لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
د اميد ډيوې
لیکوال: محبوب شاه محبوب   نېټه: 31.05.2011   خپرونکئ:   سمسور  

 د پوهنتون لوموړۍ ورځ وه چې کله ټولگي ته لاړو ډير هلکان او انجونې راغلې وې د يو بل سره مو معرفت وشو او يو څه نا څه دوستي مو سره جوړه شوه زمونږ په ټولگي کې څلويښت تنه وو چې د هلکانو تعداد نسبت جنکو ته زيات وو خو ټول به ډير په مينه سبق ته راتلو وخت تيريدوکه ريښتيا درته ووايم مونږ ټول وخت په ټوکو ټکالو تېراوه ډيرى وخت به سره په خبرو وو هلکانو به د جنکو پسې ټوکې کولې او مونږ به د هلکانو پسې .

زمونږ په ټولگې کې ډير هلکان وو چې هغوي غوښتل چې د جنکوسره ټوکې ټکالې او گپ شپ ولگوي خو مگر داسې يو څوک هم موجود وو چې هڅ کله يې نه غوښتل چې د انجونو سره خبرې وکړي زمونږ په صنف کې سمسور يو بيل مزاج درلود تل به ځانته ناست وو ده د مزاج د ټولگي د هلکانو نه ډير فرق درلوده او د چا سره به يې بې ځايه خبرې نه کولې،کله چې زه په اول سر کې ټولگي ته راغلم او سمسور مې وليده نو هسې مې په نظر ښه راغلى وو ما به تل هڅه کوله چې د سمسور سره خبرې وکړم خو ما به چې ځان خبرو ته جوړاوه نو ځان به يې په بل څه مصروف کړ او يا به روان شو لکه چې زما د زړه څخه خبر وي .
دا چې ازموينې هم را لنډې وې زمونږ د ډيپارټمينټ مشره مس خالده راغله او مونږته يې وويي چې له خيره ستاسو امتحان ته شپږ ورځې پاتې دي په دغه شپږو ورځو کې تاسو بايد خپل کوم مشکل چې لرى بايد حل يې کړى ،مونږ هم ښه ورسره وکړه او مس روانه شوه.
نن زه له قصده د سمسور سره نژدې په چوکۍ کيناستم له ځانه سره مې ژمنه کړې وه چې نن به ورسره حتماً خبرې کوم تر ډيره وخته هڅ مو قع په لاس رانغله،کله چې مس خالده ووته نو ماته د خبرو کولو لومړى چانس په گوتو راغى،د لومړې ځل لپاره مې د سمسور خواته وکتل سترگې يې زما له سترګو سره وجنگيدې زړه مې ولړزيده په بدن کې مې روح په لړزه شو غوښتل مې چې يو څه ووايم خو د هغې يو نظر له ماڅخه هر څه له ياده وويسته بيا مې هم ډيره هڅه وکړ ډير په زور سره مې صرف همدومره وويل چې که خير وې په امتحان کې به نقل راکوې ؟
سمسوريو ځل بيا په يو داسې نظر راوکتل چې زه يې نه شم بيانولاى په ټول بدن باندې مې يوه يخه خوله راماته وه مسک شو ماته گوره او نقل ورکولو ته گوره زه په خپله په څه حال يم زه وېريږم چې چانس ونه خورم خداى دې خير راپيښ کړي .
بس خبرې يې په همدې ځاې کې ودرولې ما غوښتل چې نورو خبرو ته ځان جوړ کړم خو هغه  له ځايه پورته شو او د صنف نه ووته .
لومړنې امتحان مو د فزيک وو، سهار راغلو او د امتحان پارچې ته کيناستو نو زما هڅه همدا وه چې د سمسور شاته به کينم اخير مې هم د سمسور شاته چوکۍ واچوله کله چې امتحان شروع شو پرچه ډيره اسانه وه خو بيا هم ما د دې لپاره چې هغه له ماسره خبرې وکړي پوښتنې مې ترې کولې ،ډير مې په تنگ کړ څو ځله يې ځان غلى ونيوه خو چې ما پرې نښود نو په قهرجن انداز يې ما ته راوکتل دغه کاته نه وو بس سمه د اور لمبه وه نور نو زه پوې نه شوم چې څه وشو خو بس هغه مينانو خبره زړه يې رانه يوړو،په زړه کې مې سمسور ته يوې بل ډول مينې غزونې وکړې،يوه داسې مينې چې هر څوک يې په قيمت نه پوهيږي خو کله يې چې له خونده خبر شي نو بيا هڅ هم خوند نه ورکوي يواځې د يار مخ يې هر څه وي.
زما د سمسور سره مينه پيدا شوه زه نه پوهيدم چې څنگه ورته ووايم چې زه له تاسره مينه لرم ،د امتحانونو نتيجې راوتې نو سمسور په کې لومړى مقام خپل کړى وو  او زه په څلورم مقام بريالۍ شوې وم ، د امتحان نه وروسته  دا دريم ځل وه چې د سمسور سره مې خبرې وکړې ورته مې د اول نومرگۍ مبارکي وويله او هغه هم راته مبارکي وويله،له دې نه وروسته زما دسمسور اړيکې هم يو څه ښه شوې ما او سمسور به خوا په خوا کيناستو اوس مو د يو بل سره خبرې هم ښه په خلاصه ژبه کولې .
ډيرې ورځې تيرې شوې خو ما په زړه کې کرل ريبل چې سمسور څنگه وپوهم چې زه له دې سره مينه لرم ،تل مدام به يې تورې غټې بادمې او د حيا ډکې سترگې راته مخې مخې ته کيدې د هغه ماسومه چهره چې په کې سل رازونه پټ وو ډيره مې خوښه وه خو څه مې کړى واى چې نه مې شو ورته ويلې اړيکې مو ورځ په ورځ ښه کيدې او يو څه ټوکې ټکالې مې هم ورسره زياتې شوې يو ورځ مې زړه لوى کړ ، يو ليک مې ورته وليکه چې په هغه کې ماوليکل .

