لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د لستوڼي مار
لیکوال: نصير احمد احمدي   نېټه: 26.06.2007   خپرونکئ:    

لوړ او هډور سړي د كوټې د يوازېنۍ درڅې پر خوله نيولې ښيښه د خپل ښي لاس ورغوى تېر كړ. د باندې يې وكتل،

 له اسمان څخه د واورې سپين بڅركي دروڼكو غوندې راتويېدل. بې له دې چې د اورښت ننداره پرېږدي، په ولاړو يې وويل:
تا غوښتل چې نورګل ووژنې؟
يوه تنكي غږ ځواب وركړ:
هغه زما د پلار قاتل دى".
د ولاړ سړي مغزى كوږ شو، په تريو تندي يې وويل:
موږ ته تشې خبرې د منلو وړ نه دي، موږ له ثبوت پرته څه نه شو كولاى".
د اتلس كلن ځوان سر وځړېد، لاړې يې تېرې كړې، په غريو نيولي غږ يې وويل:
قوماندان صاحب! د شپې كار و، خو ما نور ګل د سپوږمۍ په رڼا كې وليد، ده زما پر پلار د كلاشينكوف سلامت جاغور تش كړ. ما چې په كوټه كې ځوړند ټوپك ته لاس كړ، دى بيا زموږ د چمبر تر پخڅې غورځېدلى و."
پكول پر سر قوماندان د بخارۍ څنګ ته پلتۍ ووهلې. پر سره انګار يې څو وچ لرګي كښېښودل، سرو سكروټو ته يې ورپو كړل، كله چې شنو لمبو خړ لوګي په غېږ كې ونيول، ويې ويل:
موږ يوازې حقيقت ته په درنه سترګه ګورو. داسې خوله به ونه مومې چې په نورګل د قتل شاهدي ووايي. خو تا د ډېرو كليوالو په وړاندې هغه تر ډزو لاندې نيولى و. دا چې يوازې يوه ګولۍ د هغه مټ ته سيخه شوې وه، دا به د خداىج ساتنه وه. په لسګونو خولې ستا پر كړي جنايت شاهدي وايي".
دا وخت قوماندان ځوان ته وكتل، خو چې د هغه سر همداسې ځړېدلى پاته شو، نو ويې ويل:
"نور ګل د ډزو پور غواړي، دى دا حق لري، چې تا تر ستوني ونيسي، خو نورګل زما مجاهد دى، ناز مې اخلي، په كم شي به يې غاړه ورخلاصه كړو. زما په فكر د ستونزې د ليرې كولو لپاره به تر دې بل ګټور كار نه وي".
ځوان سر هسك كړ، د هغه په پراخ تندي كې تنګې ګونځې ژورې شوې. وړې شونډې يې وخوځېدې:
"زه په خپلو سترګو ډاډه يم چې د قاتل په پېژندلو كې تېروتلي نه دي. زه به د خپل پلار په وينو لنده، سپينه ږيره هېره نه كړم. زه به په خپل زړه كې د پلار د غچ ټكى د نور ګل په وينو مينځم او زما په فكر تر ټولو ګټور كار به د نورګل وژل وي. هغه هم زما په لاس".
د قوماندان كڅوړنې سترګې رډې راوختې. په خوشكه يې چغه كړه:
"له مخې مې ورك شه!"
د ځوان د لينګو له ټولېدو سره قوماندان خپله خبره اوږده كړه:
"جماله!ته شناخته سړى يې، خو پام دې وي چې دلته له خپلې ازادۍ څخه ناوړه استفاده ونه كړې. د ټوپك ګولۍ تر چابكو هوسيو ګړندۍ وي. كه په تېښته بريالى هم شې، ابادۍ له دې ځايه ليرې پرتې دي. دا په واورو پټ غرونه له وږو لېوانو ډك دي. ته خو هوښيار سړى يې، د هېچا خپلې غوښې په تېرو غاښونو نه لورېږي".
