لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
اجمل اند د خپل وخت ځوان غزلبول شاعر
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 24.08.2011   خپرونکئ:   سمسور  

 په دې بحث کې د پښتو د ځوان خو شاعرانه بهير يو داسې استازی صميمي شاعر درپېژنو، چې شعر يې د ولسي او هنري شاعرۍ خواږه راباندې څښي. دا هغه ځانګړنه ده، چې ښايي زموږ د اوسمهالې شاعرۍ د کمو شاعرانو نوښت وي.


دا نوښت هغه څوک کولای شي، چې شعر يې په کلي کې او له ولس سره په ژوند کې موندلی او بیا له معاصر شعر سره یې تر اشنايئ وروسته دواړه سره پېيلي وي. يو له ګوتو په شمار شاعرانو څخه، چې شعرونه يې همدغه ښکلا او ځانګړنه لري؛ اجمل اند دی. اند هغه شاعر دی، چې شاعرانه محیط پرې شعر لورولی دی. هغه هم په ډېر تنکيني عمر او د هجرت په چاپېريال کې: ((د پېښور په هغه چاپېریال کې چې زه اوسېدم، هغه د کوزې پښتونخوا یوه غرنۍ سیمه ده، چې هنګو ورته وایي. په هنګو کې کوټکي یوه ځنګلي سیمه وه، چې په ګورګرو او مماڼو پوښلې وه. ګڼ شمېر کوچیان له موږ نه اخوا دېخوا اوسېدل او په دې منځ کې زموږ هم یو کور و.))

اند وايي، د همدغو ګورګرو او مماڼو په ځنګلزاره فضا(ځنګل، رود او چینه) کې چې یو ډول شاعرانه طبیعت یې درلود، په شعر ويلو پيل کړی او بيا چې خپل کلي ته راغی، هغه هم یو شاعرانه ماحول درلود: (( فکر کوم، چې په همدغه کې ما شعر ومونده او همدغو شیانو زه شاعر کړم.))

د اجمل اند شعر ځکه زړه وړونکی دی او ژر زوړنو ته لار کوي، چې هغه پخپله په دې اند دی، چې: (( هغه غږ، چې له یو بیدار او با احساسه زړه نه را پورته کېږي، په دې شرط، چې بل زړه ته لاره پيدا کړای شي، شعر دی.))

پېژندګلوي:

اجمل اند د ولي محمد زوی، په ۱۳۵۶ کال  د ننګرهار د خوږیاڼیو په کوز بیار سیمه کې زېږېدلی دی.

ده خپلې لومړنۍ زده کړې د مهاجرت په دوران کې په پېښور کې د سیدجمال الدین افغان او منځنۍ زده کړې یې په خپل ټاټوبي د ملکیار هوتک په لېسه کې ترسره کړې دي.

اند په ډېره مینه لوړې زده کړې پیل کړې او په ننګرهار کې د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون په سیاسي علومو پوهنځي کې شامل شو، خو د زده کړو مینه یې نیمګړې پاتې شوه، ځکه په دغه پوهنځي کې تر لومړي ټولګي وروسته ځينو اقتصادي ستونزو پرېنښود، چې خپلې لوړې زده کړې سرته ورسوي، د کار په لټه کې شو او د بي بي سي راډیو په ښوونیزو پروژو کې یې کار پیل کړ او اوس له ازادۍ راډیو سره کار کوي.

اند په تنکیني عمر شعر و شاعرۍ ته مخه کړې، دا چې هغه د شعر ښاپېرۍ څنګه خپله کړې، پخپله وايي: (( کله، چې موږ له هېواده لرې د کډوالۍ پر مهال په پېښور کې وو، په درېیم ټولګي کې به وم، چې یو د دولسم ټولګي زده کوونکی سټېج ته پورته شو، چې شعر ووایي. زه د هغه د شعر ويلو تر ډېرې ژورې اغېزې لاندې راغلم. کله، چې بېرته کور ته راستون شوم، زموږ په کور کې، زما د پلار د دوست دروېش د کتاب پاڼې مې واړولې او له هغې وروسته به مې له هغه کتابه ځینې شعرونه اخیستل او په ښوونځي کې به مې د سټېج پر سر لوستل.))

