لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
بادشاهۍ
لیکوال: آرش ننګیال   نېټه: 17.07.2011   خپرونکئ:   سمسور  

 ډېر پنډ کتاب و، زړه نا زړه مې  پاڼې یې را واړولې، ځکه تازه سفر نه راغلی وم  او د ستړیا احساس مې کاو، یوه لنډه شان کیسه پیل کړه، کیسه ډېر عجیبه وه، چې څومره مې لوستله لا پسې په زړه پورې کېده، کیسه کې راغلی و.

د یوه هېواد ولس چې به خپل پاچاته ښېراوې وکړې، نو هماغسې به کېدل، هر کله به چې پاچا ظلم او ناروان پیل کړه، نو دغه ولس به په ښيروا پیل وکړ او پاچا به یا په مرګ او يا په ژوند ورک شو.
یو مهال یو هوښیار او چالاکه انسان د پاچاهۍ تابیه ونیوله، ځکه چې دغه چالاکه انسان له ډېرې پخوازمانې په دغه ولس د پاچاهۍ خوبونه لیدل او خپل ټول تدبیرونه یې هم په کار اچولی وو، د خدای کړه دي، یوه ورځ همدغه چالاکه انسان خپلې موخې ته ورسېده، ځان یې د پاچاهۍ پر تخت ولیده، سخت خوشاله ښکارېده. دغه چالاکه پاچا یوه ورځ په خپل هېواد کې اعلان وکړ چې، هر کس، غټ او وړکی، ښځه او نر دی یوه، یوه د چرګې هګۍ راوړي او په میدان کې دې کېدې، ناخبره او خوش باوره ولس همداسې وکړل، هر کس په خپل، خپل واره د چرګې هګۍ په ټاکلي ځای کې اېښودې، کله چې ټولو کسانو هګۍ راوړې، نو څو شېبې وروسته پاچا امر وکړچې، هر کس دې خپله، خپله هګۍ بېرته واخلي، دا چې هګیو کې فرق نه کېده نو دهرچالاس ته چې کومه هګۍ راتله خپلوله یې، پاچا  هغه سپېڅلی ولس په حرامو عادت کړل چې بیا یې ښيرا او دعا کوم اثر نه کاو او پاچا د مرګ تر ورځې بادشا پاتې شو،
کله مې چې دغه کیسه پای ته ورسوله، نو د کیسې محتوا راته اشنا ښکاره شوه، شاید تاسو ته هم!
  کله چې په خود شوم او چایو پیسې مې لاس ګوز کړ، نو ګیلاس کې غبرو مچانو لامبو وهله.

۲۰۱۱ـ۰۷ ـ۰۲
دشپې نهه بجې، مینه راډيو، ننګرهار
 
 
بېرته شاته