لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
زماليکونه
لیکوال: رفيع الله روشن   نېټه: 08.08.2011   خپرونکئ:   سمسور  

 نن   له غرمې راپه دېخوا راباندې الهام کېده،نه پوهېدم دڅه به وو،دشعر خونه وو،ځکه چې شعر مې ونه ليکه، نودابه څه وو؟ نه هېڅ نه پوهېږمه،يوڅه خومې بايد ليکلي واى، کېداى شي کوم دوست به مې په ياد شوى وي،يابه زه چايادولم، داخوهم له امکان څخه لرې نده چې په کور کې به مور،پلار خويندو وروڼواوياهم دوړو مور يادکړى يم،خير هرڅه چې وو، يو وخت مې فکر شو ،ګورم لاسونه مې چاپېر دي او د کمپيوټرمخې ته ايښى کيبور لکه دارمونيې دتڼيوپشان زور کوي او ټکهارى  يې پورته کېږي،دکمپيوټرپرسکرين هم يوه توره ليکه په تېزۍ سره ځغلي، خوبياهم پوه نشوم چې څه به ليکي، چاته به يې ليکي،خوکېداى شي کوم ملګري يا ملګرې ته دمينې کوم ليک وي،څه به پکې ليکي، څنګه يې ليکي،ولې يې ليکي ،څنګه به يې ورته استوي،بياهم پوه نه شوم چې همداسې به وي اوکنه؟ سترګې مې هېڅ له سکرين نه  نه اوښتې، او ورپورې نښتې وې،خوخط ښه په بېړه پرې مزل کاوه داسې لکه دشپې په ناوخته کې  چې پرسړک هېڅ رش او بير وبار نه وي ، اوپه کلي کې کوم چاته کوم مشکل پيداشوى وي،يا ناڅاپه ناروغي پېښه شوي وي ،اوموټر سړک ته راووځي  اوښه دزړه له اخلاصه مزل کوي،داسې يې منډې وهلې،خودتعجب ځاى دادى چې دابه څه وي،څه به پرې ليکل کېږي ،چاته به ليکل کېږي،اوڅوک به يې ليکي، زه خو نه وم ولې که زه واى نو دومره خوبه پوه شوى واى چې څه ليکم او چاته يې دڅه لپاره ليکم، ګوتومې دکيبورډ پرمخ خالونه لمس  کول چې ،ترڅنګ ايښى موبايل مې په لړزه شواوښکلې نغمه پکې وغږېده چې زه يې له واره متوجه کړم،له هلوسره مې واورېدل،(زماخطونه له خپل ځان سره سمبال وساته:: ښه يې په خيال وساته ،چې ورک يې نکړې).

اوهواسراره  ته يې، دانو هغه څوک وو چې کېداى شي دازما دګوتو هسې به دهمده لپاره وې، او دته به يې څه ليکل، کله چې موږ واړه وو نو په هغه وخت کې نه کمپيوټروو اونه هم بله الکترونيکي وسيله وه ، چې ليک يا پيغام يې استولى يا رسولى واى،نو موږ به يو بل ته په کاغذ ليکل کول او کله چې به مووليدل سره به مو تبادله کړل، چې تر ډېره به موساتل،که څه هم موږ په يوه کلي کې اوسېدو،خودومره ديوبل په زړونوکې ننوتي وو، چې هغه وخت کوم چې موږ به له يوبل نه بېل شو،هم به مو نه شوه زغملى،نوبه موپه کاغذخپلې خبرې يوبل ته کولې داسې لکه مخامخ چې ناست ،ولاړ اويا هم په لاره روان يو،په هغه وخت کې موږ په املاء او انشا‌ء هم سم  نه پوهېدو خو بياهم موږ دواړه په خپلو او يودبل په ليک پوهېدو او مطلب به موترې اخسته.
دهغه له دې سندرې سره مې ورته وويل چې هغه ليکونه خومې له ځانسره ساتلي خو اوس مې درته بل ليک ليکه،هغه په ټېليفون کې حيران شو،چې هغه  څنګه؟ او داڅنګه کېداى شي چې زه دې اوس درته په يادشم او او زه دې درته فون وکړم،ماوويل( لکه باران مې په زړګي را ورېدلې راغلې،عمر دې ډېر دى همدا اوس مې يادولې راغلې)،خوزما په زړه په رښتيا سره اسرار نه ورېده ، څه څه راغلم !؟
  چېرې راغلم؟
له دې سره مې ورغبرګه کړه،ښه نو زما نمبردې څنګه پيداکړو او چېرې يې؟ 
 :ته وګوره چې نمبردکوم هېواد دى،چې مې وکوت،نو نمبردافغانستان وو،ولې چې کود يې ٠٠٩٣وواو سيمکارت يې هم اتصالات وو،نور هم حيران شوم،هلکه داخودافغانستان نمبردى کنه،په کړس کړس يې وخندل ،ښه داپرېږده دارته ووايه چې زه درشم اوکه ته راځې؟
نه نه زه درځم ووايه چې په کوم ځاى کې يې،ښه سمه ده دخداى پامان!
اهو داپرده څه شوي ،ده خوراته دځاى ادرس هم ونه وايه،نږدې وه چې له پرېشانۍ نه مې زړه وچوي،سر رابآندې وګرځېده،په ټنډه مې خوله راغله،همداسې لکه دبت پشان پاتې شوم،لمړى ځل وو چې غوصه مې ورته راغله،له ځانسره مې وويل ښه نو ته ده ساده ته وګوره،خلک همداسې کوي،تاخوبه لږ صبرکړى وو،اوس يې ټېليفون هم کار نه کوي، مخې ته پروت مېز مې په سوک په زوره وواهه چې پرې له پاسه ايښى کمپوټر همداسې  نږدې وه چې لاندې پرېوځي،چې ددروازې ټک ټک شو ځواب مې ورنکړ،دروازه راخلاصه شوه، ګورم چې اسرار له خندانه شين دى اوداخل ته راغى،اى خداى دې انصاف درکړي،پېژانده خومې نه خو له خندااوحرکاتويې پوه شوم چې همدى دى،هغه اوس ډېر غټ شوى وو،هغه پخوانى اسرار نه وو،اى !زه به هم غټ شوى يم کنه! ماته خو خپل ځان نه معلومېږي څومره چې ماته هغه غټ  ښکاري کېداى شي هغه ته به هم زه همدومره   ښکارم.
اسرار له تېرو١٢لسوکلونوله خپلې کورنۍ سره په کاناډاکې اوسېده ،خوله يوبل څخه مو هېڅ خبرنه لاره،اوپه همدې ورځوکې افغانستان ته راغلى وو،په رښتياهم چې زړه په زړه آينه وي .
 
بېرته شاته