 خو د لومړي ځل لپاره يې، چې شعر ولیکه، هغه مهال و، چې په کابل کې مجاهدينو د واک پر ګدۍ تکيه ووهله: (( شعر ورته نه شم ویلای، خو د مثنوي په شکل یو  شعاري شعر و، شعریت یې نه درلود، دوه بیته یې راته زده دي:

د افغان څوارلس کلن ارمان پوره شو

د ظالم او مستبد حکومت چپه شو

بلبلان چې مساپر په بل وطن دي

شنه توتیان چې در په در او بې چمن دي

اوس به لاړ شي خپلو خپلو چمنو ته

خوشالي شوه ور په غاړه مېړنو ته

دا شعر مې، چې کله د ښوونځي پر سټېج ولوست، دا مهال زه په اووم ټولګي کې وم او خلکو ډېر وهڅولم او شعر یې ډېر خوښ کړ. له هغې وروسته مې ځينې نور شعرونه هم ولیکل.))

شاعري

اند شاعري د هجرت په دردمنو شپو کې پیل کړې، د شعر تومنه يې له هماغه ځای نه اخستې ده او شعرونه يې د دردمنو شېبو انځوروونکي دي. پيرمحمد کاروان په همدې نظر دی او وايي، دا دردمنې شېبې چې دي د هنرمند او د یوه شاعر لپاره، ډېرې په کار تمامېږي: (( کېدای شي دا ورځې د اند په ژوند کې ډېرې ترخې ورځې راولي، مګر په هنر کې بیا ډېرې خوږې ورځې راولي، ځکه کومې نغمې چې له درد نه راوتلې وي، یا کوم شعرونه او هنري انځورونه یا هره هنري پدیده، چې له یوه ډېر سخت دردمند حالت نه را وتلې وي، هغه ښکلې وي.))

اند د غزل شاعر دی او د غزل ټوله ښکلا، مستي او رنګيني په کې نغښتې، خو ځای ځای او تقريبا په هر غزل کې يې د جنګ، ناورين او د وطن د بربادۍ انځور ګورو. دا ولې؟ دا ځکه، چې اند د افغانستان د ناورين په کلونو کې  زېږېدلی او بيا په همدغه ناورین کې رالوی شوی دی. نور الحبیب نثار دې ټکي ته په اشارې سره وايي، د اجمل په شعر کې کوم شی، چې تر نورو ډېر جوت دی، هغه مینه، محبت او صفايي ده: (( دا یو قوي دلیل او علت لري، قوي علت یې دا دی، چې ده په داسې وخت کې شاعري شروع کړې چې دغه وخت هېواد سختو خونړیو جنګونو ځپلی و. دې وخت کې دی ځوان کېږي او ګوري چې د ژوند هستي یې له لاسه ورکړې ده او د هغو د ترلاسه کولو په خاطر یو ارمان ورسره دی، نو د هغې لپاره یې شاعري شروع کړې ده، یوه مبارزه او مجاهده یې شروع کړې، نو همدا وجه ده، چې دی سولې، مینې او صفا ته ضرورت لري او دا د ده په ټولو شعرونو کې شته.))

