لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د سعادت یو غزل او یو عالم خبرې
لیکوال: مجید قرار   نېټه: 16.02.2011   خپرونکئ:   سمسور  

 د خپل جسم په لباس کې ډېر خفه یم

 روح یم غواړم ستا په تن کې تا سره یم

راته ښکاري تانه لرې ملائیکو

د تن قبر ته سپارلې جنازه یم

چې هر څوک مې څنګ کې تېر شي دعا وکړي

دا خو زه د ارمانونو هدیره یم

دې بېدرده زمانه کې مې ځای نشته

اسوېلی یم، اوښکه، درد یمه ګیله یم

نه مکان او نه زمان مو سره یو دی

اوس نو ډېره فاصله یې فاصله یم

آوازه دې د راتلو دلته خپره ده

ښایي زه دې د راتللو نښانه یم

ته به راشې مستقبل ته زه به نه یم

زه به یاد یم زه به تېره زمانه یم

زما په نظر شعرونه، په ټوله کې، دوه ډوله دي. یو ډول یې کلک پوټکیو مېوو ته ورته دي چې  مغز ته رسېدلو لپاره باید د هغو پوټکی مات کړای شي، یعنې د درک لپاره یې تأمل ته اړتیا وي. دا ډول شعرونه ډېره موده ژوندي پاتېږي، او ډېره موده خوند کوي. د انسان طبیعت هم څه داسې دی چې له زحمت وروسته مزد او لاسته راوړنه ورته خوږه وي. د دې ډول شعر یوه ځانګړنه دا هم ده چې د اشرافي طبقې اورېدونکیو لپاره وي.

 دوهم ډول یې هغه دي چې نازک پوټکي لرونکې مېوې ته ورته دي؛ خوراک یې زحمت نه لري، یعنې درک یې زیات تأمل نه غواړي، خو ډېر ځله یې خپل عادي والی وژني، او له منځه وړي. په دواړو ډولونو کې ښه شعرونه پیدا کېږي.

د سعادت دا شعر، او ډېری شعرونه یې د هغې لومړۍ کټګورۍ دي، چې د پخوالي او روانتیا یو ښه انډول لري. نه له زیات پخوالي د آهنګ له کرختیا سره مخ دي، او نه له ډېرې روانتیا کوڅه یي کېږي.

د سعادت پر کوم غزل یې دلته بحث کوو، انتخابي نه دی، بلکې تصادفي را اخیستل شوی. دا غزل اووه بیته لري. یعنې منځوی طول لري. د غزل لپاره که څه هم تر دې د ډېرو بیتونو اجازه شته، خو تر دې زیات غځېدلی غزل آهنګ خستوزی کېږي، او ډېر ځله د مخاطب پاملرنه ترې شاته پاتې کېږي.

د غزل الفاظ کلاسیک، درانه، خو عادي دي. د موضوع له پلوه غزل د شاعر ذاتي تجربې بیانوي، بلکې نمانځي او د مایوسۍ روحیه پرې غالبه ده، بیان یې عاطفي دی، او تصویرونه یې د ښه تخیل زېږنده دي. د قافیې تکرار درې ځله، یعنې د بیتونو  شمېر ته په کتنه ډېر زیات پېښ شوی؛ دوه ځله د "یله = لام" دوه ځله د "انه = ن"، او دوه ځله د "ـره = ر" قافیه تکرار شوې ده. دا یوه هندسي ستونزه ده، چې غښتلیو معناګانو، او معنوي ښایست پرې پرده غوړولې ده او په ګرانه پام ور اوړي. د سعادت د نورو غزلونو پرخلاف، چې د موسیقۍ او معنا انډول پکې ساتي، په دې غزل کې د لفظي ښکلاوو په پرتله معنوي ښکلاوې ډېرې دي. یعنې د موسیقۍ له لحاظه، که ستونزه ونه لري، نو هومره د ستاینې هم نه دی. زما په نظر، ښه موسیقي لرونکی شعر داسې دی، لکه د ولسمشر د تشریفاتي ګارد د قطعې حرکتونه، چې دا د کلاسیکو شعرونو خاصه ده، خو اوسني غزلونه، چې د سعادت دا غزل یې یوه نمونه ده، بیا د آهنګ له لحاظه هومره محکم نه دي، او بدیعي فنون د کلاسیک شعر په پرتله کم کاروي. د معنوي ښکلا یو اړخ یې ـ د مثال په توګه ـ دا دی چې د غزل هیڅ بیت هم سیده ساده خطاب یا سپینې خبرې نه لري، بلکې مارپېچ او غیرمستقیم خطابونه دي، چې دا ډول خطابونه اکثرا، په ګیلو، شکایتونو، او لرې له مخې، شیطانتونو کې کارېږي او ښه مناسب دي.

