لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
د جلال د شاعرۍ فلسفي رنګ
لیکوال: نصرت الهام   نېټه: 20.08.2010   خپرونکئ:    

د ګران جلال شاعري ډېر رنګونه لري! په عمومي توګه شعر ډېره پراخه لمن لري، ځکه خو شعر هم تر اوسه کوم جامع، منلى تعريف نه لري اونه هم په دوه کرښو کې د شعر تعريف شونى دى، شعر ځانګړې موضوع هم نه لري هرڅه او هر شى د شعر موضوع کېدلاى شي؛ جلال د شعر موضوع ټول کاينات بولي وايي:

شعر يې کړم شين يې کړم د شاړو زړونو شنه ځنګل کې

اخ کاينات يې کړم دانه وانه يې وشيندلم

جلال ټول کاينات د خپل شعر موضوع ګرځولې او په ټولو کايناتو کې خو موضوعګانې او رنګونه پرېمانه دي؛ ډېرو ملګرو به دجلال په شاعرۍ عمومي ليکل کړي وي، خو ډېرو بيا د جلال په شعر کې ځانګړې موضوعګانې څېړلې دي، ما په لومړي سر کې غوښتل چې د جلال د شاعرۍ حماسي رنګونه ستاسو مخې ته کېږدم، له لومړۍ ټولګې مې زړه نا زړه پيل وکړ، زړه نا زړه ځکه چې فکر کوم دغه د مخکتنې غونډه د ګران جلال د دوهمې ټولګې ( دواړه يو د بل تصوير) په پار جوړه شوې.
په هر حال ! په لومړۍ ټولګه ( اوس دې هم هره شپه په خوب کې وينم)  کې د خپلې ټاکل شوې موضوع يانې ( د جلال د شعر حماسي رنګ)  لپاره مې ډېرې بېلګې ترې راواخيستې، چې په سر کې مې له لومړۍ ټولګې دغه شعر ليکلى و:

سينې د رقيبانو ته يې نيولي ټوپکونه

راخيستې ورپسې دي تمام کلي ټوپکونه

هغوى دې زمونږ چم کې زياتې جګې سترګې نه وړي

هغوى چې په ميدان کې غورځولي ټوپکونه

سپېرې څڼې مو څنډ وهئ مورچل ته د ننګ راشئ

په غاړه کړئ ملګرو ښکلي، ښکلي ټوپکونه

 زما په فکر ټوپک ددې زمانې توره ده او توره که د حماسې د سمبول په توګه ومنو هم شونې ده، د جلال حماسي شاعري لکه د ځينو شعاري نه ده او نه داسې شعرونه پکې شته چې د وخت په تېرېدو ارزښت له لاسه ورکړي، لکه د پخواني جهاد د وخت په ډېرو شعرونو کې، د ببرک کارمل، نجيب او نورو نومونه ياد شوي دي، ضياء الحق ته هم شعرونه ليکل شوي دي، چې د هغې وخت په تېرېدو سره اوس دهغې شعرونو پاڼه هم څوک نه اړوي، بش او اباما ته هم شعرونه ليکل شوي دي چې د وخت په تېرېدو به سر وخوري.
خو جلال بيا داسې نه دي کړي، ځکه خو ما هم زړه ښه کړ چې د جلال د شعر په دې اړخ و غږېږم، زه وېرېدم چې په داسې موضوع ليکل ونه کړم چې بل ښاغلي هم پرې کړې وي.
 ( اوس دې هم هره شپه په خوب کې وينم) لومړۍ شعري ټولګه مې ختمه کړه او لکه څنګه مې چې مخکې وويل د خپلې موضوع اړوند ډېر شعرونه مې ترې انتخاب کړل، له لومړۍ ټولګې نه چې فارغ شوم نو نوې شعري ټولګه مې راواخيسته که څه هم چې ددې ټولګې زيات شعرونه مې وخت په وخت په انټرنيټ لوستي خو بيا هم داسې ډېر شعرونه پکې و چې له دې مخکې مې نه و لوستي، نيم کتاب مې ولوست خو داسې ايله دوه درې بيتونه په ګوتو راغلل چې حماسي رنګ دې ولري او زما له موضوع سره دې اړخ ولګوي، په روستيو پاڼو کې مې په دې بيت هم سترګې ولګېدې:

