لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
فيصله
لیکوال: محمدحسن حقيار   نېټه: 26.06.2007   خپرونکئ:    

څانګې په دې جرګې پورې خپلې  ډېرې هيلې تړلې وې، له نورو جرګو څخه ددې جرګې توپير داو چې پدې جرګه کې ددې او ددې دخسرګنۍ  دقامو له مشرانو پرته نورو ډېرومخورو سپين ږيرو هم ګډون کړى و.خو دخسرګنۍ چرګ يې همدا يوه پښه درلوده په همدې يوه خبره ولاړ و((ولې، ځان شرمووچې ښځې ته طلاق ورکوو؟دا کومه پښتوده، دا کوم غيرت دى، که ليونى دىاو که سپېلنى همدايې مېړه دى.  که مېړه يې ګټه  وټه نشي کولى نو موږ خو يې ګټلى شو،دا له ډوډۍ جامو هرڅه بې غمه ده ،نه نه هېڅکله نه.  خپلو بچيا نو ته دا پېغور نه پرېږدو...))

جرګه پاڅېده او همدا چې څانګې واورېدل،چې جرګې نتيجه ورنکړه نو سر پرې وچورلېد،له غم او خفګان څخه يې په ډېره سختۍ په مرۍ کې ساه چلېده، دنهيليو څپو واخسته ، په کټ کې ړنګه بنګه وغځېده، څو اوږده اسوېلي يې ووېستل،  ژوره ساه يې واخيسته . د تېر څلور کلن ژوند د هرې شېبې په وريادېدلو به يې په  زړه کې نرۍ څړيکه تېره شوه، اوښکو يې دکټ بوڼ لوندکړ ، کله به يې خپل پلار  ملامتاوه او کله هم خپل نصيب .دخيال او سوچونو بېړۍ يې لاهو شوه، ماضي ته لاړه.

څانګې ته ور ياد شول چې دپېغلتوب په لومړي کال يې د ژوند د نېکمرغۍ په هيله د پلار پرېکړه ومنله اوپه يوه لېرې  سيمه کې يې له يو نا پېژانده سړي سره چې تر دې دمه يې په اړه هېڅ معلومات هم نلرل واده ته زړه ښه کړ .

اوهغه وخت چې دا د ناوې توب  په رنګينيو کې د واده په لومړۍ شپه له مېړه سره يواځې شوه خو هغه دومره ليونى و چې اصلا ښځه او نر يې نه پېژندل اوترپايه يې يې آن د ناوې توب پلو هم ددې له مخه لېرې نکړ .

هغه خفګان چې دا له مېړه سره له يو کلن ژوند وروسته هم ، خپل کلي ته ( پېغله) راغله او سره له دې چې خسراو خواښې يې ښه پوهېدل چې زوى يې چور لېونى دى ، بيا يې هم دخپل خدمت لپاره يوه داسې نجلۍ ورته وکړه چې دښکلا اوځوانۍ نوم يې  دهرچا په ژبه و.

له جرګو او مرکو نهيلۍ شوه بله لار ورته پاتې نه وه ، مجبوره شوه چې دحکومت لمن ونيسي  همدا وچې له مېړه څخه درسمي جدايۍ  لپاره يې محکمې ته د تللو پرېکړه وکړه . که څه هم دادڅانګې لپاره سخته وه چې په محکمو او څارنواليو وګرځي ځکه چې په عمرکې هم کومې دولتي ادارې ته نه وه تللې، خو څه  يې کړي واى بله چاره يې هم نه وه.

څانګه په خپل ژوند کې په لومړي ځل څارنوالۍ ته لاړه دومره بې زړه وه چې له چاسره يې مخامخ خبرې هم نشواى کولى.

څانګه اړتيا  محکمې او څارنوالۍ ته راوستې وه خو هلته ورته هرچا د شک  او يوې بد اخلاقې مېرمنې په سترګه کتل .

دا حالت په هغې ډېر دروند پرېواته چې د يوې تورسرې په توګه يې جېب خالي دى خو په اداروکې ورسره بې مطلبه  څوک خبره هم نه کوي .

لومړى ځل خو د څانګې له سترګوهغه وخت اور والوت چې د څارنوال د مېز تر شا کښېناسته ، هغه ورته وايي چې له دې لېوني څخه بېلتون ستا حق دى زه دې ټول کار درته خلاصوم خو ته هم په جيبونو لږ ګوتې ووهه ، داورته په ډېره ماته غاړه او بنده بنده ژبه وايي چې ، زه په کورناسته نجلۍ يم او پلار مې غريبکار ، زه به پيسې درته له کومه کړم ؟ خو څارنوال سمدستي ځواب ورکوي ((خير که جيب دې تش دى ته ډېر نور څه  هم لرې.))