گرانه سمسوره !
زه تا څنگه پوى کړم او زه تا ته په کومه ژبه واويم ...
خو پام چې ته په زړه کې کوم بد شک ونه کړې زه تا ته د خپل زړه حال په يونظم کې وايم په دې تمه چې نااميده مې نه کړې.

زړه ټکنى ولې شوې
بس نن يې په
زغرده
او په خلاصه ژبه
همداسې وپوهوه
او ورته ووايه چې
خوب مې له سترگوورک دې
او په خوب کې چغې وهم
ډير ناارامه يمه
لکه يو پوخ فلسفي
داسې د ژوند نه بيزار
بس د دې هرڅه يو علت موجود دې
چې زه يې تاته هڅ  ويلې نشم
خوبيا هم څه وکړمه
د خپل زړگي نه مجبور
بس دې نن وايم ورته
درسره مينه لرم

ستا د ځواب په تمه
ستا ډيوه

صبا شو څو ځله مې زړه لوى کړ چې ورته ووايم خو بيا هم ويريدم چې هسې نه چې نورو هلکانو ته يې ونه ښايي،څه به مې کړى واى د خپل زړه نه مجبوره وم زړه مې لوى کړ او خط مې ورته ورکړ، ورته ومې ويل چې گوره اوس به يې نه گورې کله چې کور ته لاړې نو بيا به يې گورې،چې ځواب يې درنه د ياده ونه وځي ځواب به يې حتماً راکوې .
ورځ تيره شوه شپه شوه دغه شپه هم په ما لکه د يو کال تېره شوه سهار شو ډيره ورخطاء وم چې هسې نه چې بده يې نه وي منلي په صنف کې مې رسوا نه کړي اته بجې کيدونکې وې چې پوهنتون ته راغلم ،د پوهنتون په دروازه راننوتم سمسور د کانټين مخکې ولاړ وو کله يې چې په ما سترگې ولگيدې نو زما په لور راروان شو دومره د تاثير لاندې راغلم چې له ځانه سره مې ويل چې اوس په ځمکه ننوځم ښه به وي خو د سمسور په مخکې ودريدل راته ډير گران وو
د رانږدې کيدو سره سم يې يو کاغذ راکړ ما چې د سمسور رنگ ته وکتل تک سور اوښې وو په زړه کې ډيره خفه شوم لکه چې بده يې گڼلې اوس به څه بد رد  راته وايي خو هغه هڅ ونه ويل روان شو .
زه هم په بيړه بيړه د ټولگي خواته ورغلم په ټولگي لکه د ليونۍ په څير ورننوتم داسې احساس مې کاوه لکه چې همدا اوس مې د ژوند برخليک ټاکل کيږي ژر په خپل ځاى کيناستم ټول ځان مې لړزې اخيستې وو ،گوتې مې رپيدې کاغذ مې خلاص کړ په کاغذ کې هڅ هم نه وو يو اځې په کاغذ کې يوه لنډۍ ليکل شوې وه .

