لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
استادازمون د پښتو ادبي غونډو اوسيمينارونو د يوه سمبالګر په توګه!
لیکوال: ارشادرغاند   نېټه: 26.05.2011   خپرونکئ:   سمسور  

 داليکنه په خوست کې د استادازمون نمانځغونډې ته ليکل شوې وه!

ديوه عادی  انسان اوشخصيت ترمنځ غټ توپېرښايي داوي چې انسان يوازې دخپلو ځاني ،کورنيو يامحدودو ګټو اواړتياوو د پوره کولو هڅه لري خوشخصيت ديوه لوړفکراوارمان د لرونکي په توګه دټوليزو اړتياوو اومسوليتونو لرل اوترسره کول خپله دنده ګڼي.
د دې خبرې په رڼاکې که خپل اوسنى فرهنګي بهيروځيرو نوهرشاعر،ليکوال اوفرهنګي ميني ته فرهنګي انسان ويلاى شو خولږدي هغه خلک چې دفرهنګي شخصيتونو په توګه يې د يادونې جرئت کېداى شي.
په دې خلکو کې استاد ازمون زماپه اند يوله يادونې کسانو په دې دى چې دښې شاعرۍ ترڅنګ په پوهنتون کې د ادبياتوښوونه کوي،دليکوالۍ په بېلا،بېلو برخوکې يې اثارليکلي اوپنځولي،دولسي ادب ډېرې ګڼې ورکې شتمنۍ يې خوندي کړي اودې ټولو سره خواکې دادبي غونډو اوسيمينارونو يومهم سمبالګر اونوښتګر هم پاتې شوى.
داستاد پرهرې يوې دې هڅې خبرې په کاردي خوپه دې ليکنه کې يې د ادبي غونډو اوسيمينارونو د جوړولو لپاره شوې هڅې په لنډيز سره ياديږي.
داستاد ويناده چې دادبي غونډو جوړيدل يې په لومړي ځل په دولس کلنۍ کې پرکال ١٣٦٢ لمريز هغه مهال چې د خوشال خان بابادلېسې د شپږم ټولګي زده کوونکى و،زده کړل.
هغه داسې چې دافغانستان ټلويزون دماشومانو خپرونې ته لاړاوپه يادو يې زده دپښتو کتاب يوه تاريخي منظومه پکې ولوسته،کال وروسته چې دننګرهار د تجربوي لومړني ښوونځي ته راغى،دښوونځي چارواکو ته يې دادبي غونډو وړانديز وکړ چې ومنل شو او وخت پروخت د زده کوونکو په کچه  داستاد په مشرۍ اووياندويۍ داهڅې پيل شوې.
وروسته چې ننګرهارعالي لېسې ته د نهم ټولګي په لوستوپسې لاړ،هلته چې لاله وړاندې ادبي چرګۍ توده اوادبي غونډې او مشاعرې په زورکې وې.
استادازمون په خوشال بابالېسه کې هم دادبي غونډو او مشاعرو يوښه سمبالګرشو،بياچې د کابل پوهنتون د ادبياتو زدکړيال شو،دادبي غونډو دسمبالښت ترڅنګ يې د نوو ښځينه شاعرانو لارښوونه هم کوله.
دکابل پوهنتون په هغو ادبي غونډو اوسيمينارونو کې چې استاد ازمون يې په سرلارو سمبالګرو کې راځي،داستاد الفت په اړه له يوورځيني سيمينار اود شمس بونيري په وياړځانګړې مشاعره يادولاى شو.
پر١٣٧٠ لمريز کال کله چې دپوهاند ډاکټرمجاور احمدزيار په نوښتګرانه زيار اومشرۍ دسيدجمال الدين افغان فرهنګي ټولنې بنسټ په کابل کې کېښودل شو،استادازمون يې د ځوانانو مسول وټاکل شو.
دسيدجمال الدين افغان فرهنګي ټولنې په چوکاټ کې يوه پسرلنۍ مشاعره او د لوى ولسي شاعر ملنګ جان سيمينار هم هغه ادبي راټوليدنې وې چې استادازمون يې په سمبالښت کې سرلارې ونډه لرله.
داستاد ازمون لومړنى چاپي اثر دملنګ جان خوږې نغمې هم ديادشوي سيمينار په وياړ د ملنګ جان د شاعرۍ د در ېيم چاپ په توګه له نويو زياتونو سره خپورشوى.
په ادبي ناستو او راټوليدنو کې داستاد ازمون يوه بله د پام وړاوګټوره هڅه د ١٣٧١ لمريز کال د ژمي په وروستيو کې د ننګرهار ملي ټلويزون لپاره د وږمو بهيرادبي خپرونې پيلونه او چمتو کونه وه.
دا خپرونه چې د دې ټلويزون لومړنۍ ثبتي خپرونه ده،دغونډو اومشاعرو په بڼه لومړۍ اونۍ کې دوه ځلې اوبيايوځل جوړيده، پرازادو مشاعرو سربېره پکې يوشمېر ځانګړې کره کتنيزې ناستې او تړلې مشاعرې هم کېدې چې په هغې ډله کې ادبي مناثره،دکابل پسرلى،د استادالفت سيمينار اوځينې نور د يادونې وړدي.
