لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
بازارۍ ښکلا
لیکوال: مریم شېبه   نېټه: 22.08.2011   خپرونکئ:   سمسور  

  سلګۍ لا دغمونو او دردونو نړۍ ته سترګې نه وې پرانیستې چې ها د چا خبره بخت یې خلاص شو، ځکه چې پلار یې مخکې له زېږېدو له خپل ملګري سره ژمنه کړي وه، که یې لور پیدا شو نو ځوی ته به یې واده کوي. د خدای کړه دي، همداسې وشول، دوه معصوم ماشومان چې د نړۍ له ټولو انسانانو سپڅلي وو، د ښځې او خاوند په نازک تار وتړل شول، کله چې سلګۍ او جمال ځوانان شول، جمال د خپل پلار له دغې پرېکړې ناخوښ ښکاریده، جمال ویل چې هرانسان باید د خپل ژوند شریک په خپله خوښه انتخاب کړي، هغه ویل چې سلګۍ یې وړ نه ده، ځکه هغه یوه کلیواله او نالوستې جنۍ ده، جمال غوښتل چې د خپل  ځان په شان پویه او لوستې جنۍ  سره واده وکړي، که د جمال ستوری د سلګۍ له ستوري سره نه و لګېدلی، نو د سلګۍ هم د جمال په څېر مغرور، ځان غوښتونکی اوبازاري اشخاص نه خوښول، وايي چې د نارینه وو په پرتله په  ښځه باندې حیا اوعاطفه زوروره وي،  سلګۍ  د خپل پلار ژمنه نه شوای ماتولی، هرڅه که و، په زړه کې یې ساتل، خو جمال به په ډاګه ویل چې سلګۍ یې وړ نه ده، خو د جمال پلار بیا دواړه پښې په یوې موزې کې کړې وې او ویل یې چې، که هر ډول کيږي خپله ژمنه به پوره کوي، پاي کې جمال   په دې شرط  سلګۍ سره واده ته غاړه کېښوده چې دوهم واده به په خپله خوښه کوي، چې پلار یې له ناچارې ورسره ومنله او خپله اینګور یې په کور کړه، خو جمال هیڅ کله هم سلګۍ ته د یوې ښځې موقف نه ورکاو او په نه خبره یې وهل ډبول ور کول،  سلګۍ  هیڅ کله هم چا ته شکایت نه کاو، بلکې ټولې ناخوالې به یې په  خپل لوی زړه کې ساتلې، که به چا ترې د ژوند پوښتنه وکړه نو سل واره به یې شکرونه وېستل او خوله به یې د جمال په صفتونو ستړې شوه.

یوه ورځ جمال په مبایل کې له خپلې معشقې سره خبرې کولې چې سلګۍ پرې راغله او په هرڅه پویه شوه، ځکه چې جمال له خپلې معشقې سره د واده په اړه بحث کاو، خو بیا هم سلګي پټه خوله پاتې شوه او رڼې رڼې اوښکې یې په ګریوان روانې شوې. د جمال او سلګۍ د واده میاشت پوره نه وه چې جمال د دوهم واده تابیا ونیوله او په لږ ځنډ کې یې ښکلا چې یوه بازارۍ او ښکلې پیغله وه د ځان ناوې کړه، ښکلا د خپل نوم په څېر ښکلې وه، خو کوم درنښت، عزت او احترام چې په سلګۍ و، دې کې یې څرک هم نه لیدل کېده.
 د واده په لمړۍ شپه ښکلا له جمال نه د سلګۍ په هکله پوښتنه وکړه، جمال بې له رنګه ورته وويل
ـ هغه زموږ مزدوره ده او ستا خدمت به کوي!
له دې خبرې سره ښکلا مسکه شوه او  په ملنډو یې وویل
ـ مزدوران به دې نه نیول کور به دې جوړ کړی و، خبرې خو دې غټې، غټې وې، دا کور دی که غوجل؟
د ښکلا له دا ډول توهین امیزه خبرو سره جمال سر ټيټ کړ او خبره یې بدله کړه، ځکه چې جمال ښکلا ته دروغ جوړ کړي و چې ډېر شتمن خلک دي.
د جمال او ښکلا د واده میاشت لا نه وه پوره چې د دواړو تر منځ اخ وډپ پیل شو، ځکه چې ښکلا د جمال دوی په کور کې خوشاله نه برېښېده، تل به یې انې بانې کولې او جنګ به یې جوړاو، په نه خبره به  له خپله کوره ووته او پلار کره به تلله! د ښکلا دا ډول سلوک او له کوره  وتل د سلګي خوښ نه شول، کله چې بیرته راغله نو د سلګي زړه وار و نه کړ او څو خبرې یې د نصیحت په توګه ورته کړې! د سلګې په خبرو د ښکلا قهر لا زیاد شو او ډیرې سپکې سپورې یې سلګې ته تویې کړې، خو سلګې د خپل خاوند د عزت ساتلو لپاره بیا هم خپله خوله بنده وساتله،  کله چې جمال کور ته راځي او ښکلا ورته دروغ او درپ وايي نو جمال پرته له دې چې سلګۍ نه حقیقت وپوښتي د سلګي په وهلو دبولو لاس پورې کوي او د پلار په کور یې کېنوي.
 که جمال د ښکلا لپاره هرڅه وکړل خو د ښکلا زړه د جمال دوی په کور کې ونه لګېد، بلکې په  وړې خبرې به  له جمال سره لاس او ګریوان وه، جمال فکر کاو چې ښکلا د سلکۍ په شان دده مېرمن ده، ځکه یې  په ښکلا  هم لاس پورته کړ، خو ښکلا د سلګي په شان نه وه، هغې د جمال قهر او لاس پورته کول د خپل ځان سپکاوي وګاڼه او په قهر له کوره ووته! که جمال هرڅومره کوښښ وکړو جرګې مرکې یې ولېږلې خو ښکلا بیا کور ته رانغله.
 یوه ورځ جمال په ښار کې روان و چې نا څاپه یې ښکلا له یو شیک پوشه زلمي سره لاس په لاس ولیده، په سترګوېې تیاره شوه، فکر یې وکړ چې اشتبا یې کړه، خو چې  خواته یې ورغی، ګوري چې په رښتیا هم ښکلا ده، ور غږ یې کړ
ـ ښکلا؟ وه ښکلا!
له  دې سره ښکلا په بې تفاوتۍ ور وکتل  او ویې ویل
ـ وبښئ زه ښکلا نه یم، تاسو اشتبا کړې!زما نوم سونیا ده!
دښکلا له دې خبرې سره جمال ځای په ځای میخ شو، لکه بې روحه جسد، ښکلا ته یې وکتل چې زلمي سره لاس په لاس روانه ده او شا، شا ته ګوري، جمال ژور سوچ کې ډوب شواوخپل حماقت یې ومانه، ځکه چې د بازارۍ ښکلا لپاره یې معنوي او حقیقي ښکلا له لاسه ورکړه، ناڅا په له ځان سره لګیا شو.
ـ سلکۍ! ما وبښه! زه تا غواړم! ما وبښه!
پای
 
بېرته شاته