لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
باور
لیکوال: محمدحسن حقيار   نېټه: 29.05.2011   خپرونکئ:   سمسور  

دوبۍ ته دازما لومړى سفر نه ووخو لومړى ځل ووچې په يوه  اسلامي نړيوال    سيمينارکې ګډون کوم . سيمينار ته دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه  ټولو شپيتو تنورابلل شويو  عالمانو ته  په شانداره او قيمتي هوټل کې   ځاى نيول شوى وو.
ماته لامياشت وړاندې دمقالې  لپاره  ( په اسلام کې دحيا او اخلاقو ارزښت )موضوع راکړل شوې وه .
 دوبۍ ته زما له سفر څخه  زما ډېر دوبۍ مېشتي دوستان خبرشوي وو  خوپرېکړه مو داوه چې  له سيمينار وروسته به  ددوبۍ له ښکلا خوند اخلو ..
دسيمينار په وروستي  ماښام مې  نسيم  ته په  تيليفون وويل چې سبا دې له موټر سره راشه چې دوبۍ ښه وګورو، هغه هم زموږ له بل ملګري  عزيز سره  هوټل  ته راغى. ووتلو  ډېرې اسمانڅکې ودانۍ او پارکونه ومووليدل .نسيم  دغرمنۍ لپاره دسمندر پر غاړه  يو ه لوکس   او عصري هوټل ته بوتللو. 
دڅوپوړيزه هوټل لمن ترډېره دسمندر له پاسه وه ، ښکليو مصنوعي ځړوبيو(ابشارونو)، پارکونو او چمنونوهوټل ته لاښکلا ورکړې وه .
دډوډۍ سستم يې  بوفه وو، په يوه لوى سالون کې  له ډول ډول غوښو  وريجو،سلاد، پيرني او تازه ميووډک  ديګي او لوښي  پراوږده   مېزکتار ايښي  او دسالون برسرته سندرغاړو نرمه موسيقي غږوله. 
نسيم    دخوړو مېز ته نږدې ځاى  ناستې ته وټاکه
موږ لا په خوړو پيل نه وو کړى  چې شپږ اوه انجونې او  ښځې  دديګيو مېز ته راغللې .ټولې ښکلې  او تازه وې خو يوه پکې  دومره ښکلې وه چې تابه ويل   ددوبۍ مصنوعي ښکلا  ته   ماتې ورکوي ،ټولو په قابونو کې ځانته خواړه واخستل اوخپلو مېزونو ته  لاړې . ددې انجلۍ په ليدلو نو  نورزموږخولې دچوله کېدو نه وې: عزيزسمدستي پيل کړ:(دا خو سمه پري زاده ده  ،  آخلک چې وايي په دنيا کې پري زادې شته دي هغه خو همداده ) نسيم مخ راواړاوه  : (ددې ځاى دناستې ګټه  دې وليده داخو يې اول برکت دى ، نور به هم وګورې  )
موږ لا همداخبرې کولې چې داانجلۍ بيا راغله  او دديګيو مېز  ته ودرېده . نسيم په شوخۍ  ددې لپاره چې داانجلۍ  و پوهوي چې دهمدې په اړه  خبرې کوو کله کله دهغې خواته اشاره هم کوي په لوړ غږيې   وويل : ( اف داسترګې دي که  له شرابوډکې پيالې ، والله که خو دزرافې  غړۍ هم دومره دنګه وي،  که پدې ټوله دوبۍ کې بله ښکلې نه وي همداورته بس ده  . دابه دکوم ځاى وي ؟
  چاپېريال عربي  وو.موږ ډاډه  ووچې هغه   په  پښتو نه  پوهېږي  عزيز وويل   :( ماته  خو ته ماليزيايۍ ښکاري ) نسيم ځواب  ورکړ : ( ځه ورک شه په  ماليزيايانوکې دومره  لوړه ونه ا ومناسب اندام   له کومه شوه ؟،دهغوى مخونه خو بې نمکه   تک سپين دي، دابه مصرۍ او يا ترکۍ وي . ته يې  قداو دمخ سرخي وگوره))
 نور نو دشوخۍ پيريان پر ما هم راغلل: :(( ماته  خو هندۍ يا پاکستانۍ ښکاري تاسو خو يې په لاسونو دې بنګړيو او دنکريزو نقش ته وګورئ، اوربل  او جامې يې هم هندۍ ا وپاکستانۍ  ښکاري ،)) انجلۍ بدبد راوکتل  قابونه  يې له خوړو ډک کړل او ولاړه . ما ورپسې   دسترګو په کونج کې کتل کباب يې په نوروښځو ووېشه  او کېناسته .
