لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
17.06.2019 د ښاغلي احسان الله جرس شعرونه 17.06.2019 د ښاغلي اتل افغان شعرونه 17.05.2019 د ښاغلي نصيراحمد شهاب شعرونه 17.04.2019 د ارواښاد عمر دراز مروت شعرونه 27.11.2018 د ښاغلي نظیف تکل شعرونه 11.09.2018 د ښاغلي غازی نادان شعرونه 19.07.2018 د ښاغلي بهار عیار شعرونه
 
کابلیان
لیکوال: علي سید سعیدي   نېټه: 11.04.2011   خپرونکئ:   سمسور  

محمود بوجۍ په مځکه کیښوده، په لستوڼي يي د تندي خولې پاکې کړي. لمر نيژدې نیم اسمان ګام کړی وه، کولنګ يي پورته کړ، د کولنګ په تیره څوکه يي  یو بل ته مخامخ  د یو ګام  په فاصله لس- دولس ګامه اوږدې لیکې جوړي کړي، هره لیکه يي یو څپک ژوره کړه. سپین سرې  مور يي د خيمي له اړخه سر ښکاره کړ، ناره يي کړه:
 بس که نور، دا کار به څه درکړي؟ ځان دي په لمر وواهه.
محمود ور وکتل، په اسوده غږ يي وویل:
ادې لږ پاتي، زیاتي خلاص یم،
 له وهل شوي لیکي يي پسته خاوره بیله کړه. سر يي ټیت و، د شونډو لاندي  ورو لګیا و:
په هغو سترګو را ګوره چې ازار پري نه راځي
زه د هغه چمن ګل یم چې بهار پري نه راځي
که ځواني شي زما خاوري ، ستا اعتبار پري نه راځي
له خیمي یو کوچنی ماشوم راووت، ټنډ غمبوري يي سپیره ښکاریدل. خشکي وهلي ول،  ګرمي تور اړولی و، لوڅي پښي راخوشي و، نږدي شو، خولۍ  يی  په لاس کې وه، ویي ویل:
ادکۍ .......
محمود پورته وکتل، مسک شو،
ادکۍ درکړه؟
لاسونه يي له خاورو وڅنډل، ماشوم يي غیږ ته پورته کړ، سیني ته يی جوخت کړ، په مخ يي ښکل کړ، دهلک په وچ غمبوري يي د شونډو چاپ پاتي شو، ستوماني یی ووته. ماشوم يي کوز کړ،  خولۍ یي په سر کړه، ماشوم ته يي خیمي ته د تګ ویل. بیا لګيا شو، وهل شوي لیکې يي له خاورو پاکې کړي، څنګ ته يی د تورو تیږو کوټ ولاړ و، په لاس يي ټولي کړي وي. دري کونجه تیږي يي په وهل شوې مځکه کي کتار لکې کړې. څنګونه يي ورته له خاورو ډک کړل. له ځایه پاسید، چنګ ورته ودرید، په شوق يي وروکتل، د لکو شوو تیږو کتار د خیمي تر خولي رسیدو، خوښې يي شوې، په بوجي کې پراته سپین ګاټی  يي د تورو تیږو منځ کې وشيندل، لار يي جوړه کړه. د خیمي دواړه خوا پردي پورته وي، دري ګامه وړاندي د منجانو دیوال ولاړ و. د پناهې لپاره. محمود کولنګ د خیمې څنګ ته کیښود، یوه ځوانه ښځه له خيمي ووته، لوټه يي لاس کې وه. ماشوم په ژړا و، مور ټینګ کړی وه، مخ يي ورته غوړاوه. محمود د خیمي مخته کیناست، ښځي وبه راوړي، محمود لاسونه لپه کړل، ښځي وبه ور خوشي کړي. مخ  يي تازه کړ، اوبه ښې ولګیدي، خیشته  لاسونه يي په سر او سټ تیر کړل،  څو غړپه يي  خولي ته واچولي. ښځي پلو کوږ کړ، محمود يي په څنډه مخ وچ کړ.  مور ماشوم خوشي کړ. ماشوم  محمود ته منډه کړه، ښځه خیمي ته ننوته، مور د واسیلینو سر بند کړ، ویی وویل:
ښه ، دغه لاره به څه درکړي؟  د څپري غم به دي  خوړلي وه. دې خیمه کي به اوړی پاخه شو. ټولو خلکو څپرې جوړې کړې.  یو مونږ پاتي یو.
 محمود له ځایه پاڅید،  شاه او خوا يې وکتل، تر ليري سپیني او شنې خیمي ولاړي وي. کوچییان نه وه، د کابل مهاجر. د سر شاهي (حصار شاهي) دښته نور سپيره ډاګ نه و. محمود وویل.‎
ادي! پریږده خلک پوه شي کابلیان یو،  سرخرود نه په موادو پسې نه یو راغلي.


پای
۰۵ / ۰۴ / ۲۰۱۱

 
بېرته شاته