لومړی پاڼه زموږ هدف کتابتون د ماشومانو لپاره انځورونه سندرې مرکې په غږ کې
سمسوراوبپاڼه  
خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه
 
 
نوی شعرونه
05.05.2020 د ښاغلي قدرت الله مظلوم شعرونه 28.04.2020 د ښاغلي عصمت باچا رسولي شعرونه 04.03.2020 د ښاغلي سيد جيلاني جلان شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي عبدالله شاه "ژوندون" شعرونه 27.02.2020 د ښاغلي احسان الله درمل شعرونه 20.01.2020 د ښاغلي نسیم ایثار شعرونه 02.01.2020 د ښاغلي درويش روښان شعرونه
 
مجيد قرار؛ د ناقرارې مينې انځورګر
لیکوال: صديق الله بدر   نېټه: 12.07.2010   خپرونکئ:   سمسور  

په هنري انداز او د شرنګېدلو الفاظو په مټ، د خپل وخت خبرې او د خپلو تجربو رانغاړل؛ هغه ځانګړنه ده، چې د پښتو شعر يې د وخت سندره ګرځولې او پر زړونو او غوږونو خوږ لګي.

نن سبا د شعر كره كتونكي او شعرپېژندونكي ټول په يوه خوله دا وايي، ډېر ځله، چې له خپل شعر نه د پرديتوب احساس راته پيدا كېږي، يوازنى علت يې دا دى، چې موږ پخپلو اكثرو شعرونو كې د خپل وخت انځور نه وينو. د دغو كره كتونكو په اند، زموږ اكثر ننني شعرونه، د پخوا زمانې شعرونو ته پاتې كېږي. كه چېرته نوم او تاريخ ورباندې نه وي ليكل شوي، نو داسې احساسېږي، چې زموږ شاعر د پخوا زمانې شاعر دى. دا ځكه، چې زموږ ځينې شاعران جسما په اوس زمانه كې ژوند كوي خو فكر او بيان يې د تېرې زمانې وي، چې دا ټول بيا هم د تقليد له بلا راپېښ دي.
 زموږ ډېرى شاعران، لا هم د  تقليدي شاعرۍ په لومو كې راګير دي او د پخوا زمانې سندرې بولي، خو په دې منځ كې داسې شاعران هم شته، چې موږ يې د خپلې زمانې بولو او كلام يې زموږ د زړونو خبرې كوي، هغه هم په پوره هنري انداز.
 دلته د هغه شاعر په ژوند او اند درسره غږېږو، چې شعرونه يې همدغه ښكلا لري او شاعري په دې ټكو كې رانغاړي: (( زما په نظر شاعري له ليکلو او نظم کولو ورهاخوا يو شی ده.))
دا شاعر ښاغلى مجيدالله قرار دى، زموږ د پېر هغه شاعر، چې شعر يو كيفيت بولي، هغه هم يو تجريدي كيفيت، نه محسوس: (( شعر يو كيفيت دی، چې هغه په کردار کې هم کېدلای شي، په ليکنه کې هم او په ويلو او په خندا او ژړا کې هم.))
  قرار دا خبره په دې بنسټ كوي، چې شعر تر يو ځانګړي تصوير زيات يو كيفيت دى: (( د جوړښت له لحاظه په شعر باندې د فکر کولو پر وخت يو څه مجسم او محسوس شيان زموږ په ذهن کې انځورېږي، په دې صورت کې نو دا زموږ مجبوري ده، چې شعر يو ليکل شوي او منظوم شوي شي ته ووايو. که دغه مجبوري نه وي، زه تر دې شعر ته پو يو پراخ تعريف باندې قايل يم.))
