لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
خبرپاڼه
لیکوال: ارشادرغاند   نېټه: 18.07.2011   خپرونکئ:    

له سهاره مو پر پالېسۍ برابر کوم خبر نه درلود، چې برېښليک يې څنګه پرانيست،د ايساف نوې خبرپاڼه را غلې وه،خوشحاله شو، دوه،درې ځلې يې ولوسته،بيا يې ويل:مبارک شه پيره! ٢٢ نور ترهګر يې هم ووژل.
-چېرته؟ 
- کونړ کې!نوي عمليات يې کړي.
  پوه شوم چې مدير بشير څه وايي ،له واره مې  کمپيوټر کې دطالبانو شهامت وېبپاڼه پرانيسته،د تصويرونو برخه مې يې کېکاږله کړه،ښه وو د دې ډلې د هڅو يو نوى ويډيو کلېپ پکې و،ډاونلوډ مې کړ،په دوه،درېيو دقيقو کې راښکته شو،کريم ته مې سينډ کړ،زنګ مې هم وروواهه.
- د يارانو يو نوى کلېپ مې درواستاوه،ها د پالېسۍ والا ځايونه يې را بېل او تيار کړه،د لسو بجو خبرونو ته بايد رپوټ ترې جوړکړم،ستابه هم پکې شونډې غوړې شي،د ورځې رپوټ کې به دې مدير صاحب کار وستايي.
-سهي ده،لږ وروسته راشه!
له واره مې د مدير صاحب له لاسه پرېنټ شوې خبرپاڼه راواخيسته،سرسري مې ولوسته،بيامې ليکل پيل کړل،په څو دقيقو کې رپوټ جوړ شو،مدير صاحب هم وکوت،داځل يې ډېرڅه  ونه ويل،يوازې يې په وروستۍ کې د يوې تبصرې لارښوونه وکړه،ويل يې پالېسي پکې عملي کړه،وليکه چې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سپېڅلو اهدافو پر ضددښمنان باغيان ترهګر ښوونځي سيزي،خلک وژني...اوهو!ګوره دا هم هېر نه کړې چې خلک بايد د اسلام د سپېڅلي دين د حکم له مخې د شي چې خلک بايد د داسې کسانو په ختمولو کې د دولت مرسته وکړي.
 دا خبرې يې راباندې ښې نه لګېدې،دوه،درې ځلې مې ورته ويلي هم وو ،چې مدير صاحب!د پي آرټي ټلويزون هم بايد يو حد ولري،داسې نه شي چې څوک مو سر تر وزر لاندې کړي،ده به مې تل د پوښتنې ځواب په همدې راکوه : ډاريږه مه!پېښې نه تېښته نشته،ته خپل کار کوه،چې څه کېږي،هغه به کېږي.
د نن رپوټ مې چې څنګه خپور شو،يو ساعت،دوه وروسته يې د مدير صاحب ټلېفون ته زنګ راغی،ور ويې کتل،د نور وخت برعکس يې ډېر ژر غوږ ته ونيو:
-بلې مورې!
همدا خبره يې چې وکړه،رنګ يې والوت،سترګې يې راووتې،بدن يې په رپېدوشو.
-دا کله مورې؟
-څه؟تېره شپه!هغه خو يې طالبان وژلي وو!
له دې سره يې د ټلېفون ليکه بنده شوه ،سپين رنګ يې لکه برېښناچې نيولى وي،داسې زېړاوښتى و،پښې يې سستې او په بې دمۍ يې سرد دفتر پردېوال د بارک اوباما پرهغه تصوير ولګېد چې له يوې انټرنېټي پاڼې يې په ډېر شوق را اخېستى و.
ورنېږدې شوم.
-ولې مدير صاحب!خيرخوبه وي؟
-خير،ميرنشته،تاريښتياويل،داد کوفارو زامن همدا زمااوستابې ګناه ورونه،بچي او خلک وژني او د ترهګرونوم پرې ږدي.
-داسې خوده،بيا څه شوي؟
-نوربه څه وکړي،زه يې هم بې داغه پرې نه ښودم،هاايکى کشرى ورور ظابط نصير يې راته بېګاله پوره پوستې سره بمبارکې وژلى،هغه خوارکي له دې ظالمانو سره څومره مرستې کولې،څومره طالبان او مخالفين يې ورته نيول او...

 
بېرته شاته