لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
تلاش دهنر په تلاش
لیکوال: ګل رحمن رحماني   نېټه: 17.09.2011   خپرونکئ:   سمسور  

له ډېر پخوانه په چاپی او برېښنايي رسينو کې دټپيزو په نامه شعرونه اورم او لولم چې ځېنې يې ډېر خوندورې او په بيا بيا اورېدو ارزي ، زه شايد يو له هغه کسانو څخه وم چې په سرکې له ټپيزو سره چندان جوړ نه وم او په ټپه مې زړه بدېده چې يوڅوک دې ټپه ورباندې سپره کړې او بيا دې ټپيزه ورته ووايي خو وروسته وروسته مې چې دځېنو پښتو شاعرانو ځينې ټپيزې واورېدې خوند يې راکړ او شعري ښکلا  ته يې يو څه قايل شوم .

 زموږ شاعران ټپيزې په دوه ډولونو راوړي يو داچې کومه پخوانۍ ، زړه او تاريخي تپيزه را اخلي او بيا ورباندې له پاسه درې نوي نيم بيتي ليکي او ټپيزه ورڅخه جوړوي چې دغه ډول تپيزه هم مينه وال او هم مخالفين .
 ددا ډول ټپيزه وخالفين وايي چې پخوانۍ او زړې ټپې دولس مال دی دولسي ادب يوه غوره څانګه ده او بايد چې همغسې وساتل شي او که څوک ورباندې نوې ټپيزه ليکي نو دهغې تاريخي بڼه اواسالت ته زيان رسوي او ممکن  يو وخت اصلي ټپه زيانمنه کړي او له خلکو هېره شي ځکه چې دولسي ادب ځانګړتيا همدا ده چې له يوه نسل نه بل نسل ته سينه په سينه پاتې کېږي او په طبيعي بڼه يې تاريخ ته سپاري.چې دا اندېښه  تر يوځايه په ځای هم ده او مينه يې بيا خبره برعکس ګڼي او وايي چې په دې سره تاريخي ټپې خوندي کېږي او ولس يې کولی شي چې په بار بار اورېدو ښه په ذهن کې کښېنوي او هم يې نوی نسل ياهغه څوک چې مخکې يې دغه ټپه نه وي اورېدلې په ياد يې ورځې په اوپه ياد يې ساتي .نو ځکه بايد پخوانۍ او تاريخي ټپې په ټپيزو کې خوندې کړي چې ډېرو شاعرانو دغه کار تر اوسه کړی دی .
 بل ډول ټپيزې چې وروسته وروسته ورته ډېرو ليکوالو او شاعرانو هم جواز ور کړی داسې چې شاعر بايد پخوانۍ ټپه را نه وړي بلکې دټپيزې له پاره ټپه هم بايد خپله وليکي چې هرڅه نوي او ټول دهغه شاعر اړوند شي .
يوڅه به نور هم په ټپيزو خبر‌ې وکړو او بيابه دبختيار تلاش د تپيزو ټولګې ته راشو .
ټپيزو ته ځېنې شاعران دټپيزو ، مسريزو ، لنډيزو ، پنځه يزو او شپږيزو نومونه ورکوي چې لومړی درۍ ياني (ټپيزه ، مسريزه ، لنډيزه ) يې سره ورته دي او له ټپيزې پرته درې نيم بيته په کې راځي او له دې نورو کې له پنځه يزه او شپږيزه .... او نور کې ديوه نيم بيت په زياتېدو يوه ايزه هم ورسره زياتيږې او دغه ډول نوم ورکول کيږې کټ مټ لکه په ادبي فونونو کې چې موږ مخمس ( پنځه يز ) مسدس(شپږيز) او له دې پورته نور لرو خو په ټپيزو کې له دغه دريو نيم بيتو دزياتو ټپيزو شاعران کم دی اوڅوک يې نه خوښوي او دشاعر په تېروتنه اوافراط کې حسابيږي او شاعران يې که اوږده نه کړي ښه به ځکه وي چې دازادو يا خپلو نيم بيتيو او ټپې ترمينځ به يې تړاوو ساتلی وي .
که د ټپيزو لومړيو شاعرانو ته راشو نو ډېر ليکوال دغه مخکښتوب ، درنو شاعرانو حنيف حيران ، رحيم الله ارماني ، نصرت الهام او ځينو نورو ته ورکوي خو حقيقت خبره داد‌ی چې په پښتو کې تر ټولو لومړۍ ټپيزې درانه استاد پوهاند مجاور احمد زيار ليکلې او دا وياړ دهغه په برخه دی .داستاد يوه ښکلې ټپيزه چې زما اوس له ياده ووته په دې ټپه پسې ده چې ما په کومه پخوانی مجله کې لوستې وه  
 دښو ټوپکو اوستا کاره 
               د ښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وينه 
اوس به راشود ټپيزو ددې ټولګې (په زړه مې ته وې خدای رانه کړې ) دشاعر بختيار تلاش ټپيزو او دټپيزو شاعرۍ ته :
 بختيارتلاش هم دنوي نسل له ځوانو شاعرانو څخه دی چې تر دې دمه يې ښکلې شاعري کړې ده او په دې وروستيو کې يې ټپيزو ته هم مخه کړې ده ،دده دغه ټپيزې ما دراډيو په بېلابېلو خپرونو کې هم له همکارانو اورېدلې وې او خوند يې راکړی وو اوس يې چې خپله ټولګه دکتلو او څه ليکلو له پاره را وسپارله نو ټولې ټپيزې مې يې په ژور نظر وکتلې چې ډېرې يې ښکلې او دهغه خپلې دي ياني ټپې او ټپيزې يې دواړه خپلې دي چې دولسي رنګ تر څنګ مسته شاعرانه ښکلا لري او زړه ته دبل هر ولسي اثر په څېر په اسانۍ لاره کوې چې داخپله دتلاش هنر راپه ګوته کوي .
 
