لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د ښاغلي سالک شاعرانه ژبه
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 24.04.2011   خپرونکئ:   سمسور  

دا ځل؛ د يوه داسې شاعر او ليکوال په شعر او شاعرۍ درسره غږېږو، چې تصوير ساز تخيل يې د تغزل په مرسته د بنګړو غوندې خبرې کوي:

د سکوت سندرو غوږ نيولی
ستا د بنګړو غوندې خبرې کوم

ښايي وپوښتئ، چې دی څوک دی، چې د بنګړو غوندې خبرې کوي، درپېژنم يې خو دومره ژر هم نه، پرېږده، چې پېژندلو ته يې ستاسو تلوسه لږه نوره هم زیاته شي. لاندې غزله يې هم ولولئ، چې د بنګړو غوندې خبرې کوي:

حسن ثوابي جامې اغوستې دي
زړه مې عذابي جامې اغوستې دي

تږي نظرونه ورپسې دي ټول
ښکلې سرابي جامې اغوستې دي

هسې مې روح نه دی د وږمې په څېر
تا جوړ ګلابي جامې اغوستې دي

مياشت به زما بيا په ميکده کې وي
بيا يې شرابي جامې اغوستې دي

تش په اسويلي به ترې وتلې يې
نن دې حبابي جامې اغوستې دي

جامې؛ هغه جامې دي، چې پرده په کې کې نغښتې او د ژوند يو عادي څيز ښکاري، خو ښکلې هغه وخت شي، چې شاعرانه او مترنم بار پیدا کړي او د هر چا مينه ورته راشي او د يو ډېر قيمتي څيز په توګه ورته وکتل شي. دا کمال او دا قوت په شاعر کې دی، چې تږي نظرونه پرې اوبه کول غواړي او هغه سرابي جامې دي.
دا د سرابي جامو انځوروونکی شاعر، چې د بنګړو غوندې خبرې کوي، ښاغلی غلام مصطفی سالک دی.

پېژندنه:

((مصطفی سالک د سيداجان سالک زوی د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د کنډي باغ د قاضيانو په کلي کي کې دنيا ته سترګې غړولې دي. پخپله د ده په وينا د زوکړې دقيقه نېټه يې نه ده معلومه، خو په تذکره کې په ۱۳۵۷ کې يو کلن بلل شوی او دا هغه کال و، چې دی ښوونځي ته تللی. کال دوه يې زده کړې نه وې کړې، چې په وطن کې ناورين پیل شو او دی له زده کړو پاتې شو، خو کله، چې په ۱۳۶۱ لمريز کې له خپلې کورنۍ سره پېښور ته مهاجر شو. هلته يې په شپږم ټولګي کې داخله واخسته او ورسره يې د عربي او انګلېسي کورسونه هم تعقيب کړل.
په ۱۳۶۸ لمريز کې له دولسم ټولګي نه تر فراغت وروسته په دعوت و جهاد پوهنتون کې د ادبياتو په پوهنځي کې په زده کړو بوخت شو. په ۱۳۷۲ لمريز کې له نوموړي پوهنځي نه يې په لوړه درجه دپلوم ترلاسه او په هماغه پوهنتون کې د کدر په توګه ومنل شو. په ۱۳۷۴ لمريز کې له پېښور پوهنتون نه يې په پښتو ادب کې ماستري واخسته او له ۱۳۷۶ لمريز نه تراوسه پورې د بي بي سي راډيو کې په دنده بوخت دی.
سالک د پښتو يو فکري او نوښتګر شاعر دي او له ۱۳۶۵ لمريز نه راپدېخوا شاعري او ليکوالي کوي. دا، چې هغه څه ډول د ادب دنيا ته مخه کړې، يو ځای يې په دې هکله ليکلي دي: (( نه مې شي ياد، چې له کومې زمانې راهيسې پر ادب مين يم، لا په ښوونځي کې نه وم شامل او بيخي ماشوم وم، چې له ټيپ ريکارډره مې د مومن خان شيرينۍ، يوسف خان او شېربانو، شېرعالم او ميمونې، تاج محمد او نمرو او نورو مينو منظومې روماني کيسې په يادو زده وې، چې ډېر وخت به مې په خپله حجره کې د ترونو په فرمايش مېلمنو ته په ترنم کې ويلې. د جنګ په کلونو کې نه لوبې په خپله بڼه پاتې وې او نه د فطرت په غېږه کې په خپل واک ګرځېدای شو، د حقيقت د دنيا همدغه قحط و، چې د تخيل له قاف سره يې اشنا کړم، د ښاپېرو کيسو به خوند راکاوه، ښايي همدغه به زموږ د ماشومتوب پېښو ته د جنګ د ديو د پرتو زنځيرونو جبران و. پلار مې د کابل په حربي ښوونځي، حربي پوهنتون او پښتو کورسونو کې استاد پاتې شوی و، صوفي هم و او همدغه زما نيکمرغي وه، ځکه چې هرراز کتابونه يې راباندې ولوستل او په خانقاه کې مې د حافظ، رحمان بابا، مولانا رومي او عطار له رندانه او عارفانه شاعرۍ سره اشنايي پیدا کړه. (ستوري د ادب په اسمان کې ۲۱۸-۲۱۹مخونه(.))
سالک په ۱۳۶۵لمريز کې شاعري پیل کړې او څه موده وروسته د ارواښاد استاد الفت د اثارو تر لوستلو وروسته یې د هنري نثر د ليکلو هڅه کړې.
د طاووس بڼکه، سندريزې چينې او خيمه ما از سايه هما بود د هغه شعري ټولګې، پاتې شه باران يې ناول، منشور يې کره کتنه او د اوښکو موسکا يې هنري نثرونه دي، چې د چاپ په ګاڼه پسولل شوي دي. خيبرۍ خبرې اثر يې د چاپ په درشل کې دی. دغه اثر يې د پښتو د غزل بابا امير حمزه خان شينواري اند وژوند بيانوي.
سالک په ځوانو شاعرانو کې داسې يو شاعر دی، چې شعرونه يې که هغه غزلې دي او که نظمونه؛ د خيال او مضمون ښه پشتوانه لري او هغه د استاد محمد صديق پسرلي په خبره تصوير ساز تخيل يې د تغزل په مټ د بنګړو غوندې خبرې کوي.
سالک اساسا د غزل شاعر دی، خو ورسره ورسره نظمونه هم ليکي. استاد پسرلي د ده پر لومړنۍ شعري ټولګې د طاووس بڼکه کې د خپلې سريزې په يوه برخه کې دې موضوع ته په اشارې سره ليکي: (( دا مجموعه د فورم او چوکاټ په اعتبار دوه ډوله شعرونه لري؛ غزلې او نظمونه. موږ دلته پنځه لس نظمونه او اويا غزلې لولو، په دغو دواړو ډولونو کې که د نظمونو د تسلسل شرنګا د سړي پام په بله نه کړي، د ژبې او خيالونو له پلوه چندان توپیر نه سره لري. د نظمونو ژبه او محتوا يې هم د غزل ژبه او محتوا لري، چې دا پخپله د نظمونو ستره کاميابي ده.))
استاد وړاندې بيا د ښه نظم خصوصیات داسې بيانوي: (( په نظم کې عموما يو خيال پالل کېږي، ښه نظم هغه دی، چې خيال اورېدونکي ته منعکس کړای شي، تناسب، د زمان او مکان په نظر کې نيول، ښکلي تصويرونه په کې کارول، د الفاظو فصاحت او روانۍ ته پام کول او دغه شان شعر بايد بې ضرورته يوې يا بلې خوا ته کوږ نه شي، يعنې له موضوع خارج نه شي. سستي يې عیپ ګڼل کېږي او تر مطلب بايد (وپوهېدې) په کې ډېر نه وي او لفظي او معنوي دو رنګي بايد ونه لري... له ښه مرغه د سالک صاحب نظمونه زما په نظر په تول پوره خېژي او د خو ځای نه په کې وينم.))
خو ځوان شاعر نذیر احمد نذير بيا په دې اړه بل نظر لري، هغه وايي: (( زه يې له نظم نه په غزل کې ډېر زور وينم، د غزل هر بيت يې يو نظم کېدلای شي، ولې يو نظم يې يو بيت.))
اسدالله غضنفر په نظم او غزل دواړو کې د سالک کمال په دې کې ويني، چې په شاعرانه ژبه پوهېږي: (( سالک صاحب هم نظمونه ليکي او هم غزلونه، د کمال خبره خو دا ده، چې په دواړو کې استاد دی. هم يې نظم باارزښته دی او هم يې غزل. د ده د هنر تر ټولو لوی راز دا دی، چې دی په شاعرانه ژبه پوهېږي.))
شاعرانه ژبه څه ده، په دې باره کې څه ويل اسانه نه دي، ځکه له يوې خوا د ډېرو مفصلو توضيحاتو غوښتنه کوي او له بلې خوا په دې باره کې جامع او باوري خبرې هم مشکلې دي، خو د سالک صاحب د شاعرانه ژبې په اړه بايد ووايو، چې هم يې په نظم کې شته او هم په غزل کې. استاد غضنفر د سالک په شعر کې د شاعرانه ژبې وايي: (( دی هغه کلمې او جملې، چې موږ يې په ورځنۍ ژبه کې د افهام او تفهيم لپاره کاروو، په هماغه ډول يې نه استعمالوي. سالک يوه بله هڅه هم کوي او هغه دا، چې دی هغه جملې، شاعرانه ترکيبونه، خيالات او طرزونه، چې نور شاعران يې استعمالوي؛ نه کاروي. دی کوښښ کوي، چې نوې شاعرانه جمله جوړه کړي. زه به د ده د نظم يوه برخه درته ووايم، په افغانستان کې يو وخت سوله وه، جنګ نه و؛ نسبتا ارامي وه، خلک خوشاله وو، بيا جنګونه راغلل، شل پنځه ويشت کاله جنګونه وو. زموږ شاعرانو کوښښ کړی دی، چې دغه دوه حالته سره مقایسه کړي، يعنې د دې لپاره، چې اوسنۍ بدبختي وښيي، نو هغه پخوانۍ د سولې حالت يې ترسيم کړی دی. دا کار سالک صاحب هم کوي، خو د ده طريقه بېله، نوې او پخپل انداز ده. دی وايي:

نه يزيد و، نه دا سوې کربلا وه
شور د پېغلو و، د شين ګودر اروا وه

نه به داسې زموږ کلي کې تياره وه
نه په ټولو څلو شمعې وې، رڼا وه

د چرګانو جنګ د تېږو ويشتل دود و
ښه خوږه د خوړ د غاړې مشغولا وه

دا نظم د ياغي ځوانانو سيمه نومېږي؛ چې دغه درې بيته يې هم موږ دې نتيجې ته رسوي، چې دی د اوسني او پخواني حالت د پرتلې لپاره څومره نوې طريقه پیدا کوي، فرضا نه يزيد و، نه دا سوې کربلا وه؛ که ځير شو دلته يوه تلمېح په کې راولي. داسې يوه تلمېح، چې له دې حالاتو سره ډېر لګېږي او هغه هم پخپل شکل راولي. زما په خيال د سالک صاحب د هنر ترټولو لوی کمال دا دی، چې دی لومړی په ژبه مسلط دی، دی خپله شاعرانه ژبه لري او ورسره د خيال څښتن دی. د خيال په څنګ کې د فکر څښتن هم دی. سالک صاحب مطالعه کوي، زما په خيال مطالعه کول د هر لوی شاعر او ليکوال ته ضرور دی. سالک صاحب هميشه کتاب لولي، په پوهنتون کې يې استادي کړې ده، د ادبياتو مدرس پاتې شوی دی، اوس هم هميشه يو کتاب لولي، فلسفه هم لولي، دغو ټولو شيانو د ده شاعري هم ښه کړې او هم له نورو بېله کړې ده.))
راځئ، چې په نظم کې د سالک د تغزل مستي ته لږ تم شو:

احساس

مقتول زړګيه سزاوار يې دغم
تا له خونخوارې سره مينه کړې

چې ورته ستوري د اميد سترګې دي
له داسې يارې سره مينه کړې

++

اسمان ته نه ځي د مئینو دعا
له پرښتو ځينې امين هېر دی

زړګيه شک دې په باور واړوه
ستا له جانان ځينې يقين هېر دی

++

اوس د مجنون ګرېوان ته نه ګوري څوک
مينه مادې غوندې اثبات غواړي

د جنۍ سترګې زېړ بشر څه کوې
د سرو او سپینو په سوغات غواړي

++

دې زمانې ته افسانې ښکاري دا
چې تشو تورو نه غزل جوړوي

یا به دا ښکلې ارجمند هېروې
با به هغې ته تاج محل جوړوې

++

ته لکه کاڼی يې غمی خو نه يې
د هغې حسن خپل نمود غواړي

چې بنديوان يې کړې پرې شک ونه شي
صاحبه داسې يو وجود غواړي

++

د قهر سیند ته دې وروغورځوي
بيا په خندا کې درته لاس درکړي

څه په غرور او خواخوږی زړګيه
د خپل غربت درته احساس درکړي

سالک په شعر وشاعرۍ کې خپل طرز او سبک لري، غضنفر وايي: (( سالک په هغو محدودو شاعرانو کې دی، چې خپلې خبرې او خپل طرز لري، سړی په اسانه کولای شي، چې د ده طرز احساس کړي. داسې نه دی، چې د ده سبک په نورو سبکونو کې ورک دی.))

د سالک ډېر عمر په پېښور کې تېر شوی او له همدې امله د هغه په شعر کې يو څه پېښوري ګړدود تر سترګو کېږي. غضنفر په دې اړه وايي، دا چې ده سبق په پېښور کې لوستی، کورنۍ يې هلته مهاجره وه او په پوهنتون کې هم د ارواښاد تقويم الحق کاکاخېل شاګرد پاتې شوی، نو ځکه يې په شعرونو او ليکنو کې د پېښورۍ لهجې يو څه اغېزې ترسترګو کېږي. خو ښاغلی غضنفر دا هم وايي، چې سالک په خپلو پنځونو کې د پېښورۍ لهجې خاص کمالونه او ښکلاوې راخستي، چې د هغه د شعر مانيز او جوليز خوند يې زیات کړی دی: (( په مليونونو افغانانو په پېښور کې وختونه تېر کړل، خو ډېرو لږو په کې د پېښورۍ لهجې هغه خاصو کمالونو او ښکلاوو ته، چې زموږ په شعر او نثر کې نشته، توجه وکړه. د سالک صاحب يو امتياز دا دی، چې له پېښوره تش لاس نه دی راغلی. زموږ په پخوانو نثر ليکونکو کې استاد رښتين او ګمان کوم استاد خادم هغه کسان وو، چې د خپل عمر يوه وړه برخه يې هلته تېره کړې او هلته يې څه ويلي او زده کړي وو، دغو استادانو په نثر او شعر کې د ژبې کومې ځانګړنې، چې وې، دلته به يې لږ لږ له هغو ځانګړنو څخه په خپلو اثارو کې استفاده کوله، خو د اوسني نسل په ځوانانو کې سالک په هغو شاعرانو کې راځي، چې د پېښور د شعر او د پېښورۍ ګړدود له ښکلاوو نه ډېره ښه استفاده کوي. دی وايي:

هغه وخت چې زه شاعر ومه ملګرو
ښکلو سترګو کې د مينې شرارت و

نامريي لېمو مې سترګې ګرمولې
سرو غوټيو کې سرور و حرارت و

دا د مينې شرارت د پېښور له خوا راغلی ښکلی ترکيب دی. دا د پښتو ژبې د غنا او بډاينې سبب کېږي، چې موږ د پښتو ټولو لهجو ته توجه وکړو او په ټولو لهجو کې، چې کوم کمالونه دي که هغه ليکلې بڼه لري او که ناليکلې بڼه هغه په شعر کې داخل کړو. البته زه، چې وايمه ده له پېښورۍ لهجې استفاده کړې ده، منظور مې دا نه دی، چې خيال يې هم هماغه دي.))
سالک دوې شعري ټولګې لري. يوه يې د طاووس بڼکه نومېږي، چې ۷ کاله مخکې چاپ شوې او سندرېزې چينې يې اوس اوس د چاپ په ګاڼه پسولل شوې ده. ډېری کره کتونکي په دې اند دي، چې د يو شاعر وروستۍ چاپ شوې ټولګه تر پخوانۍ هغه ښه او ښايسته وي، خو د ځينيو ځوانو شاعرانو او ليکوالو په اند، د سالک په برخه کې کېدای شي دا خبره يو څه پښه نیولې طرحه شي، ځکه هغه شاعرانه شرنګ، چې د هغه په لومړنۍ ټولګه کې شته، په وروستۍ ټولګه کې يې په هغه قوت نه ليدل کېږي. نذير احمد نذیر، چې د سالک دواړه ټولګې لوستي دي، په دې اړه وايي: (( د سالک شاعري مې ډېره خوښېږي، په تېره د هغه د طاوس بڼکه شعري ټولګه. د ده دا شعري ټولګه مې بيا بيا لوستې او ډېر بیتونه مې يې په یادو زده کړې دي، خو په سندريزو شېبو کې يې هغه قوت نه وينم. سره له دې، چې د ده په دې ټولګه کې هم د فکر او خيال ترمنځ ښه توازن شته، خو د اوسنۍ شاعري په نسبت يې هغه پخوانۍ شاعري زما پر زړه ډېر چک لګاوه.))
خو غضنفر بيا بل څه وايي او د سالک د سندريزې چينې شعري ټولګه د يوويشتمې پېړۍ مهم کتاب راپېژني: (( زه ګمان کوم لس کاله پخوا و، زه په تهران کې وم. هغه وخت له لندن خپرېدونکې مجله ډېوه مې ترلاسه کړه. مجله مې راواړوله، په هغه کې د يوه زلمي يو غزل و. د دې غزل اول بيت داسې و:

ستا د سترګو کتاب وايم ستا نظر زما خوښېږي
اوس د مينې په مذهب شوم، پيغمبر زما خوښېږي