(2)
جمال د بند په توره او سړه كوټه كې ګوښى غزېدلى و. دا كوټه له خپلو نورو دوو همزولو كوټو سره يوځاى د غره په ټټر كې ابادې شوې وې، د تيږو او خټو دا ولاړ دېوالونه د يو څو تنو مجاهدينو فرعي مركز و.
جمال د ټيټې ونې لرونكى تنكى ځوان و، د ده د مخ ګرده كاسه د نوې ځوانۍ په دانو سره وه، غټې شنې سترګې يې د مردكيو غوندې ځلېدلې، لنده زنه يې د څو سره بخونده ژېړو وېښتو له چولو څخه ښكارېدله. دا شپږم سهار و، چې دى د خپل تربور د ټپي كېدو په جرم له مجاهدينو سره بندي و.
جمال، په يوه نرۍ لښته د غوړو په تور ټيم كې پرتې ايرې سره وتوشپلې. په ايرو كې يې يو بل سوكى هم ونه موند. ده ته خړې ايرې تر سپينو واورو سړې واېسېدلې. دا وخت دده غوږونو د خندا يو دپ اواز واورېد. د بند د كوټې ختيز دېوال د مجاهدينو د سهارني پيتاوي ځاى و. د خندا غږ له همدغه ځايه پورته كېده. په دې خندا كې د نورګل تيره غږ د جمال پر زړه نوكراغې لګولې. ده د خندا د نه اورېدو په هيله خپله زړه او شكېدلې بستره د كوټې لويديز لوري كونج ته يووړه، د پخوا په څېر اوږد وغزېد. د زنداني سړي او ناروغ بنيادم څېرې د غبرګونو ماشومانو غوندې تر ډېرو سره ورته وي. د جمال څېره مړاوې ښكارېده،نن ورځ يې يوازېنۍ مور د ذهن سترګو ته ولاړه وه. ده د غم د سكڼلو لپاره خوب غوره وګاڼه. په بړستن كې يې ځان ونغښت، اړخونه يې بدل كړل، خو خوب د سارايي الوتونكو په څېر نيوى نه وركاوه.
دا ځل د جمال غوږونو يو بل غږ واورېد، دا غږ د نورګل د خندا تر غږه ډېره تېره و، يوناڅاپه د بم درنې چاودنې ټوله كوټه ولړزوله، له پښتولانو(تيرانو) لپې- لپې خاورې راتويې شوې... دې وحشتناك غږ لا په غره كې انعكاس نه و موندلى، چې دويمې چاودنې د جمال وجود له ځمكې يوه لوېشت پورته كړ او د خاورو او د دېواله د لوټو له لويو او وړو ټوټو سره يوځاى پر ځمكه ولګېد.
جمال غوږونه څك كړل. الوتكې تللې وې، د باندې د هديرې غوندې چوپتيا د ده زړه ولړزاوه. د پوښو له ټولېدو سره يې د كيڼې پښې په غوړګه كې يو نرى درد احساس كړ، له ولاړېدو سره يې نور بدن روغ ورته واېسېد. شا و خوا يې سترګې وغړولې، د كوټې دېوالونه په خپلو پښو ولاړ وو، يوازېنى ختيز دېوال يوه درز سره وېشلى و. جمال له ځانه خاورې او دوړې وڅنډلې. په پوړېدلو لينګو د كوټې وره ته ودرېد، د ده د لاس پوړېدلې ګوتې تر يوه زنګن لاستي تاو شوې، سړې هوا د سوځېدلو غوښو بوى د ده په سپږمو ننه ايست. دى وره ته مخامخ پر واوره پروت سړي ته د زړه په زور ورنژدې شو. د هغه له بدن څخه د سوځېدلې غوښې بوى ته. ده د مړه تر مټ خپل لاس لاندې كړ، هغه يې ستونى ستغ راواړاوه. د سړي څېره د اور لمبو وهلې وه او نايلوني سوځېدلې جامې يې د بدن په پوستكي پورې سريښ وې، د بم يوې وړې چرې د هغه زړه سورى كړى و.
