كور پاڼه
كــــــور پاڼه  
زموږ هدف
زموږ سره مو اړيكې
 ليكوال: علم ګل سحر / نېټه:  26.07.2010 / خپرونكئ:  سمسور /   چاپي بڼه  
 
داستاد اسد آسمایي دیاد کتاب خپریږي

دافغانستان دتکړه لیکوال او فیلسوف استاد اسد آسمایي دمړیني دلومړي تلین له رارسیدو سره ددغه استاد په یاد دجوړې شوې لمانځغونډې دمقالو ټولګه د (( خاموش فیلسوف)) په نامه دپکتیا دفرهنګي ټولنې له خوا په راتلونکو څو ورځو کې خپریږي.
دغه په زړه پورې کتاب دهغو مقالو ټولګه ده چې دهیواد لیکوالو داستاد آسمایي دژوند او افکارو په اړه لیکلې دي ، ددغو مقالو یوه برخه تیرکال دعلم وادب دخپراوي ټولنې او قلم نړیوالې ټولنې له خوا داستاد په یاد جوړې شوې  غونډه کې لوستل شوې او یو شمیر مقالې یې ځینو محترمو لیکوالو ماته را استولې وې.
په دې کتاب کې ددغو لیکوالو مقالې راغلې دي پوهنوال رسول باوري،استاد نجیب منلی، استاد اسدالله غضنفر،اصف بهاند،پروفیسور عیدالخالق رشید.عبدالغفور لېوال ،محمـدامین بسـمل، څیړندوی محمد نبي صلاحي،جان محمد مخکښ ، نور محمد لاهو، انور وفا سمندر، فاروق فردا،علم ګل سحر ،اسدالله بلهار جلالزى . دغه راز په دې کتاب کې دعلم او ادب دخپراوي ټولنې دخواخوږۍ پیغام،داستاد آسمایي دیوه دوست استاد محمد اسماعیل اکبرپیغام  ، د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام، د زرمت دادبي بهیر د خواشينۍ پيغام،دافغانانو دکولتوري ټولنې د خواشيني پیغام،دقلم نړیوالې ټولنې دخواخوږۍ پیغامونه هم خپاره سوي دي.
دغه کتاب دپکتیا دفرهنګي ټولنې له خوا داستاد اسد آسمایي دلومړۍ کالیزې او په پکتیا کې دجوړیدونکي ( پکتیا پیژندنې) دسمینار په ویاړ چا پ ته استول شوی اوپه څو راتلونکو ورځو کې به له چاپه راووزي.
دیادولو وړ ده چې دپکتیا کلتوري ټولنه ددغه ولایت دویښو لیکوالوپه تیره دهیواد دتکړه لیکوال او شاعر محمد داوود تپانداو تکړه شاعر او ژورنالست احسان الله مهجور او نورو لیکوالو په هڅو دپکتیا پیژندنې دسمینار په ویاړ په لس ګونو نور ګټور کتابونه هم خپروي.
دپکتیا فرهنګي ټولنه په پام کې لري داستاد اسد آسمایي ټول ناچاپ اثار هم خپاره کړي. له هغو محترمو لیکوالو او داستاد اسد آسمایي له مینه والو اوخواخوږو څخه هیله کیږي چې ددغه قدرمن استاد د مقالو او اثارو په راټولولو کې مرسته وکړي او دهغه مقالې زما دبرښنا لیک په پته را واستوي.
 
sahar_roman@yahoo.com

بېرته شاته
افغاني شعرونه
د چنار لاندې بنډار
ادبي ليكنې
ټولنيزې ليكنې
پښتو ژبه او ادب
اسلامي لارښونې
د كوچنيانو لپاره
ا دبې مرکې
كره كتنه څېړنه
لنډې كيسې
خبرتياوې گزارشونه
تاريخي ليکنې
د ليكنو ارشيف
مباركۍ
نوي شعرونه
 د ښاغلي هارون حکیمي شعرونه
03.09.2010
د ښاغلي بختیار ساحل شعرونه
20.08.2010
د ښاغلي مجيد قرار شعرونه
10.08.2010
ارواښاد عبدالصمدروحاني شعرونه
10.06.2010
د ښاغلي رفيع الله روشن شعرونه
13.04.2010
د ښاغلي جلال امرخېل شعرونه
01.04.2010
د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه
23.03.2010
د اعلاناتو ځاى

  زموږ سره مو اړيكې زموږ هدف كــــــور پاڼه  
Copyright © samsoor.com All rights reserved webmaster@samsoor.com  2006-2010 Designed by Rohi.af