لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
غلا په تروږمۍ کې
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 26.06.2007   خپرونکئ:    

شمس چې په هوښ راغى ، لا هم تروږمۍ وه او په كوڅه كې څوك نه ښكارېدل. غوښتل يې پاڅېږي، خو ويې نه شو كړى، بېرته پريوت. نيمه ګړۍ وروسته يې د يوې دروازې ګړب ترغوږ شو، له ده لس دوولس متره لرې له يوه كوره يو سړى راووت.

ده بيا هڅه وكړه، خو بيا هم بېرته پرېوت. ويې كتل چې سړى كرار كرار د ده په خوا راروان دى، خو له ده يو څو قدمه لرې بېرته په شا وګرځېد. ده پرې په لږ لوړ اواز غږ وكړ: وروره مرسته، مرسته! سړي شا و خوا ته وكتل، څه ور ښكاره نه شول. ده بيا غږ كړ: مخامخ وګوره ! د سرك په منځ كې پروت يم. ژوبل يم ، مرسته وكړه.

سړى په ورو ګامونو د ده پر خوا راغى ، له ورنږدې كېدو سره، د وينو په ليدو وارخطا او بېرته لږ شا ته شو، خو چې ټپي ته يې په ځير وكتل، ژر يې هغه راپورته كړ: ولې، چا ووهلې ؟

سليمه ! هغه وروسته درته وايم، خو اوس مې ژر كوم ډاكتر ته يوسه.

سليم هغه په شا كړ او تر لنډ سوچ وروسته، په منډه منډه د كوڅې منځ كې د يو كور تر مخه ودرېد. دروازه يې وډبوله. ډېره شېبه وروسته دروازه پرانستل شوه. د كور د خاوند په ليدو سليم ورته وويل: ډاكتر صاحب دا مې دوست دى، ژوبل شوى. ډاكتر هغوى له ځان سره كور ته بوتلل او د شمس تر معاينې وروسته يې وويل: وارخطا كېږه مه، ډېر نه دى ژوبل، درمل يې همدلته، همدا شېبه پخپله كوم.

كله چې ډاكتر د شمس سر وتاړه او څه درمل يې وركړل. سليم هغه تر لاسه ونيو او په هماغه كوڅه كې يې خپل كور ته بوته. كور ته په ننوتو سليم پر خپلې مورغږ وكړ: مورې، وه مورې ! راځه وګوره چې څوك راغلى؟ مور يې د كوټې له كړكۍ سر رابهر كړ او د شمس په ليدو، په بېړه د هغه مخې ته راووته: اوهو هو! ايله په بيله، دا لمر له كومه راوخوت. ته هم ښه زوى ولي او مور ولي پالې، پوهېږې يو كال كېږي، چې ته موږ كره نه يې راغلى.

شمس تر روغبړ وروسته غوښتل څه ووايي، خو سليم پرې وار ړومبى كړ: مورجانې! ته د دې بيچاره حال ګوره او ستا ګېلې مانې.

د سليم مور په ځير شمس ته وكتل: وئ زويه دا ولې ، دا چا په دې حال كړى يې، خداى يې ورته كور وران كړي.

تر چاى څښلو وروسته، چې شمس لږ ښه دمه شو، سليم ترې وپوښتل: ښه يار! اوس نو ووايه، څه كيسه وه؟ شمس د دې په ځاى، چې د سليم ځواب وركړي، د هغه مور ته مخ واړاوه او ويې ويل: مور جانې! منم چې ډېر درته ملامت يم، خو ته پوهېږې، چې زه سخت په خوارۍ مزدورۍ پسې ورك يم. كال نيم راهيسې له يو تاجر سره کار كوم، هغه راباندې ډېر اعتماد لري، يو خوا بل خوا مې لېږي، مالونو ته يې بيپاران پيدا كوم او له قرضدارانو نه يې پيسې ټولوم.

شمس يو سوړ اسوېلى وكېښ او بيا يې وويل: دا وړمه ورځ كابل ته راغلم. باور وكړئ غوښتل مې، چې سبا يا بل سبا تاسو كره راشم، خو پرون ماسپښين تاجر زنګ راوواهه، چې يو ځل ژر هغه ته، په جلال آباد كې ځان ورسوم. دا نن سهار وختي مې حركت وكړ او په دې حال شوم. زه خو خير روغ به شم ، خو سودا مې د تاجر پيسو ته ده، هغه ته به څه وايم.

سليم يې د خبرو منځ كې ولوېد: دا څنګه پېښه شوه؟

شمس بيا يو سوړ اسوېلى وكړاو ويې ويل: تر ملا اذانه دمخه له خوبه راپاڅېدم، خپل بيك مې راواخيست او د خپلې كورنۍ له غړو سره تر خداى پامانى وروسته له كوره ووتم. له لرې مې پرعمومي سرك يو موټر وليد. په بېړه مې ځان سرك ته ورساوه او موټر ته مې لاس ونيو، خو هغه ونه درېد. ښه مې كتل، چې پنځوس شپېته متره لرې ودرېد او تر څه ځنډ وروسته بېرته راتاو شو. ما بيا ورته لاس ونيو، ودرېد. ډرېور ته مې وويل: د جلال اډې ته راسره ځې؟

ډرېور ښكته پورته راته وكتل: ځم، ولې نه ځم، راپورته شه.

زه ورپورته شوم. هغه وپوښتلم، لكه چې تګ ته دې ډېره بېړه ده؟

- هو! خو ته څه پوه شوې؟

- موږ خو ډرېوران يو، خامخا پوهېږو –

هغه څنګه؟

نور خلك تر څو كرايه لنډه نه كړي، موټر ته نه راخېژي.

