لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
ته بې وفايې!
لیکوال: رفيع الله روشن   نېټه: 21.09.2010   خپرونکئ:   سمسور  

په بېړه روان وه ،غوښتل يې ژر ځان کورته ورسوي ،چې په رڼا کې خپله ښځه روغتون ته يوسي، ځکه چې کلى يې ډېر لرې او سړک يې خامه وه د مازيګر له لمر پرېوتووروسته به موټرنه پيداکېده.
تمځاى ته په رسېدوسره وروستى موټر له اډې څخه ووت ده چې وليدل پر موټر سورلۍ لکه د شاتوپه ګبين چې مچۍ نښتې وي داسې نښتي وو، نو ناهيلى شوه ، اقتصاديې هم ډېر ضعيفه وه ، جېب يې هم دامشوره نه ورکوله چې دربس موټر دې ونيسي اوکلي ته ځان ورسوي ،نن په دفترکې نوکري و نوبايد چې تر ماښام اوو بجوپورې په دنده پاتې شوى واى ،خولايې وخت نه وه پوره چې له کورنه ورته زنګ راغى او دښځې دناروغۍ يې ورته وويل،وارخطاشوه په جېب يې ګوتې ووهلې ايله پکې ١٢٠ افغانۍ وې ،بله لارنه وه،نو له يوه همکار نه يې دولس سوه افغانى قرض واخستې اوهيله يې ترې وکړه چې ترټاکلي وخته پورې دده پرځاى کار وکړي، له دفترڅخه ووت هغه ته يې وويل که سبارانغلم نو ګوره چې پام دي وي اورئيس صاحب ته زما دمشکل ووايې ،زه به هم ورته زنګ ووهم،له خفګان نه يې رنګ تک تور واوښت له ځان سره يې کرل ،رېبل ښه اوس څنګه وکړم که پدې روپيو موټر نيسم اوکلي ته ځان رسوم نوبيابه قدري روغتون ته په څه شي راولم ،په کلي کې خوهم کوم روغتون نشته ،نومجبوريم چې ښارته يې راولم .
له بلې خوا پرلپسې زنګونو هم پرېکړې کولولپاره وخت نه ورکاوه، حيران ولاړ وه نور نو دماښام تياروهم خپل څادر پرځمکه غوړول پيل کړل.
ناګهانه لکه دليوني پشان روان شو،له ځانسره غورېده اودسرک توره ليکه يې ونيوله ،بس ځم په پښوباندې ځم ! اوس خوراسره ټکسي هم نه ځي ،ډرېوران هم وېرېږي چې کوم ځاى کې يې غله ونه شکوي ، خير راځه خداى لوى دى،خپله لاره يې لنډوله ،چې بيايې دبغل په جېب کې مبايل په لړزه شوه ، ژر يې داوکې بټنې ته زوروکړ، دادى اوس در....نورمبايل دچارج دختمېدو ټالى ووهله ،اوبندشوه.
مبايل يې په جېب کې ورخطاکړ اوپه قهريې وويل : ته بدبخته هم بايد په همدې وخت کې بندشوى واى؟
نور نو دامکان ټولې لارې ورته بندې شوې بغيرله دې چې له خپل همت څخه کارواخلي هېڅ ممکنه لار نه وه، له نيم ساعت ،څلوېښت دقيقو مزل وروسته ددوى دولسوالى پرلور بېل شوي خام سړک ته ورسېد په خامه سړک يې دڅپليوڅښهار خاته پرمخ روان وو ،په تياره کې دنه ليدو له امله يې څو ځله دپښو دګوتونوکان له تيږوسره وجنګېدل ،خوبياهم ده په درد اوسوخت کې خپل مزل ته ادامه ورکوله ، اندېښنې اخستى وه ،خداى ته يې سوالونه کول چې پرښځې يې ورحمېږي ، هغه پرده ډېره ګرانه وه ،ولې چې يوخوډېره ښايسته وه ،دهمزولوپه ښځوکې به هرچا دباوردښځې صفت کاوه ، اوبل داچې ډېر دبې وسۍ په شپو او ورځې کې يې کړېوه ،دژوندډېرې سختې شپې اوورځې يې ورسره تېرې کړې وې ،اوتېرولې يې،بله ترټولومهمه خبره داوه چې پوره لس کاله يې اولاد نه کېده نو دالومړى ځل و ،چې باور پلارکېده ، اودې ماشوم ته په کورکې ټول لوى اوواړه ډېرهوسېدل ،اوخپل ډېراميدونه يې وپورې تړلي وو،په لاره کې به کله کله دخوشحالۍ نه په خنداهم شو، يووخت يې شاته وکتل ،ګوري چې دموټررڼايې ترسترګوشوه،چې دده په لور راروان دى،بيايې خداى پاک ته په عذرونو پيل وکړ ،چې کاشکې دموټروان راباندې زړه وسوځېږي ،اوله ځانسره مې پورته کړي، موټرورته رانژدې شوه ،دى هم ورته دسړک په منځ کې ودرېده او داسې حرکات يې ورته پيل کړل ، لکه سوال اوزارى چې ورته کوي ،اوموټروان پرخپلې مجبورى وپوهوي،اوله ځانسره يې پورته کړي ،موټر ورته ودرېده ، ژر دډرېور طرف ته ورپه منډه شوه ،استاده چېرته ځئ؟
مياګانوته .
