لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
هرماښام راځمـه په دې لاره عادت شوی يم
لیکوال: همت الله امين زی   نېټه: 05.06.2011   خپرونکئ:   سمسور  

 حقيقت خودادى چې چې علم ګل سحرښه اديب،ښه ليكوال اوښه شاعردى چې ښه انځورونه وېستلى شي،ادبپوهان وايي چې دکمرې له اختراع کيدو مخکې رنګ اوتصويرپه ادبياتوکې کارول شوى دى . ځکه ويلی شو چې هغه څه چې اوسني فلمونه او عکسونه يې نشي بيانولای ، د شعراو نورو ليكنو په ژبه يې په ډېره ښه توګه تصويرولای شو، او هم د خيال هغه برخې چې ننني سافت ويرونه يې نشي جوړولای، په شعرکې تصويرکړو .

لږمې ځان په يادوي اوجانان وي ډير
خلک په همدې راته حيران وي ډېر
کله زړه ته واچوم قلفونه ډير
کله وايم پرېږده کې خوبان وي ډير
کله يار خپه کړمه هېڅ ور نه شم
بېرته هغه سات زما ارمان وي ډېر
ستړې دژوندون نورې هم ډېرې دي
زړه مې له ولس سره ستومان وي ډېر
بل ځای به پښتون يو ځای ونه وينې
دوی دخپل قاتل ترشاروان وي ډېر
موږه په هرګام کې کارله زوراخلو
ځکه دوستان لږ وي دښمنان وي ډېر
کله چې بدبخت کومه ټولنه شي
خلک يې وي چوپ او رهبران وي ډېر
کله مې زړه وايي وطن پرېږده ځه
کله ترځان هم راباندې ګران وي ډېر
موږ چې سره کينو نور خبرې کړي
لږپکې رښتيا وی نور ګومان وي ډېر
مينه کې هرڅوک رښتيا درواغ وايي
زه وايم سحر به پکې وران وي ډېر
يوليکوال په خپل يوه ناول کې ددرد احساس کوي وايي ښكاره ده چې دانړۍ اوځمكه هغه خوړونكې هديره ده چې تل يې دانسانانو مړو ته خوله خلاصه نيولې او تل يې دځمكې پرمخ نېك اوشريف انسانان خوړلي او له ځانه سره يې وړي دي.
هسې خوهم ددې نړۍ رڼااوښكلانوره پيكه شوې چې پس له دې به دژوندون خُمارغځونو ته پرې نږدي. اونننى انساني قانون هم هغه ړنده اوكڼه محكمه ده چې دبډايه او ظالم په غاړه او لاسونوكې يې دګلونو هارونه اوګېډۍ وركړي اودمظلوم په غاړه اولاسونوكې دداركړۍ اوولچكې. خو په هرصورت ژوند کول غواړي دغم بايد وير وکړو اوهمداسې دخوښيو پرمهال بايد هغه ارزښت هم له ياده ونه باسو چې له نيکونو، پخواني شته مثبت رواجونه او ياهم سنتونه وي چې په دې ارزښت پوهيدل دانساني ټولنې  له سترو غوښتنو څخه ګڼلى اوشمېرلى شو.
ډاروين وايي او تولوستلوي هم په دې نظر دى چې هنر په دې کې نه دى چې يو څوک دزمري يادلېوه کيسه وکړي بلکې هنر په دې کې دى چې يوڅوک دزمري حرکات په خبرو کې، په کيسه او په شعر کې داسې تمثيل او انځور کړي، چې لېدونکى لوستونکى اوياهم ويونکى  وبېروي.
دسحرشعرهم همداهنرلري،تركومه ځايه چې مالوستلي ډېرى ليكنې يې دردځپلې دي چې له زړونو نه راخيږي،دټولنې پرزندان باندې څرخيږي اوددغې ټولنې پركڼواو ړندوواکمنانواومشرانوباندې لکه اټومي بم غوريږي. علامه اقبال لاهوري وايي
حق اګر سوزې ندارد،حکمت است
شعر مې ګردد،چوسوز ازدل ګرفت
ترډېره ځايه چې مادښاغلي سحرليکنې اوپه لويه کې ادبي پنځونې چې لوستي، خوندمې ترې اخيستی اوترډېره ځايه مې ښکلاپکې محسوسه کړې دی. ځکه چې ښاغلي سحرخپلې ادبي پنځونې له ښکلاډکې انځوركړي دي ، اوهغوطبعي ښكلاوو ته يې ښکلی انځور وركړى دى چې ريښتينې دي اويادونه ترې احساساتوباندې مخامخ اغېزه ښندي.
خدايه چې غواړم يې هغه راځينې لرې ګرځي
ټول رانږدې دي خويوه راځينې لرې ګرځي
زماپه خپله طبعي او مصنوعي ښکلا دواړه په خپل ځای خوښيږي اوهغې ته ترجيع ورکوم چې له ما سره خبرې وکړای شي او طبيعي ښکلا دغه ځانګړنه د تل لپاره او په هر ځای کې له ځانه سره لري . علم ګل سحردغه ښکلاڅومره ښکلې انځور کړې دی.
مامې لاځان ته ستادتلوخبره نه دى كړي
