لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ساحل، د غزل يو بل شاعر
لیکوال: نورالحبيب نثار   نېټه: 15.03.2011   خپرونکئ:   سمسور  

پښتنو زلميو کې د غزل شاعران شکر نن سبا ډېر دي. څه موده مخکې مې د جلال امرخېل شعري ټولګه باندې څو کرښې وکاږلې. سمې به وې او که کږې، خو هغه مې د غزل شاعر بللی وو. خوشال يم چې دا ځل د غزل د يوه بل شاعر ښاغلي بختيار ساحل باره کې خبرې کوم.
د ساحل شاعري نازکه او نازولې ده. نازکه او نازولې ځکه ده چې زياتره د غزل په قالب کې ده او د محتوا له پلوه د ښه غزل واړه لوازم لري؛ مثلا: د حسن او عشق تذکره او تجربه، شرنګولي آهنګونه، چست او چټک وزنونه، نوي خيالونه او انځورونه، تازه مضمونونه او ورسره ورسره عالي فکرونه.کوم شی چې د ساحل په شاعرۍ کې د شاخص په توګه ورته پام وراوړي، هغه د شاعرۍ باره کې د ده باور او نظر دی چې د ساهو ادب او هنر څرک ځنې له ورايه څرګندېږي. 
د ساهو او يادګار ادب او هنر د پنځونې هيله د لوی شاعر او هنرمن کار دی. ساحل غزل او سندره د دې له پاره ليکي چې له محبوب سره يې د يادګار په توګه پاتې شي. مرزاخان انصاري رحمة الله عليه هم د يادګار ادب او هنر خبره کړې ده.
په نيمو شپو د غزل ليکلو له پاره رياضتونه ضرور اثر لري. اثر يې دا دی چې د شعر ملکه به ورته ډيوه لاسو کې نيسي چې دی ورته خپل شعر وليکي. بلې؛ شاعر چې د چا ښکلا ستايي، هغه هم ښاغلی نعم البدل ورکوي.
ساحل هغه غږونه د زړه له تله رالټېدلي ګڼي چې تر خدايه رسېږي. د شعر يو تعريف هم دا دی چې غږ به يې د زړه له تله راپورته شوی وي.
ساحل مدعي دی چې د افلاتون غوندې ډېرې د کار خبرې لري. په کار دي چې غوږ ورته کېښودل شي. دا د شعر باره کې د ساحل تر ټولو جوته نظريه ده. افلاتون د شاعر مخالف وو. له خپل جمهوريت نه يې ايستی. مګر، پخپله د ده خبرو ته چې ګورو، هغه هم شاعرانه خبرې دي. ساحل د افلاتون غوندې د شاعرانه خبرو مدعي دی. له مخاطبه غواړي چې سندرې يې واوري. ځکه چې دی ورته پيغام لري. د ساحل دا خبره د ښې وينا تر ټولو ستره ځانګړتيا ده او دا د شاعر فني او هنري نظريه راښيي.
ساحل د شاعرۍ له پاره سندريز چاپېريال او کليوالي ښکلا ضروري ګڼي. دی وايي چې بې له دې نه به شاعري لطافت ونه لري. دغه راز، دی د ژوندۍ شاعرۍ خبره کوي او د هغې له پاره طبيعي چاپېريال ضروري ګڼي. چينار، چينه او واورين غرونه د طبيعت ښکلي مظاهر دي. د ساحل يوه بيت کې له "اجمل"څخه مراد "اند"دی. اما د ښکلي په معنا هم پر ځای دی.
او د شاعرۍ له پاره د ښه همعصر شاعر سمبول هم کېدی شي. يعنې، د ښې شاعرۍ له پاره ښه شاعر ملګری يا ښه اورېدونکی په کار دی. 
ساحل د خپلو خبرو په پوخوالي باور لري. دی د پاخه کلام خبره کوي؛ وايي چې شاعري په لفظ کې نه، بلکې معنا کې ده. ده د خپل غزل د اورېدا او لوست له پاره ډېر لوړ معيار ټاکلی. دی د شاعرانو له پاره غزل ليکي. رښتيا هم چې غزل په شاعرۍ کې د خواصو متاع ده.
او زياتره په همدې نيت ليکل کېږي چې خواص يې واوري او ولولي. د دې له پاره چې د ساحل اورېدونکي زيات شي، نو له بېټ نيکه څخه په تفاوت، د وګړيو پر ځای د شاعرانو د ډېرېدا دعا کوي.
ساحل وايي چې شاعر به د ښکلا لېونی وي. د ده په باور، د غزل د ښکلا له پاره ايډيل په کار دی. ايديل فکر دی. پر دې سربېره چې په يوه بل بيت کې يې له "انده"مراد"اجمل"دی، د ايډيل او فکر معنا هم ورکوي. د ده په نزد، بې فکره غزل د فکر د هغه هومره ښکلی نه وي.
ساحل وايي چې د شاعرۍ له پاره پخه يارانه، مزبوت زړه او ښکلې زمانه په کار ده. خوشحال بابا او کاظم خان شيدا رحمة الله عليهما هم مضامينو ته د زړه د توجه خبره کوي. هو؛ زړه کې چې زور وي، نو توجه ښه کولی شي.
هر کار اراده غواړي. ساحل د شاعرۍ له پاره خاصه اراده لري. د ده اراده دا ده چې شاعرۍ کې دې معنا وي. جالبه يې لا دا ده چې د معنا له پاره هم د هغې د نوعيت تخصيص شرط ګڼي..... په شاعرۍ کې د ساحل د هنري او فني نظريې باره کې د پاسنيو خبرو د زباتولو له پاره د ساحل دا لاندې بيتونه لولو:


څو غزلې، څو سندرې خوار ساحل درته ليکلي،
اوس چې ځي له دې دنيا نه، دا دې تا سره يادګار وي.
 
