لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
اوښكې اوښكې مزل
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 13.09.2011   خپرونکئ:   سمسور  

 د ۱۳۸۸ لمریر د سرطان څلورمه نېټه

موږ د خپلو دوو تنو كاركوونكو( شهيد انجنير احمد سير او شهيد ډريور فريدون) د فاتحې او له كورنيو سره يې د غمرازۍ لپاره، چې د سرطان د مياشتې په دويمه نېټه د جوزجان ولايت په اقچه كې د كورجوړولو پروژې ته د تګ په مهال پخپل موټر كې د سرك د غاړې د ماين په چاودنه كې شهيدان شوي وو، مازيګر پنځه نيمې بجې مزارشريف ته ورسيدو. په دې پېښه كې پر احمد سير او فريدون سربېره زموږ بل ځوان انجنير نعمت الله هم په شهادت رسيدلى و، چې دم ګړۍ يې كورنۍ د وردګو په ولايت كې ژوند كوي او زموږ د دفتر يو شمېر غړي د هغه له جنازې سره سيمې ته ورغلي وو.  

په دروازه جمهوري كې زموږ د ولايتي دفتر نور ملګري راته منتظر وو. موږ ټول د ادارې د عمومي مشر شهير احمد ذهين په ګډون، ۱۵ تنه سهار نهه نيمې بجې له كابله حركت كړى و. له رسېدو سره تر لنډ روغبړ وروسته سيخ د شهيد احمد احمد سير د كور په لور وخوځېدو. ښاغلى ذهين، ښاغلى انجنير شفيق وردك او زه له كابله په يو موټر كې ناست وو، څومره، چې د احمد سير كور ته نږدې كېدو، خپګان لاپسې راباندې سيورى خوراوه او هغه د سفر د پيل شېبې غوندې دومره د خبرو كولو وس مو نه و. سترګې مو شېبه په شېبه اوښكې اوښكې كېدې.  

سهار، چې له كابله خوځېدو، زموږ د موسسې د بیارغونې د څانګې د پروژې مشر انجنير صاحب شفيق وردګ موټر ته له ختلو سره وويل: (( لالا" د دفتر اكثر غړي زمو د د دفتر DHSA لوی مشر شهیر احمد ذهين په دغه نوم يادوي"! د احمد سير هغه خندانه څېره مې شېبه په شېبه سترګو ته كېږي. ډېر جانانه هلك و، ما يې هيڅكله له خولې بې ځايه خبره نه وه اورېدلې... تا به ليدلى و كه نه؟))

ذهين صاحب يو سوړ اسويلى وكېښ او ويې ويل: (( تېر كال، په مزار شريف كې د كليد راډيو كلني وركشاپ ته، چې ورغلي وو، د هغه واده و، ټول يې بللي وو. ما كتل، چې څومره په ټولو ګران دى.))

 دا ځل انجنيرصاحب شفيق يو اوږد اسويلى وكېښ او ويې ويل: (( ډېره سخته ده، چې يو څوك دې نورو ته كور جوړوي او پخپله تر خيمې لاندې ژوند كوي.))

انجنير صاحب په دې خبرې سره د شهيد فريدون، چې زموږ د ادارې ډريور و، خبره راواخيسته او زياته يې كړه: (( د فريدون مېرمن او دوې وړې لوڼې دمګړۍ د مزارشريف په علي چپن سيمه كې تر خيمې لاندې ژوند كوي، سيلابونه چې راغلي وو، د هغه كور يې، چې كرايي و، وړى دى. هيڅ هم ورته نه دي پاتې. خپله خو ښه و د شهادت مقام يې خپل كړ خو اولادونه يې تور ميدان ته كيناستل.))

 انجنير صاحب په ټوله لار كې كله به دا خاطرې يادولې او كله به هم په تلفون كې د مزار شريف د دفتر ملګرو ته د شهيدانو له كورنيو سره د ادارې له خوا د مرستو او د فاتحې د مراسمو د تنظيم په اړه خبرې كولې.

شپږ بجې په كارته صلح كې د احمد سير دوى كور ته ورسېدو، د چيغو او ژړاوو غږ پورته و، څو كسانو له وره سره زموږ هركلى وكړ او يو تن تر هغې كوټې بدرګه كړو، چې نور خلك(ځوانان او سپين ږيري) د فاتحې لپاره راغلي او ناست وو. د احمد سير مشر ورور د ښاغلي ذهين په ليدو په يوه چيغه ځان د هغه غېږې ته واچاوه: (( احمد سير ما ره رها كرد، احمد سير ما ره تنها ګذاشت، احمد سير از ما رفت، احمد سير ما جوانيمرګ شد...))