قرار هغه شاعر دى، چې د شعر ښه خاصيت د هغه تلپاتې والى او د ښه شعر نښه د ټولې انساني عاطفې رانغښتنه په ګوته كوي، خو په دې توپير، چې: (( د شعر کار لمانځل دي نه تبليغول، له دې کبله زما په نظر ښه شعر هغه دى، چې لوړ انساني اخلاق او مفاهيم په کې لمانځل شوي وي، نه دا چې په کې يو ځای شوي وي، ځکه دا د شعر کار نه دی.))
پېژندنه:
مجیدالله قرار، د ښاغلي مولوي مطیع الله زوی، په ۱۳۶۰ لمريزکال د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ، د شېرکلا په کلي کې زېږیدلى. لومړنۍ او منځنۍ او ثانوي زده کړې يې په شاوخوا اتو ښوونځیو، لیسو، مدرسو او بې شمېره جوماتونو کې ترسره کړې دي. لوړې زده کړې يې د ماسترۍ تر بریده د عربي ژبې او ادبیاتو په برخه کې کړې دي. د پښتو او فارسي ژبو مطالعه او شعر لري، انګرېزي يې د وخت اړتیا ګڼلې او زده کړې يې ده. اردو ژبه لوستلای او ویلای شي. له پښتو سره مینه لري، عربي او دري يې خوښېږي او په عامه توګه د ژبو زده کړه او د ژبنیو سیستمونو ژوره مطالعه يې کړې ده.
د کمپیوټر لوکلایزېشن، یا محلي کولو په برخه کې يې ښه برخه عمر لګولی او تجربه یې لري.
دیني زده کړې، نحو، صرف، فقه، بلاغت او بیان، اصول فقه، اصول حدیث او د احادیثو متنونه يې لوستي او ملا دى. اته سپارې قرآن کریم يې حفظ دی.
شاعري يې له درې کلنی پيل كړې: (( د ډېر وړوکوالي تصرفات او د ډېر کوچنيوالي بعضې کارونه او ځينې ګيلې مانې او بعضې کيفيتونه به، چې ما ته پېښېدل او يا کله کله، چې به ما پر يو شي ډېر فکر کاوه، دا ټول له هغه وخت نه راپېلېږي، چې ما درک درلود. نو د يو انسان درک به له څه وخت نه شروع کېږي، له څلور کلنی پنځه کلنی؟ خو  زه مناسب هغه درې کلنی ګڼم.))
قرار په وړوکوالي کې د سندرغاړو سندرې ډېرې زمزمه کولې او په خپله به يې بندونه ورزیاتول. لومړنی شعر يې سياسي خوند او رنګ درلود: (( هغه وخت، چې ما وغوښتل ليکلې شاعري وکړم، هغه وخت کې د افغانستان سياسي حالات داسې وو، چې له کشرانو او نويو ځوانانو نه په يوه ډله کې ډېر کار اخيستل کېده. موږ هم په يو داسې بهير کې وو، د جهاد وخت و او طبعا په هره کورنۍ کې به سياسي خبرې او بحثونه کېدل او دې بحثونو به په موږ ډېر اغېز ښنده. نو  ما هم په اصطلاح لومړی يو تنظيمي شعر وليکه.))
قرار نثر هم لیکي، چې تر ډېره سیاسي، ټولنیز او علمي وي. ډېر کم ادبي او هنري نثرونو ته مخه کوي.
تر اوسه د ښاغلي قرار كومه شعري ټولګه نه ده چاپ شوې، خو اوس اوس په دې تكل ښكاري، چې د خپلو شعرونو يو غورچاڼ چاپ كړي.
شاعري:
كه څه هم قرار د هغه نسل شاعر دى، چې احساسات او عواطف يې قوي دي، خو د تعليم سلسله يې سمه نه ده. خو دى له هغو كسانو څخه دى، چې سم تعليم يې كړى او يو داسې اديب دى، چې په ادب هم پوهېږي. د استاد اسدالله غضنفر په اند دغې ځانګړتيا له هر لحاظه پر ده اغېز كړى: (( دې شي د ده په شعر باندې هم د فکر له لحاظه او هم د سبک له لحاظه اثر کړی دی. دی پخه ژبه لري، پوخ سبک لري او د فکر له درکه پخې خبرې کوي، چې دا د ښې شاعرۍ لپاره ښې نښې دي.))
