لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
بس ټلفون کښېږدي
لیکوال: رحمت الله رحمت   نېټه: 06.05.2011   خپرونکئ:   سمسور  

پردل وویل : نوروز اکا په یاد دي ، دي . زموږ دکلي څنګه ښه ژوند و ،

 چا په لږ درلودل چا به کم ، دچابه لس دچابه شل دچابه زیاتي مېږي او وزې وې ، شپانه به خپله رمه پروخت د څړ لپاره بېوله . له رمې سره به دوه غښتلي سپي هم ورسره وو چي یو لنډی او بل برګی نومېدی .

وایم : پردانژدې حد لېوان نه شوای پرراتلای ، رمه چي به کلي ته راورسېدله ، مېږي او وزې به پړکونه سوې او دخپلو کورو په لور به داسي ورپرېوتې لکه دډېرو شپو پردېسي چي وي ، د هر کور له خوا به دوریو او مرغو مانو اوازنونه پورته کېدل ، او دخپلو مندو و راتلو ته به په هر کلي کي وو، یووار به مېږي اوورۍ ، وزې او مرغومان سره ګډ شول ، مېرمني به کټوي او لوښي په لاس ورته ولاړي وې څو دلوشنګ له کاره ځان فارغه کړي .

هوا او اوازونه به سره زمزمه کېدل ، دخوشحالۍ فضابه جوړه وه ، نو روز اکا پرتندي لاس تېر کړی ، لنګوټه يې ومخته کښېښودله ، سترګي یې له اوښکو ډکي وې ، زیاته یې کړه ، رشتیا هم پردل لالا هغه ښه وختونه وو ، شیدې ا و مستې هرځای ډېري وې ، غرمه به یخو او سړو شلومبو دتبۍ له ډوډۍ سره څنګه خوند کاوه ، دکلي شا وخوامځکي به په پالېزو کرل شوي وې ، هندوانې او خټکي خو بې حسابه وو، دغرو دچینو سړې اوبه او ددښت دګلانو بوی خو پر سړي باندي داسي لګېدی لکه شهد او عسل .

وایم : لکه دلقمان حکیم صاحب دوا او درمل اوس خو مو دادی تر زړه ویني څاڅي او سترګي مو له اوښکو ډکي دي ، دغه دوه درې کاله کاختي او هغه پخوانیو مصیبتونو هیڅ نه راپرېښوول ، مېږي وزې ، خو مو ټولي مړې شوې  ، باغونه وچ شول ، کښت کرونده ختم شوه ، دخوراک شی نه شورا پاته .

وایم : وچ وړه لاله بازاره په پورراوړو، اوس خو دادی پور لا څوک نه راکوي ، چاچي څه وس درلودی هغه بازار و او ښارو ته کډه شول ، چاته خواري پيداکیږي او ډېري یې هلته دربدره ګرځي ، خواري او مزدوري هم نه ورپیداکیږي  ، داوبو غوړپ په څاګانو کي ودرېدی چي باغونه او رمې یې درلودې هغه وفقر ته اړشول .

پردل لالا وویل : هو نوروز اکا تا دفقر خبره وکړه ، هغه بله شپه مي په بازار کي وه ، په جومات کي یوه سړي دمرستي ږغ وکړی اویوې خوا ته یې پټو هوار کړی ، سړی شناخته رامعلوم شو، ښه مي ورته وکتل چي خدای ﷻ دوست اکا و ، چي خلګ سره ولاړل ، پوښتنه مي ځني وکړه ، دوې رمې یې مړې شوي وې ، په صحرا کي دځان پرمرګ بېرېدلی و ، بل چا کومک ورسره کړی و ، دیوچا تر غوږي یې راوستلی و ، دومره خرڅ نه  و ورپاته چي ځان تریوځایه پوري ورسوي یا يې ماښام وخور ي، داسي نو ډېر درواخله ، نوروز اکا یو سوړ اسوېلی وکيښ او ویې ویل : یاره پردل لالا خدای ﷻ     دي فضل کوي نیمه دنیا له فقره سره مخامخ شوه  . وایم : یوازي دغه خدای ﷻ دوست اکا درواخله چي څه يې مانده و ، هرڅه خدای ﷻ       ورکړي وو ، هر وخت پر شلو کسو مېلمنو غښتلی و، مګر خوارکی نن دادی سوال کوي ډېره سخته کاختي او وچکالي شوه .

