره وه .ښه شیبه وروسته مې ترې وپوښتل څنګه دې ظالمې نن دومره په بې رحمانه توګه وواهلم خومګر اوس یې بڼه داوښکو له تمکولو نه ناتوانه وو.
اوښکو یې د رنجو بندوړی وو. اوپه ژړه غوني غږ کې یې راته وویل چې ما چاته پریږدې! ښه ما ویل چې څه جرم مې کړی ووچې و د ې واهلم په زورمې شونډې پرانستې اودموسیدلو کوشش مې وکړ خیر دی ژوند دا لوړې او ژورې لري .اوهغه ورځ لرې نه ده چې زه به بیرته له خیره راشم او اودیوه نوي ژوند پیل به وکړو. دا دتروږمیو او څنډولو مینه به مو په روښان او حقیقي ژوند بدله شې .هو که دالته پاتې شم نو کیدای شي ددومره زیات ولور توان ونه لرم .اوبیا هغه ورځ چې ستا ډولۍ د ولور له وجې بل کورته ځي دا مې د مرګ سبب هم کیدای شي . خدای مه کړه چې داسې به کیږي زه هم پښتنه یم که دولور له وجې مې ډولۍ بل کورته تله نو له ځانه تیریدای شم .راځه دا دنا اومیدۍ خبرې پرېږدو.هوها وګوره داسمان لمنې سپینې شوې ما یې خبره ور پرې کړه هو خو لا یې اذان نه دی کړی .
د خدای پا ماني د وخت هغه پرې ،پرې خبرې یې اوس هم چې رایادې کړم غونی مې ځیږ شې او دسترګو په پنډغلیو کې مې اوښکې را ټولې شي .تر خدای پامانی ورسته مو ځیر ځیر یو اوبل ته وکتل لکه چې دا ویره راسره وه چې رنګونه مو دیو او بل سره هیر نه شي او دا ټپې یې له خولې ووتې :
جانانه ځیر ځیر راته ګوره »هلته به ښکلي نجونه وي هیره به مې کړېنه
ولوره ته راته رقیب شوې »په ژوندانه مې له جانانه بیله وېنه
دپلو پیڅکه یې سترګو ته ونیوه او پښه نیولي ورو ورو راوانه شوه له ځانه سره مې دا دعاکوله چې خدایه دجانان په سپینه لمن داغ مه لګوې او زما دژوند ټولې خوشحالۍ دهغې په برخه کړې . دمساپرۍ ژوند خو دهغه مرغي (چیتکي)ژوند ته ورته وې چې ټوله ورځ په یوه خاښ اوبل خاښ په ګرځیدو تیره وي ،او بیګه ته یې دویدو کیدو مېنه (ځاله)نه وي معلومه . پدې شکل رانه دژوند لیوه پنځه کاله وخوړه .دپنځو لکو ولور له ګتلو ورسته چې کورته راغلم د مینې رنځ دجانان عمر خوړلی وو.
بختیار ځدران

 
بېرته شاته