د يو زړگې نه بل ته لار وي
چې د ستا خوښ يم زما به ولې بدې شينه

د لنډۍ په ليدو مې په ټول بدن کې وينه وچليده او ايله ارامه شوم او د ځانه سره مې شکر ويسته .
وختونه ډير تېرشوه ان په دريم صنف کې شو اوس مو د يو بل سره مينه دومره زياته شوه چې ان کله به مو چې يو بل ونه ليده نو بيخې به رانه لاره ورکه وه ،اوس مو د مينې خبرې يو بل ته مخامخ هم کولې او دواړه به يوځاې په تفريح کې گرځيدو.
سمسور ډير غريب ووغوښتل يې چې له ماسره واده وکړي نو مونږ کره يې جرگه راواستوله کله مې چې پلار د سمسور غريبي وليده نو په ډيرو بدو خبرو سره يې هغه جرگه واپس کړه د ډيرو جرگو سره هم زما پلار راضي نه شو بعضې وخت د ډيره نازه هم اولاد بې لارې کيږي زه د پلار ډيره نازولې لور وم، ما په کور کې نه شو ويلې چې زه له سمسور سره واده کولو ته تياره يم او هغوي هم له ما نه کومه پوښتنه ونه کړه .
اخير دا شو چې فيصله مو وکړه چې تښتو به همداسې وشوه تعليم او هر څه رانه پاتې شوه ،او يوه ورځ چې کله پوهنتون ته راغلم نو سمسور تياري نيولې وه او دواړه روان شو.
له ډيرسفر څخه وروسته لاهور نومې ښار ته ورسيدو څه به د خپل ځان صفت درته کوم خو که ريښتيا راباندې وايې ځوانې وه او زه ډيره ښايسته هم وم مونږ په يوه کلي کې دېره شو په دغه کلي کې زمونږ کليوال په لومړيو کې زمونږ سره ډير ښه وو، خو وروسته چې کله د دغه کلي خلک په دې پوې شو چې دا دواړه سره راتښتيدلي دي نو بيا يې راته په بده سترګه کتل د يوې مياشتې نه زمونږ د کور مخکې به هر ورځ يو کس ناست وو ما دا خبره له سمسور سره شريکه کړه يوه ورځ چې کله دغه سړى بيا راغۍ نو سمسور ورووت او غږ يې پرې وکړ.
اې وروره!دا ته دلته څه کوې ؟
هغه په ځواب کې ووې کيا بکتي هے.
لانجه جوړه شوه خو خير جنگ ختم شو سمسور خپل کور ته راغې او هغه پنجابې خپل ،د څوارلسمې سپوږمۍ وه خاموشۍ خپلې وزرې خپرې کړې وې ښه مې په ياد دي لکه همدا اوس د شپې داسې دوه بجې به وې چې زمونږ د کور په ديوالو يو څوتنه راووښته او زما سمسور يې داسې په بې رحمۍ سره په چاقوگانو وواهه چې بېخي يې پرې زړه ونه سوزيده زما د اميدونو ډيوې يې مړې کړې ...
او زه يې له ځانه سره روانه کړم ماډيرې چغې وکړې خو نه پوهيږم چې په هغې شپه په کلې څه وبا گډه شوې وه هڅوک هم راجگ نه شو،دغه بې رحمو زه له ځانه سره يو داسې ځاي ته بوتلم چې له دې نه مخکې ما هڅکله هم نه وو ليدلې ،دا يو ډير عجيبه ځاى وو دلته نورې ښځې هم موجودې وې په دې کې يوښځه يې مشره وه چې تل به يې سگرټ په لاس کې وو زه څه خبره وم چې دا يو داسې ځاى دې چې دلته د بې وسو ښځو په عزت لوبې کيږي دلته يې عزت په پيسو خرڅيږي.
اول يې په زوره ماته گډا زده کوله که به ما انکار کاوه نو وهل ټکول به يې راکول خو څه مې کړى واى بايد ما د هر څه زغملې واى دا چې په ما څه تېر شوي دا يو خداى(ج) ته معلومات دې په دغه ځاى کې له ماسره څه څه  ونه شول زما عزت له خاورو سره خاورې شو زما عزت د پيسوپه مقابل کې خرڅ شو زه بې عزته شوم،مرگ هم نه راتله تل به مې سوال کاوه چې خدايه مرگ راکړې خو بې اجله مرگ هم نشته په دغه فاحشه خانه کې ما پوره اووه کاله تيره کړه او وروسته له اوو کالو څخه زه وتوانيدم چې له هغه ځناور څخه ځان خلاص کړم دا دې زه اوس ستاسې په مخ کې ناسته يم نه مې سر پنا شته او نه مې څوک خواخوږې بس څه وو چې په ما ونه شوه زه اوس خپل راتلونکي ژوند ته لږ اميد هم نه لرم زما د اميد ډيوې خو په هغې شپه مړې شوې چې کله يې سمسور په بې رحمۍ په چاقوگانو وواهه.

١٣٨٩/٨/١٧
مرام راډيو
 
بېرته شاته