قرار د خپل وخت شاعر دى، نوې خبرې په ډېر هنري خو عاطفي بڼه رانغاړي او زموږ تر مخه يې ږدي. ومان نيازى، قرار هغه شاعر راپېژني، چې نوې لا څه، چې ډېرې نوې خبرې را ته كوي: (( دی ډېرې نوې خبرې لري. مثلا يو ځای وايي:
يار، چې رقيب ته څه خبره وکړي ډېر افسوس
لکه دانه، چې د انګور پر ځمکه وغورځوي
تراوسه موږ دا خبره په دې شکل نه وه اورېدلې. خو دا شته، چې له رقيب سره کومې خبرې کوي، مثلا د خوشال بابا بيت دی، چې وايي، يار چې رقيب ته کومه ښکنځله وکړه، ماته په دې افسوس راغی، لکه چې يو مچ رانه شېرين عسل يووړ. دلته خبره هماغه خبره ده، تر ده مخکې هم شوې ده، نورو شاعرانو هم ممکن دا خبرې کړې وي، خو دا د ده کوم طرز، چې دی نوی دی. ده د انګور دانه را اخيستې ده او يو نوښت يې کړی دی.))
شرر ساپى هم په دې نظر دى، چې د قرار خبرې نوې او خپلې يې دي، شرر ځكه دا خبره كوي، چې زموږ اكثر ځوان شاعران د مشرانو او مطرحو شاعرانو تقليد او پېښې كوي، خو په خواشينۍ سره، چې په دې كې هم كامياب نه راووځي: (( قرار د نورو خبرې نه تکراروي، خپله خبره کوي. د ده هنر دا دی، کوم لفظونه او کلمې، چې رااخلي که هغه هرڅومره شډل وي او شاعرانه هم نه وي، دی يې په ډېر هنري انداز شاعرانه کوي.))
د ښه شاعر يوه ځانګړتيا دا بلل كېږي، چې په هنري بڼه د خپل وخت او حالاتو انځور په خپل شعر كې وړاندې كړي. نورمحمد لاهو، قرار همداسې يو شاعر ګڼي او د هغه په شعر كې د وخت د انځورونې خبره كوي: (( د ده کمال دا دی، کله چې دی د خپل وخت له اشياوو سره مخامخ کېږي، نو د هغو په وړاندې خپل غبرګون ښيي او موږ په دې پوهوي، چې دی د يوه نوي عصر شاعر دی، په متمدنه ټولنه کې اوسي او يا يو داسې ځای کې اوسي، چې هلته تخنيک راتلونکی دی او يا ټولنه د تمدن په حال کې ده، موږ د ده په شعر کې دغسې يو څرګند تفاوت ليدلی شو.))
لاهو وړاندې د قرار د يو بيت په ويلو سره د هغه په شعر كې د وخت د موجودو وسايلو او امكاناتو د شتون خبره هم كوي: (( د ده يو بيت دی، چې وايي:
هلو سلام کوم، خبره واوره، غوږ ونيسه
درپسې مړ دی، دلته زړه د يو جناب جنۍ
ګورئ! دلته د "هلو، سلام، د يو جناب زړه" هغه څه دي، چې موږ په پخوانو شعرونو کې نه دي ليدلي. د دې يو علت دا و، چې هغه وخت تلفون نه و او د هلو او داسې ورته نور کلمات دود نه وو. معنا دا، چې قرار کوښښ کوي نوي کلمات او نوې تجربې راواخلي.))
د لاهو په اند ښه شعر هغه دی، چې د شاعر د خپل ذهن کار او محصول واوسي، پخپله يې هغه شی تجربه کړی او لمس کړی وي.