هغه غږونه به د زړه د تل غږونه نه وي،
هغه غږونه چې له دې ځايه تر خدايه نه ځي.
 
د افلاتون په څېر بلا د کار خبرې لرو؛
مونږ ته هم غوږ ونيسئ، مونږه هم سندرې لرو.
 
سندريز وطن کې اوسم؛
څومره پام راباندې شوی.
 
حتما به يې ساحله، شاعري بېرته ژوندۍ شي،
چينار، چينه، اجمل او بيا سپين غر چې مخامخ شي.
 
ښکلي په لفظونو باندې زړه ساتي؛
ښکلي په شعرونو پسې نه ګرځي.
 
مونږ د کلي ښايستونه لولپه کړه؛
مونږ چې سپوره شاعري په ښار کې وکړه.
 
اوه! ساحله، ستا خبرې خو پخې دي؛
چې په لاره ځي کافره سړی مات شي.
 
شاعران به ستا غزل اوري ساحله؛
تل د ډېرو دعا وکړه کم دې نه وي.
 
اوس مې چې غزل درته ښه نه ښکاري،
ښه پوی يې چې اند له ما نه لرې دی.
 
يو وخت وو، شاعري وه، يارانه وه، زړه کې زور وو؛
د ښکليو په څېر ښکلې زمانه وه، زړه کې زور وو.
 
ساحله، ستا په ارادو باندې به پوی شو خير دی؛
چې تا په څه ډول معنا له مونږه زړه وړی دی.
 
ساحل د شاعرۍ باره کې د همداسې پخې هنري او فني نظريې په مټ دا لاندې او دې ته ورته نور ګڼ مضامين پيدا کړي دي:
 
ته چې راسره يې نو اکثر ښکلي،
اور اخلي، اینه لاسو کې ونيسي.
 
بلا مودې وشوې چې داسې په سجده پاتې دی؛
دا سړی څوک دی چې په واوره کې خوله پاتې دی.
 
سترګې ښې په دې چې بهر لار لري؛
زړه کې ګوزاره د سړي نه کېږي.
 
يوه تشه خوله خندا او مسک برېتونه،
دا وګړي بس همدغومره خوږمن دي.
 
په کوڅه کې يو هلک د ونې شا ته،
او جينۍ ناسته په بام د مينې نښه.
 
دا شيبې د مينانو ښکاره نښې،
پلی تګ او له باران سره په لاره.
 
زه که د هر سړي په کار شم مورې،
چې ستا سپرلی نه شومه، هېڅ نه شومه.
 
زه خو يې د سولې خلاف بولمه؛
چېرته چې په مخه دروازه راځي.
 
لږه موده کېږي چې ته مونږ سره مينه کوې؛
ډېره موده وشوه چې تا له مونږه زړه وړی دی.
 
د طبيعت له مظاهرو د تعابيرو او معاني وو وکښل غښتلې مشاهده او مطالعه غواړي. ساحل باندې الله جل جلاله دغه وړتياوې لورولې دي: 
 
ساحله، نوې هيلې زړه ته راشي،
سپوږمۍ چې کله هم پر غره ودرېږي.
يا:
دا چې سپينې خولې په بله نه اوړي،
بيا نو په مماڼو کې خبرې دي.
 
ساحل د خپلو داخلي کيفياتو د رابرسېره کولو، تعبيرولو او تفسيرولو په هنر ښه پوهېږي او د دې ډول استازې غزلې يې ليکلې دي؛ مثلا:
 
لاره وي، ګودر وي، سړی وډار شي؛
هسې زړه اوتر وي، سړی وډار شي.
 
(تر آخره پورې)
 
د ځان فلسفه دخودۍفلسفه ده. د خودۍ فلسفه يو ډول آینه ده. او په آينه کې ورکېدل واقعا د حيرت خبره ده. د ساحل په شاعرۍ کې پر لوړو تغزلي نزاکتونو سربېره، د لويو فکرونو نښې نښانې بېخي جوتې دي؛ مثلا:
 
دلته وګړي د خپل ځان په فلسفه کې ورک دي؛
ټول مخامخ ورته ولاړ، خو آينه کې ورک دي.
 
(تر آخره پورې)   
 
د ساحل شاعري د پښتون قام د دې وخت استازې شاعري ده. که له يرغلګرو څخه د کرکې او نفرت خبره نه وي، نو د هلمند بيا بيا ذکر او فکر د ساحل په شاعرۍ کې نور څه پيغام لرلی شي؟! 
د ملايانو خبره، حاصل د کلام دا دی چې د ساحل شاعري کافي بديعي او بياني ښېګڼې لري او له ګڼو مضامينو او معاني وو مالامال ده. زه يې ورته مبارکي وايم او د لا زياتو برياوو هيله يې کوم.

 
بېرته شاته