د دې غزل مطلع صوفیانه او فلسفي ده، او داسې دی چې:

خپل جسم په لباس کې ډېر خفه یم

روح یم غواړم ستا په تن کې تا سره یم

موږ، عادي خلک، جامه عرض یا قایم بالغیر او جسم جوهر یا قایم بالذات شی بولو، خو د یوه فلسفي لپاره بیا جسم خپله هم عرض دی، او معنویت یا روح جوهر دی. شاعر تر خپلو فلسفي عینکو، غواړي په لومړی نیم بیتي کې د جسم اهمیت کم وښيي، او په دې توګه د خپلې دوهمې مدعا لپاره دلایل برابر کړي، هغه غواړي ووایي چې: زما جسم یواځې جامه ده، جامه بدلول اسانه کار دی؛ دا ممکنه چې زه له خپله جسمه ووځم، او ستا په تن کې ستا له روح سره یو ځای شم. د دې بیت بل  تعبیر داسې دی چې شاعر غواړي د مینې یوه بل منزل ته، چې له جانان سره بشپړ روحي یووالی، او په تصوفي اصطلاح حلول دی، ولېږدي. متصوفه وایي چې د مینې دا پړاو د استغنا پړاو دی، او هغه پړاو دی چې نور انسان د معشوق له احتیاجه وځي، او خپله معشوق ورڅخه جوړېږي.

په "د خپل جسم په لباس کې ډېر خفه یم"  کې د "ډېر خفه یم" تعبیر معنا دا ده چې شاعر بل پړاو، یعنې د استغنا پړاو ته د لېږد تکل لري، خو په دې اعتراف کوي چې لا هم د مینې په ابتدایی مرحله کې دی، او لا هم د خپل جسم په قالب کې دی. شاعر ښایي په عادي وخت کې دا ونه غواړي چې په مینه کې ځان دومره خام وښيي، خو دلته، په غزل کې یې تعبیر هرګوره دا معنا لري چې دی د مینې مبتدی او یا په مینه کې نوکی دی. زما په خیال، د ښه شعر یو خاصیت دا هم دی چې خپله لیکوال پر هغه څه اعتراف ته اړباسي، چې ښایي په عادي حالت کې یې ونه وایي. زما په اند خو ریښتینولي د شعر لپاره دومره مهم دی، لکه د جسم لپاره چې اوبه مهمې دي، او تر ټولو غوره ریښتینولي په ریښتیاوو اعتراف دی.

د تن قبر ته سپارلې جنازه: دا نوې موضوع ده، یا لږ تر لږه، زما د کچې مطالعه لرونکیو ته نوې ده. دا ډول موضوعګانې د ستار سعادت شعر د محلیتوب له کچې لوړوي، او خپله سعادت د عاديوالي له کړاوه را وباسي. دا د سعادت د شعر هغه شته دي چې اسانه غلا کېدای، تقلیدېدای، او د بل چا لخوا کارېدای شي ځکه نو، نوموړي درانه ته توصیه ده چې لاس پرې ونیسي، لرې نه ده، چې کوم ماغوندې مبتدي یې ورڅخه دعوه ګیره کړي. سعادت دلته د تن قبر یاد کړی، خو زموږ د عام روږد مطابق، دا ډېره شونې ده چې کوم ځوان یې آهسته آهسته "د تن تابوت" کړي، او د خپل ابتکار مهر به پرې ولګوي.