عبدالستار سعادت هم ورته نظر لري او اند د حالاتو انځورګر شاعر راپېژني: (( د ده په شعر کې په ډېره ښه ژبه د حالاتو انځورګري شوې، البته که څه هم ځینې شعرونه، چې وضع په کې څېړل کېږي، هغه بریالي شعرونه نه وي، د تاریخ په هدیره کې قبرونه شي او هېر شي، مګر د اجمل شعر نورو زمانو ته هم یو ښه پیغام لري، يوه بېلګه يې داسې ده:

هغلته وړاندې یو ښکاري د ټوپک خوله مچې کړه

دلته په وینو کې یوه زرکه شټېده رپېده))

د سعادت په نظر دلته که سړی ځير شي، ښکاري په هر وخت او زمان کې وي او یو ښکاري، چې ښکار کوي او نښه یې پر ځای لګېږي، که څه هم شايد هغه د یوه موجود وژل یا د زنکدن هغه سخت حالت ونه شي زغملای، خو خپل بری یې سترګو ته درېږي او دې ته خوښي کوي چې خپل ښکار يې تر لاسه کړ.

د اند لاندې شعر له پورته يادو خصوصياتو برخمن دی، راځئ ويې لولو او خوند ترې واخلو:

ترڅو نور مو والله د صبر بند اوبو اخستی

زموږه د خوارانو خو ټول ژوند اوبو اخستی

د چا ړنګه ځوانی باروتي بم بنګړي بنګړي کړه

د کومې ځواني مرګې سپین مړوند اوبو اخستی

شهید شهید تاریخ راځينې نوې کیسې غواړي

ملاله یې ترې وړې ده میوند اوبو اخستی

چې مست شو په خندا شو او څپه څپه ښایست شو

تصویر دې رانه ګرانې د هلمند اوبو اخستی

ریښې ریښې ټېکري نه به دې کومه پيڅکه نیسي

ور واچوه لاسونه ګرانې اند اوبو اخستی

که څه هم تر ډېره پورې د اند شعر ولسي خوند او رنګ لري، خو ورسره ورسره ډېر انځوريز هم دی. يعنی د اند شعر د ولسي او هنري يا معاصر شعر يو ګډ ترکيب دی، اجمل ښکلی د اند د شعرونو د دغې ځانګړنې په اړه په دې نظر دی، چې ادب په خپله د یوې ځانګړې ټولنې د یوه ټاکلي مهال څرګندونه کوي او د هغه وخت ټولنیزې، سیاسي او نورې ټولې پېښې راښيي: (( زموږ په کلاسیک ادب کې انځورونه ډېر کم دي، په معاصره دوره کې بیا موږ پرېمانه انځورونه وینو، چې دا یو ښه نوښت دی. د کلاسیکې دورې او معاصرې دورې یو غټ توپیر هم دا دی، د بېلګې په ډول به زه د اجمل اند یو بیت ووایم:

هغه ده بیا شوې ورېځې پورته له بزرګې څوکې

د کلي خلکو به دا ډېر وخت یادولو باران

په دې کې تاسو وینئ، چې د یوه ټاکلي مهال یا یو ټاکلي ځای یاودنه یې کړې ده.))

د اند د شعر ولسي توب، د ده په شعر کې د کلیوالي فضا موجودیت، ساده ژبه او صميميت دی. کاروان همدا خبره کوي: (( د اند په شعر کې هماغه د مهاجرت وختونه، ترخه کړاوونه او دردونه په ډېر ښه انداز کې راغلي دي، کلیواله فضا او صمیمانه ژبه په کې راغلې او په شعر کې یې سادګي ده او د ساده ګۍ ترڅنګ یې په شعر کې ښکلا هم شته او ځينې شعرونه يې ډېر لوړ انځورونه هم لري.))

کاروان وړاندې وايي، چې د اند شعرونه ډېر داسې انځورونه لري، چې د هر باذوقه سړي خوښېږي: (( زما هم خوښېږي، اند ښه شاعر دی او خدای دې پرې نور هم ښه شعرونه ولوروي.))

دا چې ولې د اند په شعر کې تر ډېره کليوالي فضا او ښکلا موجوده ده، پخپل اجمل اند په دې اړه وايي، چې ده هغه وخت شعر لیکلای شو چې په کلي کې و: ((درې کاله مې په خوږیاڼیو کې یعنې خپل پلرني کلي کې تېر کړل چې ما په کې ښه شاعري وکړه او زما د شاعرۍ ښه دوره هماغه وه او وتوانېدم چې ښه شعر هماغلته ولیکم.))

