لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د محمود خزان د شعري ټولګې مخکتنه!
لیکوال: سيد جاويد شينوارى   نېټه: 22.01.2011   خپرونکئ:   سمسور  

جلالکوټ ادبي خوځښت خپله پرله پسې ديارلسمه غونډه د ١٣٨٩ لمريز کال د مرغومي پرڅليرېشتمه د جمعې ورځې پرسهار د ننګرهار په ټولنيز مرکز مېديوتيک کې وکړه.

وياندي يې جلال الدين غريبدوست کوله،د غونډې مشر تکړه شاعر رحيم الله ارماني،مشرمېلمه رحمت الله رحمت او کوربه سميع الله تندر و.
غونډه د اميرحمزه لخوا دقرآنکريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه.
ورپسې د سيدجاويد شينواري لخوا د تېرې اونيزې غونډې رپوټ ولوستل شو.
چې ټولو يې په ګډه ستاينه وکړه.
بياله ژمنې سره سم د خوځښت د غړي محمود خزان پر(وګوره اشنا)شعري ټولګې مخکتنه پيل شوه چې پرې عبدالمعروف سباوون،ايمل غيور ،خيبراحمد ترور او مقدس نور ستانکزي خپلې ليکنې او جانان زمري او ارشادرغاند رغاند خپلې خبرې واورولې.
سباوون وويل:د محمود خزان شاعري پسته،روانه،غزليزه،تراژيده او خوږده او له شعرونو يې معلوميږي چې ده هم خپل ژوند په چاپسې تړلى.
غيور وويل:وګوره اشناشعري ټولګه مې په ټوله ادبي مينه ولوسته،د مينې د ژوند غوښتونکى دى،د مينې ژوند ورته د خوندونو ژوند ښکاري ځکه خو د چانه اوري او وايي:
ناصح خو وايي چې توبه کړه ترې نه
زماخزان خوښ دى ژوندون د مينې
له دې ښکاري چې خزان د مينې په خوندونو خبرمېن دى او د مينې په ميدان کې   لوبېدلى لوبغاړى دى.
لکه چې وايي:
ستاد مينې زهر مې خوړلي دي
راشه که خوږو کې مې ترخه ګورې
په بل ځاى کې نوموړى له خپل يار سره،سره له دنياهم خپه دى.
مينه،وفانشته دنياکې خلکه!
دا مې بې حده بې وفاوليده
رغاندوويل:خزان پخوانى ولسي شاعر دى چې په شعر کې يې موسېقيت ترسترګو کېږي،خزان په  ولسي شاعرۍ کې ځاى،ځاى هنري نوښتونه لري چې د ده شعر يې ښکلى کړى.
رغاند زياته کړه:خزان په ولسي شاعرۍ کې يې ځينې عامې خبرې هم په ښه ډول شاعرانه کړي او خپل تخلص يې ډېرو ځايونو کې داسې په شعر کې کارولى چې لوستونکى پرې د تخلص ګومان نه کوي.
مقدس نورستانکزي وويل:محمود خزان له لږو زده کړو خواکې هم ښه عشقي شاعري کړې او په شاعرۍ کې يې عشقي اړخ پياوړى دى.
ده وويل:په شعرونو کې يې پيغام لږ ليدل کېږي.
ترور وويل:پسرلى او خزان ډېرو شاعرانو پخپله شاعرۍ کې کارولى خو خزان په نوې بڼه دا کار کړى.
د ويناوالو ترخبرو وروسته محمود خزان له ټولو مننه وکړه چې پر شاعرۍ يې وغږيدل.
دغه راز يې له جلالکوټ ادبي خوځښت څخه هم د دې غونډې د جوړولو مننه وکړه.
ورپسې ازاده مشاعره پيل شوه چې:حبيب الله تکل،خيال محمد فقيري،اميرحمزه،حبيب الله شينواري،رحيم الله ارماني،سميع الله تندر،جانان زمري،خيبر احمد ترور،عبدالمعروف سباوون،عصمت الله شينواري،ايمل غيور،سيدجاويد شينواري،ارشادرغاند او محمود خزان پکې شعرونه واورول.
همدا شان الله محمد حسن زي،سمندر ساحل او فريد ملاتړ ترنمونه وکړل.
د غونډې په وروستيو شېبو کې د غونډې مشر رحيم الله ارماني د غونډې ارزونې ته وبلل شو.
نوموړي غونډه وستايله او له ټولو ګډونوالو يې مننه وکړه چې په  ننګرهار کې د ادبي هڅو د منظمولو هڅې يې پيل کړي.
غونډه  غرمه مهال پاى ته ورسېده او راتلونکې غونډې ته مقدس نور ستانکزي ژمنه وکړه چې ادبي درس به وړاندې کوي.
حبيب الله تکل د کره کتنې لپاره د  خپل غزل د وړاندې کولو ژمنه وکړه.
 
بېرته شاته