لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د بچه سقاو نهه مياشتنۍ دورې ته يوه کتنه
لیکوال: جاويد واک   نېټه: 24.04.2011   خپرونکئ:   سمسور  

دغه ليکنه د هيواد په وتلې سياسي مجلې(پسرلی ) کې چاپ شوې وه، چې د لوستونکو د لا مالوماتو لپاره يې دلته نشروو. كه څه هم كورنيو او بهرنيو تاريخ ليكونكو په افغانستان كې د حبيب الله كلكاني (بچه سقاو) شخصيت او نهه مياشتنۍ دوره په پوره ايماندارۍ راخيستې ده، خو دم ګړۍ د هېواد د ځينو رسنيو له لارې د ده پر ښكاره تور شخصيت او دورې د پردې اچولو هڅې كېږي او غواړي چې بچه سقاو په يو نوي نوم افغان ولس ته ور وپېژني، خو افغان ولس وايي چې كه شپه تياره ده نو مڼې په شمار دي.

په همدې بنـسټ د هغو كسانو په پار، چې د هېواد تاريخ يې سم نه دى لوستى، يو ځل بيا د بچه سقاو شخصيت او نهه مياشتنۍ تورې دورې ته د تاريخ په رڼا كې يو ځغلند نظر اچوو.
زموږ خلك د تاريخ په اوږدو كې يو ډول نه، يو ډول د بهرنيانو د ښكېلاك قرباني شوي او د بربادۍ كندې ته لوېدلي دي.
دا تېري كه په ښكاره او يا هم په پټه تر سره شوي؛ خو ډېرى وخت د ځينو ناپوهو او د ځان او هېواد پلورونكو كسانو په مرسته بهرنيان په دې توانېدلي چې په افغانستان د تېري زړه وكړي، په دې ليكنه كې هم د داسې چا په هكله څه ليكوو، چې د بهرنيانو په ملاتړ له غلا نه پاچاهۍ ته ورسېد.
دغه كس حبيب الله كلكاني (بچه سقاو) و، چې په همدې اړه يې پخپله يو مشهور اثر ((له غلا تر باچاهي)) كښلى دى.
بچه سقاو د پرديو په چوپړ كې:
كله چې پر۱۹۱۹ زېږديز كال غازي امان الله خان انګرېزانو ته په پوره مانا ماتې وركړه او د يو ستر ابر قدرت نه يې خپلواكي واخيسته؛ نو غازي امان الله خان ته د يو نوي او متمدن افغانستان د جوړېدو هېلې پيداشوې.
انګرېزانو په رسمي توګه دافغانستان خپلواكي ومنله؛ خو په پټه كې د غچ اخيستو په لټه كې شول، چې پخوانۍ تجربې يې هم ورسره ملې وې.
انګرېزانو غوښتل دا ځل يو بل ازميښت هم تجربه كړي. د همدې لپاره اړ و چې په افغانانو كې ځينې مهرې ولري، نو ځكه يې بچه سقاو انتخاب كړ، كه څه هم د تاريخ په رڼا كې بچه سقاو يو بې سېواده او ناپوه كس و، خو د انګريزانو لپاره همداسې يو كس پكار و چې له ملي سياسي فكر لرې وي او د دوى د شومو پلانونو په ترسره كولو كې خپله شخصي ګټه ګوري.
د غازي امان الله خان په دوره كې دى په دولتي كچه د يو چالاكه غل په نوم پېژندل شوى و، نو همدا وه چې انګريزانو د يوې مهرې په توګه وكاروه..
انګرېزانو غوښتل دا ځانته جوته كړي چې يو لږكى قوم كولى شي په افغانستان كې د دوي ګټې تضمين كړي؟ نو په همدې خاطر يې لومړى بچه سقاو د دې جوګه كړ، چې ګړوبړ جوړ كړي او بيا د نوي راټوكېدلي تمدن مخه ونيسي.
 
