لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
ګل زرينه
لیکوال: رفيع الله روشن   نېټه: 13.04.2011   خپرونکئ:   سمسور  

نن بيا له معمول سره سم له ټولونه مخکې د شنې ونې لاندې راورسېدم له وچو وښونه په جوړې شوې سترنجۍ  په دېره کې وغزېدم، داهغه يخه او شنه دېره وه  چې هر كال به داوړي دګرمۍ موسم په رارسېدوسره سپن ږيري علي خان اكا په خپلو لاسونو جوړوله،په دې دېره كې يوه غټه دتوت شنډه ونه ولاړه وه چې له ډډنه به يې ايله ددوه غټوسړيو لاسونه تاوېدل،زماپه شمول به دکلي څو شوخ ماشومانو   هره ورځ تر غرمې پورې پكې ساعت تېري کوله او دعلي خان اکا نه به مو په زړه پورې کيسې اورېدلې ، هغه به مونږ ته داسې ټوکې او کيسې کولې چې له ډېرې خندا نه به ډډه په ډده اوښتو حتى تر دې پورې چې  نوربه مو له ډېرې  خندانه  له سترګو اوښکې روانې شوې.
زه ناست وم او علي خان اکامې ليده چې څلورپټيه وړاندې يې په غوايانو باندې چې ده به ورته ((برګۍ ))جوړه ويلې يوه (قلبه)کوله خو اواز مې پرې ونه کړ ولې چې نه مې غوښتل دده شوق مټکورکړم هغه يوه پخوانۍ سندره په لوړ اواز له زمزمه کوله  اواز يې تر ما  ښه په اسانۍ سره رارسېده ، له ځانه سره مې ورته خندل ، چې سليم اوناصر هم راورسېدل اولکه د تبک نيولو پسونو يې له ډېرې ستړيانه اينجه وهله، سمدستي په دېره کې پرېوتل ،لس بجې به وې چې  هغه هم قلبه  خوشې كړه ، کونده په پټي کې ولاړه، پاتې شوه او ده برګۍ جوړه ددېرې په لور را رونه کړه، هلته يې ورته په څپره کې ژور اخور جوړ کړى وه ، په سر کې يې ويالې ته بوتلل اوبه يې  ورکړې،بيايې راوستل  په خپلو خپلو مېوګيويې وتړل، اواز يې وکړ براته بچو! له دېرې نه يوه غېږ خيد(شنه جوار) راوخله او دغوايانو په مخ کې يې واچوه چې ډېر وږي شوي دي، برات لا تر دې وخته ما نه وه ليدلى چې راغلى دى،هغه هم سستي ونکړه غېږ يې له خيدنه ډکه کړه اودغوايانومخې ته يې په اخور کې  وغورځول .
نور ترې دواړ ه راغلل،ټولو ورته سلام اوستړمشي وركړه،زه را پورته شوم، په خټين جام كې مې ورته دشنې ونې لاندې له خښې چاټۍ نه يخې اوبه رواخستې،لږې مې ورته په څټ کې تويې کړې،اخ اخ يې وکړ داکوم حرامي يې ؛مکوه چې شخک به شم ډېر ستړى شو يم،مخې ته يې راتاو شوم اوبه مې ورکړې،هلكانو ټولوپه يوه اواز ورته ويلې ،بوډا!  نن به كومه كيسه راته كوې ؟ داچې هغه دبوډا په لفظ ډېر غوصه كېده نو يوځل يې ټول پسې واخستل اوله دېرې نه يې وشړل ،خوبيا سره راټول شول اوپه زاريو اوننواتويې ورته پيل وكړ،چې خيردى يوه كيسه خووكړه،چې نورنو غرمه ده علي خان اكا وويل: راځۍ نن درته زما د عكسرۍ د وخت يو ه كيسه وكړم، ټولوورسره ومنله.
کيسه يى داسې   پيل کړه: دوه څلوېښتمه هجري سنه وه چې يوه ورځ د غرمې يوولس نيمې بجې وى د شنو وښو پنډ مې په شا کړى وه،او د کور په  لور روان وم د کوڅې په خوله کې (ګل زرينې) د مئينى ترور لور له مټ نه په ناڅاپه توګه ونيوم او کش يى کړم،علي ګيه!  چيرته داسې بېغمه روان يى؟ کلي ته عسکر راننوتي دي ځوانان له ځان سره عسکرۍ ته بيايي بيا يي راباندې يوه ټوکه هم وکړه، چې ته خو هسې هم ځوان نه يې ورځه تاته به څه نه وايي ، ګلزرينه زما ډېره خوښه وه،نه   پوهېږم چې دهغې به هم خوښېدم اوکه نه،خوتل به يې راسره ټوکې کولې،چې مايې هم له ټوکونه ډېرخونداخسته،يو وخت مې ورته دولسوالۍ له بازارنه،دځونډي جوړولو لپاره يوه کوچنۍ دمخ کتلو شيشه  اولونګ هم راوړي وو.
زما په زړه يې د ډار روې ګډې کړى سخت يې ووېرولم ؛ پنډ مې ځاى پرځاى کېښود،لږ داسې ورمخکې شوم زمونږکور د کوڅې په اخر کې و،پدى ځاى کې كوڅه  يو څه تاوه شوې وه او موړ يې لاره، کله چې له ګولايۍ نه ورمخکې شوم ګورم چې همدا زموږ د کور په خوا کې يو کله فيل (واز) موټرولاړى دى چې خړ او نصواري رنګ يې و اوڅوتنه عسکر زموږ ددروازې مخې ته  ولاړ دي ټكان مې وخوړ، غوښتل چې بېرته وروسته ولاړ شم .