دا ټوپک دا تمانچې دا بمونه دا برچې

نور ژغورل غواړي اشنا له دې ګنده شاعري

دا سمه ده چې جلال په دې ټولګه کې له دې ګنده ځان ساتلى دى، خو لکه څومره چې زه جلال پېژنم حماسه او رومان دواړه دده مجبوريت ګرځېدلي، څومره چې زه جلال پېژنم د خوشال بابا د قلم هومره يې د هغه له تورې سره هم مينه ده، خو دا چې ولې د جلال په دې ټولګه کې حماسه کمه ده، دغه تنده ښاغلي جلال په مستعارو نومونو کې ماته کړې ده او کېداى شي دغه کار يې د ځينو حساسيتونو له امله کړى وي خو زه پوهېږم چې جلال بې حماسې نه دى. کله چې له دوهمې ټولګې د حماسي رنګونو په ټولولو کې پاتې راغلم او دا موضوع مې نيمګړې پاتې شوه په دې دوران کې مې د شعرونو فلسفي اړخ ته پام ورواوښت، د دوهم ځل لپاره مې کتاب د فلسفي رنګونو پسې چاڼ کړ.؛
اوس به راشو د ګران جلال د شاعرۍ هغو انځورونو ته چې فلسفي رنګونه پکې کارول شوي دي .
فلسفه داسې شی ندی چې يواځې فلسفيان دې پرې وپوهېږي، فلسفه زياته له عامو خلکو را اخيستل شوې، يا په بل عبارت د فلسفي مفاهيمو ډېره برخه عام ولس پنځولې ده، مونږ له يوه ساده باده کليوال نه هم فلسفه اورېدلی شو، د فلسفې پوهان که کومې فلسفي مو ضوعګانې را پيدا کوي او څېړي يې ځان ددې نوښتګر او مخترع نه ګڼي يواځې د اوډون امتياز يې ځانته ورکوي.
دغه فلسفي مفاهيم چې د عام ولس لخوا رامنځته شوي دي داسې مثال لري لکه په پښتو کې ټپه چې هېڅ شاعر يې نه دى مالوم او د ولس لخوا پنځول شوې له نسل نه نسل ته پاتې شوې ده، په ټپه کې د ژوند له هرې برخې يو څه وينو تر دې چې له فلسفي مفاهيمو سره هم پکې مخ کېږو، خو فلسفه دومره ساده او اسانه هم نه ده، د فلسفې په مغلقو مفاهيمو بيا هرڅوک هم نه پوهېږي، جلال په خپل شعر کې دغه مفاهيم په ډېرې عام فهم انداز بيان کړي دي چې هېڅ اغلاق پکې نه تر سترګو کيږي.

 ته زما په معنا ولې نه پوهېږې

په زره باندې ودانه ده صحرا

په دې بيت کې له ( زما) او  ( زرې) نه قوسونه تاو شوي دي چې شاعر پکې خپله مقصدي معنا په ګوتو کول غواړي، يانې که زه ( زره ) هم يم خو ته په دې وپوهېږه چې صحرا هم له زرو جوړه ده، خو که ددې بيت له ( زما) او ( زرې) نه قوسونه لرې هم کړو، خپله فلسفيانه معنا افاده کولى شي، په دې بيت کې يواځې قوسونو معنا دوه چنده زياته کړې ده.

همدې بيت ته ورته فلسفيانه معنا او رنګ په دې بيت کې هم پروت دى:

زه که هېڅ هم نه يم يو څه خو به يم

صفر عدد لري که نه يې لري؟

په يو بل بيت کې داسې فلسفيانه رنګ او نوى والى پروت دى:

راځه چې لاړ شو د الفت زړې دنيا ته واپس

له  ابتداء څخه زړګيه انتها ته واپس

زه وايم که دوهم نيم بيتى ترې مخکې راغلى وى، نو لوستونکى به يې ژر متوجه کړى وى، ځکه چې په دوهم نيم بيتي کې عجيبه خبره ده،  سړي ته يو ټکان غوندې ورکولى شي.

له ابتداء څخه زړګيه انتها ته واپس

سړى واپس له انتها څخه ابتدا ته ځي، خو دلته وايي چې له ابتداء څخه انتها ته واپس کېږو؛ نو په دوهم نيم بيتي کې به خبره روښانه شي، چې : راځه چې لاړ شو د الفت زړې دنيا ته وا پس........ هغه زړه دنيا چې زه او ته پکې د مينې انتها ته رسېدلي و.

