كور پاڼه
كــــــور پاڼه  
زموږ هدف
زموږ سره مو اړيكې
 ليكوال: اسماعيل خان / نېټه:  30.07.2010 / خپرونكئ:  سمسور /   چاپي بڼه  
 
الكوزى، په بلخ كې د پښتون ضد نوماند په چوپړ كې

لا يې د پوره نوم څخه هم خبر نه يم، خو په دې پوه يم، چې الكوزى په هېواد كې د يو سترې نړيوالې سوداګريزې كمپنۍ نوم دى. كله چې به مې دغه نوم واورېد؛ نو خوښ به شوم، چې پښتانه په دې برباد وخت كې داسې څوك هم لري، چې په نړيواله كچه د يوې سترې سوداګريزې كمپنۍ ملكيت يې په لاس كې وي. لږ تر لږه؛ خو به يې د خپلې سوداګريزې ګټې پر لاره پښتنو ته هم ګټه ورسېږي؛ خو داسې نه وه. زړه مې هغه وخت لا پسې درد وكړ، چې درې ورځې وړاندې د يو رسمي سفر په ترڅ كې له كابله مزارشريف ته تللى وم او هلته مې د الكوزي څلور لارې د څلي پر څلورو خواښوو د يو داسې نوماند د ولسي جرګې د ټاكنيز كمپاين تصوير تر سترګو شو، چې پښتون ضد فكر لري.
لومړۍ خو دا تصوير راته بابيزه او د ښاغلي الكوزي يوه وړه غوندې سهوه ښكاره شوه؛خو چې كله خبر شوم، چې ښاغلي الكوزي په بلخ ولايت كې د همدې نوماند تر ډېره ځايه مالي ملاتړ كړى؛ نو خپه شوم.
بلخ د هېواد له هغو ولايتونو څخه دى، چې ګڼ شمېر قومونه پكې ميشت دي. دغلته د ولسي جرګې او ولايتو شوراګانو د ټاكنو پر مهال هر قوم هڅه كوي، چې خپل استازي يادو جرګو ته واستوي؛ خو دلته داسې خلك واكمن دي، چې په بېلا بېلو لارو د ځينو پښتنو د كمزوريو څخه د ګټې اخيستنې له مخې، د دې ستر ملت د استازو پر مخ هغه ټولې دروازې بندوي، چې تر ولسي جرګې رسېږي.
نو په داسې يو حالت كې بايد د ځينو هغو پښتنو نوماندانو سره مرسته وشي، چې ولس ازمويلې وي او ولسي جرګې ته د رښيتني استازيتوب په موخه تلل غواړي.
الكوزي صيب كه د كوم نوماند سره مالي ملاتړ كوه؛ نو لومړى حق پرې د پښتنو و، چې په بلخ كې يې يو پښتون نوماند سره مرسته كړې واى، خو دې ښاغلي محمد فرهاد عظيمي په نوم د يو تاجك نوماند مالي ملاتړ كړى، چې نه يوازې پښتون ضد فكر لري، بلكې افغانستان ضد انسان دى.
كله چې د نوموړي د كمپاين تصويرونو ته ځير شوم؛ نو د ولسي جرګې پر ځاى پكې ((مجلس نمايندګان))ليكلى و، چې په ټوله مانا دغه توري هغه كسان كاروي، چې فكر يې د دې ستر هېواد د خلكو له فكر سره سمون نه خوري.
فرهاد عظيمي د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد و، چې د ولايتي شورا د لومړۍ دورې د ټاكنو له برياليتوب  څخه وروسته عملا د سياست ډګر ته راننوت.
دى پنځه كاله د همدې شورا ريس و، چې په دې دوره كې يې ځان ولسي جرګې ته ونوماوه.
د دې ښاغلي د ټاكنيز كمپاين په ډېره ستره كچه روان دى. د سيمه ييزو خلكو په وينا په دغه ولايت كې د عبدالله عبدالله او حامد كرزي د ولسمشريزو ټاكنو كمپاين هم په دې كچه نه و.
خلكو ويل، چې ښاغلى فرهاد د كورنۍ له اړخه دومره مالدرا نه دى، چې په دې كچه دې كمپاين وكړاى شي.
د ځينو ګونګوسو د اورېدو څخه وروسته خبر شوم، چې ښاغلي الكوزي يې مالي ملاتړ كړى، نو ځكه دومره پورته پورته وارېږي.
الكوزي به خبر نه وي، چې يو داسې نوماند يې پر مټ ولسي جرګې ته ځان رسول غواړي، چې فكر يې د همده د كورنۍ د نابودۍ لپاره شپه او ورځ بوخت وي.
ښاغلي عظيمي د هېواد په كچه د هغې كړۍ يو كس دى، چې د فدرياليزم له لارې د ګران هېواد د تجزيه كولو پلانونو جوړوي. كه څه هم د هېواد نظام د فدراليزم په لور وړل او يا خداى مه كړه تجزيه كول، هغې خبرې دي، چې بايد دا ښاغلي يې په يخ وليكي او لمر ته يې كېږدي؛ خو بيا هم د ښاغلي الكوزي صيب په څېر پښتانه سوداګر بايد د خپلو چارو په ترسره كولو كې يو څه ويښ اوسې.

بېرته شاته
افغاني شعرونه
د چنار لاندې بنډار
ادبي ليكنې
ټولنيزې ليكنې
پښتو ژبه او ادب
اسلامي لارښونې
د كوچنيانو لپاره
ا دبې مرکې
كره كتنه څېړنه
لنډې كيسې
خبرتياوې گزارشونه
تاريخي ليکنې
د ليكنو ارشيف
مباركۍ
نوي شعرونه
 د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه
03.09.2010
د ښاغلي بختیار ساحل شعرونه
20.08.2010
د ښاغلي مجيد قرار شعرونه
10.08.2010
ارواښاد عبدالصمدروحاني شعرونه
10.06.2010
د ښاغلي رفيع الله روشن شعرونه
13.04.2010
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه
01.04.2010
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه
23.03.2010
د اعلاناتو ځاى

  زموږ سره مو اړيكې زموږ هدف كــــــور پاڼه  
Copyright © samsoor.com All rights reserved webmaster@samsoor.com  2006-2010 Designed by Rohi.af