شرر هم ورته نظر لري خو وايي، چې قرار په خپلو نظمونو كې د ټولنې واقعات په هنري بڼه رانغاړي: (( قرار هغه شاعر دی، چې زړو کلمو ته يې د نوې معنی په زور نويوالی ورکړی او د کلمې او معنی تر منځ يې ډېرې ژورې او پېچلې اړيکې رامنځ ته او ښه هنري کړې يې دي.))
دا هم د ښاغلي قرار هغه شعر، چې پر نويو خبرو سربېره، د ټولنې واقعيتونو ته په كې انعكاس وركړل شوى دى:
اوښکې دروګرځه ستنه شه بېرته
بېچاره ګۍ ترکومه کومه به ځې
په کاله کېنه پښتنه شه بېرته
اواره ګۍ تر کومه کومه به ځې
اوښکې دروګرځه ستنه شه بېرته
زه ګرځېدلی يم ما ښار پوښتلی
دلته يې په سمه بیه نه پېري څوک
ما د رڼو اوښکو بازار پوښتلی
ما نن د ډېرو اوښکې ولېدلې
چا خريدار ورته موندلی نه شوای
چا بيا په نیمه خېټه وچه ډوډۍ
په څو څو ورونو کې پلورلای نه شوای
چا ماشومانو به تر ډېرو ژړل
بيا به کرار شول په يوه پتاسه
ښه نو د زرو اوښکو بيه شوله
په دې بازار کې يوه پيسه پتاسه
چا بيا د يوې مړاوې موسکا په بدل
يوه لپه اوښکې تويولې بل ته
د ماتو زړونو له ناکامه به يې
په لپو لپو ورتللې بل ته
ډېر ګرېوانونه اسويلو وچول
د ډېرو اوښکې پر درۍ څڅېدې
د ډار موسکا به وه موسکا به هم وه
اوښکې به هم نرۍ نرۍ څڅېدې
ډېر محفلونه مې تر پام تېر کړل
اوښکې پر هر مناسبت ورېدې
د ډېرو اوښکې خو کټ مټ د سلطان
د شاعرانو قصيدو ته کېدې
اوښکې يوه پاکه مشوره درکوم
که په زړه ځای لرې په زړه يې واخله
د زړه له تله دې خواخوږی يمه
باور په خدای لرې په زړه يې واخله
ستا اصيل څېره لکه يو بيت د شاعر
چې يې الفاظ له مايوسۍ ډک وي
چې د ورک سور په لټه لټه کې وي
له هر يو لفظ نه ارام ورک وي
منم احساس د غربت ډېر لرې ته
غريب هغه وي چې الله نه لري
اوښکې د ځان په قدر وپوهېږه
په خدای چې هيڅوک دې بها نه لري
ته لکه څاڅکی د باران شه اوښکې
چې د نهنګ په زړه کې ښکته شي بيا
ورڅخه لعل او جوهر جوړ شي
له ډېر قيمته بېې قيمته شي بيا
کله چې ته له سترګو وڅڅېږې
يوه سلسله به شې منظومه به شې
سوز به دې ورسي تر ډېرو زړونو
يوه ټپه به شې منظومه به شې
ته به ګويانه شې بيان به وکړې
ته به د لوی حسن ثنا ووايې
بيا به ايمان راوړې د مينې په خدای
چې کلمه د استغنا ووايې
پام چې نفرت له بېلتانه ونه کړې
ته هر بيلتون وګڼه شرط د وصال
ته کوم ښايسته پير ځانته ولټوه
ورنه شروع کړه فلسفه د جمال
منمه اوښکې چې به ډېر ابلیسان
د ځان درنې د بېلتون سپکې وايي
ډېر ابليسان دي چې په دې عصر کې
خپلو ځانونو ته ملکې وايي
منم چې ډېر خلک بېلتون نه مني
منم چې لږ خلک يې تاب راوړي
بېلتون خو سم لکه ايلچي د دوزخ
چې چاته زېری د عذاب راوړي
بېلتون خو سم لکه مين ته چې څوک
