لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د ښاغلي جلال امرخېل په نوي غزل یوه لنډه کره کتنه
لیکوال: محمدالله کمال   نېټه: 23.10.2011   خپرونکئ:   سمسور  

مقدمه!

هغه تېرو ورځو کې مې د سعادت صیب په شعر یوه وړه تبصره په منډه ولیکله، خدای خبر څنګه وه خو د تادۍ رنګ په کې څرګند و چې وروسته بیا خپله سعادت صیب هم دې ته اشاره وکړه چې په شعر که تبصره وي، نو سمه دمه دې وي، ګني هسې ځان خلاصول خوند نه کوي!
په عمومي توګه ټول خلک مصروف دي، په فیسبوک کې هم مصروفیت ښه ډېر دی، خو له دې سره سره د ځینو حساسو زړونو خاطر په کار دی، ځکه خو زه دا ګڼم چې تبصره که لنډه وي که اوږده، په موضوع باندې دې د ښه نظر له مخې وي، چې په دې سره هم اصلاح راځي او هم د حساسو زړونو تر منځ وړې وړې فاصلې نورې هم کمېږي او په دې توګه دغه د مینې نړۍ نوره هم پراخېږي او ژوریږي!
له دې لنډې مقدمې وروسته ددې یادونه هم کوم چې ښه شعر له ښه زړه نه را پورته کېږي، او چې زړه د جلال وي، بیا خو که شعر زورور هم نه وي، مګر دا چې له پاک او خواږه زړه څخه یې را پورته شوي وي، خامخا به خوږ لګېږي!
مطلع:
دومره مې وژړل دا ستا د بېلتانه له درده
سترګې چې پټې کړم خوږیږي مې باڼه له درده
د جلال د شعرونو تر ټولو غوره او ښکلی خاصیت د ده د شعر وضاحت دی،زه د یوه عام انسان په توګه فکر کوم چې د ده هر شعر د عامو زړونو د درد کیسې بیانوي، په مطلع کې دغه بیان ډېر ښکلی راغلی، که څه هم په موضوعي لحاظ یوه ډېره بسیطه کلیوالي خبره یې شعر کړې، خو دا هنر په ځینو ځینو شاعرانو کې وي چې بسیطې او ساده خبرې شعر کړي، هو په دې مطلع کې یوه خبره ده چې د بڼو درد به نه پوهېږم څه ډول وي، خو دومره معلومات راته کېږي چې کله هم څوک ډېر وژاړي، د سترګو په رپولو کې درد محسوسوي، هو دا زما خپله تجربه ده او د بڼو خوږېدل شاعرانه خبره ده، په منطقي ډول د سترګو د رپولو له درد سره راغلې ده چې، دې خبرې ساده او بسیطې خبرې ته د شعر رنګ ورکړی دی!
لومړی بیت:
لکه د پاڼې که خدای ژیړه کړلې ته له درده
لکه د ونې یې په ملا مات کړمه زه له درده
خبره ټوله د درد ده، په دغه بیت کې د پاڼې ژېړېدل له درده د ونې په ملا ماتېدلو له درد سره منطقي تړاو لري، ونه د یوه داسې انسان د قد او قامت په توګه هم موږ تصور کولی شو چې دردونه یې په ملا ماتوي، خو دلته خبره د خدای راغلې ده، همدغه خو ده چې موږ هر څه خدای ته منسوبوو، که ووایو چې ته که د هجر له درده راته ژېړه شوې، یا د خزان له امله لکه پاڼه ژېړه شوې، نو په دې توګه به یې معنوي تړون له ونې سره ډېر ښه او طبیعي راغلی و، که څه هم هره پاڼه او هر څه د خدای په امر له یوه ځایه خوځېږي را خوځېږي، خو دلته د درد الزام په مستقیمه توګه خدای ته راجع شوی، یعنې دا خبره هم هغه ساده او کلیوالي خبره ده چې موږ هر مصیبت د خدای له لوري ګڼو، چې فکر کوم تر ډېره په دې کې زموږ د اعمالو له مخې د رامخې ته شوو حالاتو لاس ډېر دی!
دویم بیت:
ته رانه مه پوښته چې ولې مې خوبونه نه شته
ته راته ووایه څوک څنګه شي ویده له درده ؟
دغه بیت زما په نظر د دغه ټول غزل بیت الغزل دی، ښکلی سوال او ځواب په کې راغلی، رښتیا هم کله چې درد زورور شي، نو بیا خوب کله چاته ورځي! په روانۍ روان او په ښکلا ښکلی بیت دی، ډېر مې خوښ شو!
دریم بیت:
په هغه شپه چې شړک باران په کشمالو وریده
د زلفو یاده ! په خدای زړه مې چاودیده له درده
په کشمالیو د باران ورېدل او ورسره د زلفو د یادېدو درد، ښکلی دی، که څه هم کېدلی شي په شعرونو کې زلفې له کشمالو سره پخوا تشبه شوي وي، خو دلته پخوانۍ تشبه په نوي انداز کې وړاندې شوې ده، د معشوقې د فراق درد په کې راغلی دی، ښکلی بیت دی!
څلورم بیت:
ستا تګ نه پس هم چې ساه اخلم نو رښتیا به وي چې
نه څوک د چا له غمه مري جانه او نه له درده