مسافري مه کړه جــــــــانانه
عبس خواري مه کړه جانانه
چاته زاري مه کړه جــــــانانه
راځه سختي مه کړه جـانانه
مينه به کړو خداى به روزي رارسوينه


اوس چې له خپل ځان نه پردې شوم
څه عجيبه غوندې سړى شـــــــــــــوم
نه د سپرلي شوم،نه پسرلى شــــــوم
ملګرو ځکه لېونى شــــــــــــــــــــــــــوم
جانان د بل شو،زه يوازې پاتې شــــــــــــــومه
 
پورتنۍ دواړه ښکلې دي او دشاعرانه ښکلا ترڅنګ ولسي رنګ هم لري زما په فکر دغه دواړه تپيزو ته ټپې خپله شاعر ليکلې ځکه کومې مشهورې ټپې نه دي .
دتلاش صيب په دغه ټولګه کې ګڼې ټپيزې خپله شاعر ليکلې او ډېرې کمې يې داسې دي چې په  پخوانيو مشهورو ټپو پورې ليکل شوې دي او ددغه ټولګې په بېلابېلو پاڼو کې راغلې دي خو ګڼې يې دشاعرانه ښکلا ګانو او نزاکتونو نه ډکې دي دغه بېلګه به په ګډه سره ولولو :
په زړه مې ډېر ګلونه شنـــــه دي
زړه کې مې پټ دي هغه ښه دي
زما او ستا تر منځه څـــــــــه دي
نور خو يې هېڅ ويلي نـــــــه دي
دا ستا پېغور يې را کاوه په ژړا شومه
+++++

د زړه دردونو کې مې شپې وې
زما له غمه سترګې ســــرې وې
ما ته د ژوند ترخې خــوږې وې
پټې وعـــــــدې پټې ګــيلې وې
پټه خندا وه پټ په پټه ژړېـــــــــدونه
داهم داسې يو څو بېلګې چې په پخوانيو ټپو پسې ليکل شوې دي :
تابه ويلې خداى رانه کــــــــــــړې
مابه ژړلې خداى را نه کــــــــــړې
وړې بلبلې خداى را نه کــــــــــړې
په زړه مې ته وې خداى رانه کړې
په زيارتونو شمعې څله بلـــــــــــــــــــومه
ددې ټپيزې  ټپه 
                        په زړه مې ته وې خدای رانه کړې
                          په زيارتونو شمعې څله بلومه 
ډېره پخوانۍ او ښکلې ټپه ده چې شاعر په دې ټپيزه کې په ښکلي انداز راوړې ده او ښکلا يې په ساده انداز هرڅوک حس کولی شي .
زه نه غواړم  په دغه ټولګه له دې نه زياتې خبرې وکړم نور هرڅه ستاسې مخکې دي په دغه ټولګه کې به بې له شکه چې څه ستونزې وې او ځينې ټپيزې په يوازې دټپې او يا هم دبيتونو دپوره کولو له پاره ليکل شوي وي خو تر ټولو زياته برخه يې ښکلې او رنګينې دي زه ورته ددغه ټولګې مبارکي وايم او دښې راتلونکې هيله يې کوم 
                                                     په ټوله پښتني مينه 
                                                      ګل رحمن رحماني 
                                                         ۱۳۸۹-۱۱-۱۶
                                                         دصفاراډيو دخپرونومديريت

 

 
بېرته شاته