له خپل مين نه رډ ځواب راوړي
بېلتون خو سم لکه ملکه د وحی
چې اياتونه د اعتاب راوړي
بېلتون خو سم لکه وطن ته چې څوک
بله ناندره د انقلاب راوړي
ډېر ابليسان به داسې هم وي چې به
تا وېروي چې اوښکې شومه به شې
د هر جنونه انجام فنا دی اوښکې
لکه مجنون به شې محرومه به شې
اوښکې د چا د تمې اوښکه مه شه
د لوړ ارمان لپاره وڅڅېږه
د خپل جانان په تمه مه تويېږه
د خپل جانان لپاره وڅڅېږه
 
په هنري انداز د ټولنې ځينو نيمګړتياوو ته په انتقادي نظر كتل او د هغه بيانول هغه څه دي، چې قرار ته يې په روان ادبي بهير كې د يو باجرئته شاعر شهرت ورپه برخه كړى دى. د ښاغلي غضنفر په نظر قرار هغه شاعر دى، چې هرڅه يې له خپلې سيمې رااخيستي، حتى هغه افكار، چې په اوسني متمدن عصر كې ډېر عالي نه دي: (( ښاغلی قرار د اندړو ولسوالۍ د شلګر د سيمې اوسېدونکی دی، دا يوه داسې سيمه ده، چې دودونه په کې لکه د غرونو غوندې دنګ ولاړ دي، نو له دې سيمې که ده د لهجې خوږلت او د ژبې ښکلاوې او ظرافتونه اخيستي دي، کله کله يې داسې افکار، چې ممکن په اوسني متمدن او پرمختللي عصر کې ډېر عالي نه وي، هغه يې هم رااخيستي وي، زه ګمان کومه، چې که مجيدالله قرار لا ډېره مطالعه وکړي، دی پوهېږي او ډېر څه زده کولی شي. که دی د نوي تمدن له افکار او اقدارو سره لا ډېر ځان وصل کړي، نو دی به داسې شعرونه ووايي، چې په يوويشتمه پېړۍ کې به ډېرو لږو کسانو ويلي وي.))
لاهو، مجيد قرار له دې كبله ښه شاعر بولي، چې ډېر ځله ځينې ټولنيزې نيمګړتياوې او ناسم دودونه، چې په ټولنه كې دود شوي دي، په ډېر جرئت رااخلي او په هنري خو انتقادي بڼه يې ارايه كوي: (( يو څه چې د قرار صاحب په شعرونو کې زما ډېر خوښېږي، هغه د ده جرئت دی. دی يو باجرئته شاعر او ليکوال دی، کوم انتقاد چې کوي، په ډېر هنري انداز يې کوي، داسې نه لکه نن سبا يې چې موږ په سياسي مقالو کې ګورو. دی عین خبره، چې نور يې په سياسي ليکنو کې کوي، که دی يې په شعر کې کوي، هغه ته بيا ښه هنري جامه وراغوندي.))  
شرر وايي، چې د قرار په شعر كې فكر او ښكلا موازي حركت لري او دى هڅه كوي، چې د زړو كلمو په رانغاړلو او هغو ته د نوې معنى په ښندلو سره د ټولنې وضعيت ته په انتقادي نظر وګوري: (( د ده په شعر کې، چې کوم څه زما ډېر زيات خوښ دي، هغه د هنر او پیغام مسئله ده. مثلا دی يو ځای وایی:
د سپاهي په سر مو خول د پردي ايښی
د ملا په سر مو پاج د پردو خلکو
دلته د پاج کلمه ډېر زړه ده او تراوسه به چا په شعر کې کارولې هم نه وي، خو  ده د نوې معنی په زور باندې دغه کلمه ډېره خوږه کړې ده. هم په کې پيغام شته او هم هنري تومنه.))