له غلا تر باچاهي:
حبيب الله كلكانى چې په بچه سقاومشهور دى د امين الله زوى او په۱۸۹۰ زېږديز كال زېږېدلى دى. پلار يې د شمالي دكلكان اوسېدونكى و، چې څه موده شپون و او وروسته يې بياسقاوي غوره كړه. پلار يې غوښتل چې په زوى درس ووايي؛ خو حبيب الله له بدو او خرابو هلكانو سره ناسته ولاړه كوله. غلا او قماربازۍ يې ورځنۍ چارې ګرځېدلې وې. په۱۹۲۶ زېږديز كال په شاهي پوځ كې عسكرشو. يو ځل يې له عسكرۍ په پټه وسله وړله چې غله پرې راپېښ شول. په نښته كې يې يو غل وواژه. كله چې دندې ته راغى په پټه دوسلې وړلو په تور ونيول شو. پنځه مياشتې يې په بندكې تېرې كړې. وروسته خوشې شو او پېښور ته وتښتېد. هلته يې له محمد صديق بوټ خرڅوونكي سره مزدوري كوله. وروسته له هغه ځايه هم وشړل شو او له سماوارچي سره يې كار پيل كړ. په ۱۹۲۷ زېږديز كال بېرته كابل ته راغى او بيا يې په داړه مارۍ لاس پورې كړ. ځينو څېړونكو د هغه په باب ويلي، چې حبيب الله ډيركورمغزه انسان و. دحافظې ځواك يې خورا كمزورى و. ځكه خو يې د درېيوكلونو په موده كې له څو ملايانوڅخه د بغدادۍ قاعده هم زده نكړه. ده ورو، ورو له كابل نه بهر هم د غلا اوچپاول بازارګرم كړ.
ويل كېږي چې هغه په پېښور كې داوسېدو په وخت دبرتانيې له استخباراتو سره نژدې اړيكې درلودې. همدا راز ويل شوي، چې د كابل د اشغال په لومړيو كې سقاويانو سره د فعاليت په سيمو كې ځينې انګريزي استازي هم موجود و او بچه سقاو د برتانيې د نماينده (ام فرنيس) سره شخصي اړيكې درلودې.
ميرغلام محمدغبار په خپل اثر كې ليكي: ((كله چې دسقاو زوى په باړه چنار كې په غلا ونيول شو، په يوولس كاله بند محكوم شو، خو سمدلاسه په مرموز ډول خوشې شو.))
د نورو يادو شويو اسنادو تر څنګ د غبار تاريخي سند هم په دې ګواهي وركوي چې بچه سقاو يو غل و خو په باړه چنار كې يې د يو غل په توګه نيول، بندي كېدل او په مرموزه توګه خلاصون يې دا هم په ډاګه كوي چې ده، يو ډول نه يو ډول د بهرني استخباراتي كړيو سره لاس درلود. په داسې حال كې چې افغانانو په ډېره مېړانه انګريز ته ماتې وركړې وه او د وخت افغان واكمن غازي امان الله غوښتل چې هېواد د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په كتار كې راولي؛ خو سقاو د همدې حكومت د رانسكورولو په موخه د برتانيې په ورغوي كې د پلان په جوړولو اخته كېږي.
 