چې هرڅوک مې څنګ ته تېر شي، دوعا وکړي

دا خو زه د ارمانونو هدیره یم

هدیرې مقدسې وي، او په عین حال کې یو ډول هیبت ناکه آرامي او سکوت لري، غلي وي، د هدیرې بوټي نه وهل کېږي، او نه مال پکې څري، ځکه نو شډلې او ځنګلي وي. د هدیرو لپاره پسته خاوره لرونکې ځمکې انتخابېږي، نو معمولا، ګردځنې او سپېرې وي. هدیرې د نیمه خوا ژوند کیسې لري. هر قبر یې یوه تراژیديکه کیسه لري. دا ټول خواص یې د یوه خاکساره، غلي، شډل، سپېڅلې، د ترحم وړ، او نیمه خوا انسان خواصو ته پاتې کېږي.

که څه هم د ارمانونو هدیرې ترکیب ډېر تکراري دی، خو د دې بیت خوند په کوم توري یا "د ارمانونو هدیرې" په ترکیب کې نه، بلکې په ټول متحرک تصویر کې دی. دا تصویر د هدیرې ترڅنګ روان انسان لاس په دوعا ښي چې ترڅنګ یې خړه پړه، او آرامه هدیره پرته ده. که څه هم په دې بیت کې د دې تصویر ټول اجزاء نه دي یاد شوي، خو  براعت یې په همدې کې ده، چې مخیله قوه یې د نورو اجزاوو درک ته هڅوي. زه چې اوس د هدېرې څنګ ته روان سړی ذهن ته رابولم، او د هدیرې ترڅنګ د باسکلونو، او مرکبو نرۍ لاره مې هم ذهن ته راځي، چې دواړو خواوو ته یې ګڼ بوټي دي. بل چا ته ښایي د خپل کلي هدیره مخې ته ودرېږي.

دې بېدرده زمانه کې مې ځای نشته

اسوېلی یم، اوښکه، درد یمه ګیله یم

په دې بیت کې د لومړي نیم بیتي د بې درده، او دوهم نیم بیتي د درد ترمنځ تقابل او تضاد دی. دا د لفظي ښکلا یو تعریف شوی شکل دی. اسوېلی، اوښکه، درد، ګیله...د غمجن انسان څو مهم اعراض دي. شاعر دا خبره داسې کړې، لکه د ده رویه او آن وجود چې به له همدې شیانو جوړ وي. هغه د دې پر ځای چې ځان ته دردمن ووایي، ځان ته درد وایی، او د دې پر ځای چې ځان ته ګیله من ووایي، پخپله ځان ګیله بولي. دا داسې ده، لکه د حورو په وصف کې چې ویل شوي: داسې حوري دي، چې ټولې سترګې دي. حوري سترګې ګڼل شوي. یا  د حَوَرً لفظ چې د سترګو صفایي ته )د تور زیات توروالي، او د سپین زیات سپینوالي ته(ویل کېږي خپله د حورې لپاره کارېدلی.

نه مکان او نه زمان مو سره یو دی

اوس نو ډېره فاصله یې فاصله یم

د مکان فاصله خو په هر صورت، خو د مین او محبوب د زمان فاصله څو ډوله تعبیرېدای شي. یا خو دا چې د مین او محبوب ترمنځ د عمر فاصله یا د کشرتوب او مشرتوب خبره ده، چې مینه او مین یو بل ته نه پرېږدي. یا دا ده چې شاعر په کومه تاریخي څېره یا سټه مین شوی، او له ده سره یې زماني واټن دی.

 چې البته، دا یې لفظي، او نیژدې معنا ده.

خو بله معنا یې، چې یو څه پېچلې ده، دا ده چې شاعر ته خپل عمر، یا په بله اصطلاح، د خپل وخت ثانېګر پر همغه ځای ولاړ ښکارېږي چې له محبوب سره یې یوځای و. اوس نو که محبوب بدل شوی  وي، او نور هغه کس نه وي پاتې چې د شاعر په یاد دی، خو محبوب یې له وخت سره حرکت کړی، او له هغه ځایه لرې را خوځېدلی وي، نو فاصله رامنځته شوې ده.