شرر په دې باور دى، چې قرار د خپل هنر په نسبت ډېر ژمن دى: (( د قرار هدف هنر دی، دی په يو بيت کې وايي، چې:
محبوب ته ډالۍ مه شه خدايږو وارزي که نه
شايد چې خپله ښکلې تر محبوب دی دا غزل
یعنې ده ته دا خپل هنر تر خپل محسوس محبوب نه هم ډېر ښکلی دی، چې دا د هنر په نسبت د ده ژمنتيا ثابتوي.))
خو ومان نيازى د قرار په شعر كې د فكر د غښتلتيا پر خبره ټينګار كوي او وايي: (( د ده په شعر کې فکر ډېر پیاوړی دی، دی پخپله خبره باندې او څه چې وايي ډېر دقت کوي او د ځينو په شان هوايي خبره نه کوي. ځينې يو وزن پسې واخلي او پسې روان وي، زه حتې ځينې مطرح شاعران پېژنم، چې هغه شعر يې وګورې په منځ کې يې بیا څه نه وي. خو ده د خپل شعر په هر بيت او هره مصرع کار کړی دی.))
ومان دا خبره په داسې حال كې كوي، چې وايي، د شعر مارغه په دوو وزرو الوځي، يعنې شعر بايد له فكري او ښكلاييز اړخ نه يو ډول موازي حركت ولري: (( کله کله زموږ شاعران فکري اړخ ته ډېره توجه کوي، چې بيا هغه ښکلاييز اړخ ترې پاتې کېږي او ځينې نور بيا د شعر ښکلا ته ډېر تم کېږي او فکر ترې پاتې کېږي، خو د مجيدالله قرار شعرونه بيا داسې دي، چې هم فکر په کې شته او هم ښکلا.))
شرر د هنر او پيغام د ټكو په كاروولو سره وايي، چې د قرار شعر هم فكر لري او هم ښكلا: (( د قرار په شعر کې هنر او پيغام څنګ په څنګ روان دي.))
دا هم د قرار هغه شعر، چې فكري او ښكلاييز اړخ دواړو ته په كې ډېره توجه شوې او يوه خوږه موسیقي په کې څپې وهي:
لکه د نوي مين روح په اضطراب جلۍ
رڼو اوبو راوړله پاڼه د ګلاب جلۍ
زړونه ګنده دي په سرکشه زمانه کې اوسو
راسره يوبه نسي لاره د ثواب جلۍ
هلو سلام کوم خبره واوره غوږ ونيسه
درپسې مړ دی دلته زړه د يو جناب جلۍ
مينه اسانه وه، اسانه نه وه، وه که نه وه
په خدای باور وکړه، چې سخت يې کړو خراب جلۍ
تا ته مو وکتل، تر دې مو چې کتلي نه وای
په تش کتو دې کړو په ځان پورې کریاب جلۍ
زما د پوښتنې ځواب راکړه، ستا ادا خو نه ده
چې لا ځوابه وي او نه لري ځواب جلۍ
داسې درتلمه ستا خو شا وه تا خو نه لیدمه
لکه امام درومي په لوري د محراب جلۍ
هو دا منمه ښايسته خو په زړه سخته هم يې
هو دا منمه پرښته يې خو د عذاب جلۍ
ته خلاصه يې د هر حسن نور يې څه پوښتمه
چې کتابونو څه ويلي په دې باب جلۍ
راځه راځه ستا د نازونو بېړۍ نه ډوبوي
زما زړګی څپه څپه لکه درياب جلۍ
واړه رنګونه لري، واړه تصويرونه لري
د يوې پېړۍ د غزلونو انتخاب جلۍ
پرده به څه ستا د ښایست فتنه ارامه کړي چې
پر تا راپرېوځي نورورونی شي نقاب جلۍ
ډېر دې محتاج يو د ذکات مکات دې غمه کوه
د حسن شته دې سږ اوښتي تر نصاب جلۍ
 
د شرر شعر له دې كبله هم خپله ځانګړتيا لري، چې بيان يې عاطفي او په عين حال كې ډېره هنري تومنه لري. ښايي همدا علت وي، چې شعرونه يې ډېر مينه وال لري او ډېر ژر پر زړونو كيني. لاهو د دې خبرې په كولو سره، چې شعر عاطفه او ښكلا ده، د قرار شعر ډېر عاطفي ګڼي: (( که چېرته موږ شعر په څو حصو ووېشو، نو دوه حصه به يې عاطفه او هغه بله به يې ښکلا وي. شعر د زړه غږ ده، دغه غږ څه وخت پورته کېږي؟ کله چې يو انسان د يوې پېښې او يو حالت په وړاندې عاطفي غبرګون څرګندوي، دغه غږ راپورته کېږي. دا چې د ده شعرونه پر زړونو چنګ لګوي يو علت يې د هغه همدا عاطفي والی دی.))
