لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
دمیرمن کلتوري بهیر له خواد جنت کوټ ناول د مخکتنې غونډه
لیکوال: سوله نیازۍ   نېټه: 29.12.2010   خپرونکئ:   سمسور  

جنت کوټ د اغلې وږمې سبا ناول دی  چې په دې وروستيو کې په کابل کې چاپ او تر مينه والو يې ورسېده. که څه هم اغلې سبا  دمګړۍله کابل نه لرې په پراګ کې اوسېږي خو  په کابل کې د مېرمن کلتوري ټولنيز بهير له خوا يې د کتاب  د مخکتنې غونډه جوړه شوه .
غونډه چې د پوهنې  وزارت په تالار کې د ګڼ شمېر خويندو په ګډون جوړه شوې وه دغونډې تالار د ناول دلیکوالې آغلې وږمې سبا عامر په انځورونو او ځینو شعرونو ښکلی کړای شوی و،  د غونډې چلولو چارې د لیکوالې، شاعرې او ژورنالستې طوبی ندا ساپۍ پر غاړه وې .
غونډه د پاک قران د څو مبارکو اياتونو په لوستو سره پيل شوه . وروسته  د مرضيې امين له خوا د اغلې سبا بيوګرافي وړاندې شوه  او ورپسې  نجيبې زمان (د نندارې جنت کوټ ) تر سرليک لاندې د ښاغلي نجيب عامر ليکنه ولوستله  کومه چې د همدې غونډې په مناسبت يې ليکلې او د مېرمن بهير په ادرس يې استولې وه .
د ښاغلي عامر د ليکنې په يوه برخه کې راغلي وو: ((جنت کوټ په یوې نوې او حساسې موضوع لیکل شوی ناول دی او ورکې هڅه شوې ده چې ولس ته دا خبره روښانه کړی شي چې ( پردی اشر دی ، پردی غوبل دی .......... هلته هم زه مرم ، دلته هم زه مرم ) . په دې ناول کې لیکواله هڅه کوي خلکو ته روښانه کړي چې په روان جنګ کې ( سپین ) دومره سپین نه دی او ( تور ) هسې تور نه دی لکه چې ګڼل کیږي.دایوه ستره لوبه ده چې د سیمې خلک یې په لومه کې ګېر دي اودهم دغو خلکو په منځ کې ( دلاور ) او (  زرغوټۍ  ) هم دي چې د چړو تر څوکو لاندې مینه کوي او په خپله مینه کې کامیابیږي هم .))
ورپسې وږمې سبا د چک له جمهوريت نه  د ټليفون په کرښه ګډون والو ته خبرې وکړې. هغې د خپلو خبرو په ترڅ کې له مېرمن بهير نه د مخکتنې د دې غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او  وېويل چې دا شېبه يې هيله دا ده چې کاش دا هم عملا په دغه پروګرام کې له خويندو سره ناسته وای او د هغوی خبرې يې له نېږدې اورېدلي وای.
اغلې سبا د جنت کوټ په اړه وويل چې د دې کتاب له ليکلو نه يې يو هدف دا وو  ترڅو           دا وښيې چې ښځې د ټولنې په جوړولو کې لوی لاس لرلی شي.همداراز  وږمې سبا پر نورو خويندو غږ وکړ  ترڅو همت او جرات پيدا کړي ، قلم اوچت کړي او  خپله ټولنه جوړه کړي  . د ليکوالې په اند موږ هرڅه لرو او بايد خپل ارزښتونه نړيوالو ته ورڅرګند کړو.
 ورپسې ندا ساپۍ د ( جنت کوټ ته يو ځغلنده نظر) تر سرليک لاندې خپله مقاله ولوستله .
ندا په مجموع کې  ناول ښه وباله  او په ناول ګې ځينې شته ستونزې يې  په ګوته کړې . ندا د خپلې مقالې په يوه برخه کې وويل: ((د داستان موضوع که څه هم ډېره  نوې نه ده يا په بله وينا  مخکې هم پر دې موضوع ليکنې شوې دي خو ځينې وخت که موضوع زړه هم وي خو که له نوې زاويې  وليکل شي ، ورسره نوی رنګ خپلوي او د اغلې سبا دا داستان هم نوی رنګ لري.
که څه هم داستان له شروع نه پيښې لري خو بيا هم په يوه حالت روان دی ، لوړې او ژورې پکې  ډېرې نه محسوسېږي ځکه ليکواله د پيښو تشه يادونه کوي او بې له دينه چې عمق ته يې لاړه شي ،ژر ورنه تېرېږي .
داستان نېږدې نيمه پورې  پر همدې يوې موضوع څرخېږي چې هغه د ځايې طالبانو او مقابل لوري تر منځ جکړه ده . د دغې برخې تلوسه  هم کمزورې ده  خو د ديارلسم څپرکي راوروسته يعنې د زرغوټۍ او دلاور تر منځ د مينې د کيسې په پيلېدو سره داستان يو نوی رنګ خپلوي او تلوسه يې هم قوي کېږي .
په داستان کې د زمان او مکان تسلسل په ښه توګه ساتل شوی دی خو  تصوير يې کمزوری دی.
د کرکټرونو د ځانګر تياو و د بيانولو  هڅه تر يوه ځايه شوې ده . د ځينو کرکټرونو  ظاهري بڼه انځور شوې خو  له عاطفي اړخه ورته ډېره پاملړنه نه ده شوې.))
ندا زياته کړه: )) په نثر کې د سيمه ايزې لهجې ډېره کارونه د دې لامل ګرځېدلی چې نثر ډېر روان نه وي همداراز جملې اوږدې دي او په ډېرو ځايونو کې له داستاني نثر نه لرې او ژورنالستيک نثر ته نېږدې شوی  دی . ))
ندا د خپلو خبرو په ترڅ کې ځای ځای د کتاب د متن ځينې برخې د بېلګو په توګه هم وړاندې کړې.
ورپسې اغلې زمزمې نيازۍ د جنت کوټ ناول په اړه خبرې وکړې.هغې لومړی وږمې سبا ته د هغې د نوي کتاب (جنت کوټ ) د چاپېدو له امله مبارکي وويله او ددې کتاب چاپيدل  يې د پښتو ادب په ډګر کې د پرمختګ پر لور يو ګام وباله .زمزمې په ناول کې تلوسې ته په اشارې وويل: (( ما نور ناولونه په ډېر شوق لوستل، د هرې پانې په لوستو به مې بلې ته تلوسه زياتېدله  او زړه به مې نه کېده چې کتاب کښېدم خو  دا کتاب مې په مشکل سره ولوسته ځکه تلوسه يې کمزورې وه. همداراز د کتاب نوم واضع نه و او پيل يې ښه نه و شوی. نور کتاب ښه و.
له زمزمې وروسته نظيفې نيازۍ او عزيزې افغان په وار سره خبرې کړې او ناول يې ښه وارزوه.نورو خويندو هم ورته نظرونه درلودل.
په پای کې دمخکتنې دغه غونډه  لیکوال او شاعرښاغلي علم ګل سحروارزوله او د میرمن بهیر له غړو څخه یې مننه وکړه چې دتکړه او با احساسه لیکوالې وږمې سبا عامر په ناول دمخکتنې دغه شانداره غونډه رابللې وه. ښاغلي سحر زیاته کړه(( وږمه سبا عامر دهیواد له هغو بااحساسه لیکوالو له جملې څخه ده چې له هیواده لیرې د خپل هیواد او خپلو خلکو له غمه هیڅ وخت نه ده بې غمه شوې تل یې دخپلو خلکو په بدحال او روانه تراژیدۍ اوښکې تویې کړې دي، نه یوازې اوښکې یې تویې کړې دي بلکې دخپل قوم دحالت دبدلولو لپاره یې عملآګام اخیستی، قلم یې اوچت کړی او په خپلو ارزښتناکو لیکنو سره یې هڅه کړې ده په روانو تیارو کې یوه شمعه بله کړي))  علم ګل سحر  د کتاب په اړه اوږدې خبرې وکړې ، هغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: (( جنت کوټ ناول دیوې نوې موضوع په اړه لیکل شوی، په دغه ناول کې موږ دپښتني ټولنې اوسنی انځور روښانه لیدای شو په ناول کې دپښتنو میرمنو حالت او د روانو ستونزو په حل کې دهغوی رول په ډیر ښه ډول بیان شوی موضوع ته له یوې نوې زاویې کتل شوي او ناول پیغامونه زموږ دټولنې دحالت په بدلولو کې ډیر اغیزمن دي))
دغونډې په وروستۍ برخه کې آزاده مشاعره وشوه چې ګڼ شمیر خویندو پکې په زړه پورې شعرونه ولوستل، په غونډه کې دهیواد ویوشمیر ولایتونو له کلیو څخه پښتنو شاعرو میرمنو هم خپل شعرونه دټیلیفون پر کرښه ولوستل.                                                                                                                                         
غونډه د مازديګر په څلورو بجو پای ته ورسېدله

 
بېرته شاته