پردل لالا وویل : دالکه چي ټول زموږ عملونه دي ، چي داسي راسره کیږي ، وایم ، زموږ څه کول دخلګو سره مو معامله څنګه وه او له خدای ﷻ      سره مو وعده څنګه وه ، دخیر او خیرات دروازې وتړل شوې . پخوا به څنګه پسونه او غوايي د رب د رضا لپاره حلالېدل ، وایم : خیرات خو څه کوې فرض زکوة هم نه ورکوي ، پخوا چي به یې نه وې لیدلی پوښتنه به یې کول اوس چي په مخه درشي مخ درڅخه اړوي ، هغه ښه سړی به نو درته وايي . بس شکر دی معنا دا چي نوري خبري مه کوه راڅخه ولاړشه ، ستا به داخیال وي چي دامي دکلي دی یا مي دکاکا زوی دی ، دوکان او کوټې ته به ورشم ، پوښتنه به پر وکړم چي دروازې ته ورنژدې شې ، توري هنداري به یې وي سړی به نه معلومیږي ، چي څوک سته او که نه ؟ بیا نو ددروازې دخلاصېدو په چم هم نه پوهیږي .

کله-کله په لارکي یو سړی ولاړ وي ، هغه دمخه لا درباندي ږغ کړي چي حاجي صاحب نه شته معاف که ، وروره ولاړشه ، ته به پوښتني ته ورځې دوی چي وايي خیرات غواړي ،که دي بخت پرځای و ، نو به دي دننه ورپرېږدي ، بیا نو دادرک نه درمعلومیږي چي روغبړ یا ستړي مسیا څنګه ورسره وکړم او ګوټونه چیري وکاږم ، ته خپلي وصیلې او قرابت په مخه رااخستی یې ، خو په داسي ناولده ځای کي ورننوځې چي که خدای ﷻ      په خیر ځني راوایستې ته چي روغبړ یا جوړ په خیر کوې په دغه حال کي دي دوه یا درې ګلاسونه چپه کړي یا مات کړي وي ، ولي ستا کوټ او پټو دواړه درځړیږي ، له نا پامۍ څخه دي پښه تر ځایه سمه نه رسېږي .

وایم : څه سر دي پرله ګرځوم پریوه لویه سرګردانۍ واوښتې ، په دغه حال کي هغه ستا قریب یا شناخته هم پرځای نه وي ، یودوه منشیان یودوه کشران وي هغه هم چا پراخبار سر ځړولی وي ، چا یو کتاب یا دحساب ماشین مخي ته ايښی وي ، چا بیا ټلفون غوږ ته نیولی وي ، دالو الو (هیلو هیلو ) نارې پکښي وهي او دابه سره وايي :

څنګه سو ، درورسېدی ، بازار څنګه دی ؟ بس درسره رایې نیسه ، دستي شل لکه درحواله کوم ، هو – هو بس صحیح دی ګټه کوي . دلته نو یو وار سره وخاندي په دغه حال کي بیا دټلیفون یوه کیلۍ (بټن) ووهي اوس نو دهغه بل سړي خبري هم اورېدل کیږي ، بیا ورته وايي ښه موسم څنګه دی؟

جواب : دباندي ګرمي ده ، خو موږ ایرکنډېشن ته ناست یو .

پوښتنه : برايي مو څوک مېلمه و؟

جواب : لنډو او پیرک ، څنګه ورقي مو وکړې هوبازۍ چا وګټله ، موږ دوې بازۍ ځیني وګټلې ، ښې دوې بازۍ مو ځیني وګټلې ، بیا خو نو پر زورور واست .

پوښتنه : څه وخت ویده شولاست ؟

جواب :  داسي دسهار خوا وه دسهار لمونځ هم راڅخه قضا شو ښه دسهار لمونځ درڅخه قضا شو؟ هو .

پوښتنه  : هغه نور چیري دي ؟

جواب : هغه لا اوس هم ویده دي ، زه اوس داسي څاښت مهال ستا دټلیفونه په ږغ راويښ شوم مخ مي لا نه دی پرېولی .

پوښتنه : ناری (ناشته ) خو مو هم نه دی کړی ؟

جواب : هو اوس به مزدور راشي شیان به راوړي .

پوښتنه : نن ماښام چیري یاست ؟

ځواب : نن هم دلې یو ، نن نو بازي ډېره ګرمه ده .

دلته بیا داخبري سره وکړي اوکې – اوکې (Ok, Ok ) بس ټلیفون کښېږدي

 

 
بېرته شاته