دا غزل مې تر اخره ولوست، ټول بيتونه يې خوندور او منتخب وو، د شاعر نوم مصطفی سالک و. د ده نوم مې پخوا نه و اورېدلی، خو له هغه وروسته مې سالک صاحب هميشه په ذهن کې دی او ما ته يو ډېر ښه شاعر معلومېږي. د ده دا غزله د شعرونو په لومړۍ مجموعه د طاووس بڼکه کې راغلې ده. اوس، چې له هغه وختونو ډېر کلونه تېر دي، د هغه بله شعري ټولګه، چې سندريزې چينې نومېږي؛ له چاپه راوتلې؛ ځينې کسان وايي، د سالک لومړی کتاب ممکن تر دويم کتاب بهتره وي.))
غضنفر وړاندې وايي، د سالک د شاعرۍ په اړه دا خبره ځکه دقیقه نه ده، چې هغه په لومړی کتاب کې يو قسم روماني شاعري کوي، خو په وروستي کتاب کې يې موضوعات متنوع دي: (( عمر يو څه پرې تېر شوی دی، ها د ځوانۍ د ابتدا او د شباب کلونه يې نه دي، اوس يې ځواني او عمر يو څه نور هم تجربه کړي دي، اوس دی د ماضي، راتلونکي او د ژوند د ماهيت په حصه کې يو څه خبرې کوي، اوس ورسره سوالونه او موضوعات ډېر شوي دي، په دې نسبت زه د ده دوهم کتاب د هغه تر لومړي کتاب هم ډېر مهم ګڼم او داسې ګمان کوم لکه څنګه، چې د طاوس بڼکه د پښتو د معاصر ادب يو مهم کتاب دی، که هرڅوک د ادبیاتو تاريخ ليکي او د طاوس بڼکه په نظر کې نه نيسي دا به بې انصافي کوي. دغه راز په باور سره وايم، چې سندريزې چينې هم هغومره ارزښت لري، بلکې لا ډېر ارزښت لري. زما په نظر سندريزې چينې به د يوويشتمې پېړۍ ترپايه پورې يو ترټولو مهم کتاب وي.))
که څه هم د سالک شاعري روماني شاعري ده، خو ځای ځای ځينې شعرونه او بيتونه يې حالاتو ته هم ځانګړي شوي ښکاري او د ملک د بربادۍ او پرې د راغلي ناورين ښه انځورګري کوي. هغه هم داسې، چې د تغزل خواږه په کې وي. غضنفر، چې د ادبیاتو د ژبې په غيرمستقيم والي ډېر ټينګار لري، د سالک دې ډول شاعرۍ ته داسې نغوته کوي: (( د ادبياتو د ژبې د تعريف په حصه کې ويل کېږي، چې د ادبیاتو ژبه ابليک ژبه ده. ابلیک د اروپايي ژبو يوه اصطلاح ده، معنی يې دا ده، چې د ادبياتو ژبه غير مستقيمه ژبه ده. معنی دا، چې د ادبياتو په ژبه کې داسې نه وايو، چې زه بازار ته ځم، يا مثلا کابل ته ځم، خو ممکن داسې ووايو: زه د وطن زړه ته ځم. ځکه، چې کابل پايتخت دی او پايتخت يې له زړه سره تشبیه کړی دی. دا يو قسم ادبي جمله ده، البته ادبي ژبه، چې کلیشه شي بیا ډېره بده وي. مثلا که اوس يو شاعر ووايي، چې زه د وطن زړه ته ځم؛ موږ ته خوند نه راکوي، ځکه ښايي مخکې هم څو ځله د وطن زړه له پايتخت سره تشبیه شوی وي. سالک صاحب همداسې غیرمستقیمه ژبه لري، له اوله تر اخره؛ ده د وطن د حالاتو په اړه ډېرې خبرې کړې دي، طبعا سیاسي خبرې يې کړې دي؛ خو همیشه يې دغه غيرمستقيمه ژبه ورته انتخاب کړې ده. د جنګ او سولې په اړه د ده ي، بيت دی، چې وايي:

د څلورو سترګو جنګ کې بارودي نظرونه اوري
دا د امن ارتقا ده دغه شر زما خوښېږي

دی په غير مستقيم ډول خلکو ته وايي، چې له جنګه لاس واخلئ، يو بل مه تباه کوئ، خپل کلي مه ړنګوي، خپل عزیزان مه وژنئ. خو که جنګ ته مو زړه کېږي، نو د مينې جنګ شروع کړئ. مطلب يې دا دی، چې ژوند شروع کړئ، مينه شروع کړئ او له اسنان سره محبت پیل کړئ. دغه بیت په حقیقت کې يو ډول سياسي او اجتماعي پيغام لري، خو دی دغه پیغام د تغزل په جامه کې او په غير مستقيمه ژبه يې راته وړاندې کوي. زما په نظر دا د هنر او ښه شعر يو ټولو لوی راز دی.))
راځئ، چې د سالک د داسې شاعرۍ يو څو بېلګې ولولو:

په اور ورين وخت کې مو سترګې جنګولې سره
موږه په شر کې هم د امن حمايت کړی دی

ستر ارمان مې امن دی پوره يې کړه
ګرانې د ليمو په جنګ کې پټ کړه ما

منم چې ډېر لري خطر جنګونه
امن ته ښه دي د نظر جنګونه

هلته به ومنم چې امن راغی
که پيغلې وکړې په ګودر جنګونه

سالک پخپل شعر کې وخت انځوروي، خو ډېر شاعرانه او په انځوريز ډول، دې ډول بيان کې يې د تداعي ډېر قوت پروت دی او همدا، چې څوک د سالک داسې يو بيت واوري، نو هغه وخت او شېبه يې سترګو کې انځور شي:

لاس نه بنګړي او نه د غاړې نه يې هار تاوېږي
د ګل وجود نه اوس دوره لكه د مار تاوېږي

ستا خونړي باڼه يې هم په ننګه ودرېدل
جانانه اوس به له حالاتو نه جنګ وبايلمه

ما شراب د نرګسي سترګونوش کړی
د خوشبو غوندې بې هوښه مې هوا وړي

زه شهيد مازیګری يم ما د پېغلو په لاسونو
د سندرو په کفن کې د ګودر په شور کې ښخ کړ

په داسې شعرونو کې د سالک کمال په دې کې دی، چې خيال او فکر يې متوازي حرکت لري، يعنې څومره يې، چې په شعر کې ژبنۍ ښكلا په څپو وي، هغومره فکر هم په کې په څپو وي. پوهنمل محمد اسمعيل يون د سالک په شعر کې د خيال او فکر دې تړاو ته په کتنې سره وايي، چې دى هم د الفاطو زېرمه لري، هم مطالعه لري، هم د ادبياتوله پوهنځي فارغ دی او هم په ژبني مسلك كې وارد دی او له دې کبله د ده شاعري پخه او خوږه ده: ((سالك صاحب خو د پښتو د اوسنيو شاعرانو د ټاپ شاعرانو له جملې څخه دى. د ده نېكمرغي دا ده، چې له فني پلوه د ادبياتو له پوهنځي نه فارغ دى او په اصطلاح د فطري زكاوت ترڅنګ يې كسبي پوهه هم زياته ده، نو د ده شاعري هم د فكر له پلوه ډېره پخه ده او هم د الفاظو او يا په اصطلاح د افادې د طرز له مخې پخه شاعري ده.))
يون وړاندې وايي، چې د سالک په شعرونو کې نوي مفاهيم او انځورونه شته دي، چې تر دې د مخه نورو شاعرانو نه دي راوړي او يا نورو شاعرانو دا لاره نه ده تعقيب كړې: (( البته هر شاعر خپله لاره لري، كېدای شي ځينې نورو خلكو په نور برخو كې ډېر ښه ښه انځورونه وړاندې كړي وي، خو سالك د شعر د ښكلاييز او فكري اړخ ترمنځ يو ښه توازن ټينګ كړى دى.))
يون د سالک شعر له هنري اړخه دومره خوږ، فصيح او بليغ ګڼي، چې سړى نه ستړى كوي يعنې سپوره شوى نه دى او فكر اړخ يې هم دومره كمزوری نه دى، چې د تكلف او تصنع خوا ته تمايل ښكاره كړي: (( ځينې نور شاعران، چې د فكري شتمنۍ له كمښت سره مخامخ دي، يعنې فكري قوت يې كم دى، هغوى د شعر د هنري اړخ په پلمه خپل فكر پټوي او هسې الفاظ وړاندې وروسته كوي، وزن او اهنګ وركوي او نور يې په متن کې هيڅ روح نه وي، هغه د فكر روح په كې نه وي. د شاعرۍ تر ټولو ښه مهارت همدغه دى، چې ده دواړې برخې، چې ښكلاييز او فكري برخې دي دا يې دواړه په توازن كې ساتلې دي.))

سالک له شعر سره مينه لري او له همدې مينې د هغه ریاضت کوي:
ته دې ټپو ته رنګ د مينې ورکړه
زه به غزل ته ریاضت وکړمه
همدا رياضت د هغه د شعر د پوخوالي سبب ګرځېدلی او هغه د ارواښاد تقويم الحق کاکاخېل په وينا، دې رياضت د سالک شعر د زلمو له ډلې نه راجلا کړی او مشرانو ته نږدې کړی دی

 
بېرته شاته