شرر د قرار له دې نظريې سره په همغږۍ كې، چې هغه شعر يو ځانګړى كيفيت، ښكلا او مينه بولي، د ده په شعر كې د عاطفې د شتون خبره كوي خو وايي، چې قرار خپله عاطفي وينا هم په هنري جامه كې وړاندې كوي: (( د قرار په شعر کې عاطفه ډېره ده، خو ټول کار يې عاطفې ته هم نه دی پرې ايښی. هرکله، چې د ده په شعر کې د عاطفې سمندر په جوش راغلی دی، نو هغه يې د هنر په وړو وړو نهرونو باندې وېشلی او دغه ښکلا يې تر موږ رارسولې ده.))
غضنفر صاحب تر دې ورهاخوا د قرار د شعر يوه ځانګړنه دا په ګوته كوي، چې ځاى ځاى د ده په شعر كې د انسان د فطرت يو لوى راز پروت وي: (( د ده يو بيت ما ډېر کاله پخوا اورېدلی و:
دغه سړي دومره وژلي دي همدغه خلک
دا څومره خلک چې د دې سړي تر شا ښکارېږي
دا بيت هميشه لکه يو متل، چې څوک يې استعمالوي، په ناستو او مجالسو کې وايمه. دا بيت د انسان د فطرت يو لوی راز بیانوي، متاسفانه انسانان که څه هم د وجدان، پاکۍ، شجاعت او زړورتوب خبره کوي، خو ډېر وخت د زورورو نوکران وي. په زړه کې به پوهېږي، چې دا زورور بر دی، خو هغه وېره به دی مجبوروي، چې د زورور لکۍ به يې نيولې وي، د ظالم زورور. دا د انسان د فطرت په برخه کې يوه لويه خبره ده. د ده په نورو بیتونو کې هم دغسې څه بيخي ډېر دی. ))
د قرار د شعرونو يوه بله ښه ځانګړنه د هغه ښه موسقيت دى. د قرار شعر هم له داخلي موسيقي څخه او هم له ظاهري وزن څخه برخمن دى، خو كله كله دغه وزن په يو ډول ماتېږي، چې د نيمګړتيا په ځاى شعر ته يې يو ډول ښكلا وربښي. قرار په شعر كې د نورو شعري توكو ترڅنګ موسقيت ته ډېره توجه كوي، ښايي له همدې كبله وي، چې پخپله د ده په وينا يو شمېر شاعران په دې اند دي، چې دى موسيقيت ته ډېر قايل دى. شرر په دې باور دی، چې د قرار شعر له پوره موسيقيت نه برخمن دی: (( د قرار شعر هم د داخلي موسيقۍ او هم د عادي وزن له مخې په تول پوره دی. د ده کمال دا دی، چې يوه کلمه که څومره هم موسيقي لرونکې هم نه وي، د معنی په زور ورته يو ډول موسيقيت وربښي.))
