لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ژورنالست
لیکوال: بازمحمد عابد   نېټه: 29.10.2010   خپرونکئ:   سمسور  

په بيړه مې ځان  د ولايتي شورا ودانۍ ته ورساوه، هلته مې  د تمبوانو په يوه پنډ غالي ځغلند نظر تير کړ، په مخورو قومي مشرانو سربيره د مدني ټولنو استازي او د پوهنتون استادان مې هم تر سترګو شول، خو نظر مې په ښځينه څوکيو ناستې د پوهنتون  د يوې استازې اشاروي سلام ته تم شو چې د ځان په لور يې وروغوښتم.

- سلام استازې!-
- عليکوم سلام، پرون مې غوښتل چې ټيلفون درته وکړم، خو شميره مې دې پيدا نه کړه.
- امر کوۍ استازې دا دې اوس خو دې په مخ کې ولاړ يم.
- هسې  تيره ورځ چې سپين غر هوټل کې غونډه وه او ما تا ته د خپل يو، اس بي نه هغه ډاکوکمنټس درکول، نو ما نه هلته فلش پاتې  شوی و، او غالب ګمان مې دا دی چې هغه به تا سمبال کړی وي.
- نه  استازې  ما خو نه دی اخيستې خو په لاس ځکه نه درځي چې پخوا به يې دې هوټلونو ته کاروان سرای وايه او کاروان سرای ته خو قسم قسم خلک راځي.
- بس هر څنګه چې کوې، ما ته به يو فلش راپيدا کوې، ما وی چې تا به اخيستې وي.
- هاهاهاها، په دواړو سترګو استازې، فلش دې په ما خو دا زما شميره درسره نوټ کړه که نور څه امر خدمت وي نو زه يې اجرا کولو ته تيار يم.
- سمه ده، شميره دې وايه.
- نوټ کړه: ؟؟؟ ۰۷۰۸۱۹۸
عجيبه وه کله چې ما استازې ته د موبايل يو يو عدد ويلو نو په دوهم کتار کې مې په يوې جينۍ نظر شو،  چې د موبايل په کيبورډ يې نازکې ګوتې کيمنډلې. په زړه کې راتير شول چې ګوندې چا ته به ميسيج ليکي،  خو زما د خولې وتلي زما د موبايل وروستي عددونه مې په خپلو سترګو وليدل چې نوټ يې کړل. او چې سترګه په سترګه شوو نو د بڼو په ځمب يې سلام وکړ، دې اشنا انداز په ما کې يو قسم هيجان پيدا کړ، ما هم د سر په نازکه ښورولو د هغه سلام منظور کړ،  خو په زړه کې مې بلا انديښنې او شکونه وغځيدل. دا به څوک وه، يوازې ما به پيژني او که زه به يې هم پيژنم؟ که نه مې پيژني نو زما شميره يې ولې ڼوت کړه؟ خو ځان مې په دې تسلا کړ چې ټيلفون به راته وکړي او سره و به پيژنو.
زه چې د راپور جوړولو په خاطر راغلی اوم، نو کمره مې راواخيسته او پنډغالی مې له څو لورو څخه عکاسي کړ، کله کله به  مې په ښځينه څوکيو هم فوکس کاوه او د نا اشنانجلۍآشنا انداز به مې په څه چل په کمره کې را ايسارولو.
له  عکسونو اخيستلو چې اوزګار شوم، نو  و مې ليدل چې ډله ژورنالستان د ولايتي شورا ريس پسې د يوه دهليز په لور روان دي، ما هم د هغوی په لور حرکت وکړ.
د ريس پريس کنفرانس مې ثبت کړ او بيا د داسې غږونو د پيدا کولو په هڅه کې شوم چې د راپور نيمګرتياوې پرې پوره کړم.
څو تنه مې نورهم وغږول، د مثبت او منفي نظرونو توازن مې هم ورپوره کړ او نور مې دوه خپلې او دوه پور کړې،  چې راپور په خپل وخت ور وليږم.
د پنډ غالي نه د وتو په حال کې اوم چې هغه آشنا انداز مې په ستړی ذهن انځور شو، او چې د ښځينه څوکيو په لور مې ور وکتل نو نا اشنا نجلۍ ته مې نظر تم شو او يو ځل بيا يې بڼو ته  ځمب ورکړ او زما له خولې ناڅاپه د آه توري ووتل.
له ولايتي شورا نه راووتم او نيغه مې د دفتر لاره ونيوله. په راپور ليکلو بوخت اوم چې موبايل مې وګړنګيده. په زړه کې مې له موبايل نه بد ځکه راغلل چې زموږ د راډيو خپرونو ته يوازې يو ساعت پاتې وه او مابايد ډير ژر خپل راپور ليږلی وی. يو شيبه مې شميرې ته وکتل بيخي نوې وه. زړه نا زړه مې د اوکې بټنه کيمنډله او جوخت  مې ورسره سلام عليک ووايه. په ښځينه غږ مې د واليکوم سلام ځواب واوريد.
- وبخښۍ څوک خبرې کوﺉ؟
- تاسې کمال صيب استۍ؟
- هو زه کمال يم، خو تاسې څوک يۍ؟
- زما پيژندل دومره مهم نه دي، خو زه خوشحاله يم چې تاسې مې پيدا کړۍ.
- زه ستاسې د خوشحالۍسبب له تاسې پوښتلی شم؟
- هو، دا خو ښکاره خبره ده چې هر شعر خوښوونکی چې د خپلې خوښې شاعر ومومي خوښي محسوسوي او تاسې هم زما د خوښې شاعر يۍ.
- مننه خو زه علاقه لرم چې تاسې هم وپيژنم.
- زما پيژندګلو به تا ته څه ګټه ولري؟
- زما د دوستانو په لست کې به يو نوم زيات شي.
ښه چې داسې ده نو زما نوم ليمه ده او په يوې موسسه کې کار کوم.
- په کومې موسسه کې؟
- دا به درته بيا بل وخت ووايم، د اوس له پاره همدومره بس دی.
- نو دا بيا به څه وخت راځي؟
- مالومه نه ده.
- زما شميره دې له کومه پيدا کړه؟
- له اسمانه راته راغله.
- دا لا په کومه ژبه خبرې کوې؟
- په پښتو.
- تاسې زه ليدلی يم؟
- هو،
- چيرته؟
- ټلويزيون کې  خو مې ډير ليدلی وې، يو ځل دوه مې مخامخ هم ليدلی يې.
- چيرته؟
- دا نو درته نه شم ويلی.