جمال په وېره د بند د كوټې ختيز دېوال ته وكتل، يو ناڅاپه يې د لېونيانو غوندې چغه كړه، په وينو سره جسدونه يې پر يوه او بل مخ سره واړول. سوځېدلي ګرينونه يې يو- يو په ګوتو كې ټينګ كړل، په شدت سره يې وخوځول، خو د مرګ ملايكې يوازې تش كالبوتونه پرېښي وو.
لمر د پخوا په څېر خپلې تودې وړانګې شيندلې، خو په دې توپير چې څو ګړى مخكې يې ژونديو هډونو ته ګرمي وربخښله، خو اوس دې بې حسه جسدونو د لمر مينې ته كومه اړتيا نه لرله.
لمر شا و خوا د واورې پر سر سپين غمي او دا له غوښو او هډوكو نه، پر جوړو شويو بدنونو باندې پرتې كنډك كنډك سرې وينې يو شان ځلولې.
جمال څلورو خواوو ته مغزى كوږ كړ، د چاودنې ځاى له دېوال څخه پنځه شپږ ګامه ليرې ورته ښكاره شو. جوړ شوي كډي تر نژدې د سپينو واورو مخ په شګو او سوځېدلو باروتو تور و.
جمال د شهيدانو په منځ كې په جګو پښو ناست و. د ده په سترګو كې ډنډ اوښكو تړلي ورخونه وهلي وو. ده د يوه كوچني غوندې ژړل... يوناڅاپه يې زړه د پښو تر تلو ايسته تېر شو. د جمال د كميس لمن د شا لوري ته كش شوې وه.
د مړه ليدل د بنيادم وجود پوړوي، خو د جسد حركت د انسان زړه لړزوي. د جمال زبون وهل شوى و. ده په رنګ الوتې څېره د شا لوري ته مغزى كوږ كړ. دا وخت په باروتو له يوه سوځېدلي تور لاس څخه د ده لمن خوشې شوه. د زګېروي په بدرګه يې يو ورو غږ واورېد:
"مرسته!"
جمال په بيړه د ژوندي پر ټټر پروت جسد ليرې كړ. ده په چابكۍ سره د سړي سر له لندې ځمكې پورته كړ. په ځېر يې د ټپي څېرې ته وكتل، كه څه هم چې د سړي څېره په وينو سره وه، خو جمال په دې غوښن مخ كې دا ډبل او زړېدلي برېتونه وپېژندل.
ټپي سترګې وغړولې. خو د كيڼ ورون سوي درد دى اړ ايست، چې همداسې پړمخې پرېوځي. ده په پرتو خپل بدن ته وكتل، تر ورانه يې سپينې ريتاړې تاو وې، څنګ ته يې د خپل پرتوګ بياتي شوې سلامته پايڅه، په وينو سرې څېرې او د الكولو يو تش ښيښه يي ډبلى پروت و. د كوټې په يوازېنۍ درڅه كې باد د ښيښې پرځاى يو تازه ټك وهل شوى خيرن پلاستيك رپاوه. ده په تړل شوې بستره پرته، د څرمنې په پوښ كې ايښې خپله توپانچه (تفنګچه) وپېژندله.
د ساړه باد لګېدا، ټپي اړ ايسته چې د وره خوا ته مغزى كوږ كړي، يوناڅاپه يې بدن پړك واخيست. ده جمال ته په يوه داسې وېره كتل، لكه د مرګ ملايكه چې د ده د اروا د قبضولو لپاره په وره كې ولاړه وي. جمال د خپلې ښۍ پښې په پونده ورټېل واهه، ده ډكه غېږ لرګي د بخارۍ ترڅنګ كښېښودل. ټپي ته يې وكتل، ورو يې وويل:
"حال دې څنګه دى، له درد نه خو به په عذاب نه يې؟"
ټپي په وازه خوله او ناباورو سترګو ده ته كتل.
جمال د بخارۍ ور پرانيست، سور انګار يې په يوه لرګي سره وتوشپه او بې له دې چې سړي ته مخ ورواړوي، ويې ويل:
"د بم پارچه دې د ورانه سلامته بوټي له ځانه سره وړې ده. سر دې يوې چرې مازې څټلى. خو وينه يې د تم كېدو نه وه، شكر وباسه چې په بدن پياوړى يې، كه نه د دومره وينې په ضايع كېدو سره به دې لا وړومبى پور پرې كړى و."
