لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
شمسزی او موضوع ته د مناسبې ژبنۍ زمینې برابرول
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 02.10.2010   خپرونکئ:   سمسور  

ارسطو؛ پخپل هغه کتاب کې، چې د شعر د فن په اړه يې کښلی دی، د تناسب کلمه د ښکلا لپاره کارولې ده. د ارسطو په نظر ښکلا هغه څه ته ويل کېږي، چې تناسب په کې موجود وي. له ښکلا نه زموږ عام تصور هم همداسې دی. موږ ته يو څوک هغه وخت ښکلی ښکاري، چې د اندام د ټولو غړو ترمنځ يې تناسب موجود وي، يعنې نه له يو بل نه غټ وي او نه واړه. که چېرته د يو چا پزه له معمول حد نه غټه وي او د څېرې نور غړي يې يو له بل سره تناسب ولري، نو هغه څېره موږ ته ښکلې نه ښکاري. زموږ د اوسني شعر ښکلا په دې کې نغښتې، چې تر ډېره بريده د شعر د د دوو ډېرو اساسي توکو د خيال او فکر ترمنځ تناسب ته په کې توجه کېږي. د خوشالۍ ځای دا دی، چې زموږ ځوان شاعران دغې مسالې ته ډېره توجه اړولې او هڅه کوي، چې شعرونه يې له دغې ښکلا نه برخمن وي.
دلته په دې مقاله کې، چې د کوم ځوان شاعر پر شعر و شاعرۍ درسره غږېږو، پخپل شعر کې د فکر او خیال ترمنځ تناسب ته ډېره توجه کوي او دغه تناسب د هغه شعر ته تر ډېره بريده ښکلا ورپه برخه کړې او شعر ته د ښکلا په سترګه ګوري: (( ما ته خپله شعر یوه ښکلا ښکاري او زه په ښکلا کې هر څه پیدا کولی شمه، که هغه یو ښکلی شی وي، یو ښکلی هنر وي نو په هغه کې ما ته هر څه پیدا کېږي.))
دا هغه ځوان شاعر دی، چې د وخت انځورګري کوي او هغه شېبې انځوروي، چې دی ترې اغېزمن کېږي: (( زه مخکې نه ورته سوچ نه کومه، چې زه باید شعر په څه شي ولیکمه، ځکه همیشه داسې یو حالت په ما راځي، چې شعر په خپله را ته راشي، کله که د چا کومه شاعرانه خبره واورمه او یا ښه شعر ولولمه یا واورمه نو بیا په خپله شعر ولیکمه، کله کله داسې هم وشي، چې له چا نه ودردېږم نو بیا یو خاص فکر راسره پيدا شي او هغه فکر بیا شعر کومه.))
دا ځوان شاعر ښاغلی عزت الله شمسزی دی.
پېژندنه
عزت الله شمسزی د ښاغلي شمس الدین زوی، په ۱۳۵۸ لمریز کال د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د کندي راجایي نومې سيمه کې زېږېدلی دی. دوه کلن و، چې پېښور ته مهاجر شو او خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د درسمندو نومي ځای په کمشنرۍ ښوونځي کې ترسره کړې دي. شمسزی د تنظیمي جګړو په بهیر کې بیرته هېواد ته ستون او په ۱۳۷۵ لمریز کال کې یې د لغمان په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې کار پیل کړ، یو څه موده یې د هیلې مجلې په اداره کې هم کار کړی دی. له  څو کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ادارو کې په کار بوخت دی. شعر او شاعرۍ ته یې وطن ته له راستنېدو سره سم مخه کړې، په هغو شپو او ورځو کې، چې پر وطن د جګړو سیوری خور و اوځوانان مو بېکاره او بې روزګاره وو: (( زموږ په کلي کې یو دود دی، چې تر اوسه هم ځوانان، چې کله د مازیګر لمونځ وکړي نو بیا له جومات نه لږ څه لرې د ویالې ترڅنګه کښېني او په خپلو کې سره بنډار کوي، دا تقریبا د اتو – نهو کالو دمخه خبره ده، چې یوه ورځ موږ ټولو ملګرو د مازیګر لمونځ وکړ او تر لمانځه وروسته لاړو د ویالې ترڅنګه کېناستو، هغه وخت نو داسې وخت و، چې کابل د تنظیمي جګړو په اور کې سوځېده، ځوانان ټول وزګار وو، له هر چا سره دا فکر و، چې څه کار وکړي، نو په هغه ورځني بنډار کې هر چا دا سوچ کولو، چا ویل راځئ ورشو او ټوپکوالو سره وسله واخلو او په تنظیمي جګړو کې برخه واخلو، ځینو به ویلې راځئ ملتان او کراچۍ ته لاړ شو، لنډه دا چې له هر چا سره یوه اندېښنه وه. نو په هغه ورځ زه هم په دې مجلس کې ناست ومه او د دوستانو له مجلس نه ډېر متاثره شوم، چې کله له دوستانو بېل شوم نو په ذهن کې مې یو بیت وګرځېد، چې وروسته مې بیا پوره غزل ولیکه.