     ښه، ځه، دا شميره دې هر وخت فعاله وي؟

      - نه کله چې زه وغواړم خبرې پرې کيدی شي.

      - مطلب دا چې زه تا ته ټيلفون نه شم کولای.

       - نه.

او نه سره پيوسته يې د خدای پامان هم وويل او ټيلفون يې بند کړ.

ما يې هم شميره د ليمه جان په نوم ثبت کړ او دوه کاله وړاندې چې زه په کابل کې اوم نو د همداسې يوې ټيلفوني ميني پوره دوه کاله سرګردانه کړی اوم چې تر پايه مې ونه ليده او په ناليدلي يارانه کې سره خپه هم شوو. له ځانه سره مې پريکړه وکړه چې که دا ځل يې ټيلفون وکړ او د پوره پيژندګلو نه يې ډډه کوله نو په زغرده ورته وايم چې بيا ما ته ټيلفون ونه کړي، خو کله چې مې هم موبايل له جيب نه را ايستلې نو يو ځل مې د ليمه جان په نامه د اوکې بټن زور کړې ده، خو هر وخت به پرې کمپيوټر ځواب راکاوه.

په پنځمه شپه څه باندې يوولس بجې وې چې ټيلفون يې راغی. د اوکی تڼۍ مې کيمنډله او له سلام سره جوخت مې ورته وويل چې که نن ځان په سمه توګه راونه پيژنې، نو زه نه غواړم چې له نا اشنا کس سره خپل وخت برباد کړم.