موږ ټول غريو نيولي شوو، له خبرو پاتې وو، يوازې زموږ اوښكو خبرې كولې. ذهين صاحب په ژړا ژړا د احمد سير ورور ته تسلي وركړه او په ډېر مشكل پر ځمكه كېناست. د احمد سير ورور غوښتل، چې له موږ ټولو سره غېږه غېږه وژاړي، خو لكه چې نور يې د ودرېدو سيكه له لاسه وركړه، هماغسې په ژړا ژړا له وره سره نږدې كيناست او خپل سر يې پرخپلو ځنګنو كېښود. د دې حالت په ليدو سره زموږ په زړو كې يو بل خپګان دېره شو او هغه د احمد سير د پلار حالت و. ځكه د احمد سير د ورور د حالت په ليدو موږ دا اټكل وكړ، چې هغه خو د خپل زړه ټوټه له لاسه وركړې، نو د هغه حالت خو به تر دې هم خراب وي. يوه ښه شېبه چوپتيا خوره شوه، د ټولو سترګې له ژاړوو سرې اوښتې وې، چې په همدې كې د احمد سير پلار كوټې ته راننوت، زموږ ګمان لكه چې سرچپه راوخوت. هغه، سره له دې چې د خپګان ژورې نښې يې په څېره كې له ورايه څرګندېدې، له ټولو سره په دېره سړه سينه روغبړ وكړ. زموږ يوه ملګري انجنير صاحب باري، چې زما تر څنګه ناست و، خپل ځاى هغه ته پرېښود او هغه په كراره كېناست. ټول غلي وو، چا ته لكه چې هيڅ خبره نه ورتله. تر لنډې شېبې چوپتيا وروسته، د احمد سير پلار ذهين صاحب ته وكتل او ويې ويل: (( رضاى خدا همين بود، ما در برابر رضاى رب خويش تسليم استيم. شما با آمدن خود از كابل ما ره افتخار بخشيدين، در برابر هر قدم تان خداوند نيكي ها نصيب تان كند.))

د هغه دې خبرو يو عجيب قوت راوباښه، ذهين صاحب خپلې اوښكې پاكې كړې او ويې ويل: (( احمد سير در راه خدمت به مردم خود جان داد و به مقام شهادت رسيد، اما متاسفم آنطوريكه شما احمد سير را براي خدمت به ما تسليم نموده بوديد، ما نتوانستيم كه همانطور دوباره وي را به شما تسليم كنيم.))

ښاغلي ذهين غوښتل نور هم څه ووايي، خو ستونى يې ډك ډك شو، انجنير صاحب شفيق هم هڅه وكړه، چې څه ووايي خو د خپلو خبرو په هماغه پيل كې غريو ونيو. د احمد سير پلار بيا لګيا شو: (( احمد سير شهيد است، مقام بزرګي نصيبش شده، ګريه راه علاج نيست، با ګريه احمد سير زنده نمي شود، اګر مي شد هيچ غمي نبود. در يكي از كتابهاي ديني خوانده ام كه فرق بين شهادت پيامبر و شهادت يك فرد عادي اينست كه بعد از شهادت پيامبر جايداد وي تقسيم نمي شود و هم همسر وي به كسي داده نمي شود اما جايداد يك فرد عادي بين برادران و اقارب نزديكش تقسيم مي شود و همسرش ازدواج دوباره نموده مي تواند.))

ترپايه هغه موږ ته ډاډ راكاوه او موږ تر خپل وړاندې د يو لوړ استقامت لرونكي انسان انځور ليده، او زموږ هغه اندېښنه، چې موږ به په كومو الفاظو هغه ته د دغه لوى غم له كبله ډاډ وركوو، له منځه لاړه.

په دې شېبه كې دوه ځوانان له دوو پتنوسونو سره، چې په يوه كې يې مڼې او بل كې يې هندواڼه وو، كوټې ته راننوتل. هيچا هم لاس وروړاندې نه شواى كړى. خو د احمد سير پلار په قابونو كې ميوه بيله او موږ ته راوړاندې كړه، چا چې زړه غټولاى شوى د هغه پخاطر لږه ميوه وخوړه. تر دعا وروسته راولټېدو، ځكه بل مزل هم زموږ تر مخه و او مخكې له دې، چې ماښام شوى واى هلته هم بايد تللي واى او د شپږو نورو معصومو سترګو اوښكې مو هم پاكې كړې واى. د همدې عذر په وړاندې كولو سره د احمد سير پلار اجازه راكړه او موږ د شهيد فريدون د خيمې لاره، چې له ښاره د باندې په علي چپن سيمه كې وه، خپله كړه. ورسيدو، شاوخوا د سيلاب د ورانيو نښې څرګندې وې. د موټر له منځه يو كورګي ته ځير شوم، چې يو نيم تيرونه، چې په خټو خړ شوي وو، د خاور او ختو په انبار پراته وو. همدا چې له موټره ښكته شوو، وير او انګولا وه، د وره مخې ته د نورو كسانو تر منځ يوه وړه دوه كلنه نجلۍ، چې خړې او زړې جامې يې په غاړه وې او په مخ يې د وچو شوو اوښكو ليكې ښكارېدې هم ولاړه وه. هغې زموږ پخوا ګام اوچت كړ، خو يو سپين ږېرى، چې وروسته پوه شوم، د فريدون د باجه پلار و، هغه غېږه كې ونيوه او موږ يې يو كور ته ننويستو. د حويلۍ په منځ كې يو شډل سړى زموږ مخې ته راغى او په غمجنه څېره خو يو څه په موسكو غوندې شونډو، چې ښكارېده، دا يې طبيعي حالت دى زموږ هركلى وكړ او د حويلۍ په اخر سر كې يوې كوټې ته وبللو. په ټوله حويلۍ كې يوازې همدا يوه كوټه وه، په كوټه كې يوه زړه سطرنجۍ او څو شكېدلې توشكې، چې وروسته څرګنده شوه هغه هم د فريدون نه بلكې د هغه د باجه دي، پرتې وې. كوټه ډېره ګرمه وه، هغه سړى په منډه ووت او بېرته، چې راغى يوه زړه لاسي پكۍ يې په لاس كې وه. د هغه د وتو په وخت كې په دې پوه شوو، چې د فريدون خسر دى.

