لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ځانمرګی؛ مقصديت او انځورګري
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 06.06.2011   خپرونکئ:   سمسور  

 هره ليکنه که هغه سياسي، ټولنيزه، تاريخي، علمي او يا ادبي وي؛ خپل ځانګړي اصول لري، خو د دې لپاره، چې دغه ليکنه حد اقل د ټولو لپاره يو څه د درک وړ وي په کار ده، چې په هغه کې د ژبې په کارولو کې تر هر څه زیات دقت وشي. د دې خبرې معنی دا ده، چې هره ليکنه خپله ژبه لري او ښايي، چې د وضاحت اصل ته په کې ډېره توجه وشي. ښه او مسلکي ليکوال تل هڅه کوي، چې خپله تجربه او فکر د يادو ځانګړنو په نظر کې نيولو سره نورو ته انتقال کړي.

د ادبي مسايلو د يو ليوال په توګه، يو څه ته، چې ډېر ځير شوی يم؛ هغه دا دی، چې تر نورو ليکوالو له ژبني اړخه د ادبي مسايلو د ليکوالو او په تېره د داستاني ادبياتو د لیکوالو کار يو څه ډېر زحمت او ریاضت ته اړتيا لري. نور ليکوال کېدای شي تر يو بریده د خپل فکر د بیان لپاره خپله ژبه يو څه ساده کړي او د وضاحت اصل ته توجه وکړي، خو د هنري نثر ليکوال، چې يو عيني واقعيت د خيال په مټ انځوروي، د خپل اثر د لا ښکلي کېدو او اغېزناکه کېدو لپاره ګڼو نورو ځانګړنو ته، چې د يو ادبي اثر په ليکلو کې ایجاب کوي؛ هم بايد پام وکړي.
کله چې موږ داستاني ادبيات يادوو، نو بې واره زموږ ذهن ته لنډه کيسه يا ناول راځي. ځينې کيسه ليکوال د خپلې علاقې او يا خوند له مخې کيسې ليکي، چې تر ډېره پورې هدف يې يوازې له خپل ترسره کړي کار نه خوند اخستل وي. دغه ډول ليکوال ډېر جدي نه وي او څه موده وروسته خپلې دغې هڅې ته شا اړوي او يا ځينې ليکوال داسې هم وي، چې د ژوند يوه مهمه پېښه يې دې ته هڅوي، چې مقصدي او جدي ليکنه وکړي، خو جدي ليکوال، چې د يوه ځانګړي هدف له مخې کيسه ليکنه کوي، پرله پسې په دې لټه کې وي، چې يو نوی څه پیدا کړي او د لازیات خوند، ښکلا او اغېز پرې باسلو لپاره د شعر غوندې هغه په بېلابېلو ادبي صنایعو هم وپسولي، چې تر ټولو زیات کارېدونکي يې سمبولونه دي، چې په دې وروستيو کې د ايمل پسرلي ګڼې لنډې کيسې يې ښې بېلګې دي. دا هغه ډول کيسې دي، چې سړی فکر کولو ته اړباسي.
دلته زموږ بحث پر ناول دی، پر يو داسې ناول، چې يوه ډېره جدي او بوږنونکې پېښه په کې راخستل شوې ده. دا ناول ځانمرګی نومېږي او ليکوال يې ډاکتر محب الله زغم دی. زغم له شپږو کلونو راپدېخوا کيسه ليکنې ته مخه کړې او که مبالغه مې نه وي کړې نو هره مياشت يوه نوې کيسه لیکي. د کيسو غوره ځانګړتيا يې دا ده، چې ډېری يې د ده د خپل اصلي مسلک له ليده، چې ډاکتري ده، ليکل شوې دي او ښايي د کاميابۍ يو لوی راز يې هم همدا وي.