لږه شېبه وروسته بيا راغله ، نسيم يې په ليدلو وويل:  (( لکه چې دابدرۍ جماله کوم ديو له کوه قاف څخه راتښتولې ده، آخ خدايه دابه دکوم بختورسيف الملوک په نصيب وي))
عزيز  يې خبرې ورپرې کړې : (( ياره يوه شپه يې  په يو ميليون ډالر ارزي )) ماته يې مخ کړ: (( که څنګه اسد استاده ؟))ماورته وويل: ((يوميليون  نه ،سل ميليونه هم پرې کم  دي.  پيسه   که هرڅومره  ډېره  شي بيه او  وروستى حد  ورته ټاکل کېږي   او داښکلا خو نه  حد لري  اونه ورته څوک بيه ټاکلى شي ،ددې ښکلا مثال لايتناهي تقسيم دى او. که ښکلا پېژندونکي يې وويني نويواځې دشونډو دښکلا انځورولو ته به يې  قلم ته يو سمندر رنګ وغواړي ))  هغې بيا هم خپل قابونه ډک کړل او روانه شو. خواړه يې پرنورووېشل او کېناسته . لږ وروسته بيا راغله نسيم ددې لپاره چې بياهغه  په غوږ ووهي په لوړ غږ وويل  : ( که  کوم تکړه هنرمند يې انځور وباسي نو نور به څوک دپيکاسو  په لاس جوړشوي انځورونه او ميناتورۍ هم وانخلي .))
عزيز ورغبرګه کړه (( له خداى نه جار شم چې يا يې دومره ښکلي نه واى پيداکړي او يا يې موږ ته دصبر طاقت راکړى واى  ))
دسترګو په کونجو کې يې داسې راکتل چې   دهرباڼه په خوځېدلو يې موږ ته کرکه ورېده .
زماهم طاقت رانغى :(( دوى اوس هم زموږاحسانمن اوپوروړي دي که موږ بدرنګه نه واى نوددوى ښکلا څه ښکارېده  سپوږمۍ په تياره کې ښه ځلېږي ، ددې سپوږمۍ دځلا لپاره  زموږ مخونه تور او وجود بدرنګه په کار وو ،طبيعت سهوه شوى ندى، که ټول انسانان  ښکلي واى نو نن به ولې ددې يوې  په توصيف له موږ او تاسو ډوډۍ پاتې کېده)) 
مالا خبرې کولې  چې هغه خپل  مېز  ته روانه شوه .
  نور نو زموږ دوتلو وخت وو چې  يوچا زماپر اوږه لاس کېښود، مالا مخ وراړولى نه وو  چې  دهغه خبرې مې غوږ ته راننوتې (( سلام ورور!  وخته مې ليدلى وې ماويل پرېږده چې ډوډۍ وخوري بيا به ورسره جوړپخير وکړم)) دقاضي پاچا په ليدلو خوښ شوم، ورپاڅېدم ستړي مه شي مې ورسره وکړه  ، دستي يې وويل عمر دې ډېر دى  بيګا مې په تلويزيون کې په خبرونو کې وليدلې  له مشر حاجي صاحب سره مې ياد کړې حيران وم  چې  دلته به  دې له چانمبر پيداکړم، ډېر وخت مې نه يې ليدلى )) له ستړي مه شي وروسته مې  ترې وپوښتل چې ستا کور خو  په کويټ کې  دى  دلته څه کوې؟ ويې ويل چې دزوى واده مې تيار و ،کورنۍ  مې پرېکړه وکړه چې دواده مراسم په دوبۍ کې جوړکړي،پرون يې همدلته واده  وو، دوه درې ورځې  نور هم  په دوبۍ کې  يو بېرته  کويټ ته ځو.