خو ومان د قرار په شعر كې يوازې د داخلي موسيقيت د شتون ستاينه كوي: (( ما د خوشال بابا په شعرونو کې دا ليدلي دي، چې يوه کلمه په وار وار حتی په يوه مصرع کې راوړي، دا شی په شعر کې داخلي موسيقي زياتوي. د قرار په شعر کې مثلا د اسانه وه اسانه نه وه، وه که نه وه، دا پخپله وه وه د شعر موسیقي جوړوي. ما په دې برخه کې ډېر کم څه لوستي او هم ډېر کم داسې شاعران ليدلي دي، چې د شعر د موسيقۍ دغه اړخ ته توجه کوي.))
ومان وړاندې د قرار په شعر كې د يو ډول مناسب طنز د شته والي يادونه هم كوي: (( طنز يې هم په شعر كې شته، د ده په شعر کې د طنز يو بل وړ مالګه شته، مثلا دی وایی:
هو دا منم ښایسته خو په زړه سخته هم يې
هو دا منم چې پرښته يې خو د عذاب جلۍ
ګورئ! دا د عذاب پرښته، پرښتې شته يعنې د رحمت پرښتې او داسې نور. خو د عذاب هم شته، ده دا ډېره ښه رااخيستې ده، په دې کې يو ډول طنز دی، چې نه ډېر بربنډ دی او نه ډېر لوڅ. د ده په همدغه شعر کې داسې نور بيتونه هم شته، چې د طنز دغه مالګه په کې شته.))
شرر د ټولو پورته يادو ځانګړنو د موجوديت له كبله قرار د خپل سبك خاند شاعر بولي او وايي، چې شعرونه يې د ګڼو نورو شاعرانو د شعرونو په منځ كې د پېژندلو وړ دى: (( د ده شعرونه د نورو له شعرونو ډېر څرګند توپير لري، که چېرته په يو شعر کې د ده نوم هم نه وي او چا يې شعرونه لوستي او اورېدلي وي، نو پوهېږي، چې دا د مجيدالله قرار شعر دی.))
سره له پورته ځانګړنو ومان نيازى په دې نظر دى، چې قرار له وزني پلوه له ځينو مطرحو شاعرانو اغېزمن دى: (( دی له هغو شاعرانو نه يو ډول متاثر ښکاري، چې ډېر مطرح دي. زه فکر کوم که دی له دغه تاثره ځان وباسي او کومو چوکاټونو سره، چې دی بلد دی، په هغو کې شاعري وکړي، دا به بيا بيخي نوې وي. دی يوازې د وزن له پلوه له ځينو کسانو اغېزمن دی. ځينې شاعران دي، چې شعرونه يې د وزن له مخې په بعضې ځايونو کې ماتېږي.))
ومان وړاندې وايي، كه قرار ځان له دغه اغېز نه وباسي، په راتلونكې كې به د يوې كاملا جلا لارې څښتن شاعر وي: (( د دروېش دراني شعرونه داسې دي، چې اکثره پنځه لس سېلابه وي او په يو خاص ځای کې ماتېږي، د هغه د شعر له دغه ډول موسيقي نه سړی پوهېږي، چې دا شعر نو د چا دی. د دروېش شاعري داسې ده، چې که د زرو شعرونو په منځ کې هم پروت وي، سړی يې پېژني. زما په نظر که قرار له دغه تاثره ځان خلاص کړي، نو د جلا لارې څښتن به وي. دی د لارې لپاره لکه د نورو غوندې، دا هڅه نه کوي، چې يوازې د جلا لارې د خپلولو لپاره شعر ليکي. دغه ډول شاعران بيا داسې خبرې هم کوي، چې په چا ښې نه لګېږي. قرار داسې نه دی، دی هم خپلې خبرې لري او هم د ده لاره پرته له دې خبرو بېله ده.))
د قرار شاعري ځينې نورې ځانګړنې هم لري، خو پر هغو به هغه وخت د بحث لړۍ پرانيزو، چې د ده شعري ټولګه چاپ او خپره شي.
په همدې هيله
www.lawang.blogfa.com
 
بېرته شاته