اند وايي، کله چې له کلي نه ښارونو(پېښور او کابل) ته راغلی، په دغو کلونو کې یو څه د شعر لارې ترې خطا شوې دي او ښايي علت یې په ښار کې ډېر مصروفیت او بوختیاوې وي او یا به د ښار د دغه ترینګلي ژوند او ترینګلي چاپېریال اغېزې وي: (( که څه هم اوس هغسې شعر نه شم لیکلی خو بیا هم تل مې خپله هڅه کړې ده.))

لاندې شعر يې په همدې مينه ولولئ، چې تر ټولو وروستی شعر هم دی:

زه او رود به د غره غاړه کې روان وو

یو وخت دواړه د یو طبع یاران وو

رود، چینه، چینار غونډۍ هم اوس لویان دي

زه چې وړ وم نو پنځه واړه کمکیان وو

د دې ښار سپین مخي خلک په زړه تور وو

موږ سپین زړي وو د سپین غره هلکان وو

منځګړو ویل لمر به یې هم وېشی

خو موږ لاندې ټوټه ځمکې باندې وران وو

یو شېبه کې به مو یوبل په ژړا کړل

ماشومان وو، لېونیان وو خو یاران وو

موږ خو نه ویل چې ټول ښار دې پردی شي

موږ خو بس د څو خبرو پلویان وو

خو ماښام کې به په یو چیلم راټول وو

اند، ملا، ملنګ که څومره سره وران وو

اند په کلي کې او له ولس سره ژوند کړی، راځئ چې د هغه شعر د دغې ښکلا يوې بلې بېلګې ته هم تم شو:

د څومره اورنیو قیامتونو شاهدان دي

خو دا د غرونو کلي دي تر اوسه لا ودان دي

زیاتي دې ښاپېرۍ له دې کوڅو نه کډې یوسي

دېوان د قاف له غرونو نه دې ښار ته را روان دي

په کلي کې زیارت او جومات ډېر سره نږدې وو

ملنګ او ملا دواړه مې د یو چیلم یاران دي

یو شنه جنډه د سیند د څپو غېږه کې ورکېږي

دوه غبرګې مټې غوڅې د یو ژڼي جاله وان دي

ټپې وايي نارې وهي او لوڅې پښې زغلي

په اند کې څو خویونه لا تر اوسه د دهقان دي

نور الحبیب نثار هم د اند په شعر کې دغه ښکلا ډېره خوښوي، د دې ټکي په ویلو سره چې د اند شعر له مينې، عاطفې او صمیمیت نه ډک دی وايي، د شعر ويلو دا ساحه ډېره تنګه او محدوده ده.

د اند د شعر يوه ښکلا رواني او سلاست ده، يو عجيب او خوندور موسیقیت هم په کې شته. اجمل ښکلی وايي، چې رواني د اجمل اند د شعر یوه ښه ځانګړنه ده: (( بېخي لکه هغه د خوشال بابا په څېر چې:

توره چې تېرېږي نو ګوزار لره کنه

زلفې چې ول ول شي خو خپل یار لره کنه

خوشال بابا په هر حال خو د اند په شعر کې رواني ډېره زیاته ده، لکه دا غزل یې چې وايي:

ستا د سندریز نامه یو څو توري مې خوله کې دي

نورې نو سندرې او ټپې را ځينې ورکې دي

کاشکې مې د کلي د وړو په څېر په ملا مات شي

چا چې جوړې کړي دا د غم تور ټوپکې دي.))

