لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
یو زیری او کورودانی
لیکوال: اسدالله زمری   نېټه: 01.01.2012   خپرونکئ:    

 زماد ګران دوست او ملګري او دهیواد دوتلي لیکوال او تکړه څیړونکي ښاغلي اکبر کرګر  نوی ناول مې ترلاسه کړ او لکه دده د نورو لیکنو په شان (انځورونه که هېنداره،په حالنامه کې د بایزید روښان عرفاني او فلسفي څیره اون نور) مې په ډیره تلوسه ولوست .

ښاغلي کرګر خپل د نوی ناول  نوم  د«غوایي هډوکي» ایښی چې په لومړي نظر کط چندان په زړه چنګ نه لګوي خو د ناول تر لوستلوورسته سړی ته دا جوته ګیږي چی له دې محتوا او موضوع سره  له ده پرته بل نوم نشي غوره  کیدای .
دا د ښاغلی  کرګر خلاقیت دی چې د نثر په زړه د شعر شور  او ښکلا ور سموي، ددې   ناول د لیکلو ژبه خوږه او روانه ده  او د ځینو سوچه لرغونو کلماتو او یا هم دده په وینا د نمره دارو ټوکو پر ځای او مناسب کارول او د هغو د طنزی محتوا نه دقیقه او ښه ګټه اخیستنه ددې ادعا ثبوت ګڼل کیدای شي.دا کار ددی سبب ګرځي چې لوستونکی بیله وقفی د ناول  د تر پایه د لوستلو لیوال شي .
لکه څنګه چې ښاغلي دکتور جنیدشریف د ناول په سریزه کی  ویلي د سمبولونود ژبې  او یا دسمبولیکو ترکیبونونه استفاده دلیکوال د لیکنو بله ځانګړنه ده چې دلته د کال د فصلونو او یا د ورځې د خاصو ساعتونو،یا د غوایی د ښکر،عمر،د کورونو او کلا ګانواو دروازو حالت او جوړښت،خوبونه ، د میلمستون د غڼې د جالې او نورو نه یادونه کولای شو .
«د غویی دهډوکی»تندی داسی یوه  هنداره ده چې هر څوک پکی ځان لیدلای شي ، که د میلمستون میلمه  و   که یی مهماندار او یا یی له دوی سره په یو ډول نه په یوه ډول اړیکي درلودې،که د منډوي نداف وو او که د جمهوریت عسکر،که عادی مامور و یا متعلم او محصل ،حزبی وکه غیر حزبی..... نو ځکه ګومان کوم چی د هر چا د علاقی وړ به  وګر ځي
ناول  د تر بحث لاندی تیاره زمان اوضاع په  ډیر هنرمندانه  توګه  تسجیلوی او ګویا د تاریخ د قضاوت او ارزیابی اوږده انتظار نه مو بیغمه کوی ،بیله دی چی لیکنه د حوادثو دژورنالیستیکی ګزارش اویا تاریخی سیاسی تحلیل  بڼه ونیسی،
سره له دی چی زه کره کتونکی  نه یم خو د ناول په زړه پوری والې دې څو کرښو لیکلو ته و هڅولم؛چې په دی وسیله د ښو داستاني اثارو مینه والو ته د یوه نوی اثر د خبریدو زیر ورکوم ، لکه چې څرګنده ده زمونږ په ادبیاتو کی د نثر برخه ډیره کمزوری اود «شعر» بازار د هغه برعکس ډیر تود دی ، دداسی ښو اثاروهستول   افغانی ادب ته د یوه ستر خدمت په  تله  دتللو وړدی او زما ددی لیکنې بل دلیل همدا ټکي وو، زه ښاغلي کرګر ته  ددې اثر د خپرولو چې چاپ یې ددانش خپرندویې ټولنې لخوا شوی مبارکی او کور وداني وایم ،د نورو بریاو هیله یې کوم او د نوو هستونو په  تمه یی یم
په درناوی زمری 
 
 
بېرته شاته