څارنوالۍ د څانګې  په اړه د ډاکټر نظر وغوښت خو ډاکټر په دولتي روغتون کې  څانګې ته وويل ددې لپاره چې معلومه شي ته پېغله يې که مېرمن، بايد ماښام ناوخته زماشخصي کلينيک ته راشې.

دڅانګې دوسيه  دپرېکړې لپاره ابتدايه محکمې ته لاړه خو قاضي ځکه ددې پر ضد پرېکړه وکړه چې دې يې  مېلمستيا ونه منله .

نوره نو څانګه وېرېدلې او پر هر چا بدګومانه وه ، هر څوک ورته مطلب آشنا  ښکارېده ، نه يې غوښتل چې په محکمه، څارنوالۍ اونورو ادارو کې له پرديو نارينه و سره يواځې وګوري ، اړه شوه چې خپله ګاڼه او آن جامې هم وپلوري او ځانته يوه ښځينه مدافع وکيله ونيسي ، وکيلې يې هم دلايل برابراو مرافعه محکمې  ته دوسيه چمتو کړه ، څانګه سره له دې چې خبره وه دمرافعه محکمې رئيس سپين ږيرى سړى دى او درې مېرمنې هم لري ، خوهغه مار خوړلې، له پړي هم وېرېده،د وېرې او هيلې په فضا کې په چادري کې پټ مخ د قاضي مخ ته کښېناسته .

له کېناستو سره سم قاضي څانګې ته مخ راواړاوه ((خورې دا محکمه ده ، دلته بايد هره ښځه لوڅ مخ کښېني .))

د څانګې زړه ودرزېد،د قاضي په خبره يې ځان کوڼ کړ، داسې چې ګويا له سره د قاضي په خبره پوهه نشوه .

قاضي بل جوړ عينکې په سترګو کړې ، د دوسيې ورقې يې واړولې راواړولې او چې د څانګې په رنګين عکس يې سترګې ولګېدې، نو زړه يې وتخنېد،  ، د خپلې  فنري څوکۍ مخ يې څانګې ته را واړاوه ، په تونده لهجه يې ورته وويل :(( دلته په پټ مخ فيصلې نه کېږي، ته اړه يې چې مخ لوڅ کړې.))

څانګې چادري پورته کړه ، اوهمدا چې د قاضي سترګې د څانګې پر مخ او بدن ولګېدې نو بې اختياره يې سترغلي په الوتلو ، وېښته  نېغ ، اوږد مخ سور او د نبضونو حرکت تېز شو .

قاضي د دوسيې ورقې اړولې را اړولې ،او د هرې ورقې له اړولوسره به يې يو ځل د سترګو په کونج کې څانګې ته وکتل ، دوسيه يې بنده او خولې يې وچې کړې ، هڅه يې وکړه  چې دزړه درزا پټه کړي ،د سوداګر په څېر يې د څانګې ټول بدن له سترګو تېراود سترګو ګاټي يې دهغې پر مخ ورښخ کړل :(( افرين پرتا چې دمېړوخې نوم هم در باندې دى ، الله ج ښه ځواني او ښايست هم درکړى او بيادې هم خپله حياء ساتلې ده ،زه نورنا پدې کړاوکې نشم ليدلى، ستا دخلاصون لار شته.))

څانګه  وغوړېده له خوښۍپرخپله څوکۍ نيغه اووروړاندې شوه قاضي چې شېبه په شېبه يې دوږي لېوه په څېرپر شونډو ژبه راښکله وويل: ((ته خو ځوانه يې هرو مرو به له چاسره ژوند شريکوې نو آيا دا ښه نه ده چې زما غوندې يو مهربانه سړى د ژوند ملګرى کړې  ؟؟ . دومره به دې ونازوم چې د ژوند ټولې ستړتياوې به دې هېرې شي . ))

څانګه بې صبره شوه ، په تونده لهجه يې ورته وويل : قاضي صيب دا څه وايي زه خو ستا د لمسۍ پر ځاى يم او بيا ته خو درې ښځې...

قاضي ورته په وروستي ځل مخ ور واړاوه:(( خوښه دې بيا به ارمان کوې.)) اوله همدې سره ووت . 

دوه ورځې وروسته،چې څانګه محکمې ته لاړه نو قاضي ورته وويل چې څنګه زما پيشنهاد دې ومانه ؟ د څانګې سترګې ډنډ اوکيڼ او ښي خواته دسر په خوځولو يې اوښکې اخوا دېخوا وشيندل شوې .قاضي هم پر شونډو يوه ترخه موسکا تېره کړه په غرور يې وويل : ((ښه نو زما فيصله به دې هم خوښه شي )) 

خولا يې خپله فيصله نيمه هم نه وه اورولې چې  څانګه په چېغه له دفتره ووته.

 
بېرته شاته