ټپي خپلې وارخطا ګوتې پر خپله ككرۍ وتپولې. د ده په لوى سر د پټكي پرځاى د ټپ تړلو څېره تاو وه.
جمال د پيالې تشه ګېډه له چايو ډكه كړه. كله چې يې توده چايجوشه پر بخارۍ ايښووله، په مهربانه غږ يې وويل:
"د چاى په سړولو به دې تنده ماته نه شي".
ټپي زړه نازړه وويل:
ايا څوك ژوندى پاته دى؟"
پيتاوي ته ناست، ټول شهيدان شوي دي، يوازې ته ژوندى پاته يې د وره په خلاصېدو سره د پيتاوي ځاى معلومېږي، كولاى شې چې له دې ځايه د خپلو اتو تنو ملګرو سوځېدلي جسدونه ووينې".
ټپي هېڅ ونه ويل:
جمال زياته كړه:
چاودنې زورورې وې، غږ به يې تر ليريو ځايونو پورې رسېدلى وي، سبا ته به د مرستې لپاره څوك راورسېږي، ما به خلك خبر كړي واى، خو زه تا او دا سوځېدلي بدنونه يوازې نه شم پرېښوداى."
د ټپي رېږدولي غږ، لنډه چوپتيا ماته كړه:
يوې پوښتنې ته مې ځواب وايې:
ولې نه، وايه، په زړه كې دې څه درګرځېدلي دي؟"
تا ولې د خپل پلار له قاتل سره مرسته وكړه چې ژوندى پاته شي، د وينې په ضايع كېدو مې اروا خپله له تن كډه كوله او بل تا كولاى شول چې د ژوند پرځاى ما ته مرګ راكړې. د ملامتۍ ګوته هم نه درته نيول كېدله. چا سپينوله، چې زه د جمال په لاسونو د مرګ كندې ته لوېدلى يم..."
جمال له جوشه په ډك غږ وويل:
نورګله! د پاك وجدان لرونكي بنيادم هېڅكله خپل لاس تړلى دښمن تر ستوني نه نيسي. ته د اوس لپاره د ماشوم غوندې د قهر پرځاى د زړه سوي وړ يې. زه به ضرور د خپل پلار غچ اخلم، خو له روغ بنيادم نه.
زړه سواند ښكاري هېڅكله هم د هوسۍ پر بچي ډز نه كوي. ما كه خپل پلار ګاټه، په مېړانه به يې ګټم. نه په بې غيرتي..."
د نورګل سترګې له وېرې ډډې راختلې وې، ده په حيرانۍ سره جمال ته كتل.
جمال وويل:
لمر لا ولاړ دى. د تيارې له خورېدو مخكې بايد دا په وينو لړلي جسدونه د بند كوټې ته ورسوم. نه غواړم چې د غره وږي لېوان د بنيادمانو په غوښو خپلې تشې ګېډې ډكې كړي".
د جمال له وتو سره سم نورګل د بسترې خوا ته پر سينه وروښويېد، شېبه وروسته يې د وره له چولې څخه د جمال څټ په نخښه كړ. له ډز سره جمال په ګونډو شو، په دويم ډز د جمال پزه په شدت سره د يوه غزېدلي جسد پر ټگټر ولګېدله. خوله يې وازه او شنې سترګې يې پرانيستې پاته شوې.
نورګل په داسې حال كې چې د ګوليو پوچك يې په خپل جېب كې اچول، پر واوره پراته جسدونه وشمېرل. په سوځېدلو جسدونو كې يې د نهم مړي سپينو لاسونو او روغو جامو زړه ولړزاوه، خو په غره كې يې د وږو لېوانو د انګولا په اورېدو سره شونډې خندنۍ شوې، له ځان سره يې وويل:
شپه راروانه ده، د لېوانو تېره غاښونه د قصاب د چړې غوندې ځوانې او زړې غوښې سره ګډولاى شي.

 
بېرته شاته