 په دې وخت کې ،دادې مې چې له عسکروسره ولاړه وه راباندې فکر شو،يودم يې چيغه کړه، هغه دى علي ځوى مې راغى ، رښتياهم چې پخواني خلک ډېردساده او صادقه وو، ددې له غږسره دعسکرو فکر هم زما په طرف شو، ما غوښتل چې تېښته وکړم ، خو له پېښې به څه تېښته وي ، عسکرو وويل چې ځاى پرځاى ودېږه او ونه ښورېږي ، نور نو لړزه راباندې ولګېده داسې شوم لکه دپښو لاندې مې چې په روانو اوبوکې شګې روانې وي، د قدم اخستو نه وم، ځاى پرځاى مېښ شوم، هغوى هم راغلل او موټر ته يې ور پورته کړم.
موږ ورته له خندا لوټ په لوټ اوښتو او ده راته کيسه کوله ، له خټين جام څخه يې يو غړپ وکړ حلق يې تازه کړ اوکيسې ته يې ادامه ورکړه، زموږ له کوره يې سيده ولسوالۍ ته يوړم، درې ورځې ورسته يې له څوتنو نورو ځوانانوسره کنړ ته ولېږلم ، هلته مو عسکري پيل شوه ، څه سربه مو خوږوم،يوکال عسکري  وي ،ماچې کله اووه مياشتې تېرې کړې نو ر مې زړه تنګ شو، په کور پسې به ډېرخفه کېدم،خو مورته به مې غوسه راتله، يوه ورځ پټ دشپې له ځايه دحاجت په بهانه پاڅېدم،او د تېښتې پرېکړه مې وکړه، ډېرفکر کولوته مې وخت ونه ليد،نو همداسې روان شوم،درې ورځې مې په پښومزل وکړ،وروسته له درې ورځو نه مې ځان د ننګرهار بهسود ولسوالۍ دبهراباد ته را ورساوه ، زه ډېر بلد هم نه وم ، څوځله مې لارې ورکې کړې، په بهرابادکې مې غوښتل چې له سيند نه پورېوزم،تکل مې وکړ چې په اوبولاهوکېږم ،ګورم چې څوعسکر هم دي او غواړي له ابونه پورېوزي، ددوى په ليد يوځل بيا هرڅه رانه هېرشول، زلزله راباندې راغله په ابولا نه وم ګډشوى چې ژامې مې په کړپېداشوې، هغوى چې زما دژامو ډول وهل وليدل،  نو سم دواره راباندې پوشول،چې زه حتماً کوم کيس لرم اوياهم کومه پېښه په مخ کې لرم، نو يې بې له ځنډه راباندې سترګې راووېستې  اى دغل بچيه څه کوي غواړې چې وتښتې؟ ژرکوه ووايه چې له کوم ځايه راوتښتېدلې،اوچېرته ځې،ماهم دنرپشان ورته وويل چې له کونړ نه راغلم،اوکورته ځم.
په كونړ كې دې څه كول؟
هلته عسكر وم!
له لاسه يې ونيوم ،راځه اوس دې کور ته بيايو، ډېرې زارۍ او عزرونه مې ورته وکړل،خو غږمې يې وانه ورېده،يورانه مخکې شو اوبل راپسې،پدې چې بيا ونه تښتم ،خوهغوى لاپدې نه پوهېدل چې که چېرې ماته د تېښتې چل راته نو اوس به دوى څنګه نيولى وم!
ماورته وويل ښه نوبيا؟
ويې ويل: خړسرو ورځ موراباندې تېره کړه نور نو وږى شوى يم اوخبرې نشم كولاى، شهصوار ورته وويل ،خير دى اکا نو زياتي خوبه کيسه هم خلاصه شوې وي خو د ا اخري يې هم ووايه چې بيا څه وشو، سړى په خندا شو چې آن په خوله کې يې دغاښونو دنه شتون له امله تالو ښکاره شو،موږ هم ورسره وخندل ،ويې ويل : بياداسې وشو چې زما دتېښتې سزا داشوه چې يوکال عسکري مې په دوه کالوکې پوره کړه ، او وروسته له دوه کالونه د اول ځل لپاره کورته راروان شوم، چې دلارې په اوږدوکې ترخذ هم رانه ورک شو.
موږ ټولو بيا خټ وهل،په کړس کړس مو وخندل اوشور مو جوړ کړ،سليم ورته ويل ښه نوبيا څه وشو؟ په څټ کې يې ورته څپېړه ورکړه نو بياڅه خوکورته راغلم او چې راورسېدم نو داسې وم لکه څرنګه چې تللى وم،نه راسره تذکره وه اونه ترخذ، هېچاراباندې باور نه کاوه چې زما وخت به پوره شوى وي ،ټولوبه ويل چې علي خان له عسکرۍ نه راتښتېدلى دى،نور نوله هماغې ورځې نه زه يم او داسپېره پټي اودادى ترنن ورځې پورې پکې اوړم را اوړم، چې په دې وخت کې نور نو پخه غرمه وه چې ده ته يې مېرمنې د غرمې نارى راووړ او موږ چې لکه دسپېرکونډ کې بچي له ډېرو اوښتو او را اوښتو نه خړ پړ شوي وو د کورونو په لور وخوځېدواوپه لاره کې مو دعلي خان اكا  کيسه يوبل سره په خندا تکراروله .

 
بېرته شاته