ددوى کلى دمياګانوله کلي نه دوه کلي وړاندې وه ،ويل يې چې زه خو ترهغې ځايه چې ورسم ،بياخولاره ډېره لنډېږي ،نوبې له دې چې اجازه واخلي په مخکې سيټ ورننوته ،اوډرېورته يې مخ کړ استاده ځه لخيره.
موټرحرکت وکړ، په شاته سيټ کې دوه نور کسان هم ناست وو، يوه له ده څخه پوښتتنه وکړه ،وروره څنګه پدې ناوخته کې پياده روان يې خيريت خوبه وي ؟
ده ورته وويل هوخيريت دى هسې ناوخته شوه راباندې په ښارکې په يوه شخصى دفترکې دنده لرم، په خبروخبروکې يې ډېرمزل وکړ، نور نو دمياګانوترکلي پورې دوه کيلو مټره لاره پاتې وه چې ،دوروسته سيټ نه يې تمانچه پرسر کېښودل شوه او د ونه ښورېږي اواز يې واورېده، موټر ځاى پرځاى ودرېده ، دوروستي سيټ دوهم نفر راکوز شو راغى، دى يې له مټ نه ونيوه له موټرنه يې ښکته کړ اودجېبونوپه پلټلويې پيل وکړ،ده چې هرڅومره زارى اوفريادونه وکړل ، داچې هغوى يې يواځې اواز وانه ورېده بلکې،څوپرلپسې سوکان اولغتې يې هم وواهه ،ګنکړپه ،خداى د ې ددې دفتر بېخ وباسي چې ته پکې کارکوې ،ايله همدا ديارلس سوه اوشل روپکى؟! ځه ورک شه احمقه، پيسې اوموبايل يې ترې واخستل ،دتللوپه وخت کې يې بيا په خوله يو کلک سوک ورکړاو ترې روان شول .
دى دخولې او بدن په درد اخته شو خوله يې له سرو وينو ډکه وه خوبيايې هم خپل کوښښ جاري ساته ، نور نوپه کليو اوبانډوکې يوه وېر وونکې خاموشي خوره وه. ټول خلک دخوب نړۍ ته تللي وو، له شل پنځه ويشت دقيقو مزل وروسته دخپلې کوڅې په لور وګرځېده ، کور يې دکوڅې په اخر سر کې و ،داچې شپه ډېره تياره شوې وه او اواز هم ډېرلېرې تلو، نو دچيغو او ساندو اوازونه يې تر غوږوشول، غړي يې سست شول ، پښويې کار پرېښود، په زړه کې ورتېره شوه لکه چې له ښځې نه خلاص شوم! په رښتياهم قدري نور باور دتل لپاره يواځې پر ېښى وه، داسې شو لکه هېڅ ساه چې پکې نه وي، ځان يې په کش کولو کش کولو ،دخپل کور تر دروازې پورې ورساوه ، ددروازې له ټېل وهلوسره پرېوت ، په کورکې چا ددروازې کړپ واورېده څوکسانو يې پر لور راوځغاستل ، باور چې له خولې اوپزې يې وينې روانې وې اوسپين کالي يې تک سره اوښتي وو، بېهوښه پروت وه ،ژر يې له انګړ څخه کټ راووړ ،پورته يې کړ، اوبه يې پرې وپاشلې ، په کور کې خلک ډېر را ټول شوي وو، څوک له قدري نه راتاو وو اوڅوک له باور نه ، يو قيامت جوړ شوى، لږشېبه وروسته باور سترګې ورپولې ،په هوښ راغى ګوري چې حويلى له خلکوډکه ده، خيز يې وکړ ، څه چل شوى دى ؟! چې په دې وخت کې يې مور ورته په غېږکې کوچنى ماشوم واچاوه اوچيغه يې کړه دادى ستا اودهغې د واده نښه، خوتاله قدري سره وفاونکړه ته بې وفايې!

 
بېرته شاته