کېناستو يو ساعت مو د خپل ګډکلي  په اړه خبرې وکړې په وطن کې  يې دخپلو دوستانو اوځمکو پوښتنه رانه وکړه   .
  ترې و مې پوښتل چې  که څه هم زامن دې په کويټ کې لوى شوي او ډېر يې نه پيژنم  خوبيا هم د کوم يوه  واده وو اومېرمن يې دکوم ځاى د ه  ؟ هغه ځواب راکړ چې  ددريم  زوى واده مې وو اوخپله ورېره  دمشر حاجي صاحب لور سارا مې ورته کړې ته خو خبر يې چې هغوى هم له موږ سره په کويت کې  اوسېږي    ،  ساراخو به  ته هم پېژنې! هغه خو تکړه ليکواله  او شاعره ده  زموږټوله کورنۍ تا پيژني، په انټرنېت کې  دې  مضامين لولي او  احترام درته لري،  ټول راغلي،  همدلته وو  اوس  دسمندر پرغاړه پارک ته  لاړل ، راځه چې له ټولو سره دې معرفي کړم  چاى او شربت به هم  له موږ سره وڅښې) له همدې سره يې له لاسه ونيولم  بې سوال اوځوابه يې روان کړم  ،  دسارا د نوم په اورېدلو زما هم تلوسه  ډېره شوه په انټرنېټ کې مې ورسره ډېر چټ کړى وو .
 ټول له  اوږده مېز څخه راتاو ناست وو  دقاضي پاچا له خولې زمادنوم او تخلص په اورېدلوټول   ودرېدل ،  لاسونه يې پرسينه کېښودل  پاچا ماته ګوته ونيوه : (اسدجان خو زموږ دکلي او سيمې وياړ دى   په   ده موسترګې هسکې دي .) له همدې سره يې   دميز برسرته  نجلۍ  اوترڅنګ يې ولاړ   ځوان ته ګوته ونيوه : ((ساراجانه مې ورېره او اينګور ده ، حامدجان مې ځوى دى  پرون ددوى واده وو  ))  دنجلۍ په ليدلو زماله پښو ځمکه وتښتېده ،  وارخطاشوم: ( هلکه داخو  هماغه ده )، له ډېر خجالته مې پر  تندي   خوله راغله . هغې هم ټکان وخوړ  سره وګرځېده .   پاچا خپلو خبروته   دوام ورکړ  (( ساراجانې  ، تا خوبه اسداستاد  ډېر ياداوه  ښه شوه چې دواده دخوشحالۍ ترڅنګ دې  دده دنږدې ليدلو خوشحالي هم پربرخه شوه ))  سارا وارخطاشوه   ، لکه ترهېدلې هوسۍ  په حيرانتيا يې وپوښتل بابا دا ته څه وايي: (  دابه استاداسد نه وي ، [ ژبه يې بنده بنده شوه ]نه  نه دا هغه کېدلى نشي  ، هغه ما پخپل ذهن کې بل ډول انځور کړى دى، دا ندى .)
 له ډېره شرمه  زما سترګې پر ځمکې   ګنډل شوي ،رڼاورځ راباندې تياره ده  ، مخامخ ورته کتلى نشم.   پاچا ورته  په خندا وويل(  نه بچى اسد  همدادى تالکه چې سپين ږيرى دې  بللى وو  که څنګه ؟)  دسارا پر تندي هم خوله راماته شوه له غوسې نه  په ډک طنز او او ريشخند يې _چې بل  چا نه محسوساوه  او  ټول بار يې يواځې زما پر اوږو وو_  ورته  وويل (هو  بابا د استاد ليکنې  مې ډېرې اورېدلې وې او اوس  چې   په خوړو پسې تللم نودرې وارې مې بيا دده استادانه او فلسفي خبرې!! واورېدلې اوښه شو چې ژر مې  نور هم وپيژنده  .)

 
بېرته شاته