د وږموبهير له يوې خپرونې دکابل پسرلي څځه داستادازمون په راټولونه ګډه شعري ټولګه پر١٣٧٢ لمريز کال چاپ هم شوه.
په همدې ٧٢يم کال کې کې کله چې داستاد محمد آصف صميم په مشرۍ ننګرهارفرهنګي ټولنې خپل کارپيل کړ،استادازمون يې هم ديوشمېرمهمو ادبي غونډو اوسيمينارونو دسمبالګرې ډلې غړى اومخکښ پاتې شوى.
په دې برخه کې د رحمان بابااو حمزه باباپسرلنۍ مشاعرې،له استادرېښتين سره يوادبي بنډار،داستاد الفت اواستاد خادم سيمينارونه او دځوان شعرسمسورشعر په نامه ځانګړې غونډې ديادونې وړدي.
وږموبهير خپرونه چې ګڼ نوي ځوان شاعران پياوړي اوراميدان ته کړل،په ډېروتاوجنو حالاتو کې هم ترډېره بريده دسانسور له ګوزاره خوندي وه،استادازمون چې دڅوکلونو په اوږدو کې يې نوي ځوان او د روزنې وړ څوادبي ملګري وموندل،يوازې يې د وږموبهير داړتياوو ځوابونکى ونه باله اوپه دې تکل کې شو چې خړشوى فرهنګي چاپېريال له بېلا،بېلوبيارازرغون کړي،په دې لړکې يې دهمدې ملګرو په ملتيادکوټ ولسوالۍ په ترېلي کې داجمل اند د لومړۍ شعري ټولګې(دزړه پرپاڼومې انځوردى ګلاب)دروداتو په بړوکې دخپلې دويمې شعري ټولګې(پرسندرويومېن،سندرو وايو) اوپه دوو نورو سيمو کې دالياس صداقت دشعري ټولګې(بادوړي پلونه)اودخپلو ملګرودګډې ټولګې(څېله کې ګلابونه)دمخکتنو جلا،جلاغونډې وکړې.
وېل کېږي چې دطالب واکمنۍ له تنګسو اوبې وسۍ ډک چاپېريال کې دپټودې غونډو اومشاعرو لپاره داستاد ازمون په مشرۍ فرهنګي ملګرو يې په ساعتونو،ساعتونو پلي مزلونه هم کړي.
استاد ازمون چې د ډېرو دې ناستو وياندي يې هم کوله،دنارنج ګل لرغونې دوديزې مېلې اومشاعرې او په کابل کې هم د ځينو لويو مشاعرو په سمبالښت کې ونډه لرله.
دطالب واکمنۍ ترپاى ته رسېدو وروسته پر١٣٨١ لمريز کال استادازمون د ادبي غونډو اومشاعرو د جوړولو د نوښت بهير ته د ختيزې سيمې ډېرليکوال اوفرهنګيال راګډ اود ختيزې سيمې د ازادو ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه يې رامنځته کړه چې دى يې د رايو په زياتوالي سره مشروټاکل شو.
دې ټولنې دسرڅېړونکي استادعبدالله بختاني خدمتګار په وياړسيمينار،دشاعر برکت الله کمين يادغونډه،په لومړي ځل دنارنج اوغزل شپو بېلا،بېلې مشاعرې،تردوو کلونو پورې اونيزې کره کتنيزې غونډې،دژورنالېستانو دروزنې يوشمېر ورکشاپونه،دشاعر پاينده محمدکږه وال يادغونډه او د مزار رغونه،دسندرغاړو سيدعالم اوبادام منور يادغونډې،دسترعالم پوهاند عبدالشکوررشاد،دروېش دراني،استاد سعدالدين شپون،ډاکټر اسرار اسرار،استاد حبيب الله رفيع،پوهاند سيال کاکړ اورحمت شاه سايل په ژوندوني نمانځغونډې وکړې.
داستادازمون په مشرۍ دې ټولنې همدا شان د حمزه بابا،استاصديق پسرلي،مورنۍ ژبې،غازي امان الله خان،استاد قيام الدين خادم،استاد عبدالرحمن پژواک،ډاکټرخان صيب پاچاخان اوسيال مومند په اړه څه په يوازې ځان اوڅه د نورو فرهنګي کړيو په مرسته غونډې اوسيمينارونه کړي چې د ټولو لپاره ٩٧ سرليکه کتابونه هم چاپ اوخپاره کړي ې حالاتو او اسانتياوو ته په پام سره يې کېداى شي د هېواد د فرهنګي ټولنې په چارو او هڅونو کې يوبېسارى نوښت وګڼو.
د پورتنيو يادو شويو او نايادو شويو داسې فرهنګي هڅو په رڼاکې سړى ويلاى شي چې استاد ازمون د اوسمهالي افغاني فرهنګ يولوړ او د نمانځنې وړشخصيت دى،ځکه تل   د ځوان کول روزونکى پاتې شوى او د لروبرو پښتو د يووالي ډېرعمره ارمان دعملي لپاره يې شپه او ورځ نه ده پېژندلې.
د شمله ورو خوستيانو دې سرونه هسک وي چې دې ځوان فرهنګي اتل ته د لاکاري حوصلې د ورکړې لپاره دى نمانځي.
 په دې هيله چې په پوره ډول رېښتيني اتلان اوشخصيتونه مو دنماېشي اونارېښتينو هغو ځاى ناستي شي!
 
بېرته شاته