د ژوند حقیقت په حقیقي بڼه راغلی دی، رښتیا هم همداسې ده چې که هر څومره خواږه او د زړه ټوټه له موږ نه بېلېږي، نه یې له غمه څوک مړه شول او نه یې له درده! که څه هم په زړونو او روح او روان یې اغېزې زیاتې پاتې کېږي! خو په تخنیکي لحاظ یا رواني توګه د دغه بیت لومړنی بند کې رواني لږه ټکنۍ ده، یا خو زما ژبه تېزه نه ده ورباندې نه ګرځي، بس هر څه چې دي، ماته په کې دغه (هم) هم اضافي ښکاریږي یعنې په معنوي لحاظ داسې شی نه دی چې د شعر معنا پیاوړې کړي، بلکې په تخنیکي لحاظ یې د شعر د وزن خلا ډکه کړې ده، نه پوهېږم ددې جسارت وړ به یم که نه چې که داسې وویل شي څنګه به وي (ستا له تګ وروسته چې ساه اخلم نو رښتیا به وي چې ..... ؟
پنځم بیت:
که ځې زما په خاطر ،هره چارشنبه زیارت ته
ما دې همدې لپاره هم نه کړي خدای ښه له درده
په دغه بیت کې د مقابل لوري د مینې په بدل کې د درد قبلول په زړه پورې راغلی دی، ماته یې خپل ماشومتوب را یاد کړ، زما د تره زوی و، هغه په یوه پښه معیوب دی، په هغه به د هر چا نظر و، هر چا د همدردۍ له مخې ورسره زیاته مینه کوله، بس کله کله به زما زړه کې هم داسې یوه هیله را وټوکېده چې کشکي زما هم دا یوه پښه معیوبه وای! که څه هم زه په خپله د خپلې کورنۍ تر ټولو کشر او ښه نازولی وم، خو د یوه بل چا په مقابل کې مې دومره مینه او محبت د خپل ماشومتوب د هیلو له مخې نشو زغملی ..... بس ښه شعر هغه وي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول تاته خپل ژوند مخې ته کېږدي....
خو: د چارشنبه زیارت، که څه هم په پېښور کې زیارت (پخپله چارشنبه ورځ نومول شوې ده او ښايي له همدې امله چې د زیارتونو مینه وال په همدې ورځ زیارتونو ته ځي) چې دلته هم دې ټکي ته اشاره شوې ده، خو زما رایه دا ده چې دغه ولسي عقاید او زیارتونو ته تګ او له هغو څخه غوښتنې کول د خپلو مرادونو د ترسره کېدو په خاطر چندان ښه کار نه دی(خدای دې وکړي چې د وهابیت په ټاپه ونه نازول شم هههه) په هر صورت جلال ګرانه د یوه متعهد او اصلاح کوونکي شاعر په توګه تاسو ته ښايي چې خپله ولسي مینه په دې وپوهوې چې زیارتونو ته تګ او له زیارتونو غوښتنه ګټه نه لري، مطلب مې دا دی چې شاعران باید له پخوانيو کلیشه شویو او په ولس کې د منل شویو خرافاتي عقایدو څخه بغاوت وکړي او په ښکلي او هنري ډول خلکو ته د اصلاح لاره وښيي!
مقطع:
جلاله مینه به بدنامه شي په ټوله دنیا
په ډک محفل کې په زړه لاس مه ږده د زړه له درده
ښکلې مقطع ده، که څه هم په موضوعي لحاظ زه فکر کوم چې مینه زړونه رغوي، ورانوي یې نه، یعنې زړه په مینه جوړ وی، او چې له زړه مینه ووته، بیا خو یې ځای باید نفرت ونیسي، چې نفرت زړونه ورانوي او دردوي یې، خو دلته دغه خبره په معکوسه بڼه راغلې، یعنې داسې راغلې چې که څوک مینه وکړي، د هغه زړه به خامخا دردیږي!
هو کېدلی شي همداسې هم وي، کېدلی شي په دې اړه جلال له خپلې تجربې راته ووايي چې ولې یې زړه ته د مینې له لاسه درد ورغلی؟
مګر مګر مګر... خبره دلته د مینې د بدنامۍ یا رسوایۍ ده، یعنې وطن د پښتو دی او دمینې رسوايي لوی شرم او عار دی، بس نو په زړه به دغه تڼاکې ګرځول کېږي چې له انسان سره د ډېرې مینې او د هجر او فراق له اوره په زړه را پورته شوي وي!
وروستۍ او عمومي خبرې:
دغه شعر د جلال د نورو زورورو شعرونو هومره زورور نه دی، که یې د جلال د شعرونه په دوه کټګوریو وویشو (ښه او ډېر ښه) نو زما په خپل قاصر نظر په ښو شعرونو کې راځي، لکه مخکې چې مې اشاره ورته وکړه، د جلال د زړه خواږه ښه ډېر دي پکې، په موضوعي لحاظ شعر یو څه مسلسل ته ورته دی، دا ځکه چې خبره د درد راغلې او درد په عمومي توګه زړه ته راجع کېږي، خو مسلسل غزل نه دی، ځکه په هر بیت کې یې درد په نوي انداز بیان کړی دی..
 
بېرته شاته