د بچه سقاو نهه مياشتنۍ دوره:
هغه دكابل په كوهدامن سيمه كې داړه ماران راټول كړل او د كابل د نيولو پلان يې جوړ كړ.
ده چې په غلا او لاره شكونه كې يې خورا مهارت درلود؛ نو په ډېره اسانۍ يې په ۱۳۰۷ لمريز كال د لړم په مياشت كې د كابل اوشمالي ولايتونولاره پرې كړه. د همدې كال د ليندۍ په مياشت كې يې د سراى خواجه سيمه ييزحكومت له منځه يووړ. دى د خپلې داړه مارې ډلې سره ورو، ورو مخكې راته، تر دې چې پر كابل د بريد په خاطر دخيرخانې له كوتله واوښت؛ خو په شهرارا كې ودرول شو.
په دې وخت كې غازي امان الله خان د جنګ دارامولو په خاطر له سلطنت نه خپله خلع اعلان كړه. وروسته عنايت الله خان باچا شو؛ خو چې ده سره هم د افغان ولس د وينو تويدو اندېښنه پيدا شوه؛ نو دوه ورځې وروسته هغه هم خلع او واك يې بچه سقاو ته پرېښود.
بچه سقاو د ۱۳۰۷ لمريز كال د مرغومي په ۲۸ مه، مازيګر مهال ارګ ته ننوت او په ګلخانې ماڼۍ كې كېناست.
غلام محمد غبار په دې اړه ليكي، چې حبيب الله طبعاٌ د يو هېواد ادارې څخه نه بلكې د يو كلي د ادارې كولو نه هم عاجز وو.
بچه سقاو دومره د پوهې دښمن و، چې پخپله كابينه كې يې د پوهنې او عدليې وزارتونو ته ځاى ورنه كړ. هېڅ يوه هېواد هم د بچه سقاو اشغالي حكومت په رسميت ونه پېژانده. حبيب الله د خپل حكومت په موده كې په خلكو كې يو ډول وحشت خپور كړى و. ډېرى مشران يې ووژل او د هغوى سرونه يې پل خيشتي ته راوړل او مېخونه يې په كې ټك وهل.
 انګريز ژورنالست (رونالد وايلد) چې په كابل كې اوسېده، وايي: ((بچه سقاو لكه ځناور په وهلو ټكولو كې لوى شوى و. كله چې قدرت ته ورسېد، داسې ظلمونه يې وكړل، چې په تاريخ كې يې سارى نه ليدل كېږي.))
نه پوهېږم چې په دې ورستيو كې د رسنيو په ځانګړې توګه د نورين تلويزون د ((سرزمين من)) خپرونې له لارې ځينې كسان د بچه سقاو د شخصيت او د ده په نهه مياشتنۍ دوره كې پر افغانانو په شويو ظلمونو ولې پرده اچوي.
بچه سقاو د خپل حكومت په اوږدو كې ښوونځي وتړل، جرګه لوغه شوه، اداري فساد اوج ته ورسېد، عايداتو سقوت وكړ، تجارتي لارې بندې شوې، ژبني، قومي، مذهبي او سمتي اختلافونه وزېږېدل.
بجه سقاو نه يواځې د پوهې سره دښمني درلوده بلكې هغه كسان يې و نه غوښتل چې د پوهي په لور ګام اخلي. ده د يو ښوونځي دوه زده كونكي په بې رحمانه توګه ووژل.
 د افغانستان مشهور ژورنالست غلام محى الدين انيس په خپل اثر كې د هغه د كړيو ظلمونو په اړه ليكي: ((قلم د هغه څه له تصويرولو څخه عاجز دى، چې بچه سقاو د كابل په خلكو تېر كړل. هغه به خلك په ناحقه اعدامول او وژل به يې.))
بچه سقاو او د هغه ملګري تردې حده جاهل او حريص وو، چې د خلكو مالونه يې چورول. د خلكو په ځمكو كې يې كورونه جوړول او له دولتي ځايونو څخه يې شخصي حوېلۍ ګانې جوړې كړې وې.
د تاريخ پروفيسور مرحوم محمد علي، چې د بچه سقاو د اشغال پر وخت كابل كې و، د هغه او د ملګرو په اړه يې وايي: ((بچه سقاو به اشراف او پوه خلك له كورونو راوېستل، په بازارونو به يې ګرځول او شكنجې به يې وركولې. له هغه سره راغلي ملګري هر يو ځانته باچا و. خلك به يې نيول، په اېشېدلو تېلو به يې شكنجه كول. د وجود هر اندام به يې بېل بېل ترې غوڅاوه او حبيب الله به خوند ځينې اخيسته.))
 همداراز د ده او د ملګرو په اړه يې غلام محمد غبار داسې ليكي: ((دا چې بچه سقاو او ملګري يې وحشيان او لوچكان وو، ډېر خلك يې نه وو ليدلي، په كابل ښار كې به يې، چې هر ژوندى سر وليد، د هغه د غوڅولو په لټه كې به شول. دوى به تل په توره، زنځير او اعدام تكيه كوله.))
حبيب الله كلكاني د خپل حكومت په موده كې د عياشۍ بازار ګرم كړى و. په لږ وخت كې يې د ښځو يو لوى حرم جوړ كړ. بچه سقاو سره له دې چې ښځه يې درلوده، د سردار محمد علي د ښايستې لور د واده كولو په لټه كې شو. هغې نجلۍ د سقاو زوى له واده كولو مرګ غوره وباله او زهر يې وخوړل؛ خو د خداى په فضل زهرو مړه نه كړه. همدا راز د سقاو د زوى مرستيال حسين د اپرېل په ۲۷ مه، يوه معصومه او پاكه نجلۍ د هغې په كور كې په زوره بې سيرته كړه.
د همداسې ظلمونو د ترسره كولو په اړه يې سردار فيض محمد خان زكريا ليكي: ((زه د بچه سقاو ظلم، وحشت او جهالت د ټول بشريت ننګ او عار ګڼمه))
نو يو داسې شخصيت او توره دوره چې تاريخ يې هم په ليكلو شرمېږي؛ نو پوهېږم په دې ورونو مو څه ټكه لوېدلې ده چې د داسې يو كس په شخصيت پرده اچوي.
 
يو بل افغاني ننګ
دا چې د سقاو زوى په خلكو قيامت جوړ كړى و؛ نو افغانان هم د دې وحشي له ظلم څخه د خلاصون په لټه كې شول. غازي محمد نادر خان چې دا وخت له هېواده بهر و، د افغانانو په غوښتنه سره له نورو مشرانو افغانستان ته را غى او د حبيب الله د اشغالي حكومت د راپرځولو پلان يې جو ړ كړ. غازي محمد نادر خان ملي لښكر راټول كړ او د بچه سقاو پر ضد يې جګړه پيل كړه. له څو ورځو وروسته د جګړې لمنې د كابل ښار ته راورسېدې. بچه سقاو د غازي محمد نادر خان د كورنۍ ټول غړي له ځان سره په ارګ كې برامته كړل او غازي محمد نادر خان ته يې اخطارونه وركول، كه له جنګه لاس وانخلي، د كورنۍ ټول غړي به يې ووژني. نادر خان هم پروا ونه كړه او پر ارګ يې حمله وكړه. په دې ډول د سقاويانو ۹ مياشتنۍ توره دوره پاى ته ورسېده. په ارګ كې د غازي محمد نادر خان اتلس كلنه لور ووژل شوه او د كورنۍ نور غړي يې په لاس ورغلل.
د ۱۹۲۹ زيږديز كال د اكتوبر په لسمه اعليحضرت غازي محمد نادر خان د ارګ سلامخانې ماڼۍ ته ننوت او د بادشاهي پر تخت كېناست. د سقاو زوى او د هغه څو ملګري يې په دار وځړول او په دې توګه يې افغانستان له سترې بدبختۍ څخه وژغوره
 
ماخذ:
افغان سمسور--- دويمه سقاوي
عطايي محمد ابراهيم---- تاريخ معاصر افغانستان
 
بېرته شاته