ګلان ژوندي دي لاوږموخبره نه ده كړې
زه خو دمينې يوه بله زمانه كې اوسم
مادوصال مادبوسوخبره نه ده كړې
هسې نه ټوله دنياكركه شي كينې خورې شي
چاته مې ستا دناكردوخبره نه ده كړې
ورته حيران يمه باوريې اوس په مينه وكړم؟
لاخويې ماته په پښتوخبره نه ده كړې
په تاهم ګرانې دى،زماغوندې ستاښكلې سترګې
آينې ګورم،آينوخبره نه ده كړې
لمر لاهماغسې رڼادى تياره شوى نه دى
تادانكارتادوعدوخبره نه ده كړې
وايي ښکلاپه ساده ګۍ کې دی، څومره ساده اماڅومره ښايسته ، كه څه هم چې دښاغلي سحرچاپ شوي اثارترپنځه لسوهم اوړي خو ښيګڼه داده چې له ځانه سره يې خوند او بډاينه هم زياته کړې دی.
دډېرې لرغونې زمانې څخه ترننه پورې دشعردپيژندنې اوارزښت په اړونداوږده اوتاوده بحثونه شوي دي، څوك يې دهنردرب النوع وينابولي. ځېنې نور يې هغه كلام ګڼي چې په نفس كې خاص تاثير وكړي په داسې ډول چې يا خپګان پيداكړي يا خوشحالي. ځينو دغه كلمه (شعر) د تقليداومحاكات اوځينودتمثيل په ماناهم راوړې ده.
داچې سحر دغې نړۍ ته څنګه راغلی دی دی خپله وايي چې دشعراو شاعري دنياته په تصادفي ډول راغلی اوله شعرسره داسې مخامخ شوی لکه څوک چې پخپلوچرتونوکې ډوب په لاره روان وي. يوه ښکلې نجلۍ وويڼې اوياښايسته هلک وويني او وارله واره زړه پرې بايلي.
دی وايي داچې څنګه دغې رنګينې دنياته راغلی کيسه يې اوږده ده خو وايي دپکتيکا ولايت کې وم دا ۱۳۶۲ لمريزکال و،زه اوزمابل ملګری شهيددرمحمدخپلواک يوه ماښام په خپله کوټه کې ناست و، سره ومو ويل راځه په ګډه شعر وليکو هماغه ساعت مويوطنزيه شعروليکه څو شعارډوله شعرونه مو نور هم په ګډه وليکل بياهريوه شاعري کوله زموږ دخلکويې کورودان ويې هڅولو.
موږ په شعرظلم کووپرهغه خپل مقصدونه باروو شاعر دټولنې ترجمان بولو زه وايم که پر شعر دپيغام بار زيات دروندکړوخپل شعريت له لاسه ورکوي اوملايې ماتېږي او که شاعر يوازې دټولنې ترجمان وګڼو نو دمعلم او ژورناست دنده مو هم همده ته ورکړې ده، زه فکرکوم شعردالهام په پايله کې ليکل کيږي.  
سحروايي چې ښه شعر هغه دی چې په صداقت سره ويل شوی وي له دې خبرې مې مطلب دادی چې شاعر هغه څه ويلي وی چې دزړه له کومي يې غواړي او ريا یې نه وي پکې کړې لوړ خيال پکې انځور شوی وي ، نوې خبره يې کړې وي سړی له يوه نوي حالت سره مخ کړي زما دشاعر ملګري ومان نيازي يوه خبره چې ډیر ځله مې کړې دلته مې هم را په زړه شوه هغه وايي د ډاکتر نجيب الله په وخت کې يو افسر دجګړې ډګر ته تللی و،په هغه خوا پسې تری تم شو اوازه راغله چې افسر وژل شوی دی کورنۍ فاتحه واخيسته او خيرات يې پسې وکړ يوه ورځ دده کوچني زوی په پارک کې له نورو ماشومانو سره لوبي کولې نورو ماشومانو پلرونه لرل پلرونو نازول خو دغه ماشوم له لوبو وروسته يوې ګوشې ته غلی ودريده هغو همزولو ماشومانو ته يې په ډېر حسرت کتل چې له خپلو پلرونو سره روان ول،په دې وخت کې ناڅاپه غږ شو چې ورک شوی افسر راغی زوی يې له عجيب حالت سره مخ شو مخې ته یې ورمنډه کړه ددې پر ځای چې ورسره ستړې مه شې وکړي خپل پلار ته کنځلې وکړې ښه شعراوبايدهرشعرداسې يوحالت ايجاد کړي.   
غزل
اوس په دې مالت کې زه بې ياره عادت شوی يم
ياره خپه نه شــې ستالپاره عادت شوی يم
دلته مې اوس يارنشـته کلونه دي،اوښتي خو
هرماښام راځمـه په دې لاره عادت شوی يم
وګورمه ښکلو ته،بياژرجومات ته ولاړ شمه
زه له وړکتوبـــه ښه دينداره عادت شوی يم
پيتاوي ته به کېنمه او سيوري ته به پرېوزمه
زه دهرپښتون غوندې بېکاره عادت شوی يم
راځې که نه راځې زه درته هم سترګې په لارنه يم
اوس  نوله خزان ســره بهـاره عادت شوی يم
 
بېرته شاته