ذهين صاحب د فريدون د ماشومانو پوښتنه وكړه، د فريدون خسر په منډه ووت او چې بېرته راستون شو نو هماغه وړه جنۍ يې په غېږه كې وه، چې د راتګ په وخت كې زموږ په ليدو زموږ خوا ته راروانه وه. هغه وويل، چې د فريدون يوه بله لور تر دې لږه مشره ده. هغه زياته كړه: (( جنازه يې فريدون را كه آوردند او و مادرش بي تابي مي كردن كه جنازه را ببينند. اما ما نمي خواستيم، چرا كه يك قسمت سر و يك چشم برآمده اش قابل شناخت بود و بس، دختر خوده به جنازه رساند ولی همينكه به چهره پدرش ديد، عاجل كفن را دوباره به روي پدرش انداخت و مثليكه دلش صبر شد، فرياد زد: او ره ازي اينجه ببرين، پدرمه ببرين...))

ټول په ژړا سر شو، ښه شېبه وژړېدو. دلجو صاحب، چې له كابله راسره ملګرى و، د قران پاك څو ايتونه ولوستل او تر دعا وروسته د فريدون خسر وويل، چې د فريدون مېرمن غواړي له مشر سره وګوري. له دې خبرې سره موږ ټول ووتو. ښاغلى ذهين او انجنيرصاحب پاتې شول. لس دقيقې وروسته هغوى هم په ژړا راووتل او لا يې هم د خپلو اوښكو مخه نه شواى نيولاى. په موټر كې چې كيناستو ذهين صاحب وويل: (( ډېره با همته او عاقله مېرمن وه، فريدون نيكمرغه و چې داسې مېرمن يې په نصيب شوې وه، خو دا غم به څنګه زغمي...))

بيا تر هغه، چې دفتر ته (( په ګذر مرزا قاسم كې د كليد راډيو او DHSA دفتر)) راورسېدو، د خاموشۍ سيورى راخور و او ټول غلي او غمجن وو.

غوښتل مو، چې د فريدون د پلار كور ته هم لاړ شو، خو د هغه كور ډېر لرې و او وخت ناوخته و. ماخستن و، چې دفتر ته ننوتو. وردګ صاحب د فريدون د مېرمنې د همت خبرې وكړې او ورسره يې زياته كړه، هغې وويل، چې فريدون په ټول عمر كې د شل زره افغانيو د درلودلو په ارمان كې و، چې پيدا يې كړي او خپله كوټنۍ پرې جوړه كړي. خو هغه ارمان يې په ژوند كې نه بلكې تر مرګ وروسته پوره شو. وروسته خبر شوم، چې د موسسې له خوا هغې ته يو لک افغانۍ، څو بوجۍ وريجې او اوړه، څو غټې قطۍ غوړي او نور خوراکي توکي ورکړل شوي وو.

د شپې د دې دريو شهيدانو د خاطرو په يادولو يوه بجه ويده او سهار درې نيمې راپاڅېدو او د مرزا قاسم په جومات كې د هغوى د فاتحې اخستلو لپاره ورغلو. فاتحه تر لمانځه وروسته په څلور نيمې بجې پيل شوه او تر نهه نيمو بجو يې دوام وكړ. شېبه په شېبه ډله ډله خلك فاتحې ته راتلل او تلل. په دولتي چارواكو كې امنيه قوماندان او د اطلاعاتو او فرهنګ او د اقتصاد رئيسانو هم ګډون درلود.

تر فاتحې وروسته د درې واړو شهيدانو د ارواح د خوشالولو پخاطر زموږ د دفتر ملګرو په دفتر كې ختم نيولى و، په ختم كې تر ګډون وروسته يوولس نيمې بجې عمومي مشر، معلم صاحب ابراهيم قاضي زاده او زه كابل ته وخوځېدو، وردګ صاحب او نور ملګري پاتې شول. وردګ صاحب وويل، چې غواړي د فريدون د ماشومانو لپاره ځينې شيان واخلي. موږ چې حركت كاوه د وردګ صاحب سترګې هماغسې سرې او له اوښكو ډنډ وې او دغسې ترپایه زموږ مزل له اوښكو سره مل و
 
بېرته شاته