ډېری ادبپوهان او کره کتونکي په دې باور دي، چې کاميابې کيسې هغه دي، چې د هغه پېښې د ليکوال خپلې شخصي تجربې وي. زغم ډېره ځله خپلې شخصي تجربې راسره شريکوي؛ هغه تجربې، چې په منلو کې يې سړی هيڅکله هم دوه زړی کېږي نه. د دې علت کېدای شي دا وي، چې دی د يو متعهد ليکوال په توګه د خپلې هرې کيسې د لا ښه ليکلو او رښتني ښودلو لپاره له نورو پوښتنې ګرويږنې کوي. زه چې کله هم د ده يوه لنډه کيسه لولم، نو تر هرڅه لومړۍ د هغه د کرکټر او کرکټرونو په اړه فکر کوم، ځکه دی خپل کرکټرونه له خپل شاوخوا نږدې محيط نه غوره کوي او پر ظاهري انځورونې سربېره د خپلو کرکټرونو دنني خصوصیات هم انځوروي. دا کار په کيسه کې د کرکټر په رښتني ښودلو کې ډېره مرسته کوي.
زغم ناول ليکلو ته د لنډې کیسې د ليکلو له وره ننوتی دی او ځانمرګی د هغه لومړنی ناول دی، چې يې ليکلی او چاپ کړی دی. ښايي همدا علت وي، چې موږ ځای نيم په دغه ناول کې د پېښو او کرکټرونو د حالت د بيان په برخه کې له داسې يو حالت سره مخ کېږو، چې د لنډې کیسې فضا په کې احساسوو.
ځانمرګی ګڼې ځانګړنې لري. خو زه يې دلته پر دوو هغو لږ تمېږم.
زموږ د يو زیات شمېر لنډو کيسو او ناولونو غټه ستونزه دا ده، چې د کرکټرونو صفتونه په کې ډېر کارول کېږي او د انځورونې هڅه يې نه کېږي. موږ وايو جبار ظالم سړی دی، کريمداد غريب دوسته سړی دی، پلوشه مظلومه نجلۍ ده. حال دا چې هنري ليکنې له ليکوال نه دا غواړي، چې د جبار ظلم، د کریمداد غریب نوازي او د پلوشې مظلوميت انځور کړي. کره کتونکي وايي، چې د يوې ښې کيسې او ښه ناول غوره ځانګړنه دا ده، چې د يو څه ويلو پر ځای يو څه په کې ښکاره يا وښودل شي او يوه صحنه يا پېښه د يو فلم په څېر زموږ له سترګو تېر شي. ځانمرګی ناول له خپلو لومړيو جملو پر همدغې ځانګړنې پېلېږي. ليکوال دا نه وايي، چې د هغه د ناول اتل ټپي دی او په روغتون کې دی، بلکې د ښکلو او لنډو جملو په کارولو سره دغه ټپي او روغتون انځوروي او هغه هم په داسې بڼه، چې له لومړۍ جملې موږ ته دا تلوسه رابښي، چې څه پېښه ده؟ راځئ د ناول د لومړی څپرکي د پيل څو لومړۍ جملې ولولو: ((سترګې مې درنې وې، لکه سره ګنډلې چې وي. يو څه زور مې وکړ، سترګې مې نيم کښې سوې.)) دلته هره جمله موږ هڅوي، چې ورپسې جمله ولولو او پوه شو، چې څه کيسه ده او دغه سړی چېرې دی؟
نورې ورپسې جملې دا مرسته راسره کوي، چې حداقل ځای تشخیص کړو: (( د کوم څه ژغ مې واورېد، چې چونګ چونګ يې کاوه. ورسره مې د چا خرهار او د بل کرار زګېروي هم واورېدل.)) دلته اتل دا هڅه کوي، چې پوه شي چېرته دی؟ په ورپسې جملو کې زموږ ابهام له منځه وړي: (( بدن مې شخ پخ و، ما وې يو څه غځونه به وکړم. لاسونه مې درانه وو، زور مې وکړ، پر مړوندو مې درد سو. سر مې نوکی پورته کړ. د څنګل په رګ پورې مې يو نری پيپ بند و. د سیروم له کڅوړې څخه يو يو څاڅکی پيپ ته راتېرېده...)) دا او په دې پسې نورې جملې موږ ته دا وايي، چې اتل په روغتون کې دی. خو تر دې جالبه لا دا چې د اتل د شخصيت پېژندنه هم په انځوريزه بڼه کېږي: ((...په سپينو جامو کښې، سپينه خولۍ پر سر، یوه سپينه نجلۍ، ګېلاس په لاس سر ته مې ولاړه وه. د هغې له لاسه مې په سر باندې ګېلاس پورې وواهه. په لوړ اواز مې وویل: ځغله! بې شرمې.)) دلته موږ پوهېږو، چې اتل بدخويه او له ښځو او د ښځو له مخ لوڅي کرکه لري او داسې روزل شوی، چې د داسې يو حالت له ليدلو سره سخت حساس دی او پر وړاندې يې بد غبرګون څرګندوي. دا نو څوک دی؟ دا هغه پوښتنه ده، چې د ناول نور څپرکي يې ښه راپېژني.
