لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
جوړه مارغان
لیکوال: ارش ننګیال   نېټه: 27.05.2011   خپرونکئ:   سمسور  

 پوره دوه میاشتې ورورسته، پوهنتون نه، خپل کور کلي ته راغلم، همدا چې دېرې ته ورسېدو، ګورم چې ابا مې وارخطا، د ونې شاخوا تاوېږي او پورته ګوري، ما وې چې کوم ماشوم  ونې ته ختلی دی او دی ورته په قهر دی. خو په ونه کې ماشوم نه ښکارېده، سمیه کې یوازې د چڼچڼو، ترنم اورېدل کېده. لږه شېبه ورته ځېر وم، چې د ابا مې راته پام شو، حالت یې بدل کړ او د ستړي مشي په اراده اشاره را وکړه، مخ ته یې ورغلم او لاسونه مې ورته ښکل کړل، ابا مې وارخطا  ښکارېده، لاسونه یې ترپخوا ډېر رپېدل، پوښتنه مې ترې وکړه، خو لکه چې نه یې غوښتل راته سه ووايي، خو غلي یې پورته ونې ته وکتل او سر یې د خواشینۍ په شکل ښي او چپ لورته وخوراو. بیا مې ترې پوښتنه وکړه، ابا مې عجیبه کیسه راته وکړه، ډېره عجیبه!
ابا مې زما په اوږه لاس کېښود، په خپل کونځی وچلي یې ګوتې راټینګې کړې، پسې په کټ کې وغځېده، کېدای شي چې غاړه یې ستړې شوې وه. په شونډو یې مسکا او هېښتیا له ورایه ښکارېده، په کراره یې  وویل.
ـ کله چې د پسرلي وږمو ژمی پسې واخېست  او د دېرې وخت راغی، نو ما هم دلته چې اوس زه او ته ناست یو، کټ واچاو، ډېر وخت پاس نه شم کتلی، اوس خو بوډا یم کنه!
ابا مې چې کټ کې ملاست و او زه یې څنګ ته په ژۍ ناست وم، کله ماته او کله یې پورته ونې ته کتل چې یو ببرخاښ کې یوه جاله هم ښکارېده چې واښه ترې ځوړند و. ابا مې پام ځانته واړو.
ـ ځویه! په هاغې ځاله کې یوه جوړه ډېرې ښکلې مرغۍ اوسېدې، ډېر ښکلي غږونه خدای پاک ورکړي وو، ډېره مینه یې له یو بل سره درلوده. څه موده ورورسته یې هګۍ هم واچولې او هغه ورځ هم راغله چې د کټ څنګ ته مې د مرغۍ یومړ بچې پروت و، چې پام مې شو، نو د مرغیو بچي له هګیو نه راوتي وو.
مور او پلار یې په ډېرې مینې ترپخوا ډېرې الوتنې کولې او خپلو بچو ته ېې غله دانه را وړله.
ابا مې غلی شو. بیا یې ونې ته وکتل او په خواشینۍ یې وویل
ـ څو موده  وروسته ښځه مرغۍ له خپلې جوړې سره را نه غله، فکر کوم چې چا وېشتې وه، څو ورځې مارغه په یوازې ځان بچو ته دانه راوړه، بله ورځ مې چې ورته پام شو، نو یوه بله مرغۍ هم ورسره راغله او د ځالې شاوخوا یې شور پیل کړ.
د ابا له دې خبرو سره پوی شوم چې د مارغانو بچي لکه چې کوم مار خوړلي، خو زما کفر درواغ وخوت. ابا مې  چې پاس کتل وویل.
ـ  لږ ورورسته مې چې کتل، نوې چڼچڼې  له ځالې نه د بچو په راغورځولو پیل وکړ او  په ډېر لند وخت کې په دېره خاموشي خوره شوه، شاید چې ټولو کایناتو  د مارغانو په بچو خاموشي اعلان کړې وه.

ارش ننګیال، مینه راډیو، جلال اباد، ماسپښین دوه نیمې بجې

 
بېرته شاته