موږ خو په دې نیت نازول چې شي د کار وګړي
خدایه اوس کوم لوري ته لاړ شي دا وزګار وګړي))
شمسزی شاعر او لیکوال دی، ګڼې لنډې کیسې او لیکنې یې په خپرونو کې چاپ او خپرې شوې دي، د شپې په غېږ کې د عزت الله شمسزي لومړۍ شعري ټولګه ده، چې په ۱۳۸۲ل کال چاپ او خپره شوې، چې د هغه یو شمیر غزلونه او ازاد شعرونه په کې خوندي دي. د نښترو او ګورګرو څو سندرې د لغمان د شاعرانو هغه تذکره ده، چې دده په زیار په ۱۳۸۰ لمرير کال کې چاپ شوې ده.
شاعري
شمسزی اساسا د غزل شاعر دی، خو کله کله په نورو فورمونو کې هم طبعه ازمایي، د شاعرۍ غوره ځانګړنه یې په دې کې نغښتې، چې د هرې موضوع د بیانولو لپاره مناسبه ژبنۍ زمینه برابروي.
نورالحبیب نثار په دې نظر دی، چې د شمسزي د شعر د موضوع او ښکلا ترمنځ تناسب شته دی: (( البته ښکلا یوازې د محتوا لپاره کافي نه ده، په خپله په محتوا کې هم ښکلا شته ده، ځینې وخت ځینې مضمون یا مطلب په خپله ښکلی نه وي، چې شاعر دې یې ووایي، زیاتره دی، چې کوم مطالب بیانوي هغه هم په خپل ذات کې ښه وي او شاعرانه او ژبنۍ ښکلا هم لري.))
خو ښاغلی پوهنمل محمداسمعیل یون د شمسزي په شعر کې ښکلاییز اړخ تر محتوایي هغه برجسته ګڼي : (( د شعر په ښکلاییز اړخ باندې یې ډېر زیات ټینګار کړی دی، د ښکلا برخې ته یې توجه کړې نو په دې خاطر د فکر برخه په کې ډېره مجسمه نه ده، چې سړی ووایي دغه شاعر لکه موږ ملنګان ته، چې وایو قومي شاعر یا اسلامي شاعر، نو په دې باندې په مشخص ډول سړی اطلاق نه شي کولای، چې یوه نقطه په کې پیدا کړي او بیا په هغه باندې د یو شاعر نوم مسمی کړي.))
استاد یون د شمسزي په شعر کې یوې بلې ښکلا ته هم ځیر شوی او وایي، چې د شمسزي شعر له رمزي ښکلا برخه وړې: (( شاعري یې داسې مرموزه ده، پټه ده، چې هر مفهوم، چې یې افاده کړی، هغه په رمز کې افاده شوی، نو دغه رمزي ښکلا، چې ده د ده په غزل کې ډېره زیاته ده، داسې لوڅ او بربنډ غزل نه دی، چې په اني ډول یو مفهوم په کې په مستقیم ډول د لوستونکي یا اورېدونکي ذهن ته ور انتقال شي. هر لوستونکی مجبور دی، چې د ده غزل څو ځله ولولي او بیا ترې خوند واخلي.))
د ښاغلي يون په وينا، د غزل یا د شعر د ښکلا یوه برخه دا ده، چې په مستقیم او اني ډول باندې باید د خلکو ذهن ته مفهوم انتقال نه شي، البته دا یوازې نقص نه دی  یعنې که په اني ډول هم  په یو غزل یا شعر کې  مفهوم انتقالېږي دا ډېر غټ نقص نه ګڼل کېږي: (( خو هغه ډول شعرونه بیا د عمر له پلوه ډېر دوام نه کوي او د وخت په تېرېدو سره په شعار بدلېږي، د ده په شاعرۍ کې د ښکلا برخه درنه ده، سړی ویلای شي، چې غزل به یې ډېر عمر وکړي.))
راځئ! د ښاغلي شمسزی هغه شعر ولولو، چې پورته ځانګړنې په کې موجودې دي:
هر څه ته شا کړه له هرڅه زما لپاره تېر شه
دنیا فاني ده د دنیا له کاروباره تېر شه
تږی ارمان مې په سینه کې درته لاره څاري
یوه شېبه لکه باران په دغه لاره تېر شه
کلی به وران وي او ساده وي خو چې زه یم په کې
بس دی راځه د پېښور له ښایسته ښاره تېر شه
چې مې د زړه کلي ته غږ د امن نه راولي
چې په کې درد ته سکون نه وي له سیتاره تېر شه
بچي یې مار خوړلي ځاله یې توپان ورانه کړه
مرغۍ د ښکار نه ده ښکاري له دغه کاره تېر شه
تاته څه نه ښکاري رګ رګ کې دې جذبې ویښې دي
شمسزیه ګوره د زړه سره له تلواره تېر شه.