ما څه ونه ويل، هغه حركت وكړ. يوه ټوټه لار چې راغلو يوه سړي لاس ونيو. ډرېور د هغه تر څنګه موټر ودراوه، سړي وويل: د جلال آباد اډې ته ځم.

ډرېور ماته وكتل: څنګه دې خوښه ده، زما به يو څه غريبي وشي.

ما ورته وويل: ستا خوښه موټر دې خپل دى، راويې خېژوه.

سړى راپورته شو او دعا يې راته وكړه: دواړه خير يوسئ ، چې راپورته مو كړم، كه نه په دې وخت كې موټر نه پيدا كېږي.

نوي ښار ته په رسېدو، په شاتني سيټ كې ناست سورلي، په موبايل كې له چا سره خبرې وكړې: هلكه! سمه خبره وكړه، كه راځې چې..... سهي ده، سهي ده. هغه موبايل بند كړاو ډرېور ته يې وويل: استاده! زما يو بل دوست هم راسره ځي، كه دې خوښه وي، هغه هم راسره واخلو.

ډرېور ورته وويل: زما يې ستا په دوست څه؟ په دې بل ورور نا وخته كېږي، كه دى اجازه وكړي څه مشكل نشته. هغه سړى مخكيني سيټ ته رامخته شو، زما پر اوږه يې لاس كېښود او ويې ويل: وروركه! خير دى، دومره به نه ناوخته كېږي، هغه انډيوال به راسره واخلو.

ډرېور ته مې وكتل او ورته ومې ويل چې چاره نشته هغه به هم راواخلو. زما له دې خبرې سره ډرېور د سورلي په وينا، همدا ستاسو كوڅې ته موټر ورتاو كړ. د كوڅې په منځ كې، كوم ځاى كې چې پروت وم، موټر د يوه سړي ترڅنګه ودرېد. هغه راپورته شو. ډرېور چې بېرته د موټر مخه د ښار په لور واړاوه، په شاتني سيټ كې دواړو ناستو سورليو زما سر ته تمانچې ونيولې . ډرېور زما بيك چې تر پښو لاندې مې و، هغه واخيست او هغوى ته يې وركړ، بيا يې زما جېبونه ولټول، څه پيسې چې راسره وې، هغه ټول يې راوكښل او بيا يې راته وويل: ځه اوس نو ښكته شه، په مخه دې ښه، اډه همدلته ... هغه لا خپله خبره نه وه خلاصه كړې، چې موټر ته نوى راختلى سړي پرې په غوسه شو: ډېر لوده يې، روغ رمټ يې څنګه پرېږدې، كه چيغې او غالمغال وكړي بيا څه.

له دې سره هغه پخپله د خپلې تمانچې په ديچيك درې څلور ګوزاره په سر سر ووهلم ، بيا نو هيڅ په ځان نه يم پوه شوى.

شمس چې داخبرې وكړې، سليم ته يې مخ واړاوه : د خداى فضل و، چې ستاسو كوڅه وه او ته راووتې، كه نه زه به تر هغه چې رڼا خورېده او خلك راوتل مړ وم.

له دې خبرې سره هغه راولاړ شو: كه ستاسو اجازه وي، زه به كور ته ولاړ شم.

سليم هغه تر لاسه ونيو: وروره! د تګ خبره به نه كوې، غرمې ته زموږ مېلمه يې.

د سليم او د هغه د مور په ټېينګار، شمس بېرته كېناست او تر غرمې پورې يې دا سوچ كاوه، چې تاجر به د ده خبره ومني او كه نه ؟ په همدې سوچونو كې له ځان سره لګيا شو: صاحب باور وكړه، دا دى سر مې وګوره، ستا كه يې پيسې يوړې، زه يې هم له ښې ويستى يم.

د سليم مور چې ځير ځير ورته كتل، ويې ويل: زويه غم مه كوه، ته صادق سړى يې ، خداى له صادقانو سره دی، مشر به دې هيڅ هم درته ونه وايي، ته خو څه درواغ ورته نه وايې.

سليم په يو څه چرتي انداز وويل: پر تا دې حالت زه خپل باجه ته اندېښمن كړم.

شمس ترې وپوښتل : هغه څنګه؟

- هغه هم كله كله د لېونو په شان همدومره د وخته په كار پسې له كوره وځي، هغه دا څه موده له خپلو بچيانو سره، موږ كره دى. نن سهار هم ډېر د وخته له كوره ووت.

- هغه څه كار كوي، چې دومره د وخته وځي؟

- كار يې والله كه راته معلوم وي، خو عايد يې ډېر دى. دلته هم چې راغلي، ما مصرف ته نه پرېږدي.

غرمه مهال و او دوى په همدې خبرو كې و، چې دروازه وټكېده. سليم پاڅېد او لاړ چې وګوري څوك دى. د سليم مور له خپله ځايه كړكۍ ته ورلنډه شوه او چې سليم دروازه خلاصه كړه، د سړي په ليدو يې وويل: عمر يې ډېر دى، ياد مو كړ او راغى. جبار دى، د سليم جان، باجه. د باندې د ستړي مشي د غږ په اورېدو، شمس پر خپل ځاى رانيغ شو، غوږونه يې څك كړل، غږ ورته اشنا ښكاره شو او له ځانه سره يې وويل: نه، نه زه به اشتباه كوم...

د سليم مور ترې وپوښتل: زويه!  څه دې وويل؟

شمس غلى شو، غوږونه يې لا نور هم پسې څك كړل. څومره چې غږ رانږدې كېده، د ده حالت بدلېده. په همدې كې سليم او ورسره جبار او د هغه دوه نور ملګري هم كوټې ته راننوتل. د هغوى په ليدلو شمس اوچت له خپله ځايه پاڅېد او سليم ته يې وويل: هغه...هغه غله همدوى وو.

 
بېرته شاته