دا هم د اند يو تر ټولو مترنم غزل، چې د ارواښاد شاعر اسحاق ننګيال پر پله يې لیکلی او هغه ته يې ډالۍ کړی هم دی:

لا په کلي باندې سیوری د خنجر دی

نه ساقي شته نه جانان شته مازیګر دی

د دې ښار ښاپېرۍ اوس هم پټې ګرځي

لا یو څوک د دیو په شانتې زورور دی

لا کمر کمر او بوټی، بوټی وېره

لا تر اوسه خو دې غرونو کې خطر دی

د پاچا جلاد دی تور ماسک غورځولی

اوس د ټولو سپاهیانو سر لښکر دی

لا د شپې په زړه کې ډېره جوغه پاتې

مرور له له شینکي اسمانه لمر دی

په دېرو کې سیوري نه شته شملې نه شته

او چیلم هم لا تر اوسه مساپر دی

غنم  اوس هم په تنکي وږي کې سوځي

هر لښتي او هر کارېز کې مو سنګر دی

یو ښامار له غره نه اوس هم را کوږېږي

منتر هاغسې لا هېر د پاړو ګر دی

په دېوال یو څو بې سره تنې باسي

لا ژوندی د کلي هاغه انځور ګر دی

لا د کلي ښایست وړي په زرین جام کې

د ګودر په غاړه ناست تور جادو ګر دی

اوس هم هره شپه له لرې معلومېږي

لګېدلی اور هماغسې په غر دی

لا د مينې کروندې ته دي شپې پاتې

د ماشوم ماشوم په سترګو کې مو شر دی

لا د کلي نه د تېښتې لارې ورکې

چې ترې لاړه هغه بختور دی

نه باران شته نه جانان شته دی ننګیاله

څومره تږی د پېړیو مو ساغر دی

تر دې ځایه مو اند د يو غزلبول په توګه وپېژانده، هغه ته مو د غزل ښه شاعر ووايه او دا په دې چې هغه د شعر په نورو فورمونو کې دومره ډېره طبع ازمايي نه ده کړې. د اجمل اند دوې شعر ټولګې: د زړه په پاڼه مې انځور دی ګلاب او په څپو کې انځورونه په نوم چاپ شوې دي، چې په دې دواړو ټولګو کې يې دوه درې ازاد شعرونه موندلای شو. دغه شعرونه يې هم ډېر غزليز رنګ لري. عبدالستار سعادت يې چې دغه شعرونه لوستي دي په اړه يې وايي: (( اجمل په ازاد نظم کې هم یو شهکار شاعر دی، زه یې د ازاد نظم یوه بېلګه وایم چې ښايي د ټولو خوښ شي.

ټپه

ښه مې په یاد دي، دومره ژر خو مې نه هېرېږي

چې لږ موسکۍ شوې او په ورو دې په نازکه ژبه

په دې تنکیو شونډو وویل چې

مینه په تلو راتلو زیاتېږي

کله راځه کله به زه درځم مینه

خلاصه ډېره موده نه ده وتې

ستا ها ټپه مې لا په خیال کې غزونې کوي

لا یې یو څوک راته شېبه شېبه په غوږ کې وايي

خو چې دا کوم احساس مجبوره کړي بیا

چې راته وايي دا ځل بیا په رپېدلو شونډو

په غریو نیولي غږ کې:

څوک به دې مړ کړي خپله یاره

زیاتي زموږ کلي ته مه راځه میینه

دلته د اند يو بل ازاد شعر هم سره لولو چې غزلیزه تومنه لري:

خوب

خوب لیده چې لکه ستړی شپونکی

ستړی ستومانه له سپین غره را کوز شم

او شینکي کلي ته څېرمه د چینې په اوبو

لکه یو ستړی مساپر ور پرېوځم

خو د چینې په راڼه مخ مې شونډې نه وي ایښي

چې په اوبو کې یو څو سرې څو ړنګې بنګې لیکې

راته په سترګو کې انځور د پرهرو وکري

لکه غرڅه غوندې چاپېره نظر وګرځوم

یو ریس زګېروی زما د خیال نړۍ ته لاره وکړي

زه د رڼې چینې پر غاړه باندې تږی کېنم

اوبو ته ګورم په کې ړنګې بنګې لیکې څارم

لکه تصویر د زګېروي

لکه انځور د پرهر

تنده مې نه وي په یاد

تنده مې نه وي په یاد

له دومره ښکلاوو سره چې د اند شعر يې لري، ځای نيم يوه نيمګړتيا هم په کې شته؛ دغو نیمګړتياوو ته نور الحبیب نثار داسې کوي: ((د اند په چاپ شوو مجموعو کې داسې یو نیم بیتونه شته او مخې ته راځي، چې هغه معنا یې سمه نه وي رسولې، مثلاً

خوشال خانه دوی لېمه ورته هوار کړي

د مغلو چې پر لار اسونه راشي

دلته سړی نه پوهېږي چې څوک ورته لېمه هوار کړي، یعنې د شاعر اشاره چا ته ده. د شاعر اشاره خپل قوم ته ده، په قوم کې ځینې مریي صفته خلکو ته ده، چا ته ده؟ هر چا ته چې ده خو دغه اشاره روښانه نه ده.))

ډاکټر منقاد الرحمن رودوال سره له دې چې اند نوښتګر شاعر بولي خو وايي چې دی باید په شعر کې استقلالیت ته مخه وکړي: ((د اند شعر هغه رنګ لري، چې د ننني بهیر رنګ دی، له دې نه د یوه شاعر په حیث د ده چاره هم نه شته او له دې خلاصی هم نه لري، خو هغه څه چې له یوه مستقل شاعر تمه کېږي، هغه دا ده چې په شعر کې ځینې کیفیتونه لري، البته ځينې کیفیتونه چې ده ته استثنايي وي خو بیا هم دی یو کاملاً شاعرانه استقلالیت ته اړتیا لري او دی باید په سلو کې سل مستقل و اوسېږي.))

رودوال وړاندې د اند په شعر کې لفظي او وزني ستونزې ته ګوته نيسي: (( کله کله زموږ په شعر کې ځینې ستونزې موجودې وي، فرضاً شاعر داسې فکر کوي، چې دغه صحنه یا دغه شېبه انځورول چې دي کاملاً یو هنري مساله ده یا هنري اړتیا ده، نو له هغې وجې د ځينو مسایلو لپاره قافیوي او وزني بریدونه چې دي ماتوي او داسې ستونزه کله کله د اجمل په شعر کې هم پیدا کېږي.

اند په یو شعر کې وایي:

دا بیا مې ارادو لاس د خټک نیولی دی

د نوي وخت مغل ته یې اټک نیولی دی

کاروان به مې د هیلو ستا د زړه کابل ته رسي

رقیب که څو پر لویه لار پاټک نیولی دی

افغان افغان همته وار خطا چې ګوره نه شې

مزل مې د بري پر لار چټک نیولی دی

چټک په ټوله پښتو کې معمولاً چټک دود دی، يعنې د (ټ) توری يې په زر لوستل کېږي، خو بیا که سړی یو ډول عدول کوي چټک وايي، یعنې (ټ) په زېر تلفظوي بیا هغه کلمه چې ده خپل اصلي او رښتینی خوند له لاسه ورکوي. دلته دی چې د هغه د شعر وزني او لفظي ښکلا ته یو ډول زیان رسېږي، سره له دې چې دا یو ډېر ښکلی بیت دی، خو په دې کې هم سل په سلو کې کومه نوې خبره نه شته.))

د رودوال په باور، پورته یادې ستونزې ته په پام سره د اند نوښت به دا و چې دا يې د يوې قطعې په ډول نه بلکې د يوې څلورېزې په بڼه راخستې وای.

اجمل اند اوس هم لګيا دی شاعري کوي او دا تمه شته چې هغه په لنډه راتلونکې د پښتو يو له مطرحو شاعرانو څخه وي. په همدې هيله
 
بېرته شاته