البته، دا به یې د دې بیت لرې معنا وي. کله چې یو عبارت دوه معناوې ولري، نیږدې معنا یې مقصوده نه وي، خو که واخیستل شي بدي هم پکې نه وي، او لرې معنا یې مقصوده وي، خو که وانخیستل شي هم تاوان نه کوي، نو دلته د توریې فن کارول شوی، چې دا هم د بدیعي ښکلا  یو تعریف شوی ډول دی. په دوهم نیم بیتي (اوس نو ډېره فاصله یې فاصله یم)کې د تېر بیت تجربه بیا تکرار شوې. د دې پر ځای چې ځان له یو شی څخه په فاصله کې وګڼل شي، خپله ځان یا وجود فاصله ګڼل شوی. یعنې  دا چی  د یوه شي خواص او لوازم عین شی، یا خپله شی ګڼل شوي.

آوازه دې د راتلو دلته خپره ده

ښایي زه دې د راتللو نښانه یم

موبایل ټیلېفونونه اوس را پیدا شول، چې انتظار شخص پرې له راتلونکي شخص سره تر را رسېدلو وړاندې تماس نیسي. پخوا دا کار شعر کاوه. اوسنۍ نیږدې ټول کشفیات او اختراعګانې تر عقل وړاندې د خیال وې. د طیارې نوم نه و، خو سندباد به پر خپل جادويي جاینماز د ښارونو پر آسمان چکرې وهلې. د شعر په خطاب کې دا مهمه هم نه وه چې پیغام دې تر مخاطبه دې هرو مرو رسېدلی وای،  شاعر یا ټپه مار په هر صورت داسې احساسوي لکه خبره یې چې مخامخ خپل محبوب ته کړې وي.

شاعر په دوهم نیم بیتي (ښایي زه دې د راتللو نښانه یم) کې ځان د معشوق د راتګ یوه نښانه بولي. معمولا، د یوه شي نښانه تر خپله شي وړه او ځینې وخت یو څه بې اهمیته وي. د ښې مینې یوه نښه تواضع او انکسار دی. مينه په انسان کې عادي غرور له منځه وړي. شاعر دا تواضع په ډېر هنري شکل او په غیرمستقیم ډول بیانه کړې. شاعر که داسې ویلي وای چې ته  څومره لویه یې، او زه څومره ستا په پرتله وړوکی یم، نو هیڅ خوند به یې نه وای کړی.

له بله پلوه، شاعر د خپلې علاقمندۍ اوج بیانوی، او ښيي چې د محبوب له مازې اوازې سره ځای ته ځان رسوي، او دا کار هر وخت کوي، ځکه چې نښانه په تکرار پېژندل کېږي.

ته به راشې مستقبل ته زه به نه یم

زه به یاد یم زه به تېره زمانه یم

د سعادت په دې بیت کې، چې مقطع هم دی، یو شاهد دی. د شعر خوند په نوښت کې دی. ځینې وخت نوښت په معنا کې وي، ځینې مهال په الفاظو او ترکیبونو کې وي، او ځینې مهال د ویلو په انداز کې وي. کومه معنا چې دا بیت افاده کوي، په هغې کې نوښت نشته. په هغې ټپه کې هم شته چې وایي: نارې وهم غږ راته نکړې ... بیا به جهان راپسې غواړې نه به یمه... او د مرحوم خاطر په هغه مشهور غزل کې هم شته چې په پای کې یې وایي: خړ خیبر خو دې لیدلی زه به نه یم.

د دې بیت په معنا کې نوښت نشته، خو د ویلو په انداز کې یې نوښت شته، شاعر د مستقبل لپاره د استعارې اسلوب کارولی. مستقبل یې له یوه داسې ځای سره تشیبه کړی چې ورتګ کېږي، خو د تشبیه توري او مشبه یې حذف کړی. مستقبل ته ورتګ نه کېږي، خو ځای ته ورتګ کېږي، ځکه نو نوموړي مستقبل له ځای سره تشبیه کړی. دا چې دا تشبیه څومره ښکلې ده یا نه ده، بېله خبره ده، خو له تکراري اسلوب، او په زاړه انداز بیان څخه د سعادت صاحب د تېښتې ښایي تر ټولو ښه لاره همدا وه، او د چا خبره، تښتېدل هم نیمه بهادري ده.

شاعر دا هم کولای شوای چې د مقطع لپاره یې کوم بل بیت ښکته راوستی وای، خو زما په اند، د مقطع لپاره همدغه بیت د آهنګ له لحاظه ډېر موزون دی، ځکه چې قافیه یې په دواړو نیم بیتيو کې تکرار ده. معمولا د دکلیمو او سندرو په پای کې سندرغاړی یا دکلیمه کوونکی مطلع له سره تکراروي، او لامل یې په مطلع کې د قافیې تکرار او په دې وسیله، د آهنګ تازه کول وي، چې د دې ډول مقطع په درلودلو، ښایي مترنم، یا دکلیمه کوونکي ته د دې کار اړتیا نه شي پاتې.

په ټوله کې دا غزل په ټولو اساسي معیارونو پوره دی. یعنې چې هندسه یې سمه، معناګانې یې درستې، او درنې، د ویلو انداز یې ښایسته، د غزل بیتونو روحي پس منظر یو دی. داسې نه دي شوي چې یو بیت یې ښاد، بل یې غمجن، بل یې حماسي، او بل یې طنز اوسېدلی وي. په ټول غزل کې سرترپایه همدا یو روح غځېدلی. دا سمه ده چې د غزل د بیتونو لپاره د موضوع یووالی لازمي نه دی، خو دا رنګ روحي یووالی د ښه او بېکاره غزل غټ توپیر دی. د روحي پس منظر/شالید د تړاو یوه بله غوره بېلګه یې د وروستي بیت د مستقبل او ماضي د موقعیت پر اساس د مین او محبوب فاصله وه. شاعر وړاندې هم په یوه بیت کې ویلي و چې:

      نه مکان او نه زمان مو سره یو دی            اوس نو ډېره فاصله یې فاصله یم

هلته د زمان د فاصلې په تعبیر کې یو څه ګرانښت و، چې آیا دا د دوو انسانانو د عمر توپیر دی، او که دا چې شاعر په کوم تاریخي شخصیت مین شوی چې له هغه سره زماني فاصله لري. دې وروستي بیت دغه غموض تر ډېره حده روښانه کړی. یعنې کله چې محبوب بدلېږي، او نور هغه کس نه پاتې کېږي چې د شاعر په یادونو کې دی، د شاعر مینه هماغه ده چې په یاد یې پاتې ده، او محبوب بدل دی. د شاعر د مینې لپاره وخت پر هماغه ځای تم دی، ځکه چې یاد خو د کاغذ ناخوځنده تصویر ته ورته دی. خو د محبوب حالت بدل شوی، او دی د نوې زمانې نوی محبوب دی، چې وخت ته یې کتلي، او له وخت سره یې ځان عیار کړی دی. دا چې د درېیم بیت معنا په وروستي بیت کې لا واضح کېږي، خپله د غزل یو کلک روحي تړاو ښیي. د موضوع له لحاظه شاعر ټولې ذاتي تجربې بیانې کړي، بلکې نمانځلي دي. د دې خبرې یو دلیل دا دی چې په غزل کې یې د بل هر ضمیر په پرتله د (زه، یم، ما) ضميرونه ډېر کارولي چې ټول د متکلم ضمایر دي، او تر څه حده، پر خپل ذات د شاعر اهتمام ښيي. که څه هم شاعر ځای ځای د محبوب په وړاندې تواضع ښيي، مثلا وایي چې غواړم له خپله تنه ووځم، ستا په تن کې له تا سره و اوسم، او یا دا چې زه ستا د راتګ یوه نښانه یم.(چې  طبیعي ده د یوه شي نښه یا دلیل تر خپله شي وړه وي)، خو بیا هم  په ټول غزل کې ګورو چې تر (تا، هغې، دې) یا نورو ضمیرونو یې د متکلم یا لومړي شخص ضمیرونه ډېر کارولي، چې د ده له هغو ادعاوو سره د ده تناقض ښيي، او ثابتوي چې شاعر له ټول هغه اخلاص او هغې تواضع سره سره چې د محبوب په وړاندې یې لري، تر بل چا د ځان په اړه ډېره اندېښنه لري، او د "اول ځان بیا جهان" قاعدې ته وفادار پاتې کېږي

 

 
بېرته شاته