لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
حمزه پېژندنه
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 24.01.2011   خپرونکئ:   سمسور  

ښکلیه که دا غوړې چې حمزه څه دی- حمزه پېژندنه؛ هغه کتاب دی چې د پښتو ادب د ستر شخصيت امير حمزه خان شينواري پخپله ژبه د هغه پېژندنه کوي.
دغه کتاب له حمزه بابا سره د خاطر غزنوي يوه تفصيلي مرکه ده چې په ۱۹۹۶ میلادي کې د (داستان امير حمزه شينواري) په نوم په اردو ژبه خپور شوی او د پښتو ادب ځوان خدمتګار ښاغلي ذبیح الله احساس د پنځو کلونو په اوږدو کې د (ښکليه که دا غوړې، چې حمزه څه دی- حمزه پېژندنه) په نوم په ساده او روانه پښتو ژباړلی دی. دغه ژباړه لومړی د افغانستان په شمال کې د خپرېدونکې پرخې مجلې په څو ګڼو کې او بیا په ۱۳۸۸ لمريز کې د سالنګ خپرندويې ټولنې له خوا د زرو ټوکو په شمېر، په ۱۹۱ مخونو کې چاپ شوه. د دې کتاب اصلي متن په ۱۶۶ مخونو کې راغلی، په پاتې ۲۵ مخونو کې د ژباړن له خوا د حمزه بابا ۱۲۰ ښکلي بيتونه راوړل شوي دي.
په دې کتاب کې لومړی د ځوان ليکوال صالح محمد صالح، خپرندويې ټولنې، د ژباړن ذبیح الله احساس او مرکه کوونکي خاطر غزنوي لنډې لنډې يادونې راغلې دي. خاطر غزنوي پخپل يادښت کې د امير حمزه شينواري د شخصيت د پېژندنې په لړ کې ليکي: ((امير حمزه شينواری – په اوس وخت کې د پښتوادب د ستر شخصيت په توګه پېژندل کېږي. هغه، هغه قیمتي کاڼي ته ورته دی، چې هره خوا يې د زرګونو رنګونو او ځلاګانو درلودونکې دي. د پښتو ادب سترو سترو قلموالو په شاعرۍ کې د کمال څښتن بللی او د غزل بابا په نوم يې ياد کړی دی... زه وياړم، چې د حمزه د ژوند حالات د هغه په ژبه تاسو ته وړاندې کوم.))
 که څه هم حمزه بابا تر ډېره د يو ښه شاعر او د غزل بابا په نوم شهرت لري، خو هغه هم ناولونه او لنډې کيسې ليکلې، هم يې ډرامې او هم د فلمونو لپاره سناريوګانې ليکلې دي چې لومړنۍ ليکل شوې سناريو يې ليلا او مجنون وه. حمزه د وجودي تصوف لاروی و او په دې برخه کې يې پر خورو ورو ليکنو سربېره يو شمېر آثار هم ليکلي دي. د همدې فکري بهير په رڼا کې هغه د خوشال بابا د دې بيت، چې وايي:
په هرڅه کې ننداره د هغه مخ کړم
چې له ډېرې پيداييه ناپديد شه
 تفصيلي جاج اخیستی دی.
حمزه بابا لومړی په اردو ژبه شاعري کوله، خو وروسته د خپل پیر سید عبدالستار پاچا په لارښوونه پښتو شعر و شاعرۍ ته مخه کړه او دومره مخته لاړ چې يو وخت يې د پښتو عزل د بابا لقب خپل کړ.
حمزه بابا د خاطر غزنوي د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې خپله پېژندنه داسې کوي: ((زه د ۱۹۰۷ میلادي په سپټمبر کې، د خیبر په لنډي کوتل کې زېږېدلی يم. زما پلار ملک بازمير نومېده چې د خپلې قبيلې له مخورو سپين ږیرو څخه و... ما په ۱۹۱۶ کې د لنډي کوتل په لومړني ښوونځي کې په لوست پیل وکړ...زموږ ښوونځی د لنډي کوتل د سیاسي محکمې په يوه خونه کې و...هغه وخت به پر تختو په نی ليکل کېدل، خو کله چې زه پر تختې د لیکلو شوم، نو خدای خبر چې د فطرت په کومه خوا کې مې يو خوځښت غوندې راپیدا شو چې پر تختې مې د ليکلو پرځای د انسانانو څېرې انځور کړې، له خوښۍ نه په ټوپونو شوم او هيله راسره پیدا شوه چې که ښوونکی دا وګوري نو شاباسۍ به راکړي، خو داسې ونه شو، ښوونکي زما د تختې په کتلو لښته راواخيسته او ښه يې ووهلم...نتيجه يې دا شوه چې زه يې له ښوونځي زړه تورن کړم، زده کړې په اردو ژبه وې، لومړی به يې راته په اردو ويل، بیا به يې هغه پښتو ته داسې راژباړل: مور ناسته ده او په غېږ کې يې زوی دی. پلار چای څښي. داسې لوست به زما پر ذهن بد تاثير کاوه، همدا وه چې ما په ښوونځي کې غير حاضري پیل کړه.))
حمزه بابا د شلو پوښتنو په ځوابونو کې د خپل ټول ځاني او فرهنګي ژوند په اړه غږيږي. ځای ځای د هغه وخت سياسي او ټوليز حالات هم په کې انځور شوي دي. په ځينو ځايونو کې له ځينو مهمو سياسي اشخاصو سره د دوی د ليدنو د بيان په ترڅ کې د هغو اشخاصو له نورو پټ فکري تګلوري او اصلي څېرې ښودل شوي دي. په دې برخه کې د حمزه بابا او علامه اقبال د لومړۍ ليدنې بیان په زړه پورې دی، خو دا چې لږ اوږد دی له راوړلو يې ډډه کوو.
د ژباړې ژبه ډېره روانه او خوږه ده، داسې ښکاري چې ژباړن د پوره مينې او ارادت له مخې دغه کتاب ژباړلی وي. دا کتاب د حمزه پېژندنې په برخه کې تر بل هر ليکل شوي اثر ځکه پوخ او د باور وړ دی چې پخپله حمزه په کې د حمزه پېژندنه کوي. موږ په دې کتاب کې يو ځای حمزه په کلي کې ګورو، په پوهنتون کې ګورو، د طريقه والو په بنډارونو کې ګورو، د فلم او تياتر په ماحول کې راته ښکاري او... د حمزه بابا په ځوابونو کې يو کمال دا دی چې انځوريز او داستانی بيان لري او کېدای شي چې زموږ د فلم د نړۍ کارکوونکي د هغه له مخې د حمزه د ژوند فلم جوړ کړي. 

 
بېرته شاته