دا چې اروا ته مې نامه نه لرم

په خپل وجود مې عقيده نه لرم

جلال دلته لکه لار ورکى فلسفي په خپل وجود شکمن دى، وايي جلال خو زما د تن نوم شو نو د اروا لپاره هم بايد نوم ولرم ځکه چې بې له روح نه خو تن هېڅ دى، لکه څنګه چې اروا ډېر اهميت لري نو بايد ځانګړى نوم هم ولري، لکه هر انسان چې يې لري، خو که ووايو چې دا د جلال تن دى او دا د جلال روح دى نو بيا جلال څوک دى، بيا خو جلال پکې ورک شو، خو دومره هم لار ترې ورکه نه ده، د ننه پرې پوهيږي چې کيسه څه ده، خو دا هغه خبرې دي چې د اظهار لپاره يې د وجود نه بهر وتل پکار دي، وايي:

هر ابهام شم حلولى خو ارمان چې

د وجود له دايرې نه وتى نه شم

بل ځاى وايي :

غاړه غړۍ ګل سره وږمه ده لکه زه او ته

روح مې د وجود د تن جامه ده لکه زه او ته

دلته نو له خپلې هغې کږې عقيدې چې په خپل وجود شکمن و تېر شوى دى او روح يې د خپل وجود د تن جامه ګڼلې، دلته نو د خپلې اروا لپاره نامه نه غواړي بلکې روح او تن دواړو ته يو جلال وايي.

په دې بل بيت کې يې بيا د وجود فلسفه په ډېر شاعرانه او رومانتيک انداز راوړې:

ستا په زړه کې اوسمه ژوندى يمه

شکر له وجود نه مې بهر نه يم

دا چې په دې پوه شوى چې د يار په زړه کې ځاى لري نو په خپل وجود هم باوري شوى دى، ځکه چې ځاى يې اشغال کړى دى، دلته نو ځان هم ورته رک روغ ژوندى موجود ښکاره شوى.

دا تصوير او دا د آينې مخ ته ولاړ انسان

يو د بل ناپايه ترجمه ده لکه زه او ته

د جلال په شعر کې آينه:

زه يې خپل تصوير نه پنا کړى يم

منځ کې آينه لکه پرده ده اوس

دا سمه ده چې آينې ته په کتو سړى خپل تصوير وينې، خو جلال ته خپل تصوير هم ژوندى ښکاري ورسره په دې هم باور لري چې که ما نه په آينه کې زما تصوير پنا نه دى نو زه ترې آينې پناه کړى يم بايد آينه له منځه واوځي او زما تصوير ته زه هم داسې ښکاره شم لکه هغه چې راته ښکاري، ځکه خو په بل ځاى کې له همدې تصوير سره د يو ځاى کېدو خبره کوي:

زه او دا مخامخ انسان يوځاى کېدل غواړونور

له منځه اوځه آينې ګوره بدنامه به شې

جلال غواړي چې په آينه کې خپل تصوير ته خپل له غمه ډک زړه وسپړي او خپل غمونه ورسره شريک کړي، ځکه خو وايي چې.

زه او دا مخامخ انسان يوځاى کېدل غواړو نور

له منځه اوځه آينې ګوره بدنامه به شې .

په بل ځاى کې خو آينه هم ژوندۍ بولي او وايي:

خال چې د وروځو په ليندې لګوي

داغ به په زړه د آينې لګوي

دلته ورته آينه هم د ځان په څېر ميينه ښکاري او لکه څنګه چې دده په زړه کې داغونه پراته دي د آينې په زړه يې هم زړه سوځي!
دا دوه بيتونه يې هم په آينه کې د تصوير سره د راز او نياز او ورسره د داسې خواخوګۍ څرګندونه کوي لکه هغه چې يې د وجود برخه وي.

دلته ورته په آينه کې  خپل تصوير همشکله انسان ښکاري: ؛

زه ترې راغلم خو زما هغه همشکله

کمبخت پاتې شو اسير په آينه کې

خو ځينې ځاى د ګران جلال په شاعرۍ کې، دغه فلسفي مفاهيم يا سم نه دي افاده شوي او يا خو زه نه يم پرې پوه شوى لکه:

نن مې په خپل نظر شکمن غوندې يم

نن دې د سترګو آينه کې نه يم

.................

لکه اروا لکه وږمه شوې د ګل

چې په وجود خوره وره شوې د ګل

دا د ګران جلال د شاعرۍ هغه فلسفي رنګونه و چې ما يې له دوهمې شعري ټولګې راټول کړي و، په لومړۍ ټولګه کې يې هم دا ډول بلا ډېرو بيتونو سره مخ کېږو چې فلسفيانه رنګ لري.
په پاى کې بايد دا هم ورزياته کړم چې جلال دغه فلسفي رنګونه ځينې ځاى د ښاغلي سعود له شاعرۍ په تاثير کښلي دي، هغه خپله هم قانع دى چې د سعود شاعري يې خوښه ده او ټوله يې لوستې ده او دې ټکې ته ښاغلي نثار هم په سريزه کې  اشاره کړې ده.
په دې هيله چې جلال په خپله شته فلسفي پوهه اکتفا ونه کړي او په راتلونکي کې د خپل شعر فلسفي رونګونه لا روښانه کړي .

 
بېرته شاته