-         نو ما خو درته ويلي دي چې ليمه مې نوم دی او د يوې موسسې سره کار کوم.
- دا کفايت نه کوي.زه غواړم چې تا له نيږدې نه ووينم.
- نو زما د ليدو نه ستا مطلب څه دی؟
- مطلب دا چې تاسې زما د شعرونو مينه وال يۍ.او زه غواړم چې خپل مينه وال له نږدې نه ووينم.
- خو زه نه غواړم چې ځان دروښيم.
- ولې؟
د ولې ځواب ما سره نه شته.
- ښه نو چې داسې ده نو بيا ما ته ټيلفون ونه کړې. زه دومره وخت نه لرم چې په فضول خبرو يې برباد کړم.‎
- نو تاته زما خبرې فضول ښکاري.
- هو، او له دې سره مې ټيلفون بند کړ.
شيبه لا تيره نه وه،  چې بيا يې ټيلفون راغی. تر اخره وکړنګيډه خو وا مې نه خيسته، بيا يې زنګ راغی او چې دا ځل مې هوکی کړ نو له مخې سره يې وويل چې که زما ليدو ته دې تلوسه وي نو پيدا مې کړه. او له دې سره يې ټيلفون بند کړ.
په منځ ګې درې څلور هفتې تيرې شوې، کله نا کله به د دې نا اشنا اشنا ټيلفوني خبرې هم تصور ته راتلې، خو کيسه کې يې ځکه دومره نه وم چې هره ورځ موضوع پيدا کول او بيا په هغه راپور ورکول هم په سړي سر ګرځوي. له همدې مصروفيتونو له امله مې ورو ورو د هغې جادويي غږ له ذهنه په وتو شو.
په اتم مارچ راته يو ژورنالست ملګري ټيلفون وکړ چې په شاهي ماڼۍ کې په لويه کچه د ښځو نړيواله ورځ نمانځل کيږی.
د ماڼۍ قصر ته چې ننوتم، د ښځو، شور او زوږ و. د مختلفو عطرونو خوشبويي او د هيواد د ملي بيرغ په څير جامو د قصر د هال ښکلا څو چنده کړې وه.
له مخې سره مې د ژورنالستۍ کارت غاړې ته واچاوه،  ميک مې  را و ايست او د  ښځو د ورځې په مناسبت مې د پيغامونو د ثبتولو هڅې پيل کړې.  په هال کې ډير شور و. بهر ورپسې راووتم، ډله ډله نجونې د پيپل د ونو لاندې ولاړې وې، څوک په ټيلفون لګيا وې څوک يوې له بلې سره په خبرو بوختې وې. په يوې ډلې مې سترګې خوږې شوې، ور نيږدې شوم او د د ورځې په مناسبت د پيغام ثبتولو غوښتنه مې ترې ورکړه، دوه درې يې په خوښۍ را وړاندې شوې او يوه چې هغه د شاعر خبره د شعر له پاره زبردسته اډياله څيره وه، هغې د خبرو کولو نه فاصله ونيوله.
دريواړه د بلبلو غوندې وغږيدې، خو ما په زړه کې غوټه کړې وه چې د دې څلورمې نه  به هم پيغام ثبتوم.
هغه په څلور پنځه متره فاصله کې ولاړه وه، ورنيږدې شوم او له مخې سره مې ورته وويل:
- نوم دې واخله او بيا ووايه چې هغو کليوالو نجونو ته چې اروا يې هم د ددې ورځې نه ده خبره څه پيغام لرې؟
هغې پرته له دې نه چې څه ووايي‎، د نفي سر وښوراوه. ما بيا خپله پوښتنه تکرار کړه خو هغې بيا هم  د نفي سر وښوراوه.
يو دم د هغې نا آشنا نجلۍ ټيلفوني خبرې رايادې شوې او زياته مې کړه.
- ځه خير دې نوم دې مه اخله، زه به په خپل راپور کې ووايم چې يوه جينۍ چې ليمه نوميده داسې وويل: سمه ده؟
له دې خبرې سره جينۍ تروره غوندې شوه او چې د وريځو تر منځ فاصله د تندي په تريو والي را کمه کړه نو  له نقابه راوتلې هاغه دوه سترګې  يې راته انځور کړې چې څه موده وړاندې مې د ولايتي شورا په غونډه کې ليدلې وې چې پټ پټ به يې څار کولو. يو دم مې له خولې ووتل چې:
ـ پيدا مې کړې؟
هغې د سر په ښورولو له خولې هو و ايسته او سترګې یې په ځمکه وګنډلې.
بازمحمد عابد
شمشاد عصري میلمستون، جلال اباد
۲۵/۰۹/۲۰۱۰ د شپې يوه بجه

 
بېرته شاته