دغه ناول له سره تر پايه د کيسه لیکنې دغه ځانګړنه ساتلې او ښه خو لا دا، چې د يو ژورنالست په توګه يې د بې طرفۍ اصل هم په نظر کې نیولی دی. ښه او بد انځوروي او قضاوت لوستونکي ته پرېږدي.
زموږ او د دنيا اکثر ناولونه او کیسې داسې هم دي، چې مرکزي کرکټرونه يې که هغه ساده دي او که پېچلي، خو په پای کې د ژوند له پای سره مخ کېږي او يا هم په شخصيت کې يې هيڅ بدلون نه ترسترګو کېږي، چې دا تر ډېره د کيسو او ناولونو د ساده کرکټرونو خاصه وي. خو د ځانمرګي اصلي کرکټر ځانمرګی(عبدالستار، چې له ماشومتوبه عقده مند رالوی شوی او تر ډېره منفي فکر لري او تمه کېږي، چې تر پایه به همداسې پاتې شي، خو نه! داسې نه کېږي.) عبدالستار؛ په کور کې د عقدو ښکار شوی او بیا په لومړۍ مدرسه کې يو څه له دې عقدې شاته کېږي، خو دويمې مدرسې او بيا له پټو سیاسي ملایانو سره په مخامخ کېدو عقدې يې تر پخوا لازیاتېږي او د کورنۍ عقدې له کچې له ټول ولس او وطن سره عقده مند کېږي. پر دې ناول زما د بحث دويمه موضوع همدا ده. ليکوال د خپلې ټولنې او وطن په وړاندې د خپل مسووليت د احساس هنداره ځلوي او د هنر په ګاڼه سمبال د عبدالستار د اغفالېدو په انځورولو سره افغانستان ته د پردو له خوا له یوه داسې بد سیاسي دام د اېښودلو خبره کوي او وايي، چې څه ډول او په کومو چلونو او فریبونو سره زموږ خوار او ساده افغانان د بهرنيو سياسي او استخباراتي کړيو ښکار کېږي. په دغه ناول کې د استاد نعماني کرکټر او کړنې دا موضوع ښه بيانوي.
زغم د خپل دغه ناول په کښلو سره د افغانستان د تاريخ د يوه حساس پړاو انځور هم زموږ مخې ته ږدي. دا هغه څه دي، چې تر ډېره پورې زموږ ناول ليکونکي دومره جدي توجه ورته نه کوي. خو دا هغه څه دي، چې زموږ د داستاني او هنري ادبياتو ليکوال بايد ورته ډېره توجه وکړي، ځکه د عاطفي ليکنو اثر تر نور هغو ډېر ژور وي او د وطنپالنې روحيه ورسره لا ډېره قوي کېږي.
 
بېرته شاته