د ښاغلي شمسزي د شعر په اړه، چې کومه خبره ډېره مطرح ده او ځینې شاعران او ادبپوهان د انتقاد په سترګه ورته ګوري، هغه دا ده، چې ژر ذهن ته نه پریوځي. د استاد یون په نظر دا ستونزه له دې امله راپېښه ده، چې د شمسزي شعرونه له مانيز پلوه ژور دي: (( د پښتنو په ځوانو لیکوالو خصوصا شاعرانو کې یو ښه د فکر او اندېښنې خاوند شاعر دی، شعرونه یې ژور او عمیق دي، په اني ډول د خلکو ذهن ته نه پریوځي، نو په دې خاطر په پښتو ادبیاتو کې ډېر مطرح او مشهور شوی نه دی.))
خو يون صاحب وړاندې وايي، چې د محتوا له پلوه د ده شعرونه بېلابېل اړخونه لري، فکري برخه یې ډېره زیاته ده، داسې وچ  سیاسي، ګوندي شاعر نه دی، چې سړی یې مشخص کړي، چې د شعرونو محتوا یې دغې یوې برخې ته ځانګړې شوې: (( ځینو ګوندي شاعرانو باندې لکه د کارګرې طبقې یا د بزګرې طبقې یا ځينو ایډیالوژیکو شاعرانو باندې سړی دا اطلاق کولای شي، چې دا د دغې برخې شاعر دی. د ده په شعرونو کې د ژوندانه بېلابېل اړخونه شته، خصوصا دغه د وروستیو لسیزو پېښې، ملي مسایل تر نورو نه زیات مطرح دي.))
ښایي د دې ستونزې یو علت دا هم وي، چې شمسزی خپل شعرونه په نویو ترکیبونو پسولي او دا هغه څه دي، چې تر یو بریده د ده د شعرونو معنا درنوي. شمسزی ډېره هڅه کوي، چې هر شعر یې د یوه نوي ترکیب درلودونکی وي. نثار صاحب دا د ده د شاعرۍ یوه بله ځانګړنه په ګوته کوي او وایي: (( په ژبه کې ترکیبونه جوړول یعنې د نویو مفاهیمو ادا کول یو څه نوي والي ته اړتیا لري او نوی والی دا دی، چې په ژبه کې نوي ترکیبونه جوړېږي، خصوصا په شعر کې د یو تصویر د وړاندې کولو لپاره موږ کله غواړو یوه مفکوره انځور کړو، یا شاعر غواړي خپل یو خیال تصویر کړي، نو د هغې لپاره ترکیب جوړوي.
د شمسزی د غزل یو بیت دی، چې وایی:
ماشوم ښایست به دې له ډېره نازه اور اخیسته
خو زه ساده وم د ښکلا پروا مې نه لرله
نو دغه له ډېره نازه د ماشوم ښایست اور اخیستل، دا په خپله يو ډېر ښکلی تصویر دی، ډېر زیات احساسي او عاطفي انځور وړاندې کوي، دغسې بیتونه هم د ده په شعر کې شته، چې ښکلا یې ورته زیاته کړې ده.))
د شمسزي لاندې شعر له همدغې ښکلا نه برخمن دی:
ته چې موسم غوندې ساعت کې بدلېدې جانانه
سهوه دې وکړه چې زما زړه ته راتلې جانانه
زه که اغزی یم نو لمن دې رانه لرې ساته
که زه ګلاب یمه وربل کې به مې ږدې جانانه
هېڅ پروا نه کړي چې سپوږمۍ او لمر مې واک کې نه دي
دا به وي ډېره چې زما دي ورځې شپې جانانه
ته لکه سیند یې سم او غر ستا د ښایست تابع دي
خوښه دې خپله ده په کومه خوا چې ځې جانانه
پوهېږم نه چې دا شهرت که رسوایي ده زما
هر چېرته شته زما د مینې اوازې جانانه
شمسزی خړ پړ دی خو په زړه کې مینه ډېره لري
په خرابو کې پیدا کېږي خزانې جانانه.
یو شمېر شاعران د دې لپاره، چې خپل پیغام په ښه او ساده توګه لوستونکي ته انتقال کړي، هڅه کوي په خپلو شعرونو کې متلونه او محاورې وکاروي، شمسزی هم همدا هڅه کوي. نثار د ده په شعر کې دغې ځانګړنې ته ځير شوی دی، نثار وايی: (( د پاچا پروا نه لرل دا یوه محاوره ده، زموږ د خلکو، چې کله چا سره ټکر راشي ورته وایي زه د پاچا پروا هم نه لرم، یعنې دا چې زه یو سرشار بنیادم یم، د پاچا هم پروا نه لرم، ته لا ما ته څه وایې یا مې هغه کار ته مجبوروې. هغه کار ته، چې زه یې نه غواړم، چې ویې کړم. زه په همدې باره کې یو بیت وایمه، دا هم د یو غزل مطلع ده:
څنګه ښه وخت و چې د چا پروا مې نه لرله
بخت را سره و د پاچا پروا مې نه لرله
په دې شعر کې موږ ګورو، چې د وخت او د بخت ښه په تناسب سره ذکر شوی دی او بیا ورسره د پاچا د کلمې یو ځای کارولو یوه بیله ښکلا رامنځته کړې او یو تلازم او تناسب یې راوستی دی، همداسې د پاچا پروا نه لرل هماغه محاوره ده، چې په ډېر تلمیحي انداز کارول شوی.))
د شمسزي د انځور ګر شعر همدغه ښکلا رانغاړي:
ای انځورګره وایه دا انځور به څنګه کاږې
زه چې په کومه ورځ له کوره چېرې ووځمه
مور مې اوبه راپسې وشیندي
او وژاړي لږ
لاس په دعا وي دروازه کې تر هغې ولاړه
چې يې له سترګو ښه پناه شمه، د کلي په کوڅو کې ورک شم
او انځورګره
وایه دا تصویر به چېرې مومم
ډېره موده پس چې د خپل کور دروازې ته ورشم
خور مې له ډېرې خوښۍ چیغه کړي او منډې وهي
له خندا شنه وي تکه شنه وي
را ترغاړې وځي
د مور په سترګو کې مې داسې خوښي وځلېږي
چې یې ښکلا ته شي تر ډېره زما ژبه بنده
نو انځورګره وایه دا خوښي به چېرې مومم
چې هره ورځ یې خپلې خور او خپلې مور ته یوسم.
شمسزی د افغانستان د ناورین په کلونو کې شعر و شاعرۍ ته مخه کړې او له همدې کبله کابو د ده په ټولو شعرونو کې د دغه ناورین سیوری وینو، دی هر هغه څه، چې ویني هغه انځوروي، د ښاغلي استاد یون په اند شعر د محیط بچی دی او له دې امله اړ دی، چې د وخت سندره وبولي: (( شاعر د محیط بچی دی او څه چې محیط کې وي شاعر یې هم باید هماغسې وخت وي. د اختناق په پړاو کې د خوښۍ سندرې نه شي ویل کېدلای، دغو څو لسیزو کې طبعا په څو بېلابېلو شکلونو اختناق حاکم و، نو شاعر هم په شعوري او ناشعوري ډول په همدې اختناق کې رالویېږي او هنر یې هم د همدې اختناق زېږنده وي.))
دلته به د ښاغلي شمسزی هغه شعر ولولو، چې د اور او وینو کیسه راته کوي:
د شنه جنت د پرښتو کلي ته اور ورسېد
د قاف د غره د ښاپېرو کلي ته اور ورسېد
د اسمان ستوري خړو کاڼو کې هندارې ګوري
ټولې ړندې شوې د چینو کلي ته اور ورسېد
هسک کې یو دیو دی غورځوي پرې له وزرونو تندر
غرونه ماتېږي د ځنګلو کلي ته اور ورسېد
ټولې کوڅې یې د ښار غېږه کې راونغاړلې
اوس د ملالې د ټپو کلي ته اور ورسېد
وېرېږم نه چې د کاله پت ته یې زیان ورسي
د جرګه مارو پښتنو کلي ته اور ورسېد.
ښاغلی شمسزی یو ښه لیکوال هم دی، ګڼې لنډې کیسې، لیکنې او ژباړې يې د هيواد په بېلابېلو خپرونو کې چاپ شوي دي. د ده په زیار او کوښښ د لغمان د شاعرانو تذکره چاپ شوې، چې د ده د نورو ادبي فعالیتونو ښه ښکارندويي کوي، ده په دې کار سره د ادبي تاریخ له لیکلو سره مرسته کړې.
ښاغلی نثار په همدې نظر دی: (( دا ګټور کار دی، کله چې موږ خپل ادبي تاریخ لیکو، ادبي تاریخ جوړوو، نو د هغې په لیکلو کې موږ سره همدغه مواد مرسته او کمک کوي، البته دا په خپله ادبي تاریخ نه دی، خو د ادبي تاریخ لیکلو لپاره خام مواد دي او ښه استفاده ترې کېدلای شي.))
۱